کور / نوميالي / هو مو سپين د انځوريزهنر زيږونکئ انسان

هو مو سپين د انځوريزهنر زيږونکئ انسان

ليکونکئ : پروفيسور داکتر  ج . د .  بوی  ( Prof. Dr.G. De Boe    )


ژباړونکئ : پوهنوال رسول باوري


تر دې ورستيو چي کومي ليکني شويدي ، په جدي توګه د هو مو سپين کړني د هنر په اړه ناتوانه ګڼي  ، خو هغه هنر چي د اوسنۍ اروپا مدرن انسان يې دعوا کوي  بيله شکه له هم هاغه مهاله  را پېل شويدې . هغه ستر او رنګين انځورونه او نيم  مخي ( نيم رخ )اثار چي د مګدالين مهال وړاندي  ( ١٨٠٠٠ څخه تر  ١٣٠٠٠  ) کلونو منځ ته راغلي دي زياتي يې له سترګو پنا شوي او لادرکه شوي دې ، او يو لږ شمير يې په دې ورستيو کي د فرانسي هيواد په يوشمير لرغونو سيموکي را څرګند شول  . ( تر مځکي لاندي  د چاووت  Chauvet او کاس کو وير Casquer   لاس کاوکس  Lascaux   دور دوګني  Dordogne    او په شمالي اسپانيا کي د التمېره سيمو څخه په لاس راغلي انځورونه  ،  لږ ترلږ ه ديرش زره کاله  پخوا جوړشوېدي .


د دې انځورونو  مانا يا ناڅرګنده او يا بېخي له منځه تللې ده . ښايې مقدس حرم به وو ، چي هلته به يوتن قرباني وړاندي کول او په اخلاص به راغلئ و د ادابو او مناسيکو د اجرا کولو پر مهال  به يې سر ټيټ کړي وي ) ښايې  جادو  ، سېمانيزم( Sjamanism    ) يا توتميزم ( ځان ډوليز )  عبادت به وو ، انتقام غوښتنه به وه ، هغه هيله به وه  چي زيات او ژر ښکار ورپه برخه شي . او ياښايې  د عادي هنر لپاره  به انځور شوي  وي  ، او يا به يوه ګډه او يوشان  مانا د دې ټولو يادو شويو افادو څخه ولري  . خو دا رښتېنې خبره ده چي دا انځورونه هم  پټ او يا تر مځکي لاندي او هم لڅ او د مځکي پر مخ ليدل کيږي .د دې اثارود جوړونکو موخه لا تر اوسه هم  نا څرګنده ده ، د دې لپاره بايد د هنر بيلا بيلو ډولونه وڅيړو او وپلټو تر څو پوه شو چي د هغو پخوانيو انځورګرانو موخه څه وه  او په کومه روحيه دډبري نوي د پير وګړوهغو ته وده ورکړل .


د تخنيکي پلوه بيلا بيل متودونه کارول شويدي  . ښکلي حکاکۍ ، رسامۍ  او په هغو کي طبيعي رنګونه (   سور ، زيړ  او کېمياوي تورنګونه  )  او په پوره مهارت  نيم مخي  ( نيم رخ  ) مجسمې  چي په رښتني ډول د انځوريز مسلک سره تړاو لري  ، په نوموړو سيمو کي تر لاسه شويدي .  دا اثار د ډبري نوي پير يا ( Jong Paleolithicum    ) لاس ته راوړنوپه توګه منل شويدي . هغه چي جادويې انځورونه يې جوړ کړيدي ، ښايې يو سړي به ( يوکس يا يوه تن به  )  د ازمايښت لپاره رنګونه ګډ کړي وي او د رنګونو تنظيم به يې داسي کړئ وي  ، چي يوه مخامختيا  يا منظره به يې په کښي را نعښتې وي او يا به يې د يوه ځانګړي روش په کارولو نوموړې منظره داسي په خوځښت راوستې وي لکه چي په طبيعت کي يې ليدلې  ده   . د بيلګي په توګه ستلاک تينن يا  ( شوړېدونکې ډبره ) ته د انځور په ټاکلي ځاې کي وده يا رول ورکول  چي د رنګ په توګه يې کارولې  ،يا ښايې  انسان څښلې او يا يې د هډوکو او مغزو لپاره د توان  ورکولو په نيت  خوړلې او يا يې د روښنايې لپاره د تيلو پر ځای کارولې  وي .


 


دا انځورونه هم د وينا کولو او راپور وړاندي کولويوه لاره ده . هغه  ( انځورونه  )چي د لاسکاوس په نوم پيژندل شوېدي دا ټکئ په ګوته کوي چي دا ستر ژوي او حېوانات همدلته د تيريدو راتيريدو په حال کي وه . د دې حيواناتو د راپرځولو لپاره يې د هغه ورستې حيوان برخه ستره ترسيم کړې او سر يې وړوکۍ رسم کړئ دئ . دا هغه حالت څرګندوي چي پر ورستې حيوان باندي د حملې حالت  څرګندوي  ، ( که يوه حيوان  ته له ورستۍ خوا  وکتل شي ، يقيننا چي د بدن ورستۍ خوا به يې ستره او سر به يې وړوکۍ ښکاره شي  ) دا انځورونه په رښتيني او ريالستيک ډول  جوړ شوي  اوښودل شويدي  چي د هغه انځورګرانو د لوړ تخيول ښکارندويې کوي .رنګونه په زياته پيمانه هارمني شوي کارول شويدي ، ( په انځورونو کي سرې او توري څېرې ) دا انځورونه په رښتني ډول د باروک  ( Barokke   ) د ځانګړي کلتور سټايل يا روش   دئ   ، چي د التمرا په وړاندي را څرګنديږي  . په تور رنګ کښل شوي ليکي ، په يوه انځور کي زيات رنګونه ښودل  ، انځورونه په چټک او متحرک انداز تنظمول  ، دا بيلګي د چاويت  ( Chavet   )  په هغو  انځورونو کي چي د هغه ځای  دلاندنۍ برخي څخه په لاس راغلي  ، د خپل  مهال  ريالستيک او واقعي انځورونه دي . په انځورونو کي هغه حېوانات او ياد حېواناتو د بدن ځيني برخي انځور شويدي چي ، هغه مهال يې ژوند کوئ او په خپل چاپير يال کي پيژندل شوي وه .  د حېواناتو ښکرونه ، پوزه  د زمري خوله  ، د شرمښ ملا او يوشمير نور داسي انځور شويدي چي له ورايه خوځښت او حرکت پکښي بريښي . د دې تر څنګ د حېواناتو په تر تيب دريدل هم د انځورونو يو ځانګړې هارموني منځ ته راوستې ده .


اوس پر دې ټکي غور په کار دئ چي دا ډول ستر انځورنه چي په هر سيمه کي وموندل شي ، تعبير او تفسير به يې يوشان وي او که د بيلا بيلو سيمو د ورته انځورونو څخه بيلا بيل تعبيرونو او اخستنو ته اړتيا ده ؟پيشي ډوله حېوان ، مامونت ،اس  ، ګوزن ،غرڅنئ ،او يوشمېر نور چي  د هغه مهال انسان  ( انځور ګر  ) ورته پام کړيدي ، په دې ټولګه کي شته .سمندري سپۍ ، مار ، يوشمېر الوتونکي ،ماهيان ، سمندري تې لرونکي ژوي  ( Pinguin  ) واړه ژوې ( حشرې ) او نور ، خو يوشمېر بيا داسي حېوانات هم انځور شويدي چي اوس مهال يې پيژندل شوني نه دي ، ښايې د هغو حيواناتو نسلونه به ورک شوي وي  . په هر تر تيب  ،  دا ټوله دا څرګندوي چي د هغه مهال انځور ګرانو خپل  طبيعي چاپير يال په خپلو هنري پنځونو د پوهېدلو جوګه کړيدئ .


   


ياده ونه  :   دا ليکنه د بلژيک هيواد لرغونپوه  پروفيسور داکتر ج . دي . بوی .   ( Prof.Dr . G. De Boe  ) د هغه کتاب  دوهم بحث دۍ چي (( د تاريخي پير وړاندي ژوندون )) يا ( Leven in de prehistorie ) په نوم د پاتري مونيم د لرغونپوهني انستيوت له خوا په 2001 ميلادي کال خپور شوېدئ .