افغانستان د کرکټ دريم پړاو د سياليو اتل شو-  راپور  Fotos video 

27 | فبروري 2nd, 2009


افغانستان دکرکټ د نړيوالې ټولنې د غوراوي د دريم پړاو په سياليوو کې کيمن ټاپوګانو ته په ماتې ورکولو سره د ۲۰۱۱ نړيوال کپ د غوراوي  آخري پړاو  ته  پرمختګ وکړ. 

 

افغانستان دا لوبه په ۸۲ منډو وګټله. دوی لومړی بيټنګ وکړ او د اتو لوبغاړو په اوټ کيدو يې ۲۳۰ منډې جوړې کړي. د افغانستان کپتان نوروز منګل ۷۰  او اصغر ۶۶ منډې وکړي.    په مقابل کې د کيمن ټاپوګانو  لوبډله په ۱۴۸ منډو اوټ شوه. د افغانستان له خوا محمد نبي ۴ او حميد حسن ۳ لوبغاړي اوټ کړل. 

 

د يادونې وړ ده چې  دا لوبه پرون د باران له امله پاتې شوي وه. پرون د افغانستان حالت ښه نه وو او کيدای شوه چې لوبه يې بايللي وای خو  د افغانستان د کرکټ د فډريشن د چارواکو په وينا د افغانانو دعاګانو  ورته باران رحمت وګرځاوه او دوی يې له بايللو څخه وژغورل.

افغانستان په ۳۱ اوورونو کې ۶۸ منډې کړي او ۵ کسان يې اوټ شوي وو چې باران شروع شو. کله چې باران تر ډيره ونه دريد نو  د کرکټ  د ډک ورت لويس د قانون له مخې د افغانستان لوبه په همدې ځای ودرول شوه او  کيمن ټاپو ګانو ته په ۲۰ اوورونو کې  د ۶۳  منډو د پوره کولو هدف وټاکل شو. د کيمن  ټاپوګانو لوبغاړو په ډيره چټکۍ سره لوبه وکړه او په ۷  اوورونو کې يې  د دوو لوبغاړو په سوځيدو ۳۵ منډې وکړي خو دا مهال باران راښکته شو او لوبه پاتې شوه.  

د يادونې وړ ده چې د دې لوبو فاينل د بارانونو له امله منسوخ کړل شو  او  پريکړه وشوه چې د سر دوه  لوبډلې  به  د ۲۰۱۱ کال د کرکټ د نړيوال جام د غوراوي لوبه ته وځي او دا دوه لوبډلې افغانستان او يوګانډا دي. خو دا چې نني بري د افغانستان د منډو اوسط صفر اشاريه ٩٧  ته ورساوه  چې د يوګانډا په ګډون تر ټولو لوړ دى، نو د ټورنمنټ  ګټونکي لوبغاړي شوه. افغانستان له دې وړاندې د پنخم او څلورم پړوا  اتل وو او دا يې پرله پسي دريم غټ بری دی.

په يوه بله سيالۍ کې يوگانډا  ارجنټينا ته په ۹۰ منډو ماتي ورکړه او د صفر اشاريه ٧٦ په اوسط يې دويم مقام خپل کړ. د پاپونيوگيني پواينټونه د افغانستان او يوګانډا سره  مساوي وو خو دا چې د لوبو اوسط يې له دواړه کم وو نو د پواينټونو مساوي والی يې په درد ونه خوړ.


وېډيو :






افغانستان خپله لومړۍ لوبه د يوګانډا څخه په ۱۴ منډو بايللي وه خو وروسته يې ټولې (څلور)  لوبې وګټلي.

افغانستان او يوګانډا به اوس د ٢٠١١ کال د نړيوالو اتلوليو د غوراوي وروستي پړاو ته ځي چې د اپريل په مياشت کې به په جنوبي افريقا کې کيږي . په دغه لوبو کې به ١٢ هيوادونه  سيالي کوي . څلور لومړني به يې  د ۲۰۱۱  کال نړيوال جام ته لار پيدا کړي. پنځمه او شپږمه لوبډله به که څه هم نړيوال جام ته ونه وځي خو د نړيوالو يوې  ورځنيو لوبو د کولو حق به لاس ته راوړي. 

په دې سياليوو کې به لاندې لوبډلې په لاندې  ګروپونه کې سره ولوبيږي. 

A   ګروپ  : کاناډا ، آيرلينډ، نميبيا، عمان، سکاټ لينډ او يوګانډل

B ګروپ  :  افغانستان، برمودا، ډينمارک، کينيا، هالينډ او متحده عرب امارات


د دې لوبو د نورو جزياتو، تبصرو او انځورونو د کتلو  لپاره د لر او بر په لومړۍ پاڼه د (کرکټ  د دريم  ډويژن د سياليوو ورستيوو جزيات)  سرليک او يا هم  دا ځای کليک وکړئ.




د افغانستان د ملي کرکيټ لوبډلي او کپټان نوروز منګل ته د ستر بري په وياړ!







 




 


د لوبو عکسونه لپاره دا ځای کليک کړئ


د ارجنټاين او افغانستان  د لوبې وېډيو :


Copyright Larawbar 2007-2024