کور / کره کتنه / مريم پوهنتون او د محصلينو ستونزي او د پوهنتون د ادارې جواب

مريم پوهنتون او د محصلينو ستونزي او د پوهنتون د ادارې جواب

د لوړو زده کړو خصوصي عالي مؤسسې٬ په کابل کی د مریم د لوړو زده کړو د مؤسسی مشره دی په غور ولولي.


په افغانستان کي د کرزي صاحب د حکومت له راتلو سره پوهني او لوړو زده کړو ته هم د پام وړ پاملرنه شوی. د پوهني او لوړو زده کړو وزارتونو هر یوه پر خپل وار تر خپله وسه هلي ځلي کړیدی تر څو ښه خدمات وړاندی او تر خپله وسه خلکو ته د زده کړو زمینه برابره کړی٬ کوم وزارت ډیر بریالی ده او کوم نه دا به پریږدو چي ملت ورباندي قضاوت وکړي. ددی لپاره چي لیکنه ډیره اوږده نشي زه غواړم د لوړو زده کړو خصوصي مؤسسو پر هکله یو څو کرښی توری او یوه ستونزه چي زه هم په کي راګیر یمه له لوستونکو سره شریکه کړم.
د افغانستان اساسی قانون خصوصي پانګه اچونه تشویق او تر خپله وسه یی د دولتي ادارو ملاتړ ورسره اعلان کړیدی٬ د لوړو زړه کړووزارت هم د اساسي قانون د حکم له مخی او هیوادوالو ته د لوړو زده کړو د لاری د هواري په هدف د لوړو زده کړو د خصوصي مؤسسو د کار لایحه جوړه کړه. یو شمیر مؤسسو د لایحه مطابق معیارونه پوره او یا هم پر واسطو او یا هم د وزارت پر کارکونکو د فشار له طریقه خپل مؤسسات ثبت او راجیستر کړل. د ځینو مؤسسو نصاب ډیر بي کیفیته او یا هم هغه نصاب چي د لوړو زده کړو وزارت له خوا تعین شویدی نه پوره کیږي. د دغو مؤسسو ډیره زده کړیالان هغه کسان دی چي پر دولتي ادارو٬ د ملګرو ملتونو٬ د بهرنیو هیوادونو په سیاسي نماینده ګیو٬ ملي او یا نړیوالو انجوګانو او یا هم د ورخي لخوا په کارونو بوخت وي. زه هم یو له هغو کسانو څخه یم چی د ورځی کار کوم او هیله مي درلوده تر څو له کار سره سره خپلي لوړی زده کړي هم بشپړي کړم.
د ۲۰۰۶ میلادي کال په اولو دوو میاشتو کي ډیر ګرم ګرم اعلانونه خپریدل چي د مریم په نامه یو شخصي پوهنتون په کار پیل کړیده او په ډیره لوړه سطحه به خپل پروګرامونه شروع کوي. د مریم د شخصي پوهنتون د راجیستریشن دفتر د سیټي سنټر په لومړي پوړ کي موقیعت درلود او زه هم له یو شمیر دوستانو سره یو ځای لاړم او د اداره او تجارت د لیسانس لپاره مي داخله وکړه. د ۲۰۰۶ میلادی کال د مارچ په میاشت کي درسونه شروع شول. د یو یا دوه کاله په تیریدو سره د لوړو زده کړود وزارت د لایحه مطابق نوموړی مؤسسي وغوښتل تر څو رسمآ راجیستر او د فعالیت اجازه لیک تر لاسه کړي. وروسته له څه وخته مؤسسه راجیستر او مونږ ته اطمینان راکړل شو چي پر خپل وخت فارغ او هیڅ نوعه ستونزه به نه وی. خیر د څلورو کلونوپوره کیدو ته څه نه وو پاته او مؤسسی وویل چي د لوړو زده کړو د وزارت سره مو د ثبتولو کم وخت وتلی او د زده کړیالانو څخه یی د همکاری غو ښتنه وکړه چی یو څو میاشتي حو صله وکړي. زده کړیالانو ته وویل شول چي د ۲۰۱۰ کال د سیپټمبر تر میاشتي خپل مونوګراف تکمیل کړي.
د سیپټمبر په میاشت کي ځینو له خپلو لیکنو سره او ځینو بی لیکنو د نوموړی مؤسسی آغلی مدیری ته مراجعه وکړه چي پر یوه او بله بهانه ورته قناعت ورکول شو تر څو د ۲۰۱۱ کال د مارچ تر میاشتی صبر وکړي او د مارچ پر ۱۵ به ورته فراغت لیکونه ورکړل شي٬ ولي پر نن او سبا لا تر اوسه مونږ کوم مثبت جواب ندی تر لاسه کړي.
د ۲۰۰۶ میلادی کال د مارچ د میاشتي څخه چی مونږ درس شروع کړ تر نن پوری د پنځو کلونو څخه هم اوښتی او که بل چیرته مو دا درس ویلی وای نو اوس به زموږ د ماسټري اخرنی کال وو٬ ولی په شپږم کال مونږ منتظر یو تر څو د مریم د لوړو زړه کړو له مؤسسی څخه د لیسانس سند تر لاسه کړو.
مونږ د لوړو زده کړو وزارت څخه په کلکه غوښتنه کوو تر څو دا موضوع په جدیت وڅیړی او زده کړیالانو ته د فراغت سند ورکړی او یا هم د قناعت وړ جواب. د لوړو زده کړو وزارت باید له دی خصوصي مؤسسو څخه په ډیر جدیت نظارت وکړي تر څو له یوي خوا د وطن بچیانو ته خدمت شوی وی ٬ له بلی خوا د زده کړیالانو وخت ضايع نشي او هغه مؤسسی چی یوازی د پیسو د پیداکولو لپاره فعالیت کوی وپیژندل شي او قانوني چلند ورسره وشي.


د لوړو زده کړو د کیفیت د اوچتوالي په هیله!


د مریم د لوړو زده کړو د مؤسسي یو زده کړیال چي پر شپږم کال د فراغت د سند لپاره انتظار باسي.




مریم پوهنتون او د محصلینو ستونزي لیکني په جواب کي:


د لراوبر ویبپاڼي درنو چلوونکو!


اسلام علیکم


تاسي ته معلومه ده چي یواځنۍ پښتنه، کندهارۍ ښځه زه یم چي د پښتنودپاره مي پوهنتون جوړ کړی دی، خو یوشمېر ضعیفه او د مونوګراف څخه عاجزه شاګردان تاسوته شکایتونه در استوي او تاسي یې هم خپروی، له هغې جملې څخه یو فهیم نومی دی.


زما داخبري د فهیم په جواب کي خپرې کړی:


محترم فهیم بینا وروره! که رښتیا د فراعت سند غواړې نوښه به داوي چي خپل وخت او انرژي د مونوګراف په لیکلو مصرف کړې، یواوبل سایټ ستا دردونه نه دوا کوي، او پخه دې به دې هم خبر کړم چي ستاسي هم دوره پینځوس تنو محضلینوته مو سندونه ورکړل،


ښاغلې بینا ! ځان ته دي د بینا تخلص غوره کړی دی که ریښتیابینا یې نو د خپلي ډګرۍ څخه دفاع وکړه او مونوګراف دي ولیکه تاته به هم د نورو محصلینو په څېر اسناد درکړو کنې نو د سترګو او غوږونو علاج دي وکړه، چي سل کاله نور هم په سایټوکي لیکل وکړې فایده نه درته لري او نه د مریم پوهنتون د هغوپوهنتونوڅخه دی چي هرڅه په پیسو خرڅ کړي ، دلته قانون او مقررات وجود لرياو تر هرڅه د یوه محصل حق ته ډېر ارزښت ورکول کیږي.


ښاغلې نابینا ستا دبینایي په هیله


ډاکټره شهلارشید


د مریم د لوړوزدکړو موسسې ریسه