کور / اسلامي / د محرم مياشت دوهم درس

د محرم مياشت دوهم درس

په بِسْمِ اللهِ الّرَحْمَانِ الَّرَحِیْم سره د هر کار پیل

د نن درس (دوهم د محرم)

هر قابل یا لائق د ذکر کار په بسم الله سره پیلول له هغو اسلامي شعائرو څخه دي له کوم څخه چې د مسلمان پیژندنه ور باندې کیږي د آنحضرت صلی الله علیه وسلم ارشاد دی: هر هغه کار چې بغیر د بسم الله څخه پيل شي هغه ناقص او ناتمام ده.

د آنحضرت صلی الله علیه وسلم دا سنت دي چې دهر قابل ذکر کار څخه مخته باید بسم الله ضرور ولوستل شي او هر مسلمان باید دحضور صلی الله علیه وسلم اتباع وکړي او د هر قابل ذکر کار مخکې دې بسم الله ویل خپل عادت جوړ کړي لکه کورته د ننوتو، کور څخه د وتلو، په سوارلي باندې دسورېدو، سوارلۍ څخه د ښکته کېدو په وخت، سوارلۍ کله چې لږ وخوځیږي یا خپله انسان پورته وغورځي، مسجد ته د ننوتلو پر وخت، مسجد څخه د وتلو پر وخت، بیت الخلاء ته دننوتلو څخه لږ مخکې او هلته نه د وتلو څخه فوراٌ وروسته، د ډوډۍ خوړلو پر وخت، د اوبو څکلو پر وخت، د جامو د اغوستلو پر وخت، د څه شي د پښو کولو پر وخت، د کوم کتاب لوستلو پر وخت، د کوم کتاب یا د لیک لیکلو پر وخت، د خپل کار یا دندې دپیل پر وخت، کوم چا سره دنوې معاملې یا کاروبار کولو پر وخت، همدارنګه کومه ښځه چې ډوډۍ پخوي یا دېګ پخلو پر وخت، په ډوډۍ یا دیګ کې چې څه اچوي لکه خوراکي توکي، ډوډۍ چې له تنور څخه وباسي، کومه جامه چې ګنډي، ماشومانو ته چې جامې ور اغونځي او هغه ماشوم ته دې هم بسم الله ویل ور زده کړي، همداډول د ورځنيو کارونو پر وخت کې دې بسم الله ویل خپل معمول وګرځوي او دا یو داسې عمل ده چې هېڅ ستونزه نلري، بلکه: ډېر ستونزمن کارونه به پرې آسانه شي او همدارنګه په پوره توجه سره لوستلو باندې به د دغه کس په عملنامه کې د نیکیو پر له پسې اضافه کیږي او په دغه عمل سره چې په ظاهر کې دا ټول کارونه دنیوي په نظر راځي دا پخپل ذات سره خپله په عبادت باندې بدلیږي.

مؤمن چې کله دکوم کار پیل په بسم الله سره کوي، لکه: هغه د دغې خبرې اعتراف کوي چې د الله جل جلاله له توفیق څخه بغیر د هېڅ یو کار تکمیل ممکن ندی ـ او د دغه اعتراف په پایله کې د دغه کس د دنیا ټول کارونه د دین یوه برخه ګرځي او دا پخپله عبادت جوړیږي.