کور / نوميالي / دنیلسن منډیلا ژوند او مبارزه

دنیلسن منډیلا ژوند او مبارزه

 

 

 

 

 

 

نیلسن منډیلاء :

نيلسن منډېلا دسویلي افریقې هغه مشردی ،چې ټول عمریې مبارزه وکړه او په ډېروستونزوسره یې ځان خپلې موخې ته ،چې په سویلي افریقې کې تورپوسټکوته دهغوی حق ورکول وو وه رساوه . پرسویلي افریقې د۱۹۴۸ نه تر ۱۹۹۱ کاله سپین پوټکي واکمن وو ، دا په داسې حال کې ،چی سپین پوستان د یاد هیواد ۲۰ سلنه جوړه وي . هغه مهال ،چې سپین پوستان واک ته ورسیدل ، نو پرتورپوستانویې یو لړبندیزونه ولګول لکه : دتورپوستانوسره دسپین پوستانو پرودونو، ددولت پرلویوچوکیودهغوی پرکاراویوشمیرنوروکړنو بندیزونه او دهغوی پرسیاسي فعالیتونو یې هم بندیزونه ولګول،په همدې حال کې یوتورپوستی ځوان دمنډیلا په نامه را اوچت اود نظام په وړاندي یې مقاومت پیل کړ، لمړئ خودنوموړې مبارزه سیا سي خو،چې سیا سي هغې کارورنکړنولاس یې وسلې ته واچاوه چې بیاڅوځله زندان ته ولیږل شوو او بلاخره دټول عمرلپاره په بند محکوم شوو،خودنړیوالوفشارونواوپه هیواد کې دتورپوستانوپه هلوځلوسره نوموړی ۲۷وروسته له زندان څخه په داسې حال کې راخوشې شوو،چې دسرتورویښتان یې سپین شوي وو خو دی لا دتورپوستانو دحقونولپاره پرخپله کړې خبره ټینګ وو .



دنیلسن منډیلا ما شوم توب :


نیلسن مندیلا دسویلي افریقې دکیپ ایالت  په متاتا سیمه کې په ۱۹۱۸ زیږدیزکې زیږیدلی دنوموړي پلار(ګادلا) یوهنرمند اودسلطنتي شوراء او حکومت غړی وو، دمنډیلا پلار څلور ښځي لرلې ، چې له هغو څخه یې دیارلس اولاده لرل ، څلور زامن  اوو نهه لوڼې ،چې منډیلا یې دریم هغه وو. منډیلا خپل ماشوم توب دسویلي افریقا دکیپ په متاتا سیمه کې تیرکړی نوموړې خپلې لمړنې زدکړې هم په همدغه سیمه کې تر سره کړې او په ډېرکم وخت کې یې لوړو زده کړوته مخه کړه  . 


لا ۱۹ کلن وو،چې په ۱۹۳۷ زیږدیزکال کې دلوړو زده کړو په موخه د(فورت هار) په پوهنتون کې شامل شوو دا هغه پوهنتون وو، چې دسلطنتي کورنۍ غړو به پکې زده کړې کولې ، ده ته ځکه په دغه پوهنتون کې دزده کړې چانس ورکړل شوو ،چې  پلاریې دسلطنتې کورنۍ سره ډېرې نیږدې اړیکې لرلې ، خو لا یې دپوهنتون لمړی کال وو، چې دپوهنتون په وړاندې دځینو کړنوپه تورنوموړی له پوهنتون څخه وایستل شوو، همدارازدسلطنتي کورنۍ سره یې هم اړیکې ترینګلې او دخپلې میرمنې سره چې نوی نوی یې واده کړی وود (جهانسبورګ) ښارته وتښتیدل په هغه ځای کې یې دیوه ملګري (والترسیسولو) په مرسته دیوه حقوقي شرکت دمنشي په توګه دنده پیل او په همدې حال کې یې دسویلي افریقي په (ویتواترسرند) پوهنتون کې خپلې نیمګړې زده کړې پرمخ بيولې .


دنیلسن منډیلا سیا سي فعالیت :


په ۱۹۴۸ زیږدیزکال کې هغه مهال ،چې دهیواد سپین پوستو ( اپارتاید) ټاکنې وګټلې منډیلا او دهغه ملګرو یې مخالفت وکړ دا مهال منډیلا او دهغه ملګرو یوه حقوقی ټولنه لرله چې خلکو ته یې  وړیا حقوقې اسانتیاوې رسولې . که څه هم منډیلا دعدم تشدد دمفکورې پلوي کوله خو بیا یې هم په ځینو وران کاره کړنو لاس پورې اوپه کال ۱۹۵۶ زیږدیزکې دخیانت په تورونیول شوو دنوموړي محکمې د۱۹۵۶ کاله نه تر ۱۹۶۱ کاله پورې دوام وکړ خو محکمې دمنډیلا په ګدون ټول نیول شوې کسان  بیدون له کوم جرمي ثبوت څخه خوشې کړل .


منډیلا دحاکم نظام په وړاندې ځکه مقاومت کاوه، چې هغوی داقتدارحق یوازي دسپین پوستوګاڼه . نیلسن منډیلا په کال ۱۹۶۱ کې دیو شمیرګوندوپه راټوله ولو سره دیوې چرکي ډلې دجوړه ولو اعلا ن وکړ ،  په همدې حال کې دسویلي افریقې سپین پوسته چارواکي ( اپرتاید) دې ته متوجې شول ،چې منډیلا ددوی لپاره په لوی خطراوړي نویې سمدستي دهغه دنیولوهڅې پیل کړې . منډیلا الجزایرهیواد ته پناه یو وړه  او هلته یې دسویلي افریقي دځینو نورو رهبرانواومشرانوسره وکتل ، نوموړی چې کله متوجې شووچې ددوی (تورپوستکو) ګوند په سویلي افریقي کې بیدون له ده څخه کار نشې کولی ، نو نوموړی بیرته سویلي افریقي ته ستون اوخپلې مبارزې ته یې یوځل بیا زورورکړ.  


دمنډیلا نیول او زنداني کیدل : 


منډیلا لا له وړاندې ددولت په وړاندې وسله واله مبارزه پیل کړې وه  او په کال ۱۹۶۱ کې یې (دملت دنیزې) په نامه یوه چریکي ډله چمتو کړه ،چې دا ډله د (ام اس ) په نامه هم یادیده . منډیلا او ملګرو به یې داپارتاید دحکومت په تاسیساتو او نورو اورګانونو بریدونه کول . نوموړي دخپلې چریکې ډلې دروزلو او قوي کولو لپاره دځینو افریقا یې هیوادنونه مرسته هم وغوښته ، خو تراولسو میاشتووسله وال مقاومت وروسته چې منډیلا په مبارزه کې تیرکړل  په کال ۱۹۶۲ کې  ونیول شوو اوپه جهانسبورګ ښارکې زنداني شوو ، نوموړی دوسله والې مبارزې په تورپه پنځه کال بند محکوم شوو،خودوه کاله وروسته په ۱۹۶۴ کال دافریقې دملي کنګرې دغړیتوب په توردنوموړي دبند موده نوره هم وغځیده.  په همدی حال کی چې منډیلا په زندان کې وو دهغه ډېرملګري ددولت له لوري ونیول شول او زندان ته ولیږل شول .


که څه هم دنوموړي وکیلانوډیره هڅه وکړه ترڅوهغه راخوشې کړي خو محکمې په ۱۹۶۴ میلادي کې منډیلا په عمري بند محکوم کړ . پرمنډیلا دا تور وو، چې هغه په نظامې کړنوکې برخه اخيستې او د سویلي افریقې دتخریب په خاطر یې دنورو هیوادنو څخه مرسته غوښتې ده چې منډیلا هم دا تورونه هم منلي وو .


منډیلا دخپل ۲۷ کاله بند اتلس کاله په (روبن) جزیره کې تیرکړل  او په همدې حال کې یې دخپل ژوند کیسه هم ،چې (دازادۍ اوږده لار) نوموږې ولیکله.


منډیلا د سویلي افریقې دملې کنګرې سره  دزندان پرمهال هم په اړیکه کې وو، همدغې کنګرې په کال ۱۹۸۰ زیږدیږکې دمنډیلا یوه وینا هم خپره کړه چې مهم برخی یې دا دي (( یوشئ، تیار شئ ، وه جنګیږئ  او داپارتاید کړنې په سندان کې وټوکۍ موږ ته پکار ده چې دتبعیض دله منځه وړلو په اړه قربانې ورکړو اوهغه څه چې تر اوسه مو نه دې تر لاسه کړي حاصل کړو)) .


دنړیوالو فشارونواو دافریقا دملي کنګرې په په ډېرو هڅو، په دې شرط چې منډیلا به وسله واله مبارزه نه کوي دنوموړي دخلاصون اعلان  په ۱۹۸۵زیږدیزکې وشوو خونوموړی بیا هم پنځه کاله په زندان کې وه ساتل شوو. بلاخره منډیلا د۲۷ کاله بند وروسته په کال ۱۹۹۰ زیږدیږ کې دفبروی په ۱۱ نیټه له زندانه راخوشې شوو.


نوموړي په خپله لمړنئ وینا کې وویل (( هغه وسله واله مبارزه ،چې  په ۱۹۶۰ کال کې پیل شوې لا تر اوسه پای ته نه ده رسیدلی ، موږ دخپلو حقونو لپاره مبارزه کوو ، او دا مبارزه به تر هغه مهال روانه وي ،چی په دغه هیواد کې په پوره توګه تورپوستانوته ،چې اکثریت هم دي حق نه وي ورکړل شوی ، موږ له دې لارې پرته کومه بله لاره نلرو زه هیله مند یم چې دسولې لپاره زمینه مساعده او داسې خبرې او پریکړې وه شي چې نورنووسله والې مبارزې ته اړیتا پیدا نشي  ))


دافریقي دملي کنګرې اودسویلې افریقي ولسمشري :


په کال ۱۹۹۴ کې په سویلې افریقي کې لمړنئ ازادې ټاکنې ترسره شوې چې ملي کنګرې دمنډیلا په مشرۍ داکثریت رایو په خپلولو سره نوموړی دلمړني تورپوستي ولسمشرپه توګه وټاکه.  نوموړی د۱۹۹۴ نه تر ۱۹۹۹ کاله د سویلې افریقې ولسمشري وکړه . دا چې نوموړي په ډېره ښه توګه سویلې افریقي ته سوله راوسته او او دتوراوسپین پوستانو ترمنځ شته ستونزې یې پای ته ورسولې دنړیوالودتائيد وړهم وګرځید .


دمنډیلا کورنۍ :



منډیلا درې ځلې واده کړی دنوموړي لمړئ میرمن  (نتوکومیس) چی څلوراولاده یې هم ترې لرل له منډیلاسره تر ۱۳ کاله تیره ولو وروسته له هغه څخه جلا شوه ، علت یې دنوموړی انقلابي کړنې وې ،چې دښځې یې ور سره نه وه جوړه . دنوموړي دوهمه میرمن (مادیکیزلا) نومیده  منډیلا له یادې ښځې سره هم دځینو ستونزو په سر په ۱۹۹۶ کې جدا شوو . دنوموړي دریمه میرمن  (ګراکا ماچل) نوموږی  دا ښځه دموزامبیک هیواد دپخواني ولسمشرمیرمن وه چې هغه دچورلکې په یوه پيښه کې وژل شوی وو . منډیلا ددریم واده پرمهال داتیاووکالو وو .


  دسیاست څخه دمنډيلا لاس په سرکیدل :


نیلسن منډیلا د۸۵ کالو په عمر په کال ۲۰۰۴ کې اعلان وکړ چې دسیا سي فعالیت څخه به لاس اخلي او یوازی ټولینزو او بشري چاروته به مخه کړي په ځانګړې توګه دایډزپه وړاندې مبارزه به دده راتلونکی کارونه وي . دنوموړي زوی  (ماکګامنډیلا)په ۲۰۰۵ کال دایډزدناروغۍ له امله ومړ ، تر هغه وروسته دمنډیلا هڅه نوره هم دایډز دمخنوي لارو چاروته ته ډېره شوه .


نوموړي په کال ۲۰۰۳ کې دامریکا پرولسمشر بوش سختې نیوکې وکړې ، ده پربوش تور ولګاوه چې نوموړی دملګروملتونودهغه مهال مشر(کوفی عنان ) ته ځکه غوږ نه ږدي ،چې هغه یو تور پوستی دی .


منډیلا ته ورکړل شوې جایزې او میډالونه :


دنوبل جایزه په ۱۹۹۳


دلینن دصلح نړیواله جایزه  ۱۹۹۰


دولسمشرې نړیواله میډال


دبښنې دنړیوال سازمان دوجدان جایزه ۲۰۰۶


دجورج ډبلیو بوش جایزه


دمهاتما ګاندی میډال


دجهانسبورګ  دښار له لوري دازادۍ جایزه .


دکاناډا له لوری افتخاري دوکتوراء


دمنډیلا ژوند ته یوه کتنه


منډیلا اوس دنړۍ دمشهور کسانوپه ډله کې راځي ، نوموړی ځکه دومره مشهوره دي چې دنژادي تبعض په وړاندي یې پراخه مبارزه وکړه ،که څه هم نوموړي تر یوه وخته وسله واله مبارزه کوله خو دعمر ډېره برخه یې دعدم تشدد پرمفکورې ولاړه وه ، دنوموړي دمبارزې څخه دنړۍ دنورو هیوادونو مشران هم اغیزمن شول اودمنډیلا لاره یې ونیوله ، منډیلا اوس د۹۴ کالو عمر لري او او روغتیا یې وضعیت یې هم چندان ښه نه دی ، خو بیا هم کله ناکله  دتلویزیون پرمخ دځینو مهموپیښو پرمهال راڅرګندیږی او دسولې او ورور ولۍ پیغامونه یې د نړیوالو ورځو پرمهال  درسنو څخه خپرېږي .