کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د پښتو آلمانی متخصص ستاسو مرستي ته اړتيا لري

د پښتو آلمانی متخصص ستاسو مرستي ته اړتيا لري

د پښتو ځوان او پياوړی آلمانی متخصص ښاغلی ډاکټر زېباستيان هاينه چي تر 40 څخه زياتي ژبي يې زده دي، د پښتو پر لهجو يوه څېړنه کوي. ښاغلی ډاکټر هاينه چي پښتنو ورباندي د پښتو له پاره د هغه د خدمتونو له کبله د «زمري» نوم ايښی دی، د ټولو پښتنو عالمانو، محصيلينو، ليکوالانو او څېړونکو څخه هيله کوي، چي که د پښتو پر لهجو د مقالو، کتابونو يا څېړنو معلومات ولري، نو يې لطفا وسره شريک کړي. نوموړی غواړي چي تر امکان تر حده په لومړي سر کي د دغو منابعو يو ليسټ برابر کړي او د خپل علمي کار په جريان کي يې مطالعه کړي او ويې ارزوي.

ستاسو درنو څخه هيله کيږي چي که د پښتو د لهجو په تړاو د هر ډول منابعو څخه خبر ياست او معلومات يې لرئ، نو يې په ډېره لنډه او د امکان تر حده په دقيقه توګه زموږ سره شريک کړئ.

تاسو قدرمن کولائ سئ چي د قاموسونه ټکی کام د تماس نېوني د فورمې له لاري زموږ سره خپل معلومات شريک کړئ:(دلته کليک وکړئ)

http://www.qamosona.com/j/index.php/%D8%A7%DA%93%D9%8A%DA%A9%D9%8A

او

يا هم د info@qamosona.com له لاري راته پيغام راولېږئ.

ستاسو درنو د مرستي او زيار څخه ډېره زياته مننه کوو.

احمدولي اڅکزی، آلمان (د زېباستيان هاينه په استازيتوب)

د قاموسونه ټکی کام وېب پاڼي مسؤل چلونکی
__________________________________________