کور / نثر / موږ د يو بل زړه ته نه يو رسېدلي

موږ د يو بل زړه ته نه يو رسېدلي

ادب
د هلمند سيمه، كلي، ګودرونه، چينې، ويالې او ګڼ شنه باغونه د يوه اوږده او تحميل شوي جنګ بې شمېره ترخې خاطرې لري، خو خداى پاك په دې خاوره يوه داسې ملاله ولوروله چې دا خاطرې يې يواځې، د دې تر پلو يا د هلمند تر كليو، ګودرونو، چينو، رڼو ويالو او شنو كروندو پورې محدودې نه كړې، بلكې د شعر په ژبه يې تر لريو لريو سيمو پورې لكه د مين شپونكي د شپيلۍ ازانګې چې له درده ونكي سوزه ډكې وي، ورسولې.

د خاطرې فيضي شاعرۍ نوى كتاب (موږ د يو بل زړه ته نه يو رسېدلي) د ډيرو شاعرانو له شاعرۍ سره توپير لري، د هغې شعر يواځې د خيال په وزرونو نه ده روانه، بلكې ډير فكرونه يې شاعرنه كړي او په خپل شعر كې يې د خيال او فكر خوندوره موازنه ساتلې او د عاطفې په مټ پر هر زړه اثر ښندلى شي.
كېداى شي چې خاطره فيضي د هغو ګوت په شمار پيغلو كې حساب كړو چې په خپل شعر كې د هېواد جوړونې، ليډرشيف جوړونې، سولې راوستلو لپاره داسې شاعري كوي چې تر ډيره يې مثال نه شي پيدا كيدلى، كه خبره د د غزل د طبيعت شي نو خاطره فيضي بايد د نورو پيغلو او ځوانانو په څير د بيلتون، هجران، زلفو، لونګين غزلې ووايي، خو دا چې زموږ هېواد او ولس له كلونو كلونو د تحميل شوې جګړې په لومړۍ كرښه كې اوسي، نو له دې كبله فيضي د يوې مبارزې او ملالې په څير د خپلې شاعرۍ ډيره برخه، دې ته ځانګړې كوي، چې څنګه كولى شي، خپلو ولسونو ته د ورورولۍ، سولې ، وطن ابادولو، دښمن پيژندلو او له پرديو غلاميو د خلاصيدولو پيغامونه وركړي.
موږ د غلامانو، غلامان شولو
ولې خوشحال خانه را پاڅيږې نه
او
د پرمختللې نړۍ دې بشر دوستۍ ته ګوره
د جنګ ميدان يې زما د ګل په شان هېواد كړى دى
يا
نه مو د كلي زلمي هغه بانډارونه كوي
نه مو د كلي ماشومانې اوس نانځكې ساتي
د سولې په اړه:
لمن د سولې پر هېواد باندې هواره غواړم
چې جنګ ته كيږدي د پاى ټكى هغه لاره غواړم
او تور دښمن ته:
خير دى كه نن د سكه ورور د لاسه نه يم وزګار
پنجابه زه درنه حساب بيا پر كراره غوااړم
په پورته بيتونه كې د خاطرې له خپل وطن سره مينه او د خپلو خلكو د ژوند د ښيرازه كولو د مبارزې عالي احساس په څپو دى، هغې ټول هغه مسوليت چې يوه پيغله او يا يې يو ځوان ، شاعر، ليكوال او خدمتګار يې د هېواد او خپلو ټبرونو په وړاندې لري، په ښه پوره ايماندارى سره ادا كړى دى او د هغې د كتاب له نوم (موږ د يو بل زړه ته نه يو رسېدلي) هم د هېواد د روانو حالاتو په اړه يو نادره تصوير وړاندې كوي، په وطن كې ځكه نادودې روان دي، چې دلته وګړي د يو او بل زړه ته نه دي رسيدلي، هغه د دروېش دراني بيت دى چې:
كه زړونه سره يو كړو او لاسونه سره وركړو
دا كاڼي به لعلونه شي، دا بوټي به لونګ شي
همدا ډول په شاعري كې تر ټولو مهمه دا ده چې شاعر د خپل ژوند روانو حالاتو ته په شعر كې څنګه ځاى وركولى شي، خو پخه وينا ده چې د شاعر هنر دا دى، څه چې يې په وړاندې تيريږي هماغه ټولنې ته ورسوي، څه چې ښه روان دي، ښه او څه چې بد روان دي په وړاندې يې شاعرانه بغاوت وكوي، همدا لاره شاعر په شعر كې له نوښتونو سره مخ كوي، له نيكمرغه د خاطرې فيضي له شاعرۍ لوستلو وروسته پوهيږو چې له څومره عالي ټولنيزو پيغامونو سره شاعري كوي، همدې خبرو ته په كتو زموږ د ټولنې يوه ستونزه دا ده او له دې كبله كلونه كلونه په جګړه كې بند پاتې شوي يو چې زيات وخت خوشباوره پاتې شوي يو، خو دا ټولې نادودې اكثره وخت زموږ په ولس له خپلې خوشباورۍ شوې دي، زموږ خلك پر هرې نوې څهرې او د نورو پر نوي شعار ژر مينيږي او ورماتيږي دا چې دغه خوشباوري څنګه رامنځته كيږي او څنګه زموږ ولس ورباندې غوليږي، اغلې فيضي يې په اړه وايي:
موږ هر چا په سپين لباس خطا ايستلي
زموږ يقين وي چې په دې كې به مو خير وي.
او همدا ډول يې لاندې بيت څومره په عالي انداز د هغو بې وسه وګړو د درد تمثيل وړاندې كوي، چې د يو شمېر زورواكو له لاسه په ښارونو كې كړيږي او په لوى لاس له فقر او بدبختۍ سره مخ كېږي:
صاحبه! تا خو ښار ته نوې نقشه بيا راوړله
فيضي پوهيږم پر خوارانو نړوي كورونه
په كور كې دننه دښمن يا د لستوڼي مار يو هغه افت دى چې له كلونو كلونو يې افغان وطن له كړواونو سره مخ كړى دى، په دې كې شك نشته چې دا مهال زموږ پر وطن د روانې جګړې اور ته ګاونډي په سپين سترګۍ پكى وهي، خو دا زمينه په كور دننه دښمنه ورته مساعده كړې، د دوى د شومو اهداف له امله په وطن كې د غريبو وګړو بې ځايه كيدل له خپل پټي او كروندې نورو سيمو ته تش لاس تلل:
ولې و بل ته د پلو رويونه ونيسمه
وروركه! ته يې چې په موږ باندې پريږدې كورونه
د پلو روى او همدا ډول دښمن ته د ورورك له عاطفې ډك غږ يو بل خوند او رنګ دى چې ډير ځايونه همداسې شيريني د خاطرې په شاعرى كې ليدل كيږي، ورورك لفظ په زياتو سيمو كې د غوسې په وخت كې هم ويل كېږي، د عجز په وخت كې هم ويل كېږي او كله چې يوه سرتورې د ورورك لفظ تكراروي، نو كه نارينه لږ هم د سړيتوب پر پل روان وي، ضرور به يې وجدان لړزيږي او د خپل هېواد او خلكو په اړه به مثبت فكر كوي، خو د فيضي په شاعري كې ډير داسې رنګونه ليدلى شو.
او همدا ډول لاندې بيتونه يې ټول هغه دردونه شاعرانه كړي چې دم ګړى زموږ ولس او وطن ورسره مخ دى
چې دا ولې او د څه مقصد لپاره
وژل كيږو دا څو كاله خبر نه يو
دا چې كورته مو راغورځوي ډبرې
ستا تر شا څوك دي ديواله خبر نه يو
بيا يوه موركۍ بې زويه شوې ده
بيا د هديرې خواته رهي يو موږ
د خاطرې فيضي پر شعر او فكر دې بركتونه وي، د نورو همداسې شعرونو په هيله يې .