کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دا چي پر ملا او عالم بد وايو…

دا چي پر ملا او عالم بد وايو…

 

د هغو گمراهانو په ځواب کي چي د څو وخت راهيسي يې د اصلي موضوعاتو څخه د مسلمانانو او افغانانو د توجه اړولو لپاره پر انټرنټ د علماؤ پر ضد کامپاين پېل کړی دی او هڅه کوي چي داسي وښيي چي گواکي که د علماؤ څخه ځان خلاص کړو ټولې ستونزې به مو حل سي.

دا چي پر ملا او عالم بد وايو ايا دا مو هېر کړي چي
ـ علما د رسول (ص) وارثان دي؟
ايا دا مو هېر کړي چي
ـ قرآن او حديث و علماؤ ته حيثيت او درناوی بخښلی دی؟
ايا دا مو هېر کړي چي
ـ هغوی زموږ نيکونو، پلرونو او موږ ته د ايمان امانت رارسولی دی؟
ايا دا مو هېر کړي چي
ـ الله تعالی همدغه علما د دې سبب گرځولي چي موږ د جارج او جگيت سنگ پر ځای احمد و عبدلله نوميږو؟
ايا دا مو هېر کړي چي
ـ الله همدغه علما د دې سبب گرځولي چي نيکونه مو د دوږغ د ابدي اوره خلاص سوي او موږ ته يې د ابدي لمبو پر ځای د ژغورنې او خلاصون ابدي هيلي په ميراث پرې ايښي دي؟
ايا دا مو هېر کړي چي
ـ هغه وخت چي په ټول خړ هيواد کي مو يو ښوونځی لا هم نه ؤ نو همدغو علماؤ موږ ته ليک او لوست اود هندسې تر څنگ د طب او بهرنيو ژبو تدريس کوی؟
ايا دا مو هېر کړي چي
ـ علما همېشه زموږ د خپلواکۍ او زموږ د ناموس څخه د دفاع په غورځنگونو کي زموږ رهبران او د مخکنيو قطارونو سالاران اوسېدلي دي؟
ايا دا مو هېر کړي چي
ـ همدغه علما زموږ مفکورين او روښانيان اوسېدلي دي؟
ايا دا مو هېر کړي چي
ـ رباني، سياف، مجددي، گېلاني او فضل الرحمن او داسي يو څو نور کسان چي کله د آی ايس آی، کله د کې جي بي، کله د سي آی اې، کله د آيت الله او کله د لعنت الله غلامي کوي اصلي علما ندي او نه کېدلای سي او نه هم د دوی په گناه ټوله علما نيولای سو؟
ايا دا مو هېر کړي چي
ـ همدغه علما وه چي د نن زمانې د فرعونانو د بنديخانو څخه يې زموږ کمسنه انجونې راخلاصي کړې. هغه پداسي حال کي چي زه او ته ژړي سترگي په کور کي ناست ؤ او پر بي بي سي مو و خپل ځان ته د بې ناموسيو د رسېدلو خبرونه اورېدل؟
نو که موږ بيا هم د علماؤ پر ټولو فضيلتونو او هغو احسانونو چي زموږ سره يې کړي دي سترگي پټول غواړو نو الله دي هدايت راته وکړي.
بله خبره دا چي ملا خو غلط نه وايي چي
ـ د مور، خور، ماينې او يا هم لور او زوی سره په گډه و ډش انټينا يا هم هندي او انگريزي فلمونو ته مه کښېنه. پدغو فلمونو کي که د نارينه او ښځي مچه اخيستنه نه وي نو پکښي د نارينه ؤ او ښځو گډ او بې حيا حرکات لرونکي رقصونه او بې حيا لباسونه خو خامخا وي.
نو ملا خو غلط نه وايي چي
ـ انسانيت، اخلاق او مسلماني دا نه مني چي ته په دې سبب ځان تر نورو بهتره وگڼې ولي چي ته درانی، خلجی، کندهاری، ننگرهاری، پنجشېری او يا هم مزاری يې.
نو ملا خو غلط نه وايي چي
ـ په ودونو کي اصراف مه کوه او پر ځای يې دغه پيسې د خپل هيواد و هغه کونډي او يتيم ته ورکړه چي ستا د ناموس د ژغورنې لپاره يې مېړه او پلار بايللی دی.
نو ملا خو غلط نه وايي چي
ـ د ښځو په رقصونه، سندرو او نورو فاسقه کارونه کلتور او ژبه وده نه سي کولای بلکه د ماشوم تښتونې، ماشوم زهيرونې او ناموس پلورنې سبب گرځي.
نوملا خو غلط نه وايي چي
ـ که دي خوښه وي چي ستا لور په پرده کي پاته وي نو د بل د لور د گډا او سندرو محفل ته مه ورځه او مه يې هم و ويډيو ته کښېنه.
نو ملا خو غلط نه وايي چي
ـ د ډيموکراسئ په نوم د فحشا او منکر لکه بچه بازي، زنکه بازي، سگبازي ، د قرآن پاک سپکاوی، د مسجدونو او کليو بمبار او د سپيږرو او مشرانو څخه کالي ايستل او د هغوی عکسونه اخيستل د منلو وړ ندي.

خو که بيا هم موږ دومره احمقان او گمراهان يو چي د علي بابا د څلويښتو غلو د حکومت د استخباراتو او د استعمار و پروپاگنډ ته هوا او اعتبار ورکوؤ نو الله دي راته هدايت وکړي.