کور / نثر / سپوږ مېه ګړنګ وهه را خېژه

سپوږ مېه ګړنګ وهه را خېژه

په عمو می ډول نثر په هره ژبه کي د نظم څخه وړاندی پیدا شوی. خو په پښتو ادب کې لېکلی او تحریری نثر دنظم څخه وروسته پیداشوی همدا ډول په تاریخی لحاظ په پښتو ژبه کې د ښځو ادب هم په شفاهی ډول دشاعری نه یعنی د لنډیو، نارو اوغاړو په بڼه پیل شوی چې تاریخ یی په ځینو لنډیوکي دهغو دمحتوا په بنا په افغانستان کې داسلام د مبارک دین د خپریدونه وړاندی دور ته رسیږی.
سپوږمېه ګړنګ وهه را خیژه
یار می دګلو لو کوی ګوتی ریبینه
ددغه لنډۍ د تخلیق دور داسلام د خپریدونه وړاندی یا آریایی دور ته رسیږی کوم وخت چې آریایانو به دسوما دګلو،کر او لوکاوه او ددغه ګلونو د شیری نه به یی شراب جوړول.
لنډۍ چې د پښتو شفاهی ادبیاتو لویه برخه جوړوی په زیاته کچه د ښځو تخلیق دی او ځینی لنډۍ یا ټپی خو دشعریت دپلوه دومره غنی او ځواکمنی دی چې د نړیوالو ښځینه وُ ادبیاتو سره سیالي کولای شی. خبری مي را لنډوم او آری موخی ته را ځم زما مخ ته دیوی ډیری تنکي ځوانی اوزړوری شاعری خاطره فیضی دشعرونو پا ڼی پرتی دی او غوښتنه رانه شوی چې په دی شعرونو باندی څه ولیکم . دخاطری په دی شعری غونډ کې غزل او نظم دواړه خواکې په خواکې سره ملګری دی او ما ددی د ټولی شاعري که نظم دی که غزل ، په ځینو برخو کې د پښتو لنډیو خوږوالی او صمییت احساس کړ نو ځکه مي دلته دلنډیو د یاوني نه خپلی خبری پیل کړی.
و یل کیږی چې دلرغونی یونان مشهوره شاعره سافو دنړی لومړنې ښځینه شاعرده .چې د مسیح دزیږیدو وړاندی یی د ۶۲۰ او ۶۳۰ کلونو په حدودو کې دلسبوس په ټا پو کې ژوند کاوه او همدغه ټاپو یی د زېږېدلو ځای هم وو، دغه ټاپو په همدغه وخت کې دیو نان د ډیرو مهمو فرهنګي مرکزونو څخه ګڼل کیده او ښځو پکښي د نارینو سره په برابری ژوند کاوه ،نرینه سالاری یا (زن ستیزی ) پکښی بر لاسه شوی نه وه. د دغه ټاپو د ښځو د علمیت درجه لوړه او په هره برخه کې یی آزادی درلوده . سافو په دغه ډول ماحول کې لویه او روزل شوی وه او دشعر دتخلیق هغه مدارجوته رسیدلی وه چې افلاطون ورته د هنر د (الهی ) لقب ورکړی او دهورانس په نوم مشهور یوناني شاعر ددی د مړینی څو کلونه وروسته ددی شعر ته د ( سپېڅلي ) شعر لقب ور کړی وو .
دسافو دهنری اوادبی ژوند ماحول ته په کتو سره موږ ته څرګنده شوه چې د یوه ادبی او هنری هستي روزنه د ماحول سره څومره تړلی ده. موږ دګل تنکې څیره او وږم هغه وخت ښه احساسولي شو چې د هغه روزني ته مو هر اړخېز نظر وی. اویا په بل عبارت به داسی ووایو چې د یوه څه د پاره دبل څه شتون حتمي دی .هېڅوک نه شي کولای په تیاره کې د ستني لټون وکړی او یا بی له اکسېجنه ساه واخلی. دهرڅه لاس ته راوړل خپل مناسب ماحول ته اړتیا لری. خو زموږ په هېواد کې څو لسیېزو جګړو او ناارامېیو د ژوند په بیلو، بیلو برخو باندی خپل سېو ری داسی غوړولی چې دانسانی ژوند د نورواسانتیاو دنه شتون په خواکې یی په هېواد کې د نجونو او ښځو د ښووني اوروزني او بیا په خاص ډول د هغوی د پټو او ښکاره استعدادونودروزلو مخ ته لوی،لوی دیوالونه درولی زموږ دګران هېواد په ځېنو ولایتونو کې هېڅ داسی ټولنه او یادولتي ارګان نشته چې دوی هلته مراجعه وکړی، د پلازمیني په سطحه خو داتشه تر یوڅه حده ډکه ده. خو د پښتنو د استوګن ولایتونو په ډیرکېو سیمو کې د ښځي او نجلۍ دکوره وتل هم ستونزمنه کړنه ده. زموږ تنکې شاعره خاطره هم په یوه داسی ماحول کې را ټوکېدلی او لویه شوی ده. زما په نظر په دغه ډول ماحول کې دنجونو د پاره ادبی اویاټولنېز فعالیت کول داغزونه په ډکه لاره تلل دی. ځکه د نویو اوزړو پدیدو په مینځ کې ځان اچول پوره زړه ورتوب او کلک هوډ غواړی چې دغه زړه ورتوب زموږ په ځوانی شاعری کې شته. داستعدادونو دروزلو دوه ماحوله وی چې دکور او ټولنېز ډګر څخه عبارت دی. که چېری کورنې ماحول جوړ وی او ټولنېز ستونز من نو په دغه صورت کې که انسان زړه ورتیا او کلک هوډ ونه لری شاته راځي او ستړی کېږی.کېدای شی چې د خاطری کورنې ماحول ددی داستعداد دروزلو د پاره مناسب وی خو په ټولنېز ډګر کې مخ ته تلل ددی پوره زړه ورتیا ګڼلای شو. دخاطری په شعر او شاعری باندی خبری اوهراړخېز نظر ورکول زما په نظر دوخت نه وړاندی خبره ده ځکه چې ددی مخ ته لا ډیر پړاوونه پراته دی چې باید طي یی کړی یوازی به یی هغه شاعری باندی ستاسو سره څو شیبی و اوسم چې زه یی متا ثره کړی یم.
دشعرغونډ درب (ج) دستایني او دنبی (ع) دنعت نه پیل شوی. تاسی وګوری دنعت په دی بیت کې په ښکاره توګه څومره سادګې او په دننه یعنی مینځپانګه کې يي څومره ژوروالی پروت دی.
لاس یي نیسه تریوځایه به دی بیايي
زمایقین دی چې ترخدایه به دی بیايي
دخاطری په شعرکې د ځینوپښتو لنډیوپه شان مبالغه ډیره نشته چې دا زموږ دوخت غوښتنه هم ده. ځکه زموږ د هېواد زخمونه اودردونه همد غه ډول ساده ژبه غواړی او په ساده لفظونو کې په اساني سره ساه اخیستلای شي . داڅو ښکلو بېلګو ته یی تم شي .
جار دی شم اختره دلته مه راځه
دلته څو بی پلاره ماشوماني دی
یادا
نه مو دکلی زلمي هغه بنډارونه کوی
نه مودکلی ماشوماني اوس نانځکی کوی
په دی بیت کې دیوی بوری مور انځور څومره رښتیني او ددرده ډک دی .
بیا یوه مورکې بی زویه شوی ده
بیا دهدیري خواته رهی یوموږ
یادا
باروت، باروت ماحول کې دلوګیو مینځ کې اوسم
په سره اورکې دخپلی آیندی خوبونه وینم
او په دی بیت کې یی دانسانیت دقتل دبیان انداز څومره دردونکي څپي په زړه راخوروی
دی سړی ګلونه قتل کړی دی
قبریی راشنه کړله په دی اغزي
دخاطری په شعر کې د ښځینه احساس بیلګې هم لیدلای شو.
سپوږمۍ مننه چې را وختلی
دیار دسمال زما غاړګۍ پیدا شوه

زما لا ددرخو، خویونه زده نه دی
ستړی دی آدمه له ربابه یم

اوس مي دشنه خال دیدن ته مه راځه
اوس راباندی جوړه شنه ګونبده ده

دمیني لمر مي اوس په سرباندی جګ ودریدی
خپل سایه مي ترقدمه پوری ورسیده

چنار جګ دی د سنځلي په شان نه دی
هر سړی دهغه ښکلي په شان نه دی

اودا سي نوری ډیری نمو ني :
دخاطری په شعر کې د ټولنیزو او دودیزو ناخوالو انځورونه هم میندلای شو. دبیلګي په ډول .
بیا مي پلارجان له درده سور اوشین دی
بیا مو په کور کې یو نجلۍ پیدا شوه
د خاطری ددی غونډ دنظم برخه د ګران هېواد، ددردونو او کړاونوسره ځوریږی او دلفظونو په ژبه ورسره خبری کوی. دنظمونو برخه یی دورځنیو زړه بوږ نوونکو پیښو هېنداره ده .
ځوانيمرګ پتیال ته !
ځوانيمر ګي جمیلي ته !
دسنګېن غمیزه
او داسی نور ي نمو ني. دڅو نظمونو ځیني بندونه یی په ساده بیان په زړه منګو لي ښخوی . دبیګي په ډول :
دارګ ماڼۍ ولي خپه غوندی يي ؟
آیا ته هم ژړیږی
په هغه مشر پسي
د ځوانیمرګي جمیلی په نظم کې !
اوس به څوک زما پرلاسو ایږدی نکریزی
اوس به څوک زماشکایت کوی آغاته
او په تلو، تلو کې !
موږ په کورو کې په ارامه ناستي
هلته بیدیاکې مو زلمی جنګېږی
دچا لا لا دچا بابا تللی دی
هلته یو څو دکار سړی جنګېږی
په مېنه
پروین ملال
زیږ دیږ کال24/4/2015