کور / کره کتنه / ملي امنیت که بین المللي وحشت

ملي امنیت که بین المللي وحشت

تېره ورځ مې په ځینو پښتو ویب پاڼو کې دعبدالله افغان په نامه دیوه تن لیکنه لوسته چې په کندهار کې دخپل حبس دمهال خاطرې یې په کې بیان کړې وې ، لیکنه خورا بوږنوونکې وه ، او له هغه څه یې پرده پورته کړې وه ، چې انساني سالم ضمیر یې کله هم نه شي برداشت کولای .


که رښتیا ووایم دعبدالله افغان لخوا دوړاندې شویو کیسو غوندې  دکرزي دملي امنیت په اړه ځینې نادودې کیسې ماخپله هم له ځینو زندانیانوپه بیا بیا اوریدلې وې ، خو دکیسو ندرت  ته په پام سره مې باور پرې نه راته او نه  مې ذهن دا قبلوله ، چې دانسانانو په لاس به داسې مظالم هم ترسره کیدلی شي .


دبیلګې په توګه  یو طالب بندي دخپل یوه بل بندي ملګري کیسه راته کړې وه ، چې ډیره درنه سزا او اوږد حبس ورته ټاکل شوی وو ، نوموړی وایي چې کله مې له خپل بندي ملګري ددې اوږده حبس دعلت په اړه وپوښتل نو ځواب یې راکړ ، چې څوکاله وړاندې په سرینا هوټل باندې  برید ترسره شو ، نو دکابل ملي امنیت زه هم ددې برید په تور ونیولم ، دملي امنیت کسانو چې زیاتره پخواني خادیان دي ، له ماڅخه اقرار غوښت ، خو څنګه چې ماله پیښې سره تړاو نه درلود ، نو د دې  تور منلو ته چمتو نه وم  ، نو موړی وایي چې له قسماقسم  تعذیبونو وروسته  دملي امنیت مستنطقینو په پوره قساوت  یوه ورځ  زما تناسلي غړو ته برقي شارت ورکړ ، چې زه یې له سخت بد حالت سره مخامخ کړم ، دوی په دې ظالمانه سزا سره یوځل کفایت ونه کړ ، بلکې په بیا بیا یې هڅه کولو چې ما په دې توګه تعذیب کړي ، چې په پای کې زه په خپله راتلونکې روغتیا باندې وویریدم ، او په نه کړي جرم مې دوی ته اقرار وکړ ، چې دادی په پایله کې یې اوس راته خورا سنګینه سزا ټاکل شوې ده .


دکندهار دملي امنیت دکارکوونکو په اړه باید ووایم ، چې تېرپسرلی کله چې طالبانو کندهار زندان مات کړ ، نو هغه مهال مې له دې زندان څخه راخلاص شوی ، یو طالب ولید ، او دزندان دوضعیت په اړه مې غږیزه مرکه ورسره وکړه ، نوموړي دکندهار دسرپوزې محبس له وضعیت څخه ډېر شکایت نه درلود ، خو دملي امنیت دادارو په اړه یې ډېرې نادودې ویلې ، او تقریبا کوم څه چې دعبدالله افغان په لیکنه کې رابرسیره شوي ده ، همدا ډول قصې یې کولې ، نوموړي ویل چې  دکندهار دملي امنیت  مستنطقین زیاتره پخواني کمونیستان اویا دنظار شورا کسان دي ، چې دامرالله صالح له وخته دلته په مهمو پوستونو ټاکل شوي دي ، دوی دوظیفوی اصولو دمراعات پرځای زیاتره دتعصبي ملحوظاتو په مبنی  له بندیانو سره چلند کوي ، او سختې سزاګانې ورکوي  ، په ځانګړي ډول دوی دتعذیب په ځای ډیره هڅه کوي چې بندیان توهین کړي ، نوځکه ورسره  تراټکل پورته  غیرانساني چلند کوي .


ترکومه  حده چې په تیرو څوکلونو کې تجربه شوې ده ، دطالبانو نیول شوي افراد چې له کله له زندانونو خلاصیږي نو په بلااستثناء توګه بیرته  دطالبانو جنګي لیکو ته داخلیږي ، چې دنورو طالبانو په پرتله دجګړې ځانګړې روحیه او دغچ اخیستلو عقده هم له ځان سره لري ، حتی داسې ډیر بندیان مې لیدلي چې په لومړي ځل له زندان څخه تر راخلاصون وروسته  خپل کورته دتګ په ځای مخامخ  دطالبانو لیکو ته ورغلی وي ، او سمدستي یې ټوپک له غاړې کړی وي ، او یا یې فدایي برید ترسره کړی وي ، دطالب بندیانو ددې عقده اخیستنې لوی علت ښایي دا وي چې دوی دبندپه مهال خصوصا دملي امنیت په توقیف خونو کې سخت ځورول کیږي ، او خورا له وحشته ډک چلند ورسره کیږي .


په پای کې دعبدالله افغان  خاطرو ته په پام سره ویلی شو ، چې په شلمه پیړۍ کې  دجنرال دوستم ګلم چورو دبشري تاریخ په سطحه  دا ویاړ درلود چې دافغانستان په شمال کې به یې په خپلو پاټکونو کې دلارې مسافرو ته ( دحیواناتو د خسي کولو ماشینونه ) کړچول ، چې که به یې نغدې پیسې ورنکړې ، نو خسي کیدل یې حتمي وو،  او دادی په یوویشتمه پیړۍ کې دتکنوکرات کرزي  (ملي امنیت /وحشت )  دمظنونو افغانانو څخه په همدې طریقه اقرار اخلي ، آفرین تکونکراتانو په ملي سطحه څه بلکې په بین المللي کچه مو نور  دوحشت ریکارډ ټینګ کړی ، نو ر به هیڅوک هم  دهسپانوي احتساب دادارې او هټلر مظالم دبیلګې په توګه یاد نه کړي ، ځکه هغوی کله هم تردې حده له شرافته عاري نه وو ، او نه یې داسې شیطاني چلونو ته ورپام وو، خو ګورئ داهم په یاد ورسره ولرئ چې  ( چسپولې خو موده خو پردې  چم مو  والله که روزي شي ) ځکه چې


داني که خون ناحق پروانه شمع را


چندان امان نداد که شب را سحر کند