د امريکا د دفاع وزیر روسيه تهديد کړه
د انګرېزانو د سکای نيوز خبري شبکې پرون پنجشنبه په يوه عاجل خبر کي دغه خبر خپور کړ چي د امريکا د دفاع وزير روسيه په پوځي ځواب باندي تهديد کړه .
د امريکا د دفاع وزير رابرټ ګيټس چي د ناټو د غړو هيوادو د دفاع د وزيرانو په غونډه کي د برخي اخيستني د پاره لندن ته تللی دئ، د سکای نيوز سره په يوې مصاحبه کي ويلي دي : چي که ګرجستان د ناټو د پيمان غړی شي او که روسيه بيا پر دې هيواد حمله وکړي نو د امريکا د پوځي ځواب سره به مخامخ سي .
نوموړي زياته کړه چي دغه شاني يو ځواب به د ناټو د پيمان د قانون پر اساس ترسره کيږي . ددې پيمان مواد وايي چي که ناټو د غړو هيوادو پر هر هيواد حمله کيږي نو هغه ته به د ټولو غړو هيوادو د حملې په سترګه کتل کيږي .
د قفقاز د لانجې نه وروسته د ناټو غړو هيوادو د دفاع وزيرانو دغه لومړنۍ غونډه برائي په لندن کي وپرانيستل سوه . په دې غونډه کي چي د ناټو د ۲۶ هيوادو د دفاع وزیرانو برخه پکښې اخيستې ده نن د جمعي په ورځ به هم دوام وکړي .
د ګرجستان صدراعظوم هم لندن ته سفر کړی دئ ترڅو د ناټو د غړو هيوادو د دفاع د وزيرانو سره ليده کاته وکړي او د قفقاز دسيمي د ورستي حالت په هکله خبري اتري ورسره وکړي .