د مافیا لوټونه او د امنیت شورا پلټنه
دبن دکنفرانس نه راوروسته ورورو افغانستان دیوه لوری دځومافیا ګروپوپه لوموکی راګیرسو اودبل لور ی نه دبی هدفه جګړو اوړندو بمباریوښکاردی دکابل اداری پرسردځومافیا وخپوسکی ناست دی اودولت اوملت یی ترستونی نیولی دی .
اول : دموادمخدرمافیا دامافیانه یوازی دطالیبانولخوا حمایه کیږی بلکه ددولت زیات لوړپوری چارواکی په د ی کاروبارکی پوره مهارت اوقدرت لری اونړیی ته ترټووزبا مخدره مواد له افغانستان نه صادریږی که ځه هم دمخدره موادونړیوال ارګانونه اوهم نړیوالی خبری رسنی ددی شاهدی ورکوی چی دمخدره موادو دمافیا سرپه دولت اولکی یی په طالیبانوکی ده خوبیاهم دولت په دی چی ورسره لاس لری اونړیواله ټولنه ددولت سره دسیاسی نزاکتونوله مخی خبره ترغوړتیره وی په افغانستان کی دمخدره موادوکاروبار لرونکی ټول مالوم دی ولی خوپه دی چی پیسی لری اویا دولتی واک لری ورته ځوک ځه نه وایی خواکثره یی پرطالیبانووراچوی طالیبان به داکارکوی خبره داده چی دبدخشان له ننګرهار ه له مزاره له بادغیسه له کابله روزګانه دهملند تربارانچی پوری ټردی دومره پوستواوځنځیرونو پرلویولاروپخوسرکونواوډیروپوستونه ځوک تیروی اوڅوک یی دطالیبانوترسمیی رسوی دکارنه ساده اوهادی اوغریب خلګ کولای سی نه یی په یوازی سر طالیبان کولی سی دادمافیا یوشریک ګروپ دی چی هم په دولت کی دلوړاخیارخلګ لری اوهم په طالیبانوکی خوخبره داده چی دبدنامی تورلاسونه دافغانستان په مظلوم ملت پوری پاکیږی اوتاوان یی دملت ترپوست خیژی .
دوهم : مافیا ددولتی ځمکومافیا ده په افغانستان کی دتاریخ په اوږدوکی ټولی هغه څمکی چی دولت یی مالیه نه ورکول کیږی که دښتونه دی که ډاکونه دی که غرونه دی که څنګلونه دی په ملت اودولت پوری اړه لری چی دافغانستان نراوښځه کونډه اوړنډه ټول په شریکان دی خودکرزی صاحب لاس پوڅونیم افغانستان قبضه کړی اوخرځ کړی مهاجر دبی کوری له وجهی خپل هیواد ته نه سی راتلی چی راهم سی دیوه خونی ځای نه لری حتی دکابل ښار بی کوره خلګو پرسر اخیستی دیوی خونی کرایه ترسل ډالره زیاته سویده خوبرعکس خودلته په ملینونوجریبه ځمکه زورواکنانونیولی اوخرځه کړیده اوپیسی یی په جبیب کی اچولی دی ملت بی کوره اوسرګردانه ګرزی راګرزی.
دریم : دتاریخی اثارومافیا ده چی دهرولایت هری ولسوالی هغوتاریخی ځایوته ولاړسی هلته ټول همدازورواکنانواودولتی لوړپوړوچارواکوکندنی شروع کړی دی اوټول تاریخی اثاردغلااوتالاپه حال کی دتاریخی اثاروغلااوچورکندل اولیږدول چی په توروښیښولنډګوزلانو اودولتی پلییتو لرونکی موترانوکی نه وی هیڅوک ددی توان نه لری داغرونه اورغونه دی وټومبی اوبیا دی اثارلیری بندروته ولیږدولی سی دابیایوه بله نمونه مافیا ده چی دافغانستان ترځمکی لاندی شتمنی چی دټول ملت شریکه ده غلاوته یی مخه کړیده.
ځلورم : اداری مافیا ده دکرزی په دولت کی داداری اصلاحاتوترنامه لاندی ورشوت واسطی قوم برستی اوغلاته یوه نوی بهانه داصلاحات اداری ترنامه لاندی جوړه سودیده دیوه نفرنه چی ځلويښت کاله یی په یوه وزارت یایوه مسلک کی کارکړی وی اوتجربه ولری اوس تری امتحان اخیستل کیږی اوچی کامیابه سی بیا ورته دپی ارارمعاش حواله کیږی اوکه ناکامه سی بیا بی سرنویشته پاتیږی هرځو دبی سرنویشیتی دویری مجبوردی چی په هره وسیله وی داکمیسو ن رازی کړی دتعجب خبره داده چی په دی اداره کی داسی کسان سته چی پنځه کاله اداری تجربه نه لری هغوی دهغوکسانونه امتحان اخلی چی هغوی دیریش یاترهغه زیاته اداری تجربه ولری بیاددی کمیسون مشرداداری فساددکمیتی لوړپوړی چارواکی هم ټاکل کیږی.
پنځه : دښاروالی مافیا ده داذادبازارترنامه لاندی له نانوای اوقصابیای لی دعایداتودراټولواودکابل په ښارکی دبلند منزولونو خرځلاومافیا ده چی دولتی عایدات یی په صفرکی ضرب کړی دی دکابل دښاردمنځ نه دباندی دخیرخانی کوتل دنادرخان تپی دپغمان اوده سبز دولتی ځمکی غلواوتوپک مارانوخرخی کړی دی خودښار په منځ کی پاته دپارکونواوسبزځایونه ښاروالانوخرځی کړی دی اوددی دعایداتوزباته برخه دوبی ته ځی هلته بلند منزولنه په جوړیږی اویا لندن اوواشنګتن ته روان دی هیځ پوښتنه ګرويږنه نسته هرځوک کولای دیوی روپی شی په زرافغانی خرځ کړی ځکه اوس داذادبازارددی ملت دپاره دفسادپه بازاربدل سوی دی نه دنرخ کنترول سته نه یی دتاریخ اوکفیت ځارنه سته هرڅه اوس داذادفسادخواته تللی دی ټرټولودی خاینی مافیا فشاراوزوردمزدورانو کسبت ګرو بزګرواوخوارانوپه غاړه کی زندی اچولی ده.
شپږم : دساختمانی اوبازسازی دپروژومافیاده داکومی پیسی چی دنړی دخلګو دمالیاتوراټولیږی اودافغانستان ددولت سره دبازسازی ترنامه لاندی رالیږل کیږی دادافغانستان دکورنی اونړیوالی مافیا منګلوته لویږی هرپروژه اول خوپخپله والیان یاوزیران خپلوزامنو ورونو خپلو قومی خلګو اویا خپلوشریکانوته ورکوی یو والی یوه ورځ په یوه مجلس کی ویل چی خلګ ناحقه ماغل بولی زه شپیته فیصده مصرفوم اوځلوويښت خورم دوی ولی هغه خلګوته بدنه وایی چی اتیا فیصده خوری اوشل مصرفوی اویا پرځولاسه خرځیږی دریمه برخه ییی ددفترودواکدارانوفیصدی ځلورمه برخه دقرارداداخستونکی کمبنی پنځه برخه یی دکمشن کارانو کمیشن شپرمه برخه یی دکاردکمپنی ګټّه اومه برخه دانجینر تحلویدار اومزدورانودرغلی اوډیره کمه برخه یی په پروژه کی مصرفیږی په ځینوپروژوکی لاداسی وی چی کله یوه کمپی دیوه ډونرسره موافقی ته رسیږی هغه کمپنی ته دډونرمشران وایی چی تاسی خپله براورد وکړی خپله ګته ښه وسنجوی تربراوردوروسته بیا زما ووڼده هم پروراضافه کړی اوداونډه دی هغه وخت ورښی چی په سل کی سل موافقه ترلاسه سی چی هری پروژی معاینه تردرومیاشتووروسته وسی هغه بیرته دسره جوړیدوته ضرورت لری ټولی بیسی بیرته دافغانستان دباندی وزی اوخلګ دلته بیرته جګړی اوتوریزم ته دلویږی اوبی کاری له لاسه پناوړي .
اوم : تجارتی مافیا ده دی مافیا داسی جا ل غوړولی دی چی نورنودفساداوظلم زورنه په رسیږی هرقرارداد چی کیږی باید دشرکت نه نیولی ترټولواداری اودبلټونکو ارګانوپوری لامخګی سره خبری کوی په هرنرخ چی جنس واردیږی په هرنرخ چی راوړل کیږی په هرنرخ چی خرځیږی دلته اوس پراداروویشل کیږی خودګران نرخ تاوان یی بی چاره ځپلی اومظلوم ملت باید ورکی تاسی وګوری دتیلو نرخ ځومره کښته راغلی خولاتراوسه په افغانستان کی ترټولونړی تیل ګران دی دی مافیا دخلګودژوندپه ټولوچاروکرایی دسونګ موادواوحتی خوراکی موادوکی زیاتوالی راوستلی دی هیځ ځوک نسته چی پوښته وکړی.
اتمه دخدای دکورمافیا : داهغه مافیا ده چی اوه کاله کیږی چی دخدای وکورته دتلونکوحاجیانوجبیونه لوټوی هرکال ترهغه بل بدترسویدی خوښه سوی نه دی پخواپه دی مافیا کی یوازی دحچ اواقافو اودترانسپورت دوزارتونودروازی نیولی وی خو په عریستان کی ددوی مامورینو دمدینی منور ی اومکی معظمی دروازی نیولی وی یوه کال یی دقرانی پسونه ورک وی یوکال یی اماری اواطاقونه ورک وی بل کال طیاری نه وی بله کال دخدای دکورته دتګ فورمی خرځیږی بله کال یی دخرځ پرځای دعربوپه خیراتوساتی سږکال ورسره یودریم ګروپ چی هغه شخصی کمپنی اوشرکتونه دی داهم شریک سوه دکرزی صاحب مالی مشاورهم تازه ورداخل سوخدای خبرچی دابه بیادکومی دروازی خوله دحاجیانودجبیودلټولودپاره ونیسی.
نهمه : مافیا درشوت اوبی عدالتی مافیا ده چی په هغه کی ډیرخطرناکه ارګانونه سره شریک دی چی یادول یی دهرچا سرته خطرلری دامافیا کولای سی چی دیوه اعدام سوی کس په عوض بل اعدام کړی اواصلی مجرم خلاص کړی هغوی کولای سی چی حق په پاطل بدل کړی اوباطل په حق هغه خوبیخی اوس په لوړه سطحه ده چی په یادولویی دکمپیوترزړه درزیږی.
لسمه مافیا :دخلګو اوماشومانودتښتولومافیا ده چی دپیسوپه مقابل کی بیرته خوشی کوی اوکه یی ورنکړی وژنی یی داهم ډیره قوی مافیاده چی پایدپه راس کی یا دولشمشرخبل سلاکاراویا یاوزیر اوبل داسی معتبرکس وی چی حتی ځوک یی نوم وانه خستلای سی.
بله : دسلاح مافیا ده دامافیا یوخوکومه سلاوی چی دجهاد په وخت کی دروس مخالیفینو ومجاهیدینوته ورکړی دی بله هغه سلاح چی روسانودامریکا اومجاهدینوپه ضد افغانستان ته راچلولی وی دریمه برخه هغه سلاوی چی طالیبانوته خپلوملګرو اوربانی اومسعودته ملاتړوهیوادوورکړی وی ځلورمه برخه هغه سلاوی وی چی امریکایانودطالیبانودځپلودپاره وشمالی تلوالی اوځینوقوماندانوته ورکړی دی دهغو ټولونه یوازی ډی ډی ارته شپیته زره میله درنی اوسپکی سلاوی هغه هم نیمی بی کاره نیمی دکارورکول سوید ی نوری ټولی ورکی سوی په داسی حال کی چی یوازی دننګرهارولایت قول اردوپه یو مجلس کی ویل اویو سند یی ښکاره کړی چی ما دمشرقی زون دټولومسلح قواونه یولک وشپیته زره ملیه سپکی اودرنی سلاوی دننګرهارجهادی شوراته تسلیم کړی همداسی دکندهارقول اردواوس دکورنیوچارووزارت امنتی معین دی هغه ته معلومه ده چی دنجیب ددولت دسقوط سره دکندهار قول اردو ځومره سلاوی مجاهدینوته تلسیم کړی دی اودطالیبانونه ځومره پاته سوید ی یوبله عجایبه داده چی کرزی صاب دډی ډی اردکمیسون مشر استادخلیلی ټاکلی دی چی هغه پخپله ترغوږومسلح دی دوالیانوپه یوه مجلس کی ده والیانوته وویل چی تاسی کوښښ وکړی دسلاوپه ټولونه کی مرسته وکړی یوه والی هغه هم پخبه قوماندان اودغیرمسولوقوماندانوپه لست کی وورته وویل چی ته یی لری هغه ورکړه چی موږیی لرو موږبه یی ورکړی اوکه تی ساتی موږته وایی چی تاسی یی تسلیم کړی داسی نه سی کیدای.
کرزی صاحب وای چی نړیوالی ټولنی زماددولت ترڅنګ یوبل موازی دولت جوړی کړی دی چی هغه ولایتی پی ارټی بولی ولی داسی مالومیږی چی دی تراوسه دخپل ملک نه بیخی بی خبره دی په افغانستان کی لاندی اداری اودولتونه عملاپرافغانانوحکومت کوی
الف : دکرزی کمزوری اوبی واکه اداره چی حتی اوس دکندهار دښارپه سرپوزه اولویه واله کی هم خلګ خپلی حقوقی دعوی وطالیبانوته وروړی نه دکرزی دولت ته
ب : دطالیبانواداره چی هم اعدام کولای سی هم سرونه پری کولای سی هم پرلوی لارواوولسوالیوقبضه کولی سی حتی دکابل په زړه کی هرځه کولای سی
دریمه : دمافیا دولت دی چی هم دکرزی دولت رهبری کوی اوهم طالیبان ته موادمخدررسوی
ځلورمه :اداره ناتواوداعتلاف قواوی دی چی هم په خپل سرکورونه تلاښی کولای سی هم زندانونه لری هم ځارنوالان لری هم مستقل استخبارات لری اوهم مستقل جنګونه کولی سی هرځوک نیولای اوژلی سی هم پرکلواوښاروبمبارکولی سی کله ناکله ددی عمل په مقابل کی ورته کرزی صاحب مدالونه ورکولی سی.
پنځم : په کابل دټوپک مارواداره چی مافیا رهبری کوی او مافیا کرزی اوطالیبان دواړه رهبری کوی
شپږم : دجهاد ترنامه لاندی دچپاول اداره چی هم دیموکراسی غواړی هی بی پرسی دیموکراسی کفربولی اوبی پرسی عدالت .
اوم : دټګانو اوچاپلوسانواداره ده چی دمشاوروزیرانواودشورای امنیت ترنامه لاندی فعاله ده خوراک ښه کولای سی خودکارپته یی نه لګی
راسی وګوری چی پریوه وږی ملت دومره غله ملیمانه وی دهغه به ځه حال وی دهغه به ځه اینده وی دهغه به ځه ترقی وی دهغه به ځه خوشحالی وی دهغه به ځه ارامی دپکتیا دیوه قومی مشرخبره ده چی یوه ورځ یی په ډیرافسوس وویل چی زه ترهربل وخت ډیرفریشانه یم پخوابه زموږ دملت یودولت غل ویابه په ملت کی یوځوک غل و اوس زموږ داخلی غلو دنړیو الو دغلو سره لاس یو کړی دی نه به ترڅمکه لاندی ځه راته پاته سی اونه دځمکی پرسر خودپوښتنی دروازی یی ټولی راباندی بندی کړی دی .