اوباما هيلاري کلنټن د بهرنيو چارو راتلونکي وزيره ونوموله

د لراوبر اداره | دسمبر 2nd, 2008


ايتر تاس Itar-Tass واديم پوليشوک Вадим Полищук


دامريکا راتلونکي ټاکل شوي ولسمشر بارک اوباماپه هغه دمطبوعاتي کنفرانس کي چي دشيکاگوپه ښار کي جوړسوی وودخپلي ادارې په ځينو مهمو مقامونوکښي د يوشمير نومول شوو کسانو نومونه اعلان کړه.


ښاغلي اوباما ددموکرات گوندسناتوره اغلې  هيلاري کلينتون دامريکادبهرنيو چارودوزيرپه توگه ونومول . اغلې  هيلاري کلينتون  ۶۷ مه دبهرنيو چارووزير اوهمدا ډول  دامريکاپه تاريخ کښي به هغه  دبهرنيوچارو درېيمه ښځينه وزيره وي . همدارنگه په بهرنیو چاروکې د اوباما سلا کاره سوسن رایس لومړۍ تورپوستې ښځه ئې په ملگروملتو کې د امریکا دسفیرې په حېېث وگومارله . يعني  دښاغلي زلمي خليلزاد پر ځاي به د ملگرو ملتوپه سازمان کښي دامريکا دمتحده ايالاتوسفيره وي . ژ

همدا ډول د دفاع اوسنی وزیر ۶۵کلن  روبرت گیتس په خپله وظیفه باندې پاته شو،اودملي امنيت دسلاکارپه توگه ئې  دناټوپخوانۍ عمومي  قوماندان  اودامريکا د سمندري قواوو متقاعد جنرال جیمز جونز مقررکړ.

پدې کنفرانس کي اوباماد اریزونا دښار والي پنځوس کلنه اغلې جینټ ناپولیتانو Janet Napolitano   دخپلي ادارې د ملي امنیت د وزیرې په توگه اعلان کړه .اوهمدا ډول هغۀ  ۵۷کلن  اریک هولډ ر دعدلې دوزيرپه توگه ونوماوه . اریک هولډ ر به اولنۍ تورپوستی  امريکا يي وي چې دغه ډول لوړمقام ترلاسه کوي .

Copyright Larawbar 2007-2024