کور / نثر / د قلم مل په شعرکي د ولس احساسات

د قلم مل په شعرکي د ولس احساسات

د غــه هـــنر اسانـــه مه گـڼه دروېـــشه يــاره
د زړه په سرو وينو منځل دغزل توري غواړي


رښتيا هم د شعر ويل ، د شعرليکل ، د شعر زده کول ، د شعر وړاندي کول او په بله خبره د شعر په روح او په رګ رګ پو هېدل څه اسانه کارنه دى ، چي هر څوک دي راوﻻړسي ، او بيادي شعر وليکي او شاعر دي سي هغه هم يو دا سي شعر ، چي د مذهب ، دين ، ولس ، ټولني ، خلگو هيواد ، او چاپيريال سره دي په ټکره کي نه وي او يادي پکښي د شونډو ، زلفو او ميني خبري نه وي ، په او سني وخت کي دا ډول شعرونه چي د زلفو ، شونډو ، او خماري او زړه وړونکو سترګو يادونه دي نه وي پکښي سوې ډېرکم پيداکېږي ، ځکه نو د رښتني شعر و يلو او ليکلو هنر اسانه کارنه دئ ، د زړه په وينو په داسي وينوبه يې منځي ، چي د ولس ، هيواد ، د خلگو او ټولني له در دونو څخه يې رنگ اخيستى وي ، نه په داسي وينو چي د شرابو ، صنم ، شرابخاني ، جام ، معشوقي ،بت ، ميکدي ، نگار ، سپينو اندامو ، اوږدو نازکنوکږو ورځو ، او خوږو شونډو څخه يې اخيستى وي که يو څوک و همدې مفاهيموته هنر وايي دا خو هنرنه سو ، څرگند ذهني عياشي سوه ، چي دې بې هنره هنر مند يې قافيه او رديف ور ته برابرکړي دي څه لفظي ښکلا يې د شونډ، زلفو او په دا سي نورو الفاظو سره ور کړېده او بيا ورته هنر وايي .
هنر دا دى ، چي څوک له تيارو څخه د رو ښنيايي وخواته را باسي، دټولني ستونزو ته د خپل شعر په ژبه انعکاس ورکوي ، ټولني ته لارښووني کوي او دپوهي او علم وخواته يې هڅوي دا ځکه چي دا داسي هنر نه دى چي وخلگو ، ولس او ټولني ته دي د فحش بې حيايي او بد اخلاقۍ زمينه برابره کړي
، دا يوداسي هنردى ، چي په مټ يې شاعر و اسيرو ولسونوته نجات ورکوي دا ځکه چي تر هرڅه په ټولنه کي د شعر اغيزه زياته اغيز منه تماميداى سي تير تاريخ ته به نه ځو ، چي تر اسلام وړاند د نبي کريم  په زمانه کي تر هغه وروسته شعر څه ډول اثرات کړي دي ، بلکي او سني عصر ته به راسو چي شعر څومره اثرات لري .
د امريکايي تلويزيون بي بي اس په يو رپوټ کي راغلي دي چي دطالبانو شعرونه چي د هغو لخوا څخه په خوږ و اوازونو کي ويل کيږي ، دومره اغيزه يې پرخلگو کړېده ، چي دوى د شعر په مټ خپلي ليکي پيا وړي کړي دي ، رپوټ زياتوي ، چي طالبان په دې ډول شعرونو خلگ په غيرت راولي ، چي تاسي هم د خپلو پلرونو او نيکونو په څير د ښکېلاک ګرو پر خلاف مقاومت وکړى د دوئ پرخلاف وجنگېږى ، چي اوس همدا لامل دى چي د طالبانو ليکي پياوړي کيږي .
وگورئ د شعر و اغيزې ته يو سترځواک چي دغورور پر نيلي سپور او په خپلو شته و سايلو غره دى لاهم په اوسني وخت کي پر دې اعترف کوي ، چي دا ډول شعرونو اندېښمن کړي دي، چي اسيرو ولسونو ته نجات ورکوي او غاسيبو او اشغالګرانو پر ضد ولس را پاڅوي تر څو ددوئ په مقابل کي ودرېږي او د دوئ مقبله وکړي .
هغه شاعران، چي ولس ته په خپلو شعرونوکي پيغام وړاندي کوي او بيا دوئ د دغه شعرونو د پيغام په مټ و خپلو مسئوليتونو ته متوجه کوي، دعلم او پوهي لاس ته راوړلو ته يې هڅوي، د بدوڅخه يې راګرځوي او پر ښويې امرکوي، فحش او بې حيايي د له منځه وړلو هڅه کوي، د مسئوليت احساس په ولس کي را ژوندى کوي، د ولس پر زخمو پټى ږدي او نور … دا هغه شاعران دي چي تلپاته او نه هيرېدونکي دي او د تل له پاره د خلکو په زړونو کي ځاى لري .
په او سني وخت کي که وگورو شاعران ډېردي شعرونه ډېر ويل کېږي او ليکل کېږي خو ډېرکم شاعران سته ، چي هغه دي هنر ي او د پيغامه څخه ډک شعر ووايي چي د ولس او ټولني وزخمونو ته دي درمل سي ، د دغو کمو شاعرانو د جملې څخه يو هم ښاغلى حبيب الله قلم مل دى ، چي ښه پيغاميز او هنري شعر ليکي دا سي يو شعر ، چي په هغه کي عاطفه ، احساس ، غم ، وير ، درد ، خواخوږي ،علم او پوهه نغښتې ده، د قلم مل دا ډول شاعري دټولني د هر فرد لپاره يو ډول درد او غم لري، د ولس او هيواد پر حلاتو ژاړ ي او له هغوسره په غم کي ځان شريک گڼي په اصطلاح که ووايو ، چي قلم مل خپله شاعري غم جانان ته نه ده ځانگړې کړې ، بلکي غم دروران ته يې ځانگړې کړې ده، که څوک د قلم مل شاعري په غور سره ولولي دا به ورته څرګنده سي ، چي قلم مل د نورو شاعرانو په څير پر شعر ويلو پر شعر ليکلو او پر شعر جوړ ولو خپل وخت نه دى ضايع کړى، که يې څه ليکلي دي هغه يې د ولس له پاره ليکلي دي ، که د قلم مل د کتاب و نامه ته څوک وګوري لا هم دا په ډاګه ويلاى سي،چي دا شاعري دغم دوران له پاره سوې ده نه د غم جانان له پاره .
نو له دي څخه معلومېږي ، چي قلم مل يو ټوليز شاعر دي ، چي د ټولني غم ، دټولني درد او دټولني وير ورسره دئ دى سره باړ خوګان، اناري شونډي، بادامي سترګي او خنجري باڼوګان نه را ته ستايي بلکي دى د پوهي او علم خبري راته کوي .راسئ چي د قلم مل څوشعرونه ولولو :
خـــــــــود يو پراته د ناکامۍ پر درشـل
چــي د خــوبونو په نــــــړۍ کي او سو
د قــــلم مــــل که سو هـدف تـــــه رسو
بيابه په هسک او په سپوږمۍ کي اوسو
دوهمه نمونه :
د دښمن لاس به مو وخت لاواۍ پېچلى
که پر څنګ ولاړ تربوره راسره واى
د ښــــامـــار زامو ته دا چاره کافي ده
که دهـــوډ سخته امبوره راســره واى



دريمه نمونه :
ستا له ياده مي د سا وجود موجـــود ګړه
که نه تن به مي بې دغه روحه مړســـي
د غرور لباس که جوړ وي له ورېـــښمو
په ورو_ورو به دا ورېښم لکه ګودړسي


 


بي له دې چي په خپل قضاوت کي افراط وکړم داپه ډاگه ويلاى سم چي قلم مل د اوسنۍ زماني په خاصه توګه د کندهار دهغو شاعرانو او ادبيانوڅخه دى چي پښتوشعر او ادب ته يې بډاينه وربخښلې ده دقلم مل شعر داوسني عصر د هر بل رښتني شاعر په شان هغه هنداره ده چي نه يوازي دد خپل احساسات، دردونه، غمونه او ويرني پکښي ښکاري بلکي دټولني غمونه، دردونه او ويرني په کښي ښکاري، دا ولس هيلي دده هيلي دي ، دولس غمونه دده غمونه دي دولس دردونه دده دردونه دي، ددي ترڅنگ قلم مل خپل پيغام په څوکرښوکي په يوه داسي شاعرانو اندازه سره وټولني ته وړاندي کوي چي زما په فکر به ډېر کم شاعران داسي وي چي دداډول څانگړتيا خاوند دي وي لکه قلم مل چي دى، قلم مل نه يوازي داچي په خپل شعرکي يې پيغام ته ځاى ورکړى دى بلکي ترڅنگ يي دشعر وښکلا ئيز اړخ ته هم زياته توجو کړې ده.
واړه د نفاق غچي غوڅ کړي دي
خدايه دا ولس لر او بر وګــــــنډه
ماته د کومک په پلمـه مـــه راځه
خپل څيري ګريوان او ځيگروګنډه
لمرغوندي بې تمي ترهرکوره ځه
ګرانه خوى په دغه هـــــنر وګنډه .


دقلم مل په شعر کي توکي اوکلمات يوازي دمفاهيمو د اداکولو، دتصويرونو دجوړلو، دصنعتونو درامنځ ته کولو، دمصرعو دجوړولو او دالفاظو دښائسته کولو دنده نه لري بلکي دقلم مل په هر توري کي پيغام پروت دي داسي يو پيغام چي خوبولي و لسونه له درانه خوبه راوي ښوي هغه و ولس ته للو، للو نه وايي بلکي دروازي يي ورټکوي او دزماني دحواديثو او تحاولاتوڅخه يي خبر وي .
او دژوند د دوام په نوم په سړي کي يو ناپايه مينه او لمبه پيداکوي او ودې ته يې هڅوي چي دخپل ځان، خپل ولس، خپلي ټولني، او خپل هيواد ته يومقدس جهاد وکړي اودنفاق په مارانو اولړمانوځانونه ونه خوري .
علامه حبيبي ليکي: دهر ملت اشعار ددوئ عقلي ژوندون ښکاره کوي اخلاق ،دودونه ، ديانت، عقليت اونور روحي خصايص يي ښيي، په شعر کي دملتونو اجتماعي نفس اوروحي ساختمان اوفکر داسي ښکاري لکه په هنداره کي چي هرڅه ښکاري، له نېکه مرغه قلم مل په خپل شعر کي هغه څه وړاندي کړي دي چي حساب پرې کېږي موږ داپه ډاگه ويلاى سو چي قلم په شعر کي څه وړاندي کړي دي هغه زموږ دپښتني ټولني استازي توب کوي او موږ هغه په هرځاى کي، هر چيري او هرچاته وړاندي کولاى او ورته لوستلاى يې سو هغه که په کورکي وي، که په ټولنه کي وي، که په مسجدکي وي اوکه په بل ځاى کي وي، موږ يي دټولني دفرد فرد سره شريکولاى سو.
اوښکي که مي وژباړې معنى بې غم او وير راسي
دا سي به وي کمي ، چي خوښي يې له تعبير راسي
يادا :
ته چي مي څومره خندوي هومره خندلاى نه سم
ته څه خبر يې چي پر زړه څه د غمجنوراځي .
قلم مل درد من شاعر دى ،يوازي په ژبه شاعري نه کوي، په زړه هم شاعري کوي احساسات يي هم شاعري کوي دده په شعر کي درد، غم ، ويره، هيلي، اوښکي ، لمبي او ترږومۍ هغه مفاهيم دي چي قلم مل دخپل ولس سره په شريک دى او د دوئ د احساساتو ترجماني په خپله ژبه او قلم کوي، قلم مل دمسکاپرځاى ژړا، دخوشحالۍ پرځاى وير او غم، دناهيلي پرځاى هيلي، دتروږمۍپرځاى رڼا، دبي حيايي پرځاى حياه، داسارت پرځاى، دازادى او سرلوړي ژوند، دبې اخلاقي پرځاى اخلاق، دبې عزتى پرځاى عزت، دظالم مخالفت، دمظلوم ملگرتيا، دتوري ستاينه، دبې وزلي دفاع، دتورو زلفو پرځاى تيره توره، دگودر پرځاى يې سنگر هغه څه دي چي ښاغلي قلم مل ورته په خپل شعر کي ځاى ورکړى دى قلم مل غواړي د ده دغه مفاهيمو په مټ وخپل ولس ته پيغام ورکړي او له درانه خوبه يې راوېښ کړي اوهڅه کوي چي دشعر د جادو يي ژبي له لاري څخه خپل پيغام وخپلو هيوادوالوته ورسوي .
استاذ پسرلى ليکي: دشعر روح پيغام دئ که چيري په شعر کي پيغام نه وي دهغو خوړپه څير دى چي خوند لري او دبدن د ودي لپاره کومه گټه نه لري. نو په همدي خاطر ښاغلى قلم مل په خپل شعر کي و خپل ولس ته پيغام وړاندي کوي ترڅو د شعر د جادويي ژبي څخه په ګټه اخستنه و خپل ولس ته د پر مختګ دروازې پرانيزي او و دې ته يې وهڅوي چي په نړۍ کي د خپلو سيالانو سره سيالي وکړي .
قلم مل په خپل شعر کي هڅه کړېده ، چي په خپلو شعرونو د ولس ادبيات او دولس ژبه غني کړي اوددوي په ژبه دا پيغام ورته وړاندي کړي .