کور / کره کتنه / دسوداګرۍ وزارت بايد عملي ګام پورته کړي

دسوداګرۍ وزارت بايد عملي ګام پورته کړي

 


سرحدي ولايتونه دهرهېوادلپاره دموقعيت په لحاظ ستراتيژيک موقعيت لري ،ځکه هرسرحدي ولايت ديوهېوادپه اقتصادي اوسودګريزه برخه کې ديوې دروازې بڼه لري ،نوهمدې اهميت ته په کتوسره خوست دافغانستان لپاره يومهم سرحدي ولايت دى،چې دپاکستان هېواد،دکراچۍ بندرته دنورو ولايتونوپه پرتله ٤٢٠کيلومتره لنډ واټن باندې پروت دى.


دوه کاله کيږي چې دخوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي لخودولسونوپه غوښتنه دغلام خان بندردتاسيساتو دجوړيدو،دهمدې لارې دترانزيټ اوپه دغه ولايت کې ديوشميرصنعتي پارکونو دجوړيدولپاره هراړخيزې هڅې روانې دي .چې دهمدې هڅو اوتلاشونوپه پايله کې نوموړي دسودګرارۍ اوصنايعو وزير دوکتور انور الحق احدي ته بلنه ورکړه ترڅو دغه ولايت ته راشي اوله نږدې ددغه مهمو تاسيساتو دجوړيدو ساحه ،وضعيت اوحالت وګوري.


هماغه وو چې څومياشتې وړاندې دافغانستان اسلامي جمهوري دولت دسوداګرۍ اوصنايعودوزارت وزير ښاغلى انورالحق احدي خوست ته راغى ،دغلام خان بندر،دصنعتي پارکونو لپاره دځانګړو شويو ساحو اويوشميرو نورو ځايونوڅخه يې ليدنه وکړه.ژمنه يې وکړه چې ډيرژربه به دغلام خان بندردتاسيساتو،ترانزيټ او صنعتي پارکونوپه جوړيدواوچارو باندې کارپيل کړي ،دنوموړي په خبره که دغه لاره ترانزيټ اوتاسيسات جوړشي نوخوست به دافغانستان لپاره په يوه مهمه اقتصادي دروازه باندې بدل شي.ددې ترڅنګ يې خوست ولايت دصنعتي پارکونو دجوړيدولپاره يومناسب ځاى وبللو او ويې ويل :چې دصنعتي پارکونوپه جوړيدوسره به ډيرو کورنيو اوبهرنيو سوداګروته دپانګې اچونې زمينه مساعده اوپه زرګونو کسانوته به پکې دکارزمينه برابره شي.دخوست قومي مشران ،ديني علماء کرام ،عام ولسونه ،مدني ټولنې ،ولايتي شورا،دسولې ولايتي کمېټه اوولايتي ادارې دسوداګرۍ اوصنايعو دوزارت دمشرتابه ددغې ژمنې څخه ډيره خوښي وښوده.


خواوس مهال څو مياشتې تيريږي چې دخوست ولسونو اواداره په تمه ده چې څه وخت به دسوداګرۍ اوصنايعو وزارت خپلې ژمنې ته دعمل جامه وراغوندي.


نوددې لپاره چې دسوداګرۍ اوصنايعو وزارت دخوست دولسونوسره کړې ژمنې عملي کړې وي نواړتياده چې په دې برخه کې نوموړى وزارت جدي اوعملي ګام پورته کړي ترڅو په خوست کې ميشت ولسونه په دې باندې وپوهيږي چې دسوداګرۍ اوصنايعو وزارت يواځې ژمنې نه کوي بلکې دعمل جامه هم وراغوندي.