کور / اسلامي / د محرم د میا شتې او د عاشوری مسائل او فضائل

د محرم د میا شتې او د عاشوری مسائل او فضائل

(بسم الله الرحمن الرحیم )

الحمدلله رب العالمين والصلوة والسلام على محمد صلى الله عليه والسلم و آله وصحبه اجمعين

۱ـ لنډه مقدمه
۲ـ د عاشوری دورځي تعیین او د هغې روژه
۳ـ د دغه روژي نیولو اصلي سبب څه شي دي او باطل پرستو څه شي ګرځولي دي
۴ـ ددغه روژي حکم او فضیلت او ثواب
۵ـ بعضی کارونه او خبري چې مشهوري شوي دي او ثبوت نه لري.

تفصیل:
۱:- مقدمه: دین اسلام چې اصل یي قرآن او سنت د رسول الله صلی الله علیه وسلم دي پوره دین او د ژوند د تیرولو پوره نظام دي تطبیق یي په اسلامي حکومت اواسلامي امارة کښي دي او ددنیا قانون اسا سي دي ښه عقايد، اعمال، اخلاق، اقتصاد حکومت وغيره لري دهغې اعمالو څخه یو عمل او عبادت روژه ده او د روژي ډیري فایدي او ګټي دي او دسنت روژو څخه د عاشوری روژه ده، اسلام ددي روژي نیولو حکم کړي دي. نه د نورو نارواء کارونو چې وروسته به ذکرشې.

۲: بحث :- دمحرم په میاشت کې د عاشوراء تعیین او تاریخ لسم او یولسم او بیا نهم او لسم ښودل شویدي او ګوره مسند احمد ۱/ ۲۴۱ ابن خزیمه نمبر د حدیث ۲۰۹۰ او زاد المعاد دابن القیم ۱/ ۲۴۶ او فتح الباری ۵/ ۲۱۳ ( ط بیروت) ( لنډه خبره موږ دا روژه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د تبعدارۍ ، فرمان او حکم له وجې نیسو) د دي روژي نیولو سبب شهادت او قتل د حسین رضی الله تعالی ندی لکه څنګه چې شــــيعه ګان او ناپوهه خلق وائې بـــلکي تاريخ الخلفاء ۱/ ۱۴۴، ۱۴۳ کښي علامه ســــــیوطی لیکي او مجموع الفتاوی ۲۵/ ۱۳۹ کښي شیخ الاسلام ابن تیمیه (رح) لیکي چې د عراق او کوفي شعیه ګانو حســـین رضی الله تعالی ته بــــلنه ور کړه چې دلته داشــــه منږ ســــــتا کومک او ملاتړ کوو او بـــیا چې راغې نو دوي هغه پریښودلو، دوئ ورســـــره چل او دهوکه او فریب وکړو او د دوي د لاسه په شهادت ورسیده. نو دوي په خپل جرم باندې د پردې اچولولپاره دا روژې، ماتمونه، ځان وژل او وهل، اوبه، شربت تقسـیمول، رخصتي کول او دهغه د شهادت قـــصي او ویرونه جوړوي چی دین اسلام کښې هنڅ ثبوت نلري بلکې مسلمان به د دغه ناکاره او ناروا اعمالو څخه چې شیعه ګانو جوړ کړیدي ځان ساتي تفصیل به ئې راشي په دلائلو او حوالو سره

۳ بحث: اصل اسباب ئې په روایاتو کې دا راغلي دي. ۱:- اول سبب: صحیح البخاري ۱/ ۶۶۸ ط (قدیمي) کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه دا روایت شویدي چې پدغه ورځ الله تعالی موســی علیه السلام او دهغه قوم ته د غرقیدلو څخه خلاصي ورکړو او ددوي دشـمن فرعون او د هغه لښکر الله تالی غرق کړو نو رســول الله صلی الله علیه وسلم به فرمائيل چې موږ ته د موسی علیه السلام تبعداری حقه او ښه ده نو رســول الله صلی الله علیه وســلم بــه دا روژه د موافقـــت د موسی علیه السلام څخه نیوله او موســی علیه السلام او د هغه قوم به د شکر په طور دا روژه نیوله خو رسول الله صلی الله علیه وسلم دا روژي په مکه کښي د جاهلیت به زمانه کې هم نیولي لکه بــخاري شــریف ۱/ ۶۶۸ کښی دي

۲ـ دویم سبب: د عاشــورا‌ء روژه قریشو او د مکی والا او رسول الله صلی الله علیه وسلم د جاهلیت په زمانه کښي د اسلام د زماني څخه مخکې هم نیوله بخاري شــریف ۱/ ۶۶۸ د قریشو ددغه روژي وجه ابن قیم په زادالمعاد ۱/ ۲۴۳ کښی دا لیکلي ده چې قریشو به ددی ورځي تعظیم په دي وجه کولو چې کعبی ته به یې لباس او غلاف وراغوستلو او ددغه تعظیم پوره والي به ئې په روژي سره کولو ابن حجر په فتح الباری ۵/ ۲۱۵ کښی د قرطبــی څخه نقل کوي چې قریشو دا د مخکې پیغمبرانو ددین څخه داخستي وه لکه د دین دابراهیم علیه الســـلام څخه.

۳:- سبــب:- علامه عینی په شــرح د بـــخاری ۱۱/ ۱۶۷ کې لیکي چې الله رب العلمین پدغه ورځ نور پیغمبـــرانو ته عزتونه ورکړي دي لکه: ۱:- نوح علیه الســـلام ته د غرقــیدلو نه خلاصی ۲:- موســی علیه الســـلام ته د غرقـــیدلو او فرعون څخه خلاصی ۳:- یونس علیه الســـلام ته خلاصی د کب د خیټي او د دریاب څخه ۴:- د ادم علیه الســـلام توبه پکې قبــوله شـــوي ۵:- یوســـف علیه الســـلام الله د کوهی څخه داپورته کړو. ۶:- د عیسی علیه الســلام پیدابښت او اســمان ته پورته کیدل پکې شویدي ۷:- ابــراهیم علیه الســلام پدغه ورځ پیداشــوي ۸:- په داؤد علیه الســلام توبه او رحمت پکې راغلي دي ۹:- یعقــوب علیه الســلام ته د ســترګو نظر پوره شو ۱۰:- محمد صلی الله علیه وسلم ته بدغه ورځ د معافی اعلان وشو بـــیا عینی لیکي په ۱۱/ ۱۶۷ کې چې ادريـس علیه الســلام پدغه ورځ اســمان ته پورته شــویدي ۱۲:- د ایوب علیه الســلام مرض الله (ج) لري کړو ۱۳:- ســـلیمان علیه الســلام ته ئې بادشــاهی ورکړیده. زموږ لپاره د عاشوری روژي نیولو اصله خبره داده چې دا تابعداری په مونږ فرض ده خو شیعه ګان دا لســم د محرم چې ډیر لمانځې نو پخپل جرم پرده اچوي حــال داچې عمرفاروق رضی الله عنه په اول د محرم دفن شویدي دارنګه ابوایوب انصاري رضی الله عنه دارنګه نبی علیه الســلام او اصحــاب کرام په شعب ابی طالب دره کې د کفارو له طرفه مهاجر او بنــد شــول دا ویرونه ولي نه لمانځي زمونږ اسلامي شریعت خومونږ ته دا ښودنه کوي چې په مړي باندې د دري ورځو څخه زیات غم کول جائز نه دي مګر ښځه په خاوند تر څلورو میاشتو او لســو ورځوپورې غم کولاي شــي. (چې په عدت کې احـــداد دی) اوګوره بخاري شــریف نو دحســـین دضی الله عنه وغیره نور غمونه او ماتمونه تازه کول جائز نه دي او که په خوشحــالۍ د شــهادت د حســین ئی لمانځي نو بــیا ددغه انبــیاء کرامو دا خوشحــالي ولي نه لمانځي؟

۴:- بحـــث : د عاشــورای د رو‌ژي نیولو حکم او ثواب : ددی روژي نیول سنت او ثواب دي د رسول الله علیه وسلم عمل او وینا ده او ډیرو اصحابــه کرامو به هم په پابندۍ سـره نیوله بــخاری شــریف ۱/ ۶۶۸ کې حدیث دي چې نبی علیه الســلام په مدینه کې د دي امر کړیدي لکه د ابن عبــاس او عائشــي (ض) څخه روایت شــته دي. ۲: -قریشو به دا روژه دجاهلیت په زمانه کې نیوله بــخاري شــریف ۱/ ۶۶۸ (ددین ابــراهیمي طریقه وه)

۳:- موسی علیه الســـلام او بنی اســرائیلو به هم دا روژه نیوله بخاري ۱/ ۶۶۸

۴:- بخاري ۱/ ۶۶۸ کې د سلمة بن الاکوع څخه روایت دي چې نبــي علیه الســـلام د اسلم قبیلي یو سړي ولیږلو چې اعلان وکړه که چا د عاشــوری په ورځ خوراک کړي وي نو باقي ورځ دي روژه ونیســي او که چا خوراک نه وي کړي نو پوره ورځ دي روژه ونیســي ( دا حــکم اوس هم شته دي ځکه د رســـول الله حـــدیث دي او ناســخ ئې نشته دي).

۵:- ثواب ئې دادي چې رسول الله صلی الله علیه وســلم فرمائې چې د عاشــوری روژي ســره د تیر شــوي کال ګناهونه معاف کیږي او د عرفی د روژي نیولو ســره د تیر شــوي او راتلونکې کال ګنانونه معاف کیږي صحــــیح مســــــلم ۱/ ۳۶۸، ۳۶۷ (ط قـــدیمي).

۶:- سنن ترمذي وغیره کښي دابو هریره (ض) روایت دي چې نبی علیه الســلام به غوره والي ور کولو د رمضان د میاشتي څخه وروســته د محرم د میاشتي روژو لره شیخ البانی په اروارالغلیل ۴/ ۱۰۷ کښی وائې (فان اسناده صحیح)

۷:- مصنف ابی شیبه ۲/ ۹۱۳ کې روایت دي چې نبی علیه الســلام وائې چې د عاشــوری روژه مخکنیو پیغمبرانو نیولي ده نو تاســو ئی هم نیســي عیني لیکلي په ۱۱/ ۱۶۱ کښې چې و اسناده جید خو شیخ البانی په ارواو الغلیل ۴/ ۱۱۲ کې لیکلي دي چې دا روایت منکر او ضعیف دي صحـــیح روایت دادي چې دا روژه موســی علیه الســــلام او د هغه قوم نیولي ده نو دعاشوری روژه نیول سنت عمل دي او په دي سره د تېر شـــوي کال ګناهونه معاف کیږي

۵:- بحث : – د بعضی بدعتونو رد او دهغو مسئلوتشریح چې بعضی خلق ئې کوي او ثبوت په شریعت کې نلري ۱ـ د عاشوری په شپه او ورځ نفلی لمونځونه کول چې دا دعاشـــوری لمونځونه دي ناروا دي لکه عینی په ۱۱/ ۱۶۷ کښی لیکلي دي ۲ـ دا رنګه رانجه اســـتعمالول ثواب ګرځول په دغه ورځ هیځ دین او عبادت ندي امام احمد به ورته بدعت ویل . ۳:- بعضی خلکو دا مشهوره کړیده چې نبی علیه الســلام فرمائیلی دي صرد مرغه هم دا روژه نیولي ده عینی په ۱۱/ ۱۶۸ کې د حـــاکم څخه نقــل کوي چې دا دروغ نسبت دي رســول الله صلی الله علیه وسلم ته اګر که مرغان او حــیوانات د الله تعالی عبادت کوي خو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته بی ثبــوته نسبت ګناه کبیره او حــرام دي . ۴:- د عاشورا روژه د قتل او شهادت د حسین څخه نده لکه چې ګمراهانو دا مشهوره کړیده تفصیل یې مخکې په دریم بحث کې ذکر شویدي او زيـــات تـــفصیل لپاره مــجموع الــفتاوي ۲۵/ ۱۳۹ وګــوره.

۵:- خلکو دا مشــهوره کړیده چې دغه ورځ د عاشـــوری څوک پخپل اهل او عیال فراخه خرچه وکـړي نو الله تعالــی ورته د ټــول کال رزق فراخــوی دا چه په حدیث او ایات او صحابوو څخه ثابت نه دي دادسفیان عالم تجربه ده دین جداشــي دي او تجربــه جداشــي دي په خپل اهل او عیال خرچه هر وخت ثواب دي اوګوره احسن الفتاوی ۱/ ۳۹۵ د مفتی رشید احمد او تعلیق المشکاة للا لبـــانی زیات تفصیل په مجموع افتاوی ۳۵/ ۱۳۶، ۱۴۱ کې چه دا دروغجن حدیث دي او لمونځ، صدقــات، قــرآن خوانی، د عاشـــوری لپاره او د شهادت حســــین لپاره په شریعت کې ثابــت نه دي بــلکه دا مکروه او بدعت او نارواء ګرځی اوګوره راه ســـــنت ۲۶۰ کې او په مجموع الفتاوي ۲۵/ ۱۴۱ کې صحــیح مســلم ۱/ ۳۶۰ کې حــدیث د رســـول الله صلی الله علیه وســــــلم دي چه د جمعی شــپه د تهجدو لپاره خه خاص کوي او د جمعی ورځ د روژي لپاره مه خاص کوي نو د عبـــاداتو لپاره د ځان څخه تخصیصات ناروا دي فتاوي رشیدیه په ۱۳۸ کې لیکې چه مسلمانان به بدعات او تخصیصات او دا ماتمونه وغیره نکوي چه د شعیه ګانو سره مشابهت دانه شي په ابو دا‌ؤد کتاب اللبــاس کې حدیث دي چه څوک د کوم قوم سره مشابهت کوي نو دا د هغوي څخه دي .

۷:- د حســین (ض) تعالی عنه په نوم بــاندې نذر کول د څاروې د ‌‌‌ذبحــې یاد بل شي نو دا نذر کول شرک دي او د دغه شي خوړل حــرام او ناروا دي ځکه دا په حرامودما واهل به لغیرالله کې داخل دي اوګوره تفصیل په بحرالرائق شرح کنز الدقائق ۲/ ۱۲۸ او تنشیط الاذهان ۷۰ او بحرالرائق د دې یوه وجه دا هم لیکلي ده چه نذر عبادت دي او عبادت غیر د الله (ج) نه کفر دي .

۸:- داوبو سبیل لګول او شربتونه تقسیم کول په دغه ورځ دا د شیعه ګانو رسم او رواج دي چې هلته کربلا کې اوبه نه وي او حسین (ض) په تنده کې شهید شویدي نو دا اوبه ورسیږي مولانا اشرف علی تهانوی د یو بندی صاحب په اصلاح الرسوم ۱۳۹ کې لیکلي ده چې دا اوبه او شربتونه په نیت د صدقي هم په دغه ورځ او په دغه طریقي سره ناروا دي (اګرکه اوبه ور کول په نورو ورځو کې ثواب دي) خو دلته رسم د شیعه ګانو دي یاورسره مشابهت راځي .

۹:- فتاوي الرشید په ۱۲۹ کې وایې د حسین (رض) د شهادت قصی او واقعات ذکر کول په دروغه سره ناروا دي خو چه صحیح هم وي نو مه ئې بیانوي ځکه د شیعه ګانو سره مشابهت راځي لکه دا اوس یې چې په رادیو تلویزون او اخبارونو او مجلوکې خپروي تفصیل وګووره اصلاح الرسوم ۱۳۹ فتاوی رشید په ۱۳۸ کفایت المفتي ۱/ ۱۹۶ احسن الفتاوي ۱/ ۳۹۲، ۳۹۳ .

۱۰:- په محرم او عاشوراء کې رخصتي کول او خپل کارونه بندول ناروا دي او د شیعه ګانو سره مشابهت دي او د صحابو تابعینو او امامانو څخه ددي هیڅ ثبوت نشته دي وګوره احسن الفتاوي ۱/ ۳۹۴ .

۱۱:- په محرم او عاشوراء کې د حسین (رض) لپاره قرآن خوانی فاتحه خوانی قبرونو ته تلل او هلته په قبرونو اوبه اچول دا د شیعه ګانو کارونه دي ځان ساتل ترینه لازم دي وګوري امداد الفتاوي ۳۸۹/ ۵ .

۱۲:- په محرم او عاشوراء کې چغې وهل، ګریوانونه شکول، مخونه وهل ماتمونه کول، جولوسونه کول، فاتحه خواني کول، د حسین (ض) تعالی عنه لپاره ځان وژل، ځان وهل، اولاد قربانول او نذر کول نذر حسین، فداء حسین چغې وهل دا په شریعت کې حرام قطعي او ناروا دي د نبي علیه الســلام او صحابو او تابعینو او فقهاؤ څخه هیڅ ثبوت نه لري مسلمان ته ترینه ځان ساتل ضرور دي .

۱۳:- شیخ الاسلام ابن تیمیه په مجموع الفتاوی ۲۵/ ۱۳۸، ۱۴۰، ۱۴۱ کې په ډیر تفصیل سره په دغه ناروا ککارونو په دلایلو سره رد لیکلي دي هغه وګورۍ حاصل یې دا دی چه: د عاشوراء په دغه دوه ۲ ورځو کې روژه سنت ده او دا نور کارونه ناروا دي لکه دا ورځ د اختر ګرځول یا د ماتم ګرځول، خاص خوراکونه او لباسونه او خاص ذبحی او حلالې او خاص ستړی مه شي او ملاقاتونه کول او بعضی جوماتونه او در بارونو ته تلل او رانجه او نکریزي لګول او غسل، لمونځونه او خرچه کې زیاتوالي خاص کول وغیره ناروا دي . دا یو څو کارونه مو ذکر کړه چه شـــیعه ګان او زمونږ بعضي ساده مسلمانان پکې اخته دي الله تعالی دي مونږ ته د شریعت محمدی تاتعداری را نصیـــــب کــــړي . (امیـــــن)

اخیري د خیر بلنه
مسلمانانو څرنګه چې د نارنج باغ مدرسه یو دیني، علمي، دعوتي او تربیتي، مرکز دی د اسلام د دفاع او خدمت لپاره کار کوي او ۳۵۰ شاګردان پکې زده ګړه کوي او د مدرسې په ځمکه باندې د تعمیر او آبادۍ کار شروع دی اومید دی چه په دې کار خیر کې برخه واخلئ او نور دوستان هم خبر کړئ (دمدرسې تعمیر سمدستی خښتو، سیمنټو او سیخ ګول ته ضرورت لري) الله تعالی به ددواړو جهانونو ثواب درکړي .

جمع او ترتیب : شیخ الحدیث مولانا احمد شاه
خپرونه : د تعلیم القرآن والسنه مدرسه جلال آباد نارنج باغ فرهنګې څانګه
مهتمم : مولانا فضل الریم
ناظم : مولانا سردارولي (ثاقب)
اړیکي : ۰۷۹۹۴۰۹۲۶۱- ۰۷۷۴۵۸۴۷۶۳- ۰۷۰۶۲۶۲۰۶۲- ۰۷۸۹۸۵۸۴۸۰
یادونه : الله تعالی دې هغه دوستانو ته اجر او ښایسته بدلي ورکړې چې د مدرسي سره مالي او ځانې اخلاص او مرسته کوې . (امین)

دایمانی فریضی په خاطر د داسې دیني مضامینو عزت او ساتنه وکړئ .