کور / نثر / د مور د نړيوالې ورځې په وياړ

د مور د نړيوالې ورځې په وياړ


مور هغه سپېڅلى، مبارکه او له رحمت او عاطفې ډکه هستي ده چې له برکته يې د انساني نړۍ د ويړ او هسک آسمان ستنې ولاړې دي. مور د انسانيت د دوو غبرګو پديدو مهمه برخه ده. که مور نه واى د انسانيت بقا او پايښت به نه وو، دا انساني نړۍ، دا تمدن، دا پرمختګ او آن د ځمکې پر سر انساني ژوند، به نه وو.
مور د مينې، محبت، عاطفې، ترحم، صميميت او دوستۍ سمبول او د مور مينه په رښتوني ډول د ټولو انساني او نورو ټولو ژونديو موجوداتو سرتاجه ده.
له اولاد سره د مور فطري مينه ددې لامل ده چې هغه کوچنى چې آن له ځان څخه مچ هم نشي شړلى او آن له ماشي څخه هم ځان نشي ژغورلى آرام، مطمئن او ډاډه خوب کوي. له لويانو ښه ژوند لري، ښه يې خوري او ښه يې څښي. که د ماشوم د مور شيدې نه وي نو له شک پرته چې ماشوم به د عمر په لومړيو دوه کلونو کې له راز راز ستونزو سره لاس او گريوان و.
د مور د وجود همدې اهميت ته په کتنې الله جل جلاله هم د مور او پلار پر اهميت او خدمت ډېر ټينګار کړى دى. په عظيم الشان قرآن کې څو څو ځايه د مور او پلار په خدمت، عزت او درناوي ټينګار شوى دى. تر دې چې د خپل عبادت وروسته سمدستي يې د مور او پلار په خدمت او له هغو سره په نيکۍ او احسان امر کړى دى. قرآن د مور په احترام او درناوي دومره ټينګار کوي چې د مور پر وړاندې  د “اُف” په اندازه شکايت هم نه مني. د مور او پلار په احترام او له دوى سره په احسان د اسلام د مبارک دين دومره ټينګار ددې څرګندوى دى چې اسلام واقعاً د انسان له فطرت سره برابر، رښتونى او هر اړخيز دين دى.
که بشري ټولنې، ملگري ملتونه او نور وضعي قوانين او اديان نن د مور اهميت ته متوجه شوي او د هغوى لپاره يې د جون ١٤ مه ځانګړې ورځ ټاکلې ده نو اسلام يونيم زر کاله وړاندې مور له الله جل جلاله او دهغه له رسول صلى الله عليه وسلم څخه وروسته تر ټولو موجوداتو د ډېر  درناوي او احترام وړ بللې ده. که د ملګرو ملتونو منشور نن د مور په احترام امر کوي نو د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد صلى الله عليه وسلم نژدې يونيم زر کاله وړاندې سپارښتنه کړي او فرمايلي يې دي چې: ( جنت د مور او پلار تر پښو لاندې دى) اسلام د مور خفه کول او ناراضتيا لويه ګناه بللې ده.
په هر حال: اوس چې موږ د مور د ورځې د رارسېدلو (د جون د ١٤ مې) شاهدان يو او ملګرو ملتونو هم د مور لپاره ځکه دا ورځ ځانګړې کړه چې مور او د مور له مقام او ستونزوته د نړيوالو پام واوړي نو نړيواله ټولنه، د بشر د حقوقو نړيوالې ادارې او پخپله ملګري ملتونه بايد د مور شان، نړيوال دريځ او د ستونزو حل ته جدي پاملرنه وکړي نن په ټوله نړۍ کې مور له ستونزو سره مخ ده. مور که په پرمختلليو هيوادونو کې ده او که په وروسته پاتې هېوادونو کې له ستونزو او دردونو ډک ژوند لري که امريکايي او اروپايي ميندې اقتصادي ستونزې ونلري نو اړوندو هېوادونو يې ورته دا ستونزه پيدا کړې چې ځوان بچيان يې ددې لپاره د جګړو لومړيو کرښو او د جګړو اور ته لېږي چې ددوى ښکېلاکي موخې او د امپراطورۍ جوړولو حرص خړوب کړي. د ختيځې حوزې ميندې هم له اقتصادي ستونزو سره او هم د لويديځې حوزى د ښکيلاکگرو له يرغل او تاړاک سره مخ دي.
افغانستان د يوه جګړه ځپلي هېواد د ډګر د په توګه له ګڼو او هر اړخيزو ستونزو سره مخ دى. افغانستان داسې يو جګړه ځپلى هيواد دى چې ټول اقتصادي، سياسي او کلتوري بنسټونه يې نړېدلي دي. افغانې ميندې د نړۍ د بل هر هېواد د ميندو په پرتله له ډېرو ستونزو سره مخ دي.
په تېرو دوه دېرشو کالو کې به داسې ورځ نه وي تېره شوې چې د يوې افغاني مور ځيګر دې ټوټه شوى او د زړه ستن دې يې نړېدلې نه وي. داسې ورځ به نه وي تېره شوې چې څو ميندې دې پکې بورې شوې نه وي. همدا اوس هره ورځ يا د بهرنيانو د بمبارد او يا د ټوپک د شپيلۍ له لارې او يا د ځانمرګي بريد له لارې د لسګونو ميندو ځيګر سورى کېږي او د بچيانو جنازې يې ورننوځي.
نن په درسته نړۍ کې د زېږون په وخت کې د ميندو د مړينې کچه په افغانستان کې لوړه ده. د عامې روغتيا د وزارت د رسمي احصايو له مخې په هرو زرو ميندو کې شپاړلس ميندې د زېږون په وخت کې مري چې داسلنه په نورې نړۍ کې ډېره پرمختللې ده. افغانه مور کافي غذا نلري، کافي جامه نلري، اکثره ميندې هستوګنځى او کافي عايد نلري. ډېرې ميندې آن دومره څه نلري چې ويې خوري او په سينو کې يې کوچيانو ته شيدې پيدا شي.
موږ پر ملګرو ملتونو او نړيوالو غږ کوو چې د نړۍ په هر ګوټ کې د ميندو ستونزې حل کړي. هره مور د احترام وړ بولو او د ستونزو د حل غوښتونکي يې يو. که دا ستونزې اقتصادي او اروايي وي لکه د افغانو ميندو او که يوا ځې اروايي وي لکه د لوېديځوالو ميندو.
د مور ورځ بايد په حقيقي ډول ولمانځل شي، د مور حقوقو او ستونزو ته دې پام وشي. له هر ډول ستونزو بايد وساتل شي. موږ د ورځې تشريفاتي او مصنوعي لمانځل غندو. موږ دا ډول لمانځل غندو چې ځينى مؤسسې او ټولنې يوه ورځ څو تنه حرفوي او د ښځو په نوم سوداګرې څېرې راوغواړي او په يوه عصري او مجلل هوټل کې دې دمور په اړه احساساتي وينا وکړي، نړيوال دې وغولوي او په رسنيو کې دې راڅرګند شي.
کـه غـم ځـان کله دروند ثابتول غواړي له غرونو
نو مور لره د ځوى د مړينې حال هغه وخت راشي