دجنرال علي شاه پکتیاوال پر ضد کمپاین …
daylife.com: Ali Shah Paktiawal, left, Kabul police director of criminal investigations, shows a RPG rocket launcher during a raid on the US Protection and Investigation (USPI) office in Kabul, Afghanistan, Saturday, Nov. 17, 2007. Afghan police on Saturday raided the foreign security company hiring locals in Kabul, and seized around 100 light and heavy arms and ammunitions. Many of such firms are supposed to be closed this month in a crackdown by the government.
دعلی شاه پکتیاوال پر ضد کمپاین تر جلالزي هم راورسېد
ددلوي دمياشتي په ۱۹ نيټه مي دبينوا په ويب پاڼه کي د (پکتياوال د فايننشل ټانمز خوراک شو) تر عنوان لاندي د ښاغلي جلالزي په قلم ليکل شوي يو بي سره او بي پښو مضمون چي له شروع ترپايه درواغ او داملايي غلطيو ډک وو ، ولوست چي په لوستلو سره يي هک حيران شوم (ګران هيوادوال يي هم لوستلو ته رابولم) ، نوسمدستي مي لومړي همدي بينوا ويب پاڼي ته يو ليک واستاوه او د ښاغلي جلالزي څخه مي وغوښتل ترڅو خپل معلومات بشپړ کړي او نوموړي مضمون له سايټ څخه پاک کړي دا ځکه چي دداسي ښکرورو درواغو خپرول به نه يوازي د جلالزي بلکه دبينوا ويب پاڼي اعتبارته سخت زيان ورسوي ، دبينواويب پاڼي نه يوازي دا چي خپل غلط مضمون يي ليري نکړ بلکه زما اصلاحي مضمون يي هم خپور نکړ ، دادي اوس د نوموړي مضمون ځينو برخو ته د (مشت نمونه خروار) په توګه اشاره کوم . نو ر قضاوت دي ګران هيوادوال وکړي:
۱. ښاغلي جلالزي ليکلي چي: (“پکتياوال” څه باندي دري کاله دمخه د کورنيو چارو د پخواني وزير “تاج محمد وردګ” سره د نژدې کورنيو اړيکو د درلودو په مټ په دغه څوکۍ وګمارل شو خو تاج محمد وردګ بيا له دندې هيسته کړاي شو)؟؟؟؟؟
محترمه :هيله ده چي خپل معلومات دي بشپړکړي ځکه چي ښاغلي وردګ او ښاغلي پکتياوال هيڅ ډول کورني اړيکي نلري او دوي دواړه هغه وخت سره اشنا شول چي کله ښاغلي وردګ دپکتيا والي شو نو پکتياوال هلته د مخابراتو درييس په توګه دنده ترسره کوله ، له دي نه مخکي حتي دوي سره پيژندل هم نه ، که دي ته کورني اړيکي ويل کيږي نو بيا خو به دا ډول اړيکي ته هم له ډيروسره ولري ، ستا دليکني څخه داسي معلوميږي چي ګني تاج محمد وردګ چي کله دداخلي وزيروو نو عليشا يي په همدي دنده وټاکه (هغه هم دري کاله مخکي)چي بيا تاج محمدوردګ ايسته کړل شو او پکتياوال پاتي شو، آفرين په دي تاريخي معلوماتو چي ستا په شان يو ژورنالست او ليکوال يي لري ، ګرانه دا موثق معلومات دي له نورو تاريخ پوهانوسره هم شريک کړه.
تاج محمد وردګ نږدي شپږ کاله دمخه دکورنيو چارو وزير وټاکل شو چي عليشا پکتياوال يي هم له ګرديز څخه ورسره راووست او هغه يي دسکرتر په توګه کارکاوه ، کله چي ښاغلي جلالي وزير شو نو پکتيا وال هم له وزارت څخه دڅه مودي لپاره ولاړ او دتاج محمد وردګ سره به دوزيرانو شوراته تګ او راتګ کاوه ځکه چي نوموړي مشاور وزير وو، له هغه وروسته ښاغلي پکتياوال دلنډوخت لپاره د متروپول درييس په توګه کاروکړ او بيا د کابل دامنيي قومانداني د جنايي مدير په توګه وټاکل شو ، له هغه وروسته په جنايي کي د تحقيق دمدير په حيث تر آخره پوري پاتي شو.
۲. ښاغلي جلالزي ليکلي 🙁 تاج محمد وردګ چې له فزيکي پلوه يو ناتوان او ضعيف کس وو د ولسمشر کرزي د کابينې تر ټولو پاتي راغلي او ناکاره وزير شميرل کيداي شي، دا ځکه چې نوموړي خو يو ځل د خپل دفتر په دننه کې د يوې امنيتي غونډي پر مهال د جنرال جرت په نامه د شمالي ټلوالي د يوه غړي له خوا په څپيړه هم وهل شوي وو چې دغه کار يوه وزير ته له حده وتلي سپکاوي او د هغه د ضعف روښانه بيلګه شميرل کيداي شي.)
ښاغلي جلالزي صيب: لومړي خو داچي ستا اصل مطلب او دا خبره يوخروارسريښ غواړي ترڅو دادواړي سره ونښلول شي ( عليشا پکتياوال، فايننشل ټايمز او دتاج محمد وردګ په څپيړه وهل کيدل).دوهم دا چي داخبره دي هم هاغسي ښکرور درواغ دي چي حتي کوچني هلک به يي هم ونه مني ، نه پوهيږم چي دادي کو م خوب ليدلي اوکه په دي کي دي کوم بل هدف دي .ځکه په اصل کي خو ښاغلي وردګ ناکاره وزير نه وو بلکه هغه کس ناکاره وو چي دي يي پدي چوکي مقررکړي وو (ښاغلي کرزي درته يادوم) که تاج محمد دشمالي ټلوالي طرفداروو ،خو کرزي يي بيخي دغلامي کړي په غاړه اوس هم ګرزوي.
دادي سم ليکلي دي چي پکتياوال دفايننشل ټايمز خوراک شو ، لکن داسي معلوميږي چي ته هم د انګريزي امنيتي کمپنيو دډالرو خوراک شوي يي ځکه ګران هيوادوال په دي ښه خبر دي چي فايننشل ټايمز چي کوم څه په ښاغلي پکتياوال پسي ليکلي وو ،هغه ټول دهغه کمپاين يوه برخه وه کوم چي په هيوادکي ميشتو انګريزي امنيتي کمپنيو د پکتياوال په ضد پيل کړي وو، دا ځکه چي پکتيا وال غوښتل ترڅو نوموړي کمپني يا وتړي او يايي لږ ترلږه ددولت تر کنترول لاندي راولي ، چي دي کار نوموړي امنيتي کمپني دي ته وهڅولي ترڅو لاس په کارشي او د پکتياوال په ضد ځيني مطبوعات او ستا په شان ژورنالستان استعمال کړي ،دپکتياوال په ضد جعلي اسناد جوړکړي اوهغه بيا په مطبوعاتو کي خپاره کړي ، چي ستاسي دا موجوده ليکنه هم دهمغه کمپاين ادامه ده.لکه چي تا هم پخپله ليکنه کي دځينو ژورنالستانو عادت ته اشاره کړي ده.
ماته افسوس په دي راځي چي کاشکي تا د هيواد دواقعي خاينانو لکه دوستم،مالک ، فهيم،قانوني ،خليلي،محقق…. يادونه کړي واي ،زه خو وايم کوم درواغ او بهتان چي تا په پکتياوال او وردګ پسي ليکلي دي اول خو دا يو هم رښتيا نه دي اوکه بيا رښتيا هم وي نو دا د هغو جناياتوسره هيڅ پرتله کيدي هم نه شي کوم چي دښاغلي کرزي انډيوالانو (دشمال ټلوالي لنډغرو)ترسره کړي دي.
په پاي کي زما يوه مشوره ومنه هغه دا چي هرکله دي کوم مضموه ليکه نو يو وار يي يو چاته ورکوه چي ويي ګوري او ستا املايي غلطياني اصلاح کړي ځکه که سړي ستا (نفوظ، هيسته،ګزار) اوداسي نورو املايي غلطيو ته وګوري نو داسي معلوميږي چي ښوونځي به دي هم نه وي ويلي او پوهنتون خو به لاپيژني هم نه .
وسلام