کور / نثر / پسرلی زموږ په وطن کي (ادبي ټوټه)

پسرلی زموږ په وطن کي (ادبي ټوټه)

وایي ځوانې پېغلې بیا دپسرلي په شنو بوټوباندې خپلې پراخې پراخې لمنې موسوي او بیا یې پسرلی له ځانه سره راوسته خو بیا هغه بل وایي چې نه پسرلي دوۍ له ځانه سره راوستې ګلونو ورته له خندااوخوښۍ نه خپلې خولې وازې نیولي دي او ورته دښه راغلاست ښکلې ښکلې کلیمې ورډالۍ کوي او ښکلي بویونه یې ورته دښه راغلاست لپاره لومړۍ په ډآلۍ کې ورډالۍ کړي دي خو داپسرلی بیا په نادرو نادرو سیمو او هیوادونو کې ښه بوي او ښه ښه انقلابونه راوړي او هرڅه رنګین رنګین کوي .
له ځینو سیمو بیا بړوس او مرور دی ، یو څوک بیا ترې پوښتنه کوي ، ولې پسرلیه ته دمور او دمیرې چلند کوې ؟ ولې ؟ ځه هلکه داته څه په ګډو وډو سره شوې ته په ما څه کوې او ستا له ما سره څه کاردی ؟ خپل کاردې کوه او زه به هم خپل کار دچا په کارونو کې کارمه لره او بیا په خاص ډول له هغه چاسره چې رابطه دې نه وي ، ته داسې یې لکه چې په غم کې ګډېږې او نڅېږې ، داعمل دې ماته سم نه ښکاري ، ولې ولې خدای دې خیر کړي ولې ته دچا لپاره یې ؟
هلکه مخکې مې درته وویل چې خپل حیثیت دې وپېژنه ! نه نو ما څه ګنا کړې ده ؟ ولې ما خفه کوې ولې زه هم انسان یم او ته دانسان لپاره یې ، ولې به ستا لپاره یم ؟ زه خو له تاڅخه وېرېږم ، کرکه درڅخه کوم او کله دې چې وګورم خپل رنګ مې غیره شي او په ژړاګانو شم ، هیلې مې وشلېږي ، دخدای ته وګوره له مخې لرې شه !
ته ولې نه پوهېږې زه نه پوهېږم چې ته له کومې خاورې جوړ یې ټوله کرکه او نفرت یې دمینې او ښکلا ټکي دې په کاڼو ولي ، ته بیا په کومو سترګو زما څخه پوښتنې کوې ، او بیا پوښتنې دې له خلقت سره جنګ دی ، بې له کومه سوچه پوښتنې کوې اول فکر وکړه چې ته اصلاً زما دښمن یې او بیا زه تاته څنګه ددوستۍ لاس درکړم ؟
وه ګلورینه ته خو لږ ماته غوږ شه ستا له بوي او موسم څخه تاو راتاوشم ، تا پسې زه مرم ته په خدای باور وکړه چې له تاسره مینه لرم . ځه ورک شه ! مینه لرې ، دڅه مینه لرې غواړې چې هر ګل مې غرغره کړې ، که زه له تاسره سوله سټاره وکړم زه به خپلو معصومو ګلونو ته څه ځواب وایم ؟
های های ! تاسو څه شروع کړي دي او څوک یاستۍ ؟ صیب زه یو انسان یم او داپسرلی دی ، ښه نو ستاسو څه ترمنځ دي چې په دې لویه دښته کې مو سره لانجه ده او ناندرۍ سره وهۍ ، صیب دخدای په لحاظ له دغه انسانه مې خلاص کړه ما دده په شان انسان نه وه لیدلی زه دده له سترګو څخه وېرېږم ، هیڅ نه پوهېږم دده له کرداره ولې داسې ستړي یم خو په زړه کې دومره پوهېږم چې دده یو الم ظمونه له ماسره ثبت دي او دبدو خاطرو یوه کتابچه مې دده له ظلمونو څخه ډکه کړې ده ، او اوس مې نه پرېږدي چې ولې زمونږ کلي ته نه راځې ، زما دې ددوي له کلي توبه وي زه هلته وېرېږم او زه هم ددوي لپاره ښه نه یم او دوۍ خو زه بیخي نه خوښوم او زړه مې غواړي چې ورنژدې هم نشم ، هلته ددوي کلي ټول له نورو بویونو څخه ډک دي صیب زما دبوي اثر هلته اغېز نه کوي زه پکې ورکېږم پکې شرمېږم ، له دې سړي څخه مې خلاص کړه !
و هلکه نو چې دهغه نه خوښېږې خو معلومه ده چې وېرولی دې دی نوبیا څه ته ورته مخې مخې ته کېږې او دهغه زړه درنه چاودېږي ، ځه ورک شه ! نه صیب ته ورته ووایه زمونږ کلی ډېرپسې خفه دی او زمونږ کلی هغسې نه دی لکه پخوا چې وه اوس پکې هرڅه ددې لیواله دي چې دده قدروکړي او ورته هرکلی ووایي ، هههههههههه دروغ ، دروغ ، دروغ ، ته خبر یې چې زه څوک یم ؟ نه صیب تاسو څوک یاستۍ ؟ زما نوم له درې کلمو جوړ دی ، اودکوم کلي چې ته یې زه په هغه کلي کې ملک یم . ملک ! ، هو ملک ، زمونږ ملکان خو ډېر دي او ټول ما لیدلي دي ، په هغو کې خو ته ما نه یې لیدلی ؟
ته ړوند یې چې تا زه نه یم لیدلی ؟ او چې تا زه تراوسه نه یم لیدلی بیا نوورکېږه له دې ځایه ، دخلکو دلارو خنډ مه جوړېږه ، ځه ځه پسرلیه ته هم ورکېږه بیا دې په دې لارو ونه وینم ، ستا دومره جریت چې ددې کلي ترڅنګ راغلی یې ولې ته نه وې خبر چې داکلی زما جاګیردی ، او داخلک یوازې او یوازې ماته لبیک وایي ؟ نه صیب زه نه وم خبر نن مې پرېږده او بیا به په دې لاره بیخي نه راځم ، ځه نو ورک شه ! ښه صیب دغه دی ولاړم ، های ملک صیب ولې دې هغه نورهم خفه کړ، ما وویل ته به یې راسره پخلا کړې او تا نور هم وویروه ؟ داولې؟ ځه هلکه له مخې مې بچېږه او مه مې په غوصه کوه ، که یو ځل مې مغز درته خراب شو والله که ژوند هم رانه وکړې او بیا ستاسو عقلونه خو ماته ښه معلوم دي ، په یوه اشاره به مې ختمېږې ، ته هم لا ځانته سړی وایې ! ، ملک صیب ملک صیب هغه څوک دی چې په منډو منډو ځغلي .؟ هوو والله که زه هم پوهېږم ، ښه تاسو غلیي شۍ چې اواز ورپسې وکړم ، ملک صیب ! ما پسرلي ته اجازه ده چې ولاړشم ؟ نه نه ته لږ صبروکړه چې هغه څوک دی ؟ ښه صیب ، دېخوا راتاو شه څوک یې ، راتاو شه کنه ومې ویشتې !
ښه صیب وار ونکړې دغه دی درغلم ، سلام علیکم ، سلام دې ستا سر وخوري ته خبر نه یې چې ددې کلي ملک یم او پسرلی او دابل سړی راته په احترام ولاړ دي او ته داسې په منډه خوشې وې ، نه صیب که رښتیا درته ووایم ستاسو له ډاره په ډې لاره باندې په منډه تېرېږو ، شاباس شاباس ، پسرلیه تاخو واورېده ؟ هو صیب وامې ورېده ، نور به په دې لاره هم نه راځم .
سلام علیکم صیب ، وعلیکم سلام ، تاسو څوک یاستۍ ؟ ولې تاسو زه ونه پېژندم ؟ نه صیب . زه ددې ملک پلاریم ، اوس اوس له امریکا څخه راغلم ، ما وویل چې دزوي پوښتنه وکړم ، ځویه څنګه یې ؟ یاره پلاره ښه یم داسې وخت کې راغلې چې بیخي بیخي خراب خراب دې کړو ، ولې ځویه ؟ خو پلاره ته نه ګورې چې داڅوک راسره ولاړ دي ، داڅوک دي نو ؟ دایو سپېره دهمدې کلي دی دچا چې زه ډېر خوښ یم او ملکي پرې کوم ، څه پټه پټه به یې اوس وایو اوس خو هسې هم رسواشو دا خاورې افغان دی چې ټول عمرمې پرې ملکي وکړه او دابل چې ده پسرلی دی چې ټولې خوښۍ یې په دې کلي کې کوم ارزښت نلري او دابل سپېره بیا ورته وایي چې ولې زمونږ کلي ته نه راخې او دا بل چې کوم دی داهم امن دی چې داسې مې بیچاره ویرولی دی چې ددې کلي په څنګ چې تېرېږي هم کلیمې پرځان چوف کوي ، ښه ښه ځویه دوي نو اوس څنګه سره یوځای شوي دي ، او بیا تا دا موقع ولې ورته ورکړې ده ، نه پلاره ته خو نه پوهېږې کنه ، دااو خو زه ورته راورسېدم او که زه نه وای ورته راسېدلی کېداي شي چې فساد یې جوړ کړی وای ، ښه جنګه ځویه ته پوهېږې او کا ر دې ځه درنه ځم خو ګوره چې دادرې واړه درنه ښه ورځ ونه ویني ، اخ ته جنګ یې ؟ ههههه تا څه فکر کاوه افغانه زه هغه جنګ یم چې ته مې په شرمونو شرمولی یې او ته باور وکړه چې ترڅو زما پلارژوندی وي تاسو به له مانه ددې دواړو سپیرو مخ هم ونه ګورۍ ، هغه ولې ؟ هغه ځکه چې تاسو په خپله بې سوادۍ کې مغروره یاستۍ ، او یو دبل پرسر سپرېږۍ او زما ملکي درباند ې جوړه ده .‎