تېره شپه ديعقوبيو او صبريو په ولسوالۍ کښي چاودنه شوې

د لراوبر اداره | نوومبر 25th, 2008


داچاودنه چې دسرک دغاړې ديوه ځاى پر ځاى شوي ماين له کبله دملي اردو او ايتلافي ځواکونوپسې رامنځته  شوې  .ددې چاودنې په هکله دطالباونو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي ،چې دې چاودنې دملي اردو او دايتلافي ځواکونو  ټوله سپرلي يې له منځه تللې،خو دايتلافي ځواکونو درسنيو مسؤول سيبر رسنيو ته ويلي ،چې پېښه شوې ،خو هېڅ مالي او ځاني زيان يې نه دى اړول .ديادولو وړده ،چې تېره ورځ په همدې ولسوالۍ كې د سړك جوړونې شركت په يوه موټرد ماين چاودنه شوې وه  او له امله يې دوه كاركوونكي ټپيان او موټر يې ويجاړ شوى و.

Copyright Larawbar 2007-2024