کور / نوميالي / رابرټ لي فراسټ، خورا مشهور امريکايي شاعر

رابرټ لي فراسټ، خورا مشهور امريکايي شاعر

د ايزابل موډي او ويليام پرسکاټ فراسټ زوى رابرټ لي فراسټ د ١٨٧٤م د مارچ پر ٢٦مه په سانفرانسيسکو کې د لومړي ځل لپاره د دنيا باد وواهه. مور يې ښوونکې، پلار يې ورځپاڼه ليکونکى و او پر ده يې د جنرال ايى.لي په ياد رابرټ لي نوم کښېښود.


رابرټ په ١٨٨٠م کې لومړنۍ زده کړې پيل کړې، خو ژر يې بېرته لاس ځنې واخيست او په ١٨٨١م کې هم همدا کيسه تکرار شوه. اخير په ١٨٨٢م کې يې کورنۍ دې ته غاړه کښېښوده چې فراسټ بايد په کور کې درس ووايي له همدې امله يې يو کورنى ښوونکى ورته ونيو. معلم يې ډېر ژر کشف کړه چې نوموړى په يوازېتوب کې نور-نور ږغونه اوري او د ده مور ته يې وويل چې هغه د اورېدنې او ليدنې له يوې حيرانوونکې ډالۍ څخه برخمن دى.


رابرټ خپل پلار په ديارلس کلنۍ کې او د ١٨٨٥م د مې پر پنځمه نېټه د نري رنځ له امله له لاسه ورکړ. مور يې د تکفين او تدفين د لګښت تر پرې کولو وروسته فيصله وکړه چې له خپلو دوو اولادو رابرټ او جني سره د ژوندي پاتېدو په تمه له ماساچوسټ سره نژدې په لورنس کې له خپلې پلرګنۍ سره واړوي. دغه مهال يې ټول هست و نېست يوازې اته ډالره وو.


څه وخت وروسته ښوونځي ته د داخلېدو د يوې آزموينې پر بنسټ رابرټ په درېيم او کشره خور يې جني په څلورم صنف کې کښېنول شول.


نوموړي په ١٨٩٠م کې، چې تازه يې لومړنى ښوونځى په عالي نمرو پاى ته رسولى و، د La Noche Trise په نوم خپل اول شعر د مکتب په جريده کې خپور کړ.


له رابرټ څخه په نولس کلنۍ کې يوې مهالنۍ مجلې د ده يو شعر په پنځلس ډالره رانيو. دغه بيه د اوسمهال له ٣٠٠ ډالرو سره برابره ده. نيکه يې په پرله پسې توګه دى له شاعرۍ راګرځاوه او تر غوږ يې ورتېروله چې له دې لارې د  ژوند سمبالول ناشوني دي، خو دې خبرو پر رابرټ کوم اغېز نه کاوه.


په ١٨٩١م کې د مکتب تر خلاصولو وروسته، هاروارډ کالج ته بريالى شو او دغه راز د ياد ښوونيز مرکز د جريدې چلولو چارې هم ور وسپارل شوې. په همدې دوران کې يې له النور ميريام وايټ سره وليدل، پر مين شو او تر يو عالم زاريو وروسته يې په ١٨٩٥م کې، چې نوموړى له Daily American ورځپاڼې سره راپورتر و، واده ورسره وکړ. خو د ژوند لومړنۍ او ساده نېکمرغۍ يې ډېرې ونه غځېدې او په ١٩٠٠م کې سره وپاشل شوې. دغه کال د ٢٦ کلن رابرټ لپاره چنداني د خوند کال نه و، ځکه د جولاى پر اتمه يې درې کلن زوى اليوټ د وبا ناروغۍ تر ستوني ورڅخه تېر کړ. همدا غمجنه پېښه وه چې د ده اول ګډ ژوند ته يې هم زوروره ډکه ورکړه. مېرمنه يې النور، د زوى مړينې له اروايي لحاظه سخته وځپله. تر دې لا بده دا چې مور يې هم پر همدې کال خونړي سرطان د تل لپاره ځنې يووړه.


تر دې لړزوونکو ډکو وروسته شاعر څو کاله نور هم امريکا کې پاتې او پر زراعت بوخت و، خو په دې کار کې يې چندان مزه نه وه. له دې سره تر څنګ يې د ښوونکي دنده هم شروع کړه، په پيل کې يې نيمه او بيا پوره ورځ په پينکرټن اکاډمۍ کې انګليسي ادبيات تدريسول. له دې سره به يې کله ناکله خپل ځينې شعرونه بېلابېلو مهالنيو خپرونو ته استول چې دانه مانه به يې چاپېدى هم. خو په ١٩١٢م کې يې يو دم دا تصميم ونيو چې له کورنۍ سره په ګډه برتانيا ته کډه شي او ټول ژوند و انرژي پر ليکلو ولګوي. لومړنى کتاب يې (د يو ماشوم هيله A Boy’s Will) چې په انګلستان کې چاپ شو، د ټولو پام ځان ته واړاوه او د دې لامل شو چې د رابرټ پر مخ د آزرا پاونډ، هيلډا ډوليټل او… په شان نوموتو شاعرانو د مجلس دروازې پرانيزي.


نوموړى په ١٩١٥م کې بېرته امريکا ته ستون شو او هلته يې د شاعرۍ غوټۍ يوې په بلې پسې غځونې وکړې، تر دې چې د ١٩٢٣م په شروع کې يې د شعرونو غورچاڼ او د همدې کال په نومبر کې د New Hampshire په نوم بل کتاب د هنري هولټ له خوا چاپ شو او دغه راز ورمونټ پوهنتون د LHD (Litterarum Humaniorum Doctor) سند ورکړ.


د ١٩٢٤م په مې کې يې د New Hampshire کتاب پوليتزر جايزه يووړه او له (ييل) پوهنتون او (مدلبري) کالج څخه يې افتخاري سندونه ترلاسه کړل. په ١٩٢٨م کې يې د West Running په نامه يو بل کتاب راووت او همدارنګه يې په لومړي ځل د برتانيا له ډېر مشهور شاعر ټي.اس.اليوټ سره وليدل.


درې کاله وروسته په ١٩٣١م کې يې يوې بلې شعري مجمموعې د پوليتزر معتبره جايزه وګټله. په ١٩٣٦م کې هولټ د نوموړي بل شعري اثر A Further Range بازار ته راوايست چې په ١٩٣٧م کې يې شاعر د درېيم ځل لپاره په پوليتزر ونازاوه.


په ١٩٣٨م کې يې د ژوند لومړۍ شريکه (الينور) د زړه د درېدو له امله وبايلله او پر همدې کال يې-چې د برياليتوب او مينې په شرابو مست و- کېټلين موريسن ته د واده وړانديز وکړ، هغې رد کړ، مګر د فراسټ د عشق سمندر رام نه شو او له کېټلين سره د لېونۍ لېوالتيا له برکته د A Witness Tree په نوم ليکلى کتاب يې، چې د ١٩٤٢م په اپريل کې چاپ شو، هغې ته ډالۍ کړ. ياد اثر يو کال وروسته د رابرټ لپاره څلورمه جايزه وګټله.


د ١٩٤٥م په مارچ کې A Mosque of Reason او د ١٩٤٧م په مې کې Steeple Bush د هولټ له خوا چاپ شول او پر همدې کال برکلي اووم افتخاري سند ورکړ. دوه کاله وروسته(١٩٤٩م) کې يې د ټولو شعرونو ټولګه چاپ شوه او په ١٩٥٠م کې د امريکا مشرانو جرګې د نوموړي شاعر د زېږېدو نېټه د فراسټ د لمانځنې د ورځې په نوم تصويب کړه.


په ١٩٥٣م کې د امريکايي شاعرانو د آکاډمۍ غړيتوب ورکړل شو او له بده مرغه همدغه کال د پوستکي د سرطان له امله عمليات هم شو.


په ١٩٥٥م کې د ورمونټ د قانونجوړونې جرګې يو غر د ده په نامه ونوماوه، يو کال وروسته ولسمشر کنډي ځنې وغوښتل چې د لومړۍ ولسمشرۍ په پرانيستغونډه کې يې-چې په ١٩٦١م کې ترسره کېده-ګډون وکړي. رابرټ فراسټ د دغو مراسمو لپاره يو شعر هم وليکى، خو د ناروغۍ او کمزورۍ له وجې يې پر ويلو ونه توانېد.


په ١٩٦٢م کې يې هنري هولټ د In The Clearing په نوم يو بل کتاب نشر کړ. لږ وروسته نوموړى سره له دې چې د ځيګر له ناروغۍ څخه سخت ځورېدى د کنډي غوښتنه ومنله او د (د تمدنونو خبرې اترې) په کنفرانس کې د برخې اخيستنې لپاره شوروي اتحاد ته لاړ، خو دومره ډېر ستړى، ناروغ او ضعيف شوى و چې حتى له خپل بستره راپورته کېداى نه شواى او د وخت لومړى وزير نيکيتا خوروشچف يې ليدنې ته ورغى.


رابرټ فراسټ له دې سفره تر راستنېدو وروسته سملاسې عمليات شو، خو ډاکټرانو وليدل چې د ده د مثانې سرطان تر هغه ډېر خونړى او پراخ دى چې درملنه يې وشي.


له دې سره رابرټ د خپل ژوند نيلى تر ١٩٦٣م پورې وځغلاوه او دغه کال يې هم (بولينګن) جايزه خپله کړه. د جنوري پر اوومه له وينې بندېدنې سره مخ شو. د همدې مياشتې پر ٢٩مه تر نيمې شپې لږ وروسته يې له نړۍ څخه سترګې پټې کړې او د ورمونټ په الډبنينګټن کې په خپله پلرنۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شو.


رابرټ لي فراسټ د خپلې لومړۍ شعري مجموعې (د يو ماشوم هيله) په چاپولو سره په نړيوالو ادبياتو کې خپل شاعرانه وجود وپنځاوه او د خپلو ښايستو تخليقونو له کبله يې څلور پوليتزر جايزې وګټلې.


فراسټ په خپلو شعرونو کې د طبيعي منظرو راڼه تصويرونه کاږي، د ساده کليوالي فعاليتونو لمانځنه کوي او د ژوند د رازونو په باب په فکرونو کې زانګي. دى هغه پاروونکي مسايل چې اکثره لاينحله، پېچلي، مبهم او تر بحث لوړ دي په ډېر ظرافت څېړي. نوموړى په دې باور دى چې بشر بايد تل د ګډوډۍ او دوه زړۍ پر ضد وجنګېږي. فراسټ وايي چې شعر د نورو ټولو انساني پديدو په څېر (د دوه زړۍ په مقابل کې لنډه شېبه درېدنه) ده. او د ده بهترين شعرونه هم همدا مفکوره د ژورو فلسفي، ښکلاپېژنديزو، له طبيعت څخه د ډار او… مسايلو په باب د تحقيق له لارې غبرګوي. فراسټ په شکل او ريتم کې د اوږده لاس په لرلو سره د نيوانګلنډ بېل شاعرانه سبک سړي ته وريادوي. پر همدغسې يوې ځانګړنې د برلاسي کېدو لپاره، چې ده د احساس ږغ وباله، نوموړي په خپل شعر کې دقيق وزن، قافيه، بيت او قطعه يي جوړښتونه رامنځته کړل او د شعر عام فورمونه لکه: آزاد شعر، غزل، غنايي شعر او نظم يې تجربه کړل. کوم وخت چې نوموړى د منتقدينو تر منځ د يوه ساده ولسي شاعر په توګه يادېدى، ورسره سم تر ټولو محبوب، وياړمن او د ډېرو مينه والو لرونکى امريکايي ليکوال هم و. رابرټ ګرېوز Robert Graves وليکل:


(فراسټ لومړنى امريکايي دى چې نړيوالو معيارونو ته په پام سره واقعاً يو لوى شاعر بلل کېږي… ده دغه لقب لرغونو اروپايي دودونو ته په شا کولو او يا هم د هغوى د برياليتوبو د تقليد له امله نه، بلکې پر هغه خوا يې د غځولو له وجې خپل کړ چې د امريکا اقليم د هغه له ژبې سره په کې يوځاى کېږي.)


فراسټ تر بل هر ډول په عاشقانه شعر کې ډېر تکړه دى او په دغه تخصصي څانګه کې خپل بېسارى خيال په خورا نازنينو تشبيهاتو او تورو کې پېچي او د يوې ښکلې ډالۍ په څېر يې د لوستونکو په ګوتو ورکوي. د بېلګې په توګه يې ورېښمينه کيږدۍ The Silken Tent يادولاى شو. په دغه شعر کې فراسټ په ډېر ظرافت د خېمې ښکلا له بندونو څخه نيولې د هغې تر منځنۍ ستنې پورې بيانوي او د شعر په پاى کې نتيجه اخلي او وايي چې هغه منځنۍ ستنه (ته) يې چې په ورېښمينو جامو کې ولاړه يې. فراسټ د ياد شعر د تاريخچې په باب وايي چې په ماشومتوب کې يې يوه ورځ خپله مور په يوه کلاسيک او اوږده ورېښمين انګليسي کميس کې له کړکۍ څخه وليدله، له هماغې شېبې يې دغه ښايسته صحنه پر ذهن کښېناسته او ډېر وخت وروسته دا شعر ځنې راوپنځېد.


د ده آثارو ته لنډه کتنه:


د فراسټ لومړنۍ شعري مجموعه (د يوه ماشوم هيله A Boy’s Will) پر ١٩١٣م په انګلستان کې خپره شوه. آزرا پاونډ د دغه کتاب په باب لومړۍ او ډېره مهمه کره کتنه د امريکا په يوه ادبي مجله کې چاپ کړه او د فراسټ په آثارو، په تېره همدې کتاب کې، له راغلو تکراري مسايلو څخه يې په کې پرده پورته کړه. د ده اول شعر (په خپل ځان کې Into My Own) چې ويناوال په کې يوه تياره ځنګل ته د ننوتلو هيله کوي، د دنننيو او ژوندنيو رازونو يوه استعاره ده. (د ډار څپه Storm Fear) يو وارخطا نارينه راباندې ويني چې د حيرانوونکو طبيعي عواملو په وسيله آرام شوى دى، په داسې حال کې چې (رېبل Mowing) بيا د يو داسې شخص کيسه کوي چې په کرنه بوخت او د نظم حس پر نړۍ تحميلوي.


(Mending Wall) هغه بېلتون او يووالى بيانوي چې هر کال د نيوانګلنډ د ځمکو د وېشونکي دېوال د جوړېدو په کلنيو مراسمو کې راپورته کېږي. (د کرايه شوي سړي مړينه Death of a Hired Man) د هغې ښځې د چلند ننداره ده چې له خپل مېړه څخه د هغه بوډا او بې باوره مزدور پر وړاندې د ترحم غوښتنه کوي چې بېرته کښت ته د کار کولو لپاره راغلى. (د مڼې تر شکولو وروسته After Apple-Picking) د فراسټ د هغو ګڼو شعرونو له جملې څخه يو دى چې د سخت کار په هکله په کې ږغېږي. په دغه شعر کې د مڼې حاصل د خيال په نړۍ کې يو ځل بيا شمېرل کېږي. د (کورنۍ هديره) په شعر کې يوه جوړه(مېړه و ماينه) د خپل اولاد د مړينې د غم پر وړاندې هغه ژوري احساسي شخړې تجربه کوي چې د دوى له متفاوتو چلندونو څخه راپورته کېږي. امريکا ته د فراسټ تر بېرته ستنېدو وروسته د ده دوو لومړنيو امريکايي ټولګو د کره کتونکو خولې د ستاينو لپاره وازېدو ته مجبوره کړې او همدا وجه وه چې په ١٩١٧م کې د څو بېلابېلو امريکايي پوهنتونو ورونه ورته بېرته شول.


د فراسټ دوو نورو مجموعو Mountain Interval (د غره واټن) چې د (غان ونې Briches) او (هغه لار چې نه پر ولاړم The Road Not Taken) او (نيو همپشاير New Hampshire) چې پوليتزر جايزه يې يووړه او (اور او کنګل Fire and Ice)، (په ځنګل کې يو واورين ماښام Stopping by Woods on a Snowy Evening) او (د سوز جادوګر The Witch of Coos) شعرونه په کې راغلي نوموړى د يو عظيم شاعر په توګه مطرح کړ. د (د غان ونې) پنځوونکى په دې سوچ کې دى چې آيا د غان ونې د کاږه ښاخ وجه پر لوبو بوخت ماشوم دى او که طبيعي تاثيرات. دى په استعاري ډول پر ونه ختل جنت ته د رسېدلو له اميد سره تړي. د فراسټ په اشعارو کې د ځمکې او جنت د شتون ګڼ او پرله پسې غبرګونونه پر ځاني باور او د نوموړي له طبيعت څخه پارېدلو اخلاقي مشاهدو باندې د ده د ټينګار په اوږدو کې تر سترګو کېږي. همدغه ټکي کره کتونکي مجبور کړي چې د فراسټ آثار له رالف والډو امرسن Ralph Waldo Emerson او نورو تعالي پلوو سره وتړي.


په (د غان ونې) کې فراسټ دې پايلې ته ورسېد چې (ځمکه رښتيا هم د مينې کولو ځاى دى، خداى خبر چې تر دې غوره ځاى به چيرې وي.) د (هغه لار چې نه پر ولاړم) او (په ځنګل کې يو واورين ماښام) د فراسټ هغه دوه ارزښتناک شعرونه دي چې ويناوال په کې پر ناوهلې لار له موجود خنډ(بې پروا طبيعت او دنيوي ژوند) سره، چې په ښار او يا بې ونې ځمکې سره ښوول کېږي، مخامخ دى. په لومړي کې شاعر داسې واټونه انتخابوي چې (څوک پر تېر شوى نه دى)، په داسې حال کې چې دويم شعر-د ده تر ټولو زيات بحث پاروونکى اثر-په شکمن ډول پاى ته رسېږي. (ځنگل ښکلى، تور او ژور دى/مګر ما يې د وهلو ژمنه کړې ده/تر ويدېدو مخکې بايد په ميلو-ميلو لار ووهم/تر ويدېدو مخکې بايد په ميلو-ميلو لار ووهم). دلته پوښتنه پيدا کېږي چې آيا شاعر د پوهېدو نه وړ مفهوم ردوي او نامطمين پاتېږي او که د ژوند د غولوونکو رازونو د کشفولو د هڅې د لا ګړندي کولو پرېکړه کوي؟


د (په ځنګل کې يو واورين ماښام) په شان د ده په معمولو شعرونو کې داسې راوي ږغول کېږي چې تخيل يې د طبيعت له خوا غني کړل شوى دى.


په (لوېديځ ته بهېدونکې وياله West Running Brook) او (پراخه لړۍ Further Range) کې، چې پوليتزر جايزه يې د ځان کړه، فراسټ د خپلو خاصو شخصيتي تګلارو او موضوعاتو په کارولو سره د سياسي او ټولنيزو مسايلو په باب نظرڅرګندولو ته لاس واچاوه، چې له دې ډلې څخه له دويم نړيوال جنګ سره تړلي اقتصادي ستونزې، ځوړتيا او نارامۍ يادولاى شو. جان ټي.اګليوي John T.Oglivie د دغو دوو ټولګو په باب وايي:


(فراسټ په يو داسې زړه سواند شاعر تبديل شو چې له خپل لوستونکي سره پر ورځنيو مسايلو ډېرې اوږدې خبرې کوي، او نور يې له هغه رښتياپاله نمايشنامه ليکوال او ځان لټوونکي شاعر سره يارانه کمزورې شوې چې د ده په مخکنيو کتابونو کې اوسېږي. په دغو آثارو کې نوموړى د ځان او دباندنۍ دنيا په باب په يو سپين ګويه انسان اوښتى دى. اوس يې خپل پام رنګارنګ موضوعاتو لکه سياست، علوم، فلسفه، زده کړه او الهياتو ته اړولى دى. عقايد د طبيعت تر اجزاوو او شخص ډېر ورته ارزښتناک شوي دي.)


د پنځ(طبيعت) پر دوروبر د فراسټ ليکل شوو غزلونو دومره کش واخيست چې سخت زيات لوستونکي او مينان يې پيدا کړل. (پسرلنۍ ويالې Spring Pools) داسې يو اثر دى چې دواړې ځانګړنې يعنې طبيعت، ژونديتوب او بې ثباتي بيانوي. په (زما د کړکۍ مخې ته ولاړه ونه Tree at My Window) کې شاعر خپل احساسي بدلونونه له هغه بېل اقليم سره تړي چې د ده له خونې دباندې ولاړه درخته يې زغمي او د (طرح Design) په نوم شعر کې فراسټ د څنګزنو سمبولونو يوه ډله د نظم او تصادف، زورزياتي او ښکلا پر وړاندې دروي.


سره له دې چې فراسټ د خپل هنري ژوند په وروستيو کې لا هم د ګړندي او پرکاره قلم څښتن و او د امريکايي دولت او بېلابېلو پوهنتونونو څخه يې رنګارنګ ادبي او افتخاري جايزې ترلاسه کړي وې، خو پر کرکتنيز آسمان يې ستورى تت شو. د نوموړي درې وروستۍ ټولګې د منتقدانو له ساړه غبرګون او بې توجهۍ سره مخامخ شوې. که څه هم د هغه په دغو آثارو کې ځينې داسې ټوټې هم شاملې وې چې د ده لوى کارونه بلل کېږي. مثلاً (شاهده ونه A Witness Tree) چې شاعر يې په درېيمه پوليتزر جايزه ووياړى، د طبيعت په هکله يو شمېر لنډ غزلونه لري، (ښکاره ډالۍ The Gift Outright) شعر چې د امريکايانو وراثت او فردي دندو ته په کې اشارې شوي او د جان اف. کنډي د ولسمشرۍ پرانستغونډې ته يې ليکلى او (مناره لرونکى بوټى Steeple Bush) داسې لارښوونې درلودې چې ويناوال په کې د پنځ په هکله خپل شک بيانوي، خو کله چې بيا د دوه زړۍ او زوال تر منځ د استعاروي هڅې لمنه ټينګوي، بېرته د پخلاينې لار مومي. (لارښود Directive) په ټوليزه توګه د فراسټ يو له وروستيو عالي شعرونو څخه ګڼل کېږي او د خيال، سمبوليزم او بې شمېره تلميحاتو د عواملو د جوړجاړي او ځلونې لپاره د شکل د کنټرول يو مظهر بلل کېداى شي.


د فراسټ په وروستي کتاب (پر بې ونې ځمکه In the Clearing) کې وروستي شعر (په ځنګل کې ژمى In Winter in the Woods) کې شاعر يو ځل بيا په ځنګل کې د ځان او طبيعت تر منځ موجودې رابطې ته په ژور انداز ځيرېږي.


د يوه وتلي امريکايي شاعر په توګه د فراسټ شهرت پر خپل ځاى دى. خو له دې سره هم ډېر کره کتونکي هغه ته په هنرمن ويلو کې پښه نيولي دي. دغه مفسرين معمولاً د نوموړي نيمګړتياوې داسې شمېري: د ساده ليکنې فلسفه، د له پښو پاتې احساساتو بيان، د تر بحث لاندې مسايلو ژوره نه ارزونه او د نيوانګلنډ د بېل رنګ لرونکو موضوعاتو په نړيوال کولو کې بېوسي. ملکولم کولي Malcolm Coeley د (د ښاغلي فراسټ پر ضد يو دريځ) په نامه خپله يوه مقاله کې پر ذکر شوو ټکو داسې رڼا اچوي:


(د فراسټ تر ډېره ځان او نژدې ګاونډيانو ته پام و… ده دا تلاښ نه کاوه چې په نظري پراختيا کې خپله کمزوري د هغې په ژورولو سره جبران کړي. نوموړى د انساني طبيعت وحشيانه ژورو ته نه کښته کېدى. دا سمه ده چې هغه زياتره د معنويت پر اړتيا ږغېدى، خو له دې سره تر څنګ د خپل درون د کشف په باب هم د نورو تقريباً ټولو انساني کړنو په شان محدوديتونو ته قايل و.) کولي زياتوي: (نه يوازې دا چې ده د درون د ژورو د موندنې تکليف ونه ګاله، بلکې نور ستر امريکايي دودونه يې هم ونه پالل. يعنې د طبيعت او ټولنې د راتلونکې د مشاهدې لپاره پر عرش درېدل.) پر دې برسېره ډېرکي نقادان د فراسټ د شعرونو څپاند تخيل، موزونې ځانګړنې، ډراماټيک کشمکشونه او د مرسلو مجازونو کارونه ستايي او د امريکا له هغو ادبي آثارو څخه يې بولي چې ډېر لوستونکي او ستايونکي لري. رنډال جېرل Randall Jarrel په دې باب وايي: (فراسټ د والس سټيونز Wallace Stevens او ټي.اس.اليوټ T.S.Eliot تر څنګ د امريکا د روانې پېړۍ لوى شاعر بلل کېږي. دى د ډېر عالي شرافت څښتن دى. د ده هېڅ همعصره شاعر عادي بشري فعاليتونه په دومره غوره انداز نه دي ليکلي. د نوموړي بېساري ډراماټيکي ويناوې او فوق العاده ننداريزې صحنې د وګړو له حاله د ده له شتمنې خبرتيا څخه سرچينه اخلي، چې ډېر لږ شاعران پر توانېدلي دي.) رابرټ ګرېوز Robert Graves زياتوي: (فراسټ راته وايي چې عاشقانه شعرونه په حيرانتيا، خوښۍ او اوښکو شروع او هوښ پاى ته رسېږي. په داسې حال کې چې روڼآندي ډېرې سنجيده او حسابي کرښې پالي.) فراسټ خپل معلومات په غيرارادي توګه راټولوي او وايي: (شاعران په خپله خوښه او قصداً کوم شي ته نه ورجذبېږي، بلکې پرېږدي چې شيان دوى ته ورجذب شي، کټ مټ داسې لکه په دښته کې چې روان يې او منګوړان درپورې نښلي.)


د شعر نمونه يې:


د ونو ږغ  


ژباړن: استاد سعدالدین شپون 


زه ونو ته اریان یم،


دا ولې زموږ ارمان دی چې مو شامدام د ونو غږ اورېدلی


له هر بل غږ نه زیات،


د اوسېدو ځای ته مو دومره نژدې


هره ورځ یې ننداره کوو


په هرې ښادۍ  کې مو شریک.  


باد ته یې غوږ نیولی وي


تل د تګ ګواښ کوي


مګر هېڅ را نه تلای نشي


هر څومره چې پوهېږي


له خبرو نه پاتې کېږي 


حتی اوس غواړي ووایي


زما پښې په مځکې خښې دي،


اوڅڼې مې په اوږو زانګي  


ځینې وختونه چې


د کور له دروازې یا کړکۍ


ونې وینم چې  ټالۍ خوري


زه هم کوم پلو ته د تګ تابیه نیسم


دا بېباکه انتخاب به خامخا کوم (یوه ورځ) 


یوه ورځ به د ونې غږونه اوچت وي


هره خوا به څانګې ارتوي


چې پاس په سر سپینې ورېځې و شړي،


خوزه به په کې هېڅ نشم ویلی


زه به تللی یم.
د فراسټ آثار:


شعر


North of Boston (David Nutt, 1914; Holt, 1914)
“Mending Wall”
Mountain Interval (Holt, 1916)
“The Road Not Taken”
Selected Poems (Holt, 1923)
Includes poems from first three volumes and the poem The Runaway
New Hampshire (Holt, 1923; Grant Richards, 1924)
Several Short Poems (Holt, 1924)[1]
Selected Poems (Holt, 1928)
West-Running Brook (Holt, 1928? 1929)
The Lovely Shall Be Choosers (Random House, 1929)
Collected Poems of Robert Frost (Holt, 1930; Longmans, Green, 1930)
The Lone Striker (Knopf, 1933)
Selected Poems: Third Edition (Holt, 1934)
Three Poems (Baker Library, Dartmouth College, 1935)
The Gold Hesperidee (Bibliophile Press, 1935)
From Snow to Snow (Holt, 1936)
A Further Range (Holt, 1936; Cape, 1937)
Collected Poems of Robert Frost (Holt, 1939; Longmans, Green, 1939)
A Witness Tree (Holt, 1942; Cape, 1943)
Come In, and Other Poems (1943)
Steeple Bush (Holt, 1947)
Complete Poems of Robert Frost, 1949 (Holt, 1949; Cape, 1951)
Hard Not To Be King (House of Books, 1951)
Aforesaid (Holt, 1954)
A Remembrance Collection of New Poems (Holt, 1959)
You Come Too (Holt, 1959; Bodley Head, 1964)
In the Clearing (Holt Rinehart & Winston, 1962)
The Poetry of Robert Frost (New York, 1969)
A Further Range (published as Further Range in 1926, as New Poems by Holt, 1936; Cape, 1937)
Nothing Gold Can Stay
What Fifty Said
Fire And Ice
A Drumlin Woodchuck
 
نثر


The Letters of Robert Frost to Louis Untermeyer (Holt, Rinehart & Winston, 1963; Cape, 1964).
Robert Frost and John Bartlett: The Record of a Friendship, by Margaret Bartlett Anderson (Holt, Rinehart & Winston, 1963).
Selected Letters of Robert Frost (Holt, Rinehart & Winston, 1964).
Interviews with Robert Frost (Holt, Rinehart & Winston, 1966; Cape, 1967).
Family Letters of Robert and Elinor Frost (State University of New York Press, 1972).
Robert Frost and Sidney Cox: Forty Years of Friendship (University Press of New England, 1981).
The Notebooks of Robert Frost, edited by Robert Faggen (Harvard University Press, January 2007).