لیکوال: نور الله احمد دا ځینې خلک چې هر آیت په لاس ورشي نو د خپلې خوښې مطابق به یې معنا او تفسیر کوي، د آیت اصل مفهوم به نه بیانوي: (۱): مثلاً دغه آیت: الله تعالٰی فرمایي: يٰٓا أَيُّهَا الَّذِيْنَ آمَنُوْٓا أَطِيْعُوا اللّٰهَ وَ أَطِيْعُوا الرَّسُوْلَ وَ أُولِی الْأَمْرِ مِنْكُمْ. (سورة النساء، آیت: ۵۹). ژباړه: ای د ایمان خاوندانو د الله اطاعت کوئ […]
بشپړ متنپر ولسي وګړو او مقدسو اماکنو باندې بریدونو لپاره توجیه نشته
Aziz Rahman Hazim
ليکنه: جیب پښتون د افغانستان ۹۹ سلنه وګړي مسلمانان دي او په وروستۍ نیمه پېړۍ کې دې مومن او مجاهد ولس پدې هېواد کې د اسلام د مبارک دین د حاکمیت او بې دینیو د مخنیوي په خاطر د بې شمېره مادي قربانیو تر څنګ میلیونه وګړي شهیدان او ټپیان ورکړي دي. اوس په افغانستان […]
بشپړ متنشیخ الاسلام امام بدرالدین عیني “رحمة الله علیه” ژوند او خدمت ته لنډه کتنه
Aziz Rahman Hazim
ژباړه او راټولونه: عزت الله کوټوال پیدائښت : نوموړی په ۲۶ د رمضان المبارک ۷۶۲هـ ، مطابق ۳۰/جولائي ۱۳۶۰ء په قلعه “عینتاب” کې د شام حلب ښار سره نیژدې د جمعي په ورځ زیږیدلی. دغه د عین تاب طرف نسبت له وجې ورته “عیني” ویل کیږي. ده ډیر وخت په حلب ، مصر ، د […]
بشپړ متند لمر وژل دومـره وړه حـــادثــه هم مــــــــــــــه ګڼه
Aziz Rahman Hazim
لیکوال: سمیع الله صافی ملتونو کی د بریا له رازونو یو هم په ملتونو کی د رهبرۍ طبقې او عامي طبقې د خپل منځي اعتماد د فضا موجودیت دی. د اعتماد دا فضا کي د عامي ټولني اعتماد د هغې ټولنی پر رهبري طبقې باندي او معکوس د رهبرۍ طبقې پر خپل عوام باندي […]
بشپړ متنپاکستاني علما افراطي دي که افغان علما؟
Aziz Rahman Hazim
لیکوال: ا- ځواک په اصل کې علماوو پسې خبرې کول ګناه ګڼل کېږي؛ خو د حقیقت پټول هم په کار نه دي چې باید ناویلي پاته نه شي. څه موده مخکې د کراچۍ ښار په یوه هوټل کې اوسېدم؛ هوټل ته له رسېدو سه سم مې غوښتل چې له یوه افغان ټلوزیوني چینل څخه د […]
بشپړ متندېموکراسي کفر دی که نه؟
Aziz Rahman Hazim
لیکوال: محمد وسیم وصال یو شمېر خلک له دېموکراسۍ څخه په دې خاطر کرکه کوي، چې دغه اصطلاح د لوېدیځ څخه راغلې او د خیر او ښېګڼې طمع ترې نه ده پکار، په ښه نظر لیدل ورته تېروتنه ده او په خبره یې که دا لاره تعقیب کړو، خدای مه کړه کافر به شو. مګر […]
بشپړ متند لور په پیدا کیدو ولې خفه یو؟
Aziz Rahman Hazim
نن په فیس بوک کې چا لیکلي و؛ زموږ په سیمه کې چې جینۍ پیدا سي مور او پلار یې ډیر خفه وي. دا تکلیف زموږ په ټولنه کې عام دی. ما دا لنډه تبصره دلته په مدغه منظور کړیده. د لور په پیدا کیدو خفه کیدل موږ ته تر اسلام د مخه د جاهلیت د زمانې رواج پاته دی. په یو ځای کې چې امن نه وي، دولت او د قانون حاکمیت نه وي او ټولنه د نګل په قانون چلیږي، هلته د زورور برخه غټه وي. په چور کې د زورور ګټه ده. په ځنګل کې زمری ځکه پاچا دی چی لویې داړې او زورورې مټې لري. په یو بدوي ټولنه کې خلک زوی غواړي دا ځکه چی سړی تر ښځې په بدن قوي دی او د چور په چاپیریال کې کور ته ګټه راوړلای سي. قرآن کریم دغه حالت د جاهلیت د زمانې یو قبیح عمل ګڼي او د غندلو په ترڅ کې یې فرمائي: و اذا بشر أحدهم بالأنثی، ظل وجهه مسودا و هو کظیم. سورة النحل آیه ۵۸ ( او کله چې د لور زیری پر یو چا وسي نو مخ یې له قهره تور واوړي). او ښځه ملامتوي چې دا عار دې ماته له کومه راوړی. معلومیږي چې موږ تراوسه لا د اسلام تعالیم پوره نه دي خپل کړي، … خپله یوه کیسه درته کوم. زه یو وخت د پوهنې وزیر وم. د علماء کرامو ډیر قدر و او تلاښ دا و چې ټولنه بیله تشدده اصلاح کړو او اسلام خلکو ته په صحیح معنی ورسوو. نو دیني مدارسو او عصري ښوونځیو دواړو ته جدي توجه وسوه او په نصاب او منهج کې یې هم ډیر مثبت بدلون راغی. یوه ورځ ملایان راسره ناست و او پر یوه علمي مسئله مو بحث و، چې زما یو پخواني آشنا ملا وویل: زړه مې نه غواړي له مجلسه ولاړ سم خو حیا دې وي ښځه مې هلته د سرک پر غاړه ګوښه کښینولې ده، ډیره انتظار سوه، باید ورسم. که اجازه راکړئ! ما ورته وویل: اول ولې په مجلس کې دومره ډیر کښینستلی؛ تاته تر دغه مجلس د هغې د انتظار ختمول ضرور و. ته باید له هغې معذرت وغواړې، ولو درباندې ثقیل هم وي. زما په خاطر یې وکړه! دوهم داچې د ښځې د نوم سره دې (حیاء دې وي) ولې وویل؟ هغه وویل: ښځه بعضې اوقات چټله وي. حیض و نفاس ته یې اشاره وه. ھغه وویل: دا (د حیاء دې وي) اصطلاح زموږ خواته عامه ده. وروسته ما ټول مخاطب کړل او ورته ومې ویل: هغه چاته چې الله (ج) او د هغه رسول (ص) اوچت مقام او عزت ورکړیدی، موږ یې په کوم حق توهینوو؟ و لقد کرمنا بني آدم (صدق الله العظیم). نر او ښځې دواړو ته یو ډول خطاب دی او د پوښتنی په ورځ به موږ ته په یوه نظر کتل کیږي؛ داځکه قرانکریم نر او ښځه یو ډول خپلو مکلفیتونو ته متوجه کړیدي (إِنَّ الْمُسْلِمِينَ وَالْمُسْلِمَاتِ وَالْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ وَالْقَانِتِينَ وَالْقَانِتَاتِ وَالصَّادِقِينَ وَالصَّادِقَاتِ وَالصَّابِرِينَ وَالصَّابِرَاتِ وَالْخَاشِعِينَ وَالْخَاشِعَاتِ وَالْمُتَصَدِّقِينَ وَالْمُتَصَدِّقَاتِ وَالصَّائِمِينَ وَالصَّائِمَاتِ وَالْحَافِظِينَ فُرُوجَهُمْ وَالْحَافِظَاتِ وَالذَّاكِرِينَ اللَّهَ كَثِيرًا وَالذَّاكِرَاتِ أَعَدَّ اللَّهُ لَهُمْ مَغْفِرَةً وَأَجْرًا عَظِيمًا ) سورت الأحزاب، آیه ۳۵. زه او ته چې مځکه او اسمان پیژنو لمونځ به کوو؛ په ولاړې به یې کوو. که نه، په ناستې به یی کوو. که نه په پروتې او حتی د سترګو په اشارو به یې کوو. چې ترڅو مو سد په سر کې وي، له لمانځه نه خلاصیږو. خو د ښځي چې محضې مزاج خراب سي، لمونځ ورته معاف دی، روژه همداسې ده. ته یې نه سې خوړلای چې په سفر کې نه یې او یا شدید ناروغ نه یې. خو د هغې که مزاج خراب وو روژه ورته معطل ده؛ که اولاد یی په نس وو او ور باندې تکلیف و، خوړل ورته روادي؛ که اولاد یې پر تي و او پر خپل یا د کوچني پر صحت ویریده ورته معاف ده او چې هر وخت یې بیا حالت سم وو قضایي دې راوګرځوي. موږ او تاسې ته دغه امتیازات یو هم نسته. جنت د مور (ښځه) تر پښو لاندې دی. زما و ستا نه! نو موږ په کوم مبرر د الله عزوجل او د هغه د برحق رسول (ص) نازولې (ښځې) تحقیروو؟ آیا موږ تر غیور خدای او د هغه تر غیرتمن رسول ډیر غیرتمن یو؟! آیا موږ تر هغوی په دین ښه پوهیږو ؟!او ایا زموږ تر هغو پاکي او طهارت ډیر خوښیږي.؟! موږ باید اول ځان او بیا ټولنه اصلاح کړو. همدا موږ ددې مسلمان ملت مشران یو. علماء ورثه د انبیاء ده او د ټولنې واقعي مشران دي. علماء دي چې په دین ترهرچا پابند او له خدایه تر نورو ډیر ویریږي ( انما یخشی الله من عباده العلماء). موږ باید د جهالت فرهنګ له خپلې ټولنې محو کړو. موږ یوه متمدنه ټولنه یو؛ اسلام متمدن بللي یو. پیغمبر (ص) پر یثرب د مدینة نوم ځکه کښیښود چې مسلمان متمدن دی. د جاهلیت دوره چې په هغې کې قوم او قومبازي او فساد وو، تیره سوه؛ دلته د امت خبره مطرح ده. دلته د یو عالي تمدن خبره مطرح ده چې هغه باید خپل سي. مخته باید وکتل سي. مسلمانان باید په دواړو جهانو کې سرلوړي او معزز خلک وي. موږ او تاسې د همدغسې یو تمدن عاملین او حاملین یو.… دوستانو! ښځه یوازې د امن او د قانون د حاکمیت په فضاء کې ځلیدای سي چې متاسفانه موږ اکثره نه دي درلودلي. زه خپلو اولادونو ته توصیه کوم چې موږ باید یوه متمدنه ټولنه رامنځته کړو کومه چې اسلام راښوولې ده. موږ د دین په نوم بیدیني باید ونه کړو او نه هم د عصریت او پیشرفت په نوم بدرفت ته مخ کړو. درناوي. فاروق اعظم ۱۷ سلواغه ۱۳۹۶ هش / ۶ فبروری ۲۰۱۸م
بشپړ متنناهیلئ مه اوسه
Aziz Rahman Hazim
ډاکټر فاروق اعظم دا د الله (ج) سنت او د طبیعت فطرت دی چی هري تیارې وروسته رڼا ده او هر ماښام پسۍ سبا وی. تر سختۍ وروسته اساني او تر زحمت وروسته راحت دی. ښاديد غم په زانګو کی زانګي او برئ د تکلیفونو په غیږ کی لوئیږي. همدا سختۍ دی چي آرامۍ ته خوند او مفهوم ورکوي. ټینګ ایمان او مستمر کوښښ دی چی انسان پرسختیو بریالی کوي. د بریالیتوب درجه د ایمان د قوت او تلاښ په اندازه اړه لري. پر موسی (ع) او یارانو یی ډیره سخته وه. د فرعون له ظلمه د سینا پر خوا فرار سول.فکر یی کاوه چی تعقیب به نه سي. خو فرعون او لښکر یی ورپسې وه. موسی او ملګري یی بحر ته نژدی سول. پوه سول چی فرعونیان یی اوس هم تعقیبوي. وویریدلچی څه به کوي؟ شاته فرعون او لوی لښکر یی او مخته بحر. د فرار بله لار نه وه. چی څومره د فرعون فوج ورنژدې کیدی، هغومره پر دوی د فرار دائره تنګیده اوویره یې ډیرېده. کله چی د فرعون پوځ دومره ورنژدی سو چی دوی تر شا لیده، نو د موسی (ع) ملګري سخت وارخطا سول او علیه السلام ته یی وویل چی إِنَّا لَمُدْرَكُونَ(یقینا ونیول سوو). د موسی قیادت رشید او پر مضبوط ایمان استوار زعامت وو؛ خپلو ملګرو ته یې ددغسي سختي ناهیلۍاو شدید بحران په وختکي پوره ډاډ ورکړ چی:كَلَّا، إِنَّ مَعِيَ رَبِّي سَيَهْدِينِ (هیڅکله نه، زما سره زما رب دی او هغه به ژر لار راوښئي.) هغه وو چي الله (ج) د لار هدایت ورته وکړ. دوی نجات وموند او فرعون اولښکر یی غرق سول. دلته د موسی پر خپل خدای عزوجل پوره باور او توکل وو. همداراز، د ابراهیم (ع) او د کورنۍ کیسه یی را یاد کړو. هغه خپله ښځه او ماشوم زوی د مکی په لویه سوځونکې دښته کي یوازي پریښوول. ښځي (هاجر) یېابراهیم (ع) ته وویل چی آیا دا د خدای (ج) امر دی چی موږ په دغه لویه بیدیاکی یوازی پریږدې؟ هغه وویل: هو. د هو د کلمې په اوریدو سره هغی قناعت وکړ او په ډيراطمئنان په هغه بیدیا کی پاته سوه. ددغه ایمان او توکل په برکت، هغه وچ دښت اوبه پیدا کړې، هلته ژوند جوړ سو او له هغه ځایه یو عظیم انساني تمدن راپورته سو. کله چی محمد (ص) او ابوبکر (رض) له مکی څخه یثرب (مدینة) ته هجرت کاوه او په لار کي په یو غار کي له دښمنانو پټ وه، هغوی هم په دغسي یو امتحاناو ازمویښت کی واقع سول. دوی په غار کی وه چی دښمنان یې پر شاوخوا راوڅرخیدل او محاصره یی کړل. له دښمنانو څخه څو کسه ددوی د غار په خوله کی ولاړ وهاو ویل یی: دلته دي. ابوبکر (رض) وویرید چي دښمنانو ونیولو. په همدغه وختکي پیغمبر (ص) ورته په ډیر ډاډ وفرمایل: لا تحزن، آن الله معنا (مه ویریږه، الله زموږسره دی). د عظیم قائد همدغه ډاډ د هغه ملګرئ مطمئن کړ چی د کفارو نقشه ماته او د الله (ج)کلمة اوچته ده (کلمة الذین کفروا السفلی، و کلمة الله هي العلیا. والله عزیزحکیم). دلته مي زموږ د چکنور ملاصاحب واقعه را یاد سوه. د غازي ملا امیرمحمد اخند چي په چکنور ملاصاحب مشهور وو، کیسه درته کوم. د استقلال د غزا په وار(۱۹۱۹م) د ننګرهار د هزارناو په سیمه کی د پرنگی په مقابل کی د مورچو د کيندلو پروخت د ملاصاحب سره ډير لږ کسان وه. گل امیر شینواری (د مشهور صوفیشاعر حـمزه شینواری خسر) چی د ملاصاحب مخلص وو، پوښتنه ځینی وکړه چی په دومره لږو کسانو به د پرنگی د لوی لښکر سره څنگه مقابله کوو؟ ملاصاحبمبارک په ډیر متانت، یقین او قوی روحیاتو ورته ومسل او ویویل: بـچیه! غم مه کوه. په ډیرو سړیو نده، الله تعالی به ددی میدان ټولی ډبری کفارو ته غازیان کړی. دملاصاحب پر دغه مبارک آیت یقین وو چی ډیرځله یوی کوچنۍ باایمانه ډلي د بی ایمانو پر یوی لوئی ډلی بری موندلی دی خو په صبر او استقامت. بـیشکه الله پاک دصابرانو مل دی (كَمْ مِنْ فِئَةٍ قَلِيلَةٍ غَلَبَتْ فِئَةً كَثِيرَةً بِإِذْنِ اللَّهِ. والله مع الصـبرین). همداسی وسوه؛ و سیمی ته د پرنگی د پوځ په رسیدو سره له هری خوا بـیشمیره غازیانراپـیدا سول. پر پرنگی اول ډز هم ملاصاحب وکړ او دده له ډز سره غازیانو پر انگریزی لښکر داسی هجوم ورووړ
بشپړ متن