کور / کیسه / سلام عليکم انکل

سلام عليکم انکل

يو دوه نا، پوره شل زامن لونړه ئې وو پخپله حساب اوجنگوئ چې د ټولو کشر د يو کال وه او په لاره کې بريک نه وي راغلې نو د ټولو مشر به د سو کالو وه ؟ په کور کې ئې يوه نوکره هم وه ـ وائي چې مشر هلک ئې پيدا شوې وه نو د هغه وخت نه ورکره ده ـ يونوکر هم ورکره وه چې د ورزې به باغبان وه او د شپې به ئې سوکيداري کوله ـ دوئې ښځه خاوند لا سيوا وو کنې دغه کور کې دوئې له ځائې نه وه ـ ما ور له ښه صلاح ورکړې وه چې ټول نارينه په جومات کې څملئ ـ هسې په زوره زوري په کور کې ځکه ميشته وو چې د کور ټوله خرچه د دوئي په سر وه ـ

په ټول چم گاونډ کې د سيکټري صيب په نامه ياديدو ـ د کومې درجې سيکټري وه ، ما ئې لټون چرې نه وه کړې ځکه چې زۀ د دې سوچ نه وزگار شوې نه وم چې دا دوه ويش بنديان په دغه سرکاري بنگلې کې په څه جوړ ځائيگي ـ سرکاري بنگله لويه وه خو د دومره کسانو د پاره خو نه وه ـ د سرونټ کواټر دوه کمرې وې نو هغې کې دوه نوکره اوسيدل ـ په يو بيډ روم کې دوئې ښځه خاوند، پاتې دوه بيډ رومه او يو ډرائينگ روم ـ ډرائينگ روم د ميلمنو د ناستې وه ـ نو دوه بيډ رومه کي شل هلکان جينکئ په څه رنگ اوسيدل ؟ د سيکټري صيب نه مې يو څو واري تپوس اوکړو خو هغه به خبره په خندا کې تيره کړه او زما د پاره دا خبره يو سر خوږې جوړ شو- خو د دې نه غټ سرخوږې زما د پاره د ده دا شل زامن لونړه ووـ

د سړک په يوه غاړه سرکاري بنگلې وې او په بله غاړه پرائيويټ کورونه وو ـ زما کور او د سيکټري صيب بنگله يو بل ته مخامخ وې ـ او زما د سرخوږي ټول سبب هم دغه وه ـ دا نه چې سيکټري صيب يا د هغه بچي وران کاري وو که داسې وې نو زه به د ټول غمه خلاص وم ـ زما د بد قسمته ټول، واړه لوئې ، زنانه او نارينه د لکهنؤو د تهذيب خلک وه هم د دوئې دا سړيتوب او تهذيب زما سرخوږې وه ـ زۀ چې به د کوره راوتلم ، که به سحر وه که ماخام، که غرمه به وه که ماسپخين، ما به ښه ايسته اورته اوکتل چي د سيکټري صيب څوک زوې لور په کوڅه کې خو نشته ـ چې زړه به مې ډاډ شو چې ميدان خوشې دې نو به د خپل گيټ نه بهر راوتم ـ ولې بهر به مې قدم ايخودې نه وه چې لکه د پيري به يو تن ناساپه راپيدا شو او په ما به ئې غږ کړو ” سلام عليکم انکل“ ـ ما چرې يو ورز، يو وخت داسې نه وه تير کړې چې دا د پيريانو اولاد به زما د گيټ مخې نه ورک وې او زۀ د خپل کور نه ، بې سلامه وتې شوې ـ د خدائ نه هم گيله مند وم چې د پيريانو دې اولاد ته دې د سلام چل ولې خو ولې دې ـ

زما عمر هغه وخت پنځويش کاله وه ـ او د سيکټري مشران زامن لونړه که زما نه مشران نه وو خو په شکل صورت او جسامت زما نه مشران ښکاريدل ـ هر يو به سلام بې د ”انکل“ نه کوۀ ـ ما به وې ، خوار شئ ، که سلام کوئ نو خير دې ، ولې زما نه مو په دې عمر کې ولې ”يونيورسل انکل“ جوړ کړې دې ـ يو څو ځله مې راونيول او ښه په پيزو مې پوهه کړل چې هر وختې اول خو د سلام حاجت نشته – که بيا هم نه قلاريږئ نو د خدائ روئي او منئ د ”انکل“ دا پيغور راته مه کوئې ـ زۀ ستاسو نه مشر نه يم ـ نو جواب به ئې راکړو ” ډيره ښه ده انکل ” – او ما به سر له ټس ورکړو ـ

دوه درې واري مې سيکټري صيب ته گِله اوکړه چې ستا دا زامن لونړه، ما په ليدو سره په ما ناڅاپه غږ کړي چې ” سلام عليکم انکل“ ـ نو په ډير فخر ئې جواب راکړو ” زما اولاد دې کنه ـ په سړيتوب مې لوئې کړي دي – که کوم يو درته سلام او نه کړو او انکل ئې درته او نه وئيل نو ما ته او وايه ، زۀ به ئې په مور ــ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ”

ما به بيا خپل سر او ټکوۀ ـ چې خدايا د دوئې سره سه اوکړم ، چرته ترنه او تختم !

وخت دغه رنگ تيريدو ـ سلامونو نه خلاص نه شوم او نه د ”انکل“ نه زما مرتبه بدل شوه ـ ما ورته خپل تُوره ټوپک کيښودل او شکست مې قبول کړو ـ خو هغه ورَز زما د ډيرې خوشالئ وه په کومه ورز چې د تعليم د پاره ولايت ته روان شوم ـ د سيکټري صيب ټوله کورينئ سره د وړو لويو ائر پورټ ته راغلي وو ـ او بلا هارونو ئې راته اچولي وو لکه چې زۀ حج له روان وم ـ يو څو جينکو اوښکې وچولې او څه پکې په اوچت اواز په ژړا وو ـ نو زما زړه هم په خپکان شو ـ چې جهاز ته اوختم نو لږغوندې خپه خو وم چې زۀ د خپلو بچو نه لرې روان وم خو بل خوا خوشاله هم وم چې د څه مودې د پاره به د ” سلام عليکم انکل:“ د ناڅاپه غږ نه بچ يم

د تعليم نه پس کينيډا ته د مستقل ميشته کيدو له لاړم او بچي مې هم هلته راغلل ـ ښه په سوکالئ او سړو غوږونو ژوند تيريدو ـ په کارونو کې داسې اخته شوم چې ورستو مخکې رانه هر څه هير ووـ دريش کاله تير شو ـ زما بچي لوئ شول واده شول ـ په خپل خپل کورونو شول نو هسې مې يو ورځ خيال راغې چې راشه پاکستان ته به يو چکر اولږوم ـ زاړه اشنا به او ونيم ـ د لاهور سړکونه کوسې به او وينم چې تير شوي يادونه به لږ تازه شې ـ

ماښام د جهاز نه په لاهورکوز شوم ـ کور مې ساتلې وه ـ زمونږه پخوانئ نوکره وه هغې کور سپا کړې وو ـ ستړې وم- نو دوه شپې ورځې مې په خوب تيرې کړې ـ په دريمه ورځ چې د کوره وتم نو په گيټ مې قدم اودريد ـ دواړو ډډو ته مې اخوا ديخوا ښه اوکتل چې د سيکټري صپب لور زوې چرته نه وي ـ ناساپه به راباندې د ” سلام عليکم انکل ” غږ اوکړي ـ زان مې ورته تيار اوساتلو ـ او د گيټ نه بهر شوم ـ خو هيچا راباندې غږاو نه کړو ـ مازيگر جومات ته لاړم نو هلته مې يو اشنا هم او نه ليدو ـ ايسته اورته مې ښه اوکتل چې سيکټري صيب خو به دلته چرته خامخا وي ـ هغه خو چرې کور به مونز نه کولو ـ که ډير به موسم خراب وه، بادو باران به وه خو هغه به مانزه له جومات ته راتلو او چرې به ئې مونز هم نه قضا کولو ـ ولې نن هغه ما چرته جومات کې او نه ليدلو ـ نو ملا صيب له وره لم ـ ما نه پيژندلو ـ زما د پاره نوې وه خو تپوس مې ترنه اوکړو ” دا گاونډ کې چې سيکټري صيب اوسي، نن مانزه ته جوړ نه دې راغلې؟“

جواب ئې راکړو ” څوک سيکټري ؟“

” هغه د شلو بچو پلار“

” د شلو بچو پلار، د کومو شلو بچو پلار ؟“

ما زړه کې اوې دا ملا جوړ نوې دې ـ دې ئې نه پيژني ـ سړک ته را اوتم سترگې مې لږې سمې وغړولې نو دنيا راته بدله بدله ښکاره شوه ـ د سړک سر ته دوه دنگ دنگ بلډنگونه اسمان راکوز کړې وه ـ سړک د موټرو او ټريفک نه داسې ډک وه چې ټورانټو کې هم د کورونود ابادو سړکونه داسې ډک نه وي ـ ماته نا اشنا غوندې ځائ ښکاره شو ـ خو زان مې د بي سليقې روان ټريفک نه بچ کولو او د خپل کور گيټ له راغلم ـ خو دننه لا نه ړم ـ د گاونډي په گيټ د ټلئ په بټن مې گوته کيښوده ـ لږساعت پس زما د عمر يو سړې را اوتلو ـ تپوس مې ترنه اوکړو چې مير صيب کور شته؟

” څوک مير صيب ؟ دا زما کور دې ـ زما نوم صديقي دې“

” تاسو د کله نه دلته اوسيږئ؟

” له ډيرې مودې نه ـ شل دريش کالو راسې“

” سيکټري صيب پيژنې؟“

سړې په سوچ شو ـ لکه په سوچ کې په لټون شو او بيا ئې جواب راکړو ” ستا مطلب د هغې سيکټري خو نه دې کوم چې دغې مخا مخ سرکاري بنگله کې اوسيدو او بلا بچي ئې وو ”ـ

” هم دغه دې ـ پته ده درته اوس چرته اوسي؟“

” ډيره موده اوشوه چې مړ دې ؟“

” مړ دي؟ کور والا او بچي ؟“

” د هغه د مرگ نه يو کال پس ئې کور والا هم مړه شوه ـ اولاد ئې لوئ شوې وه ـ څه واده شو ـ کراچئ ته لاړل ـ يو دوه دوبئ ته او يو دوه امريکې ته ـ بس چنگ ونگ شول او بيا ترنه نه يو خبر شوي ـ

زړه مې ډير خپه شوـ ډير مې راياد شول ـ چې اوس زۀ د ”انکل“ عمر ته رسيدلې يم نو ټول چرته غيب شول ـ په ما هغه خوږ غږ ” سلام عليکم انکل“ د يوې ډډې رانغې ـ لکه چې د ټريفک شور او غوغا هم غلې شوه ـ هر خوا خاموشي شوه لکه چې زۀ يوازې په يو نا اشنا ښار کې، په نا اشنا وطن، په نا اشنا زمکه ولاړ يم ـ زړه راته ډير په خپکان اواز راکړو:

انشا جی اٹھواب کوچ کرو، اس شہر ميں جی کو لگانا کيا

*******