کور / نثر / دموردورځی په وياړدمبارکۍ پيغام

دموردورځی په وياړدمبارکۍ پيغام

قدرمنو لوستونکو:-موراوپلار زمونږپه ژوندکې هغه مهم شخصيتونه دي چې په هرهيواد اوهرکلچرکې اود ژوند په هرډګرکې شتون يې ډير اهميت ،عزت، اوقدر لري سره لدې چې زمونږ په مقدس دين کې والدينو ته دخدمت اواحترام کولو خاص سپارښتنه شوې دی خو دمور حق تر پلار هم مقدم ګڼل شوې ده چې دا نظر دنړۍ په هرهيواد کې موجود ده مورته په درنه سترګه کتل دمور دکاليزې او دمور دنړيوالې ورځې په وياړ ځانګړي پروګرامونه ،ميلمستياګانې،کنسرتونه نيول مورته سوغاتونه او دګلانو ګيډۍ ورکول دا ټول هغه څه دي چې مورته دخوشحالې سبب ګرځي له نيکه مرغه زمونږ په هيواد کې هم دمور ورځ رسمي نمانځل دا ځکه چې مورهغه موجود ده چې دهغې په رضايت کې دجنت مقام ته ځان رسول دی
مور هغه فرشته ده چې دسکون زانګو په خپل غيږه کې لري
مورهغه ارمان دی چې دژوند په هره مرحله کې ورته اړتيا ليدله کيږي
دمورمينه هغه دانګورونه ده ده چې دعمر په تيريدو سره هغه بيابيا ځوانيږي
مورهغه هيله ده چې که څوک يې دلاسه ورکړي نو بيا يې لاسته راوړلې نه شي
مور هغه څوک ده چې خپل ماشوم نهه مياشتې په ګيده کې ګرځوي
مور هغه څوک ده چې خپل دماشوم ارام او خوب دپاره په شپو شپو بی خوياني تيروي
مور هغه څوک ده چې خپل دبچيانونه دټولو خدمتنو په بدل کې يواځې او يواځې داحترام توقع کوي
مور هغه څوک ده چې دخپل ماشوم په روزنه کې هر راز ستونزه پرځان تيروي او ډير زيار باسي
مور دهرانسان په ژوند،شخصيت،راتلونکې کې ډيرمهم رول لري
دمور زړه دمينې زاله او دمورغيږ دهيلوزانګو ده مور دډير احترام وړده نو زه هم د همدی اصل په نظر کې نيولو سره خپل د زړه دکومې نيکې هيلي او تاوده مبارکۍ سر کې خپلې مور جانې ته او بيا دخپل هيوادټولو رنځيدلو ميندو ته دهيواد دننه او بهرکې وړاندې کومه او خپل د مور تر عنوان لاندې کتاب ورته ډالۍ کومه
په پښتنه مينه