کور / نثر / دنعمتي (ورځ یوه پاڼه دژوند)لنډه مطالعه

دنعمتي (ورځ یوه پاڼه دژوند)لنډه مطالعه

ننداره مي دښایست ستادتخلیق کړه
چي زاهد په تش کتو باندي بدنام کړم


دکندهار خلګ خورامنیه ناک ،نازولي اوپرپښتو مین خلګ دي دلیکوالو،شاعرانو اوځوانانو دومره مینه چي سړي ته لیونتوب ور واچوي اوولي به یې نه وراچوي دظاهري لباس او دورنګۍ پاکه مینه بیاچي دمیني کوونکي باطن لکه روڼه چینه درته عیان وي نولیونتوب خوبه درڅخه کیږي که نه؟


حاجي محمداکبرنعمتي هم د دغه مینه ناکو د ډلي یوه داسي روڼه اوسپېڅلې څېره ده چي ډېرو بدرنګو ته یې دڅېرې په دې سپېڅلتیاکي خپله بدرنګي ور درسترګو کیږي :


نعمتي چي څومره په ظاهره ښکلی هم سپېڅلی ښکاري هم دومري په باطن ښکلی دی اود ده داباطن موږ (ورځ یوه پاڼه د ژوند ) کي په روڼو سترګو ننداره کولی سو :


حاجي محمد اکبر نعمتي(ورځ یوه پاڼه د ژوند) دحاجي محمداکبرنعمتي دلومړۍ میني لومړنۍ شعري ټولګه ده چي دلومړۍ میني لوازمات دشعرپه ژبه بیانوي ،ټولنیزواقعیتونه حتیْ د زور ورو د زورګیرۍ ټول مراحل روښانوي خودمینی زور ته اوبه ،اوبه ښکاري نوځکه دشعرکره کتونکي کولی سي دنقد په تله یې شعر،ونه تلي دپیل شاعري اودلومړۍ میني ژور درد یې ونوموي اودشاعراینده ته امید وار اوسي :


دپښتوادب اوسمهاله اکثریت شعري ټولګي که یواودبل سره پرتله سي دخوند اورنګ محرومیت به مي درغاړه سي ،ددې واړه شعري ټولګو مشترک توپیربه دټولګي پښتۍ وي د رنګونو دکمال په برکت سره :


زه ددې خبری په کولو کوم باک نکوم چی ووایم دپښتو اوسمهاله غزل فکري جمودته مخامخ ده غزل لیکل مهم نه ده په غزل کي خپل رنګ اوځانګړې لارټاکل اړین کاراوشدید ریاضت یې شرط دی ،زموږدیوشمېر شاعرانو ستونځه په شعرکي پند،وعظ او واعظانه احکایتونه وړاندي کول دي دا ډول دلته مشکل داجوړسي چي دواعظ اوشاعرترمنځ توپیر له منځه ولاړسي هم دشعر روح ته صدمه ورسیږی دپیوندګرو غوبل جوړسي :


لاکن نعمتي صاحب دشعردنازک مزاجۍ سره بلدشاعر دﺉ هغه څه په شعرکي رانغاړي چي باعث دجمالیاتي اطمنیان هم دوشتلو زړونو دتسکین وګرځي ،دنعمتي صاحب په شاعري کي استعاراتي استعمال یې شعرته خوندهم رنګ وربخښلی دﺉ خودشعرانتقادي بڼه یې هم دپامه ایستلی نسو :


 ته په رقیب ،رقیب پتاپسي ځي
روڼا په شپه،شپه په روڼاپسي ځي


راسی له دې ټولني وباسو څوداسي خلګ
چي دپښتون ،پښتون په میان کي مدعاخوښوي
 
یادا
په پردیو خپل هیواد ودانومه
له رقیبه څخه مینه دیارغواړم


نعمتي صاحب دخپل عصردخپل چاپیریال شاعردی هم یې شعر دمزاحمت په توان توانولی دی دچاپیریال پرناخوالو اودخلګو پرستونځو سترګي نه پټوي سپین ته سپین تورته دتور ویلو جرات هم یې تمیزلري :


دملت پوه دنړۍ په څېروای
دمکتبونو ورانېده یې نه وای


یادا
نعمتي ده د درد خبره
چي له مکتبه ماشوم بنددی


اوسپینه خبره کول یا(کلمه حق) ویل پرځان پوراوټولنیزمسولیت پاموي :


مانعمتي که حق ویل ونه کړه
بیاترړانده کم یم په ځان پوهیږم


نعمتي یوسنجیده او حساسه شاعردی څومره چي دی مینه ناک اوښکلی دی هم دا ډول له ډېرو صلاحیتونو اومثالونو برخمن دی دمیلمستیا اوپښتونوالي به یې بدترین مخالف هم اعتراف وکړي دلوی حوصلې اوروڼ تندي اوپراخ زغم لرونکی اودحالاتو دجبر په وړاندي یې دمزاحمت لاره په شعر کي انتخاب کړې ده ،هم یې دڅلورلسیزو دبدمرغیو کوټلې مشایده دشعر دسینګارهولو یوه مهمه برخه ګرځولې ده ،که څه هم دنعمتي صاحب په قول سره :


څومره چي زه کم یم په ځان پوهیږم
شعرکي ښه کم یم په ځان پوهیږم


دادنعمتي صاحب شاعرانه هم دښه سړیتوب دلیل دی کنې اوس یې هم ترډېرو پیوندګرو شعر غښتلی هم هنري بڼه لری :


تاسو خو دفلسطین ،جنوبي افریقا،چلي ،اودعراق دا اوسنی مزاحمتي ادب لوستی دی نوڅه فکرکوﺉ زموږ دڅلورلسیزو د بدمرغیو ،ناخوالو اوستونځو په وړاندي دپښتو مزاحمتي (مقاومتي) ادب تخلیق داطمنیان وړ دﺉ یایې دمعیار اومقدار له پلوه څومري قدرمطمین یو؟


زموږ ملي غمیزي زموږ ادبیات زښت اغیزمن ګرځولی دی خودلیکوالو اوشاعرانو دفکری تړاو دتضاداتو په سیندسوې یوه داسي اړینه موضوع ده چي په غېرمحسوس انداز د تخلیق په مهال ترژانر جاروزي دبربادیو او ورانکاریو ،وینو،لمبو ،مرګونو ،فسادونو یوروغ جهان دلیکوال اوشاعر ومه ته انځورسي چي نیم په اوښکو اونیم په سلګیو کي تحلیل سي اوشاعرڅوک ویښ ضمیرلرونکی او له دردونوډک زړه لرونکی شاعرپه اوښلن ږغ سره دحسرت په ډکه لهجه ووایي ورځ اونوی غم ناروین مودی په کورکي


خدایه کله به دغم کمله نغاړم ؟


له ړانده معماره ښکلي ماڼۍ غواړي
دغه پوهه یې راتلونکو لره ژباړم


او یو شریفانه تاریخي صداقت بیانول هم نعمتي غوندي رښتونی پښتون شاعرغواړي :


چي دبل پرډول اتڼ کوي خپلوان مي
نعمتي به وجهان ته په څه ویاړم


د(هنري تهامس) په اند:


اکثریت خلګ دعلم لاس ته  راوړولو وروسته دعقل عامه اوعادي فکره محروم سي اوپه نتیجه کي یې یکي تنها پاته کیدل په برخه سي ولي چي هغوی علم نایاب او الوتونکي وږمې پاموي نوځکه یې پوښلی ساتي،وایي  داسي نه وي چي راڅخه والوزي اودبادسره وبادیږي !


لاکن نعمتي برعکس داجتماعیت اودانساني ټولني د ودي پلوي دی :


شمع ځان ویلي کړي محفل رڼاکړي
پتنګ دفکر دا اساس مچوي


دنعمتي صاحب په شاعري کی مینه او ښایست په کثرت سره خپله بڼه څرګندوي اوشاعرپه دې اړباسي چي دتخلیق تمرین یې وګرځوي :


دسقراط په اند،مینه کوونکي یوازي دښایست لیواتیا نه څرګندوي ،هغوی دښایست په تخلیق لاس پوري کوي :


دمیني تخم مي د زړه پردښته
دحسن لمرلکه سپند تودوي


کندهاردپښتنو په تاریخ کي د (مرکزیت) حثیت لري هم دتاریخ ډېري مغروري اوسرکښه ککرۍ دلته په وینو او خاورو کي رغړیدلي دي ځکه دملت جذبه تانده ،اجتماعي شعور په اوج وو، دقبیلویت جذبه او شعور شجرممنوعه ګرځېدلي وو داځکه خو نعمتي په خپلو شعرونو کي داجتماعي کندهار دپښتنو د یوه مرکز کندهار په لیدلو لیواله هم امیدوار وینو :


دپښتون تاریخ زرینه پاڼه ته یې
ته لیکونکی دکیسویې کندهاره
که لیدلی خوب رښتیادنعمتي سو
بیابه ښکلی په شملو یې کندهاره


ورځ یوه پاڼه د ژوند- شاعر رښتوني اودخپل چاپیریال واقعیتونه انځوروي چیري هم په ورکو لارو نه ځان نه خپل لوستونکي بې لاري کوي ،دمقصدي شاعرۍ په وسیله په ډېرساده او شاعرانه سلیقه داظهار ژبه ورکوي او د ړانده تقلیده ځان او شاعري دواړه ژغوري :


ورځ یوه پاڼه د ژوند ،شعري ټولګي هم دا افتخار بس دﺉ چي داجتماعي پښتون شعور عکاسي کوی .
زه دمیني لاروی یم
دزړګي سلام منمه
دمین زړګي په کورکي
دنازونو تصویر ږدمه
……………………………………
عمل مي دی لکه وریځ بې اوبو
زړه سوی مي شل دزړه ډیوې مومړې دي