کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / اخلاق د انسان باطني پولیس

اخلاق د انسان باطني پولیس

د یوه هېواد او نظام د مدنیت،  تمدن او پرمختګ ګڼ شمېر مادي او معنوي شاخصونه وي او دا شاخصونه هېوادوال، ګاونډیان او نړېوال هم درکولای او هم یې پر بنسټ  قضاوت او پرېکړې کوي. که د یو چا غاښونه پاک نه وي، لباس یې پاک نه وي، بده سلیقه ولري، ځان، کور، کلی او هېواد یې منظم، پاک او د قانون پابند نه وي. نو کتونکي کېدای شی دا قضاوت وکړي چې دا خلک نه دا چې ظاهراٌ ګډ وډ دي، بلکې ددوی معنوي اړخ هم تر پوښتني لاندې راولي.


غربي نړۍ د وګړو د ښه والي او بدوالي معیار دهغوی د کړو وړو پر بنسټ کوي، نه ددوی د آیډیالونو او کتابونو پر بنسټ.  دا په دې مانا چې که د یوه هېواد قانون هر څومره غوره او ښه وي، یا ددوی آسماني او وضعي قوانین څومره غښتلی او غوره وي، ولې که په عمل کې پلي نه شي، ددوی قضاوت به هغه څه وي، چې وګړي يي کوي، نه هغه څه چې وايي او یا یی په کتابونو او قوانینو کې وي. دا هغه اصل دی چې په قران کې هم ورته په څرګنډ ډول اشاره شوېده چې (لم تقولون ما لم تفعلون، کبر مقتاٌ عند الله ان تقولوا ما لا تفعلون)، ژباړه یې په دې ډول ده چې ولې هغه څه وایی چې نه یې کوي، د الله په وړاندې لویه ګناه هم داده چې وایی او کوي یې نه.


افغانستان یو داسی هېواد دی چې هم یې وګړي، ګاونډیان او نړېوال په تاریخ، ارزښتونو او خویونو ویاړي او آن تردې چه غلیم هم ورته د تعظیم سر ښکته کوي. اما بنسټیزه پوښتنه داده چې آیا زموږ کړه وړه هغه څه دي  کوم چې زموږ په قوانینو، ارزښتونو او کتابونو کې دي. که چېرې نه وي، نو په دې سوچ په کار دی چې څنګه کولی شو دغه کتابي برم ته د عملی برم جامه ور واغوندو چې زموږ کړه وړه هغه څه تت نکړي، چې زموږ ارزښتونه، اخلاق او تاریخ دي. همدارنګه دا پوښتنه هم مطرح کېږي چې له دا دومره زرین تاریخ او ارزښتونو سره سره ولې د تمدن او پرمختګ له کاروان را وروسته پاته یو او ولې د فقر له خط نه مو زیاتره هېوادوال ټیټ ژوند کوي؟ زموږ ګاونډیان او نړېوال ولې د علم او ساینس هغه پوړو ته ختلي، چې باید زموږ ولس یې مخکښ وای؟! یو لامل شاید دا هم ویی چې موږ په هغه څه ناز کوو چې په کتابونو او تاریخونو کې دی او هغوی هغه څه عملاٌ کوي چې زموږ په کتابونو کې دي.


ډېری افغانان چې کله بهرنیو هېوادونو ته سفر وکړي، نو له مختلفو اندونو او تاثراتو سره را ستنېږي. د ډېری هېوادونو په اړه لاندي تاثرات تکرارېږي.  ډېر متمدن هېواد وو. ولس یې د قانون پابندي کوي، بډې او اداري فساد پکې وجود نه لري او هر څه د اصولو له مخې پر مخ بیول کېږي. هېواد یې پاک او سوتره وو. دژوند ټولې اسانتیاوې موجودې وې. ولس یې تعلیم یافته او باسواده دی. د ژوند ټول بنیادي ضرورتونه رفع دي.  خلک وخت نه ضایع کوي. پولیسي او ټرافیکی نظام یې ډېر غښتلي وو  او… . دا او دې ته ورته تاثرات هغه څه دي چې د خلکو د کړو وړو په نتیجه کې منځ ته راځې نه د کتابونو د لوستلو له لارې. حتې که دا ډول مشاهدات یو څوک   وګوري، که په کتابونو کې ددې سرچپه هم لیکل شوي وي، دی به هغه څه مني چې لېدلي یې وي، نه هغه څه چې اورېدلي یا لوستلي یې وي. البته یوه خبره د یادونې وړده چې د کتاب لوستل او مطالعه په خپل ځای د اهمیت وړ ده او د چلند او طرز فکر د سمون په لور یو غوره قدم دی، اما پوره روزنه نه ده. ځکه پوره روزنه هغه ده چې علم او مهارتونه زیات، چلند او فکر سم کړي.


زه چې هره ورځ  کور او یا هم  کله  بازار ته ځم. تل د موټرو ګڼه ګونه وي، لارې بندې وي، د لسو دقیقو لاره ساعتونو ته اوږدېږي. په کومو ځایونو کې چې ټرافیکې اشارې دي او یا ټرافیکي پولیس ولاړ وي تعلیم یافته، دفتری، غیر دفتری، مامور او غیر مامور، وزیر، رییس، دکاندار او دهقان، پلي او سپور، نظامي او ملکي، دولتي او غیر دولتي، بهرني او داخلي یې رعایت او احترام نه کوي. آن تر دې چې په موټروانانو او انسانانو هم د ټرافیکی پولیسو له خوا غږ کېږي چې( او سراچه والا اوسو شو…. او خرګادی و بایسکل والا! موتر لاری را راه بتی…. پیش شو…. پس شو…. دست راست برو او دست چپ….. او موتر کروزین…. او قاره قول والا….. او زن….. او عسکر در بین سرک نه رو…  وغیره)  او حتی کله خو خبره تر دې هم ورسېږي چې پولیس له موټره را ښکته شې او انسانان په لښتو وهي او کله کله یې ښکنځې هم… ښکنځلې هم په لاسې لاوډسپیکرو کې…. تردې چې د سړک او چوکونو څخه یې د رمو په څېر شړي. دا زموږ د ټرافیکو او انسانانو ورځنی معمول وي. کله کله خو داسې هم کېږي چې ټرافیکې اشارې یو څه وایی او پولیس یې بل څه!


 پوښتنه داده چې ګرم څوک دي؟ د عادت سره سم، پولیس موټروانان ګرموي، او موټروانان له ګڼې ګوڼې شکایت کوي. سواره پلي ګرموي او پلي سواره!  او اخره پړه دا وې چې په دې ښار کې نفوس زیات دي!! آیا هېوادوال ووژنو، ترڅو د موټرو ازدحام کم کړو؟ بنسټیزه ستونزه داده چې هیڅوک خپل مسوولیت او د بل حق نه پیژني.   په دا ډول کړو وړو موږ د کومې ټولنې انځور هېوادوالو، ګاونډیانو او نړېوالو ته وړاندې کوو، د متمدنې او که د غیر متمدنې؟؟ کتونکي به د کومو ارزښتونو او اخلاقو پر بنسټ پرېکړه کوي، هغه چې په کتابونو او تاریخونو کې دي او که هغه چې په کړو وړو کې؟!


دا د چا دنده او مسؤولیت دی! ډېری داسې انګېري چې د قانون تطبیق د اجرایي قوې کار دی او قانون ته احترام د رعیت او ولس! زما په اند دا د هر وګړي مسؤولیت دی ځکه چې د قانون په وړاندې انسانان مکلف دي او دایې وجیبه ده چې مراعات یې کړي. اما دا د مسؤولیت نه احساسول او ځان مکلف نه ګڼل د اخلاقو منافي عمل دی. ځکه د هر قانون د تطبیق لپاره ددې تر څنګ چې اجرایي قوې ته ضرورت دی، په هماغه اندازه اخلاقي اصولو ته هم ضرورت دی. ځکه د قانون ماتول د اخلاقو د نشتوالي او یا ضعف په وخت کې کېږي.  د اخلاقو ارزښت هغه وخت ډېر محسوسېږي، چې که انسان په دې اړه سوچ وکړي چې د ده د دغه عمل په اړه به عام ذهنیت څه ډول وي او ددې مثبتې او منفې اغیزی به په ټولنه څه وي؟


که اخلاقي اصولو ته پام ونه شی نو دولتونه مکلف دي چې قوانین وضع کړي. قوانین هغه وخت وضع کېږي چې اخلاق په نظر کې نه نیول کېږي او د اخلاقو له پایمالولو سره موږ په خپل ځان په خپله قوانین سختوو، چې د انسان پر ازادۍ محدودیتونه زیاتېږي.  دا ډېره مناسبه برېښي چې موږ په منظم ډول د اخلاقو مطالعه او رعایت وکړو او خپل کړه وړه په خپله و څارو. د ځان ، وجدان او کړو وړو څارنه یو اخلاقي مسؤولیت دی نه قانوني. دلته مناسبه ده چې د اخلاقو یوریالیسټیک تعریف وکړو: اخلاق د انسان د ننه هغه معنوي ژوندۍ قوه ده چې د انسانانو مړ،  غیر فعال او غیر مسؤول ضمیر را ويښوي او داسې یې تنظمیوي چې ددوی کړه وړه په بیروني چاپېریال کې ترڅارنې او کنټرول لاندې نیسي چې له ټولو عقیدوي، سیاسی، جغرافیایی او نظریاتی توپېرونو سره سره په سوله ییز ډول له یو بل سره ژوند وکړي او د عامه هوساینی لپاره په ګډه کار وکړي.  یا په بل عبارت: اخلاق د انسانانو دننه هغه پولیسي ژوندۍ قوه ده چې د انسانانو کړه وړه څاري او د تخطي په صورت کې یې معناٌ تنبیه او مجازات کړي. نو دې نتیجې ته رسېږو چې د یوې متمدنې، مدني او پرمختللې ټولنې تر ټولو غوره شاخصونه  د اخلاقي اصولو عملی درناوی او قوانینوتطبیق او په وړاندې یې د مکلفیت احساس دی او دا د ولس د هر وګړي وجیبه ده چې د خپل توان په اندازه خپله دنده ادا کړي او دې ته منتظر و نه اوسې چې نور څوک ورته قانون تطبیق او اخلاقی اصول وضع کړي.


که غواړو چې هېواد مو ودان او له هر پلوه پرمختللی شي او د هغه کتابی او تاریخې ویاړونو انځور په ريښتینی بڼه وړاندي کړو، نو راځي هغه زده کړه چې مو کړې او پوهه چې لرو داسې عیاره کړو چې د ولس په ذهنیت، چلند ، مهارت او علم کې له اخلاقی عملی لارو زیاتوالی او اصلاح راولو اوخپل باطنی پولیس (اخلاق) داسې مجهز کړو، چې د ښوېدو په وخت کې مو واګې سمبال کړي.