کور / کره کتنه / ايساف نالوستي کسان د ويندويانو په توګه مقرر کړيدي

ايساف نالوستي کسان د ويندويانو په توګه مقرر کړيدي

لراوبر ته د وزير په نوم يوه لوستونکي په افغانستان کي د هغو راډيو ګانو پر ويندويانو او خبريالانو نيوکه کړېده چي دده په وينا ليک لوست هم نسي کولای خو د ايساف او ايتلاف په مرکزونو کي د کارکوونکو په واسطه د خپلوۍ پر بنسټ د ایساف په هغو راډيوګانو کي په کار ګمارل سوي دي چي د ايتلاف او ناټو له پوځي مرکزونو څخه په  ليري پرتو ولايتونو او ولسواليو کي خپروني کوي .


نيوکه کوونکی د بېلګي په توګه د خوست ولايت يادوي او وايي دا کسان په خوست ولایت کي د آیساف په نظامي اډه کي د ننه یو خارجي کمپني ده چي ددي کمپني سره د خوست ولایت یو ژباړونکي کار کوي چي او هغه کسان چي په راډیوګانو کي د ژورنالیستانو په هیث کار کوي ددي ژباړونکي خپل اوخپلوان دي .چي په ليک او لوست هم  سم نه پوهيږي .


ښاغلی وزير ليکلي چي دويندوئ يا خبريال په توګه د داسي کسانو مقررېدل چي په ليک لوست کي ستونزه ولري د ژورناليستانو سپکاوئ دی او په هر ولايت کي د اطلاعاتو او کلتور رياستونو مسوليت دی چي دغسي ستونزو ته پاملرنه وکړي او د بهرنيانو لخوا تموېدلېدونکو راډيوګانو ته د کار وړ کسان ور وپېژني .