کور / اسلامي / په خاوره او او اوبو سره د طهارت مشروع والي راز

په خاوره او او اوبو سره د طهارت مشروع والي راز

په خاوره او او اوبو سره د طهارت مشروع والي راز

استاد المهندس نورالله خان احمدزی

ځینې خلک نیوکه کوي چې اسلام ولې د اوبو پر ځای د اودس لپاره خاوره مقرر کړې او دا خو د اوبو ځای ناستې نشي کېدی، خو هغوی دا نیوکه بېځایه ده او دا د فطرت او عقل سلیم څخه لرې نیوکه ده. خاوره په اصل کې د اوبو ځای ناستې او د انسان طبیعت له خاورې سره جوړ او بل دا اوبه هم د مځکې ثمره او ماخذ ده، نو د یو شي څخه انکار او دبل شي منل دا خپله ناقص ګمان او بېځایه دلیل دی. لاندې یو څو ټکو ته مو پام را اړوم…..

په خاوره او اوبو سره د طهارت مشروع والي د فطرت مستقیمه او د عقل سلیمه موافق ده.
(۱) الله تعالی د اوبو او خاروې په منځ کې قدرتاً او شرعاً اخوت اچولی لهذا دغه دواړه یې د طهارت لپاره جمع کړي دي ــ وجه یې دا ده چې الله تعالی حضرت آدم او د هغه اولاد له خاورې او اوبو څخه پیداکړي ــ زموږ مور او پلار او د هغوی اولاد لپاره خاوره او اوبه والدین دي.

(۲) الله تعالی د هر ژوندي او مړ شي ژوند له اوبو او خاورې سره تړلی ځکه چې د اوبو او خاروې وجود عام ده او هر ځای کې موندل کیږي هم.

(۳) مخ په خاورې سره لړل الله تعالی ته خوښ راځي لکه چې د دغو دواړو شیانو تړون پخپل منځ کې په قدرتي توګه سره محکم او قوي ده لهذا شرعاً هم د دغو دواړو عقد او تړون پخپل منځکې ښه او مناسب وړ ده.