کور / zzzzzzzzzzzzzzzzzzzz / د ملا محمد عمر تر ټولو ستره لاسته راوړنه

د ملا محمد عمر تر ټولو ستره لاسته راوړنه

په ۲۰۰۲-م زېږدي کال کې زه د طالبانو د نظام له پرزېدلو وروستی د لومړي ځل لپاره نوي افغانستان ته ستون شوم او خپل پلرني ټاټوبي کندهار ته مې ډېر په زړه پورې سفر وکړ. د لوی کندهار له سفر څخه وروسته ، کله چې زه بېرته مسکو ته راغلم، سمدلاسه مې «طالبان په لنډ راتلونکي کې وسله وال پاڅون کوي» تر سرلیک لاندې لیکنه وکښله. په دې لیکنه کې ما وړاندوینه کړې وه، چې طالبان به ډېر ژر په تش لاس، خو ډک زړه د افغانستان د ګاونډیو په ګډون د نړۍ له پینځوسو سترو هېوادونو سره جګړه پیل کړي. هغه مهال ټولو افغانانو او نړیوالو داسې انګېرل، چې پر افغانستان باندې د امریکایانو او د هغو د ملګرو یرغل د طالبانو ټغر د تل لپاره ټول کړ او د هیچا زړه ته نه لوېدل، چې طالبان به وکولای شي یو ځل بیا سر پورته کړي.

ما خپله لیکنه ځېنو رسنیو ته واستوله، خو ټولو په یوه خوله را ته وویل، چې دا لیکنه نه خپروي. هغه مهال زه شپاړس کلن تنکی زلمی وم او په ښوونځي کې مې زده کړه کوله، نو ښکاره خبره ده، چې چا زما وړاندوینې ته په درنه سترګه نه کتل. د یوې رسنۍ پازوال چلوونکي ما ته داسې لیکنی ځواب راولېږه: «زویه، کله چې په شونډو کې دې د مور شیدې وچې شي بیا هغه مهال داسې لیکنې وکاږه! طالبان هېر کړه، دوی نور نشته، هیڅوک او هیڅکله د دې زړورتیا نه کوي، چې په نړۍ کې له ټولو ځواکمن او غښتلي هېواد امریکا سره مخامختیا وکړي! خو ته لیکې، چې طالبان به یو ځل بیا وسله وال پاڅون وکړي او امریکایان به له افغانستان څخه وشړي! ته ماشوم یې او په نړیوال سیاست او پوځي چارو نه پوهېږي! هرکله چې دې ښوونځی ولوست او په پوهنتون کې دې زده کړې وکړې بیا راشه زه تا ته په خپله ورځپاڼه کې دنده او لوړ معاش درکوم، خو اوس ما ته نور داسې لیکنې مه رالېږه!». څو کاله وروسته ټولو د سر په سترګو ولیدل، چې طالبانو یو ځل بیا وسله په لاس واخیستله او له امریکایانو سره یې جګړه پیل کړه.

په ۲۰۱۰-م زېږدي کال کې ما «طالبانو د افغانستان په ټبریزه جګړه کې پای ټکی کښېښاوه» تر سرلیک لاندې لیکنه وکړه. په دې لیکنه کې ما ټینګار کاوه، چې طالبان به ډېر ژر نه یوازې د افغانستان په پښتون مېشتو سیمو کې، بلکې د شمال په ګډون د هېواد په ګوټ ګوټ کې ولسوالۍ او آن ولایتونه تر خپلې ولکې لاندې راولي. په لیکنه کې راغلي وو، چې د افغانستان په اوږده جګړه کې لوی بدلون راغلی دی او خپله پخوانۍ بڼه یې اړولې ده. د لیکنې په یوه ځای کې ما داسې لیکلي وو: «د جګړه ځپلي افغانستان د څو لسیزو په پر له پسې جګړو کې نوی څپرکی پرانېستل شوی دی. طالبانو وکولای شول، چې د افغانستان په شمال کې ګڼ پلویان وموندي او په دې توګه دوی په ټبریزه جګړه کې پای ټکی کښېښاوه. له دې څخه وروسته به په افغانستان کې د ايډیالوژیو جګړه وي او د شخړې هغه لوری به بریالی شي، چې تر ټولو لوړ مورال او پیاوړې ايډیالوژي لري».

ما دا لیکنه د مخکنۍ په څېر ځېنو رسنیو ته په دې هیله ورولېږله، چې دوی یې خپره کړي، خو بیا هم ټولو په یوه خوله را ته وویل، چې دا لیکنه نه خپروي. د یوې خپرونې چارمن داسې ځواب راولېږه: «ستاسې له لیکنې څخه یوه نړۍ مننه، خو موږ یې نه خپروو. تاسې لیکئ، چې طالبان به د افغانستان په شمال کې، چېرې چې تاجکان، اوزبکان او نور ډېری دي، پراخې سیمې تر لاس لاندې کړي. زه افغانپوه نه یم، خو بیا هم ښه پوهېږم، چې دا ناشونی دی، ځکه چې طالبان پښتانه دي او هيڅکله د افغانستان په شمال کې یو لوېشت خاوره هم نه شي نیولای.

تاسې وایاست، چې د افغانستان شمالي بدخشان ولایت به د طالبانو نوې منځۍ شي او د جګړې نوی ډګر به وي. خو ټول خبر دي، چې بدخشان یوازېنی ولایت و، چې د طالبانو د واکمنۍ په مهال د شمالي ټلوالې تر څارنې لاندې و. لنډه دا، چې تاسې د افغانستان په ټبریز جوړښت نه پوهېږئ!». نن موږ ټول وینو، چې د افغانستان شمال د جګړې تر ټولو تود مورچل دی.

په ۲۰۱۴-م زېږدي کال کې ما «طالبان د مشر بدلولو ته چمتووالی نیسي» تر سرلیک لاندې لیکنه ولیکله. په دې لیکنه کې ما په نړۍ کې د لومړي ځل لپاره له لوړو پوهنیزو معیارونو سره سم اعلان وکړ، چې د طالبانو مشر ملا محمد عمر مړ دی (له دې څخه وړاندې یوازې څارګرو ادارو د طالبانو د مورال د کښته کولو لپاره بې بنسټه هر کال د ملا عمر د مړینې خبر ورکاوه). زما لیکنې ټول پوهان او څېړونکي هېښ کړل، خو بیا هم د دې پلا بې شمېرو رسنیو زما څخه هیله وکړه، چې د لیکنې د خپرولو اجازه ورکړم. (که تاسو دا ليکنه په روسي ژبه لوستل غواړئ نو دلته کليک وکړئ.)

(http://www.mgimo.ru/news/experts/document264196.phtm)

د دې لیکنې له لوستلو وروسته ګڼو افغانپوهانو او رسنۍ والو زما څخه هیله وکړه، چې د ملا محمد عمر تر مړینې وروسته د طالبانو د غورځنګ د برخلیک په اړه لیکنه وکړم. ما هم «د ملا محمد عمر تر ټولو ستره لاسته راوړنه» تر سرلیک لاندې لیکنه وکښله، خو تر نن ورځې مې زړه دې ته نه ښه کاوه، چې خپره یې کړم، خو اوس کله چې طالبانو په رسمي توګه د خپل مشر مړینه ومنله، زه ستاسې پاملرنې ته د دې لیکنې لنډیز وړاندې کوم. په دې لیکنه کې هم ځېنې وړاندوینې شوې دي، چې یو شمېر لوستوال به هک پک کړي، خو راتلونکی به دا په ډاګه کړي، چې زما انګېرنې څومره کره وې:

د ملا محمد عمر تر ټولو ستره لاسته راوړنه

له هراړخیزو او ژورو څېړونو او پلټنو وروسته زه دې پایلې ته ورسېدم، چې د افغانستان د طالبانو د اسلامي غورځنک بنسټوال او د اسلامي امارت مشر ملا محمد عمر مړ شوی او یا وژل شوی دی. که څه هم چې زه په کره توګه د هغه د مړینې نېټه نه شم ویلای، خو داسې انګېرم، چې هغه یو کال مخکې د تل لپاره دې نړۍ ته سترګې تړلې دي. د ملا محمد عمر مړینه د افغانستان د تاریخ د یوه پېر پای او د بل پیل دی، چې نه یوازې د افغانستان، پاکستان، سیمې، بلکې د ټولې نړۍ پر سیاسي او پوځي چارو به ژوره اغېزه وکړي.

که ملا عمر په رېښتیا هم مړ وي، نو دا خبره د طالبانو د سیالانو او تر هر څه لومړی د امریکایانو لپاره د ډېرې خوابدۍ او خواشینۍ وړ ده. له پتمنو لوستوالو سره به دا پوښتنه پورته شوې وي، چې ولې د پېژندل شوي غلیم مړینه به امریکایان او د دوی په لاس د کابل جوړه شوې بېواکه او کاواکه اداره خوابدي کړي؟! د دې پوښتنې ځواب به تاسې د دې لیکنې په لاندېنیو کرښو کې وموندئ.

د افغانستان او نړیوال پېښلیک څرګندوي، چې ټول هغه سیاسي غورځنګونه او ګوندونه، چې خپل مشر دلاسه ورکوي، هغوی یا په بشپړه توګه له منځه ځي او یا نووښت بایلي او بالاخره ماتې خوري. د بېلګې په توګه، کله چې په ۲۰۰۱ کال کې د شمالي ټلوالې ځېنو غړو دباندنیو څارګرو ادارو په لارښوونه اوڅار بولندوی احمد شاه مسعود جهنم ته واستوه، دغه کرغېړنه ټلواله عملاً پر څو برخو ووېشل وشوه او پخوانی نفوذ یې دلاسه ورکړ.

بله غوره بېلګه د عراق برغزی واکمن صدام حسین دی. د صدام وسله وال ځواکونه نه نوازې په سیمه ییزه، بلکې په نړیواله کچه ډېر ځواکمن ګڼل کېدل. خو له پلازمېنې بغداد څخه د صدام تېښته او بیا د هغه له اعدام څخه وروسته د عراق پخواني پیاوړي ځواکونه له منځه لاړل او ولسمشر صدام حسین د تاریخ د پاڼو یوه برخه شو، چې د هغه د کړو په اړه به قضاوت راتلونکی پښت او په الهي نیاوتون کې لورین الله کوي.

که ملا عمر مړ وي، نو موږ دا پایلنیوی کولای شو، چې طالبان د خپل مشر په نشتوالي کې هم په اټوماټيكي ډول په بریالۍ توګه خپلې سیاسي او پوځي چارې مخته بېولای شي او دا په خپل وار د دې ویندوی دی، چې ملا عمر شبکه ییز غورځنګ پنځولی دی، چې هیڅکله ماتې نه خوري، ځکه چې په دا ډول اداري جوړښت کې یو سړی، هر څوک چې هم وي، د غورځنګ یا ګوند پر ژوند ډېره اغېزه نه کوي.

د شبکه ییز جوړښت یوه ځانګړنه دا ده، چې د یوې شبکې د مشر او یا د ټولې شبکې نسکورېدل په ټولیزه توګه پر غورځنګ ډېره ناوړه اغېره نه کوي. که د ملا عمر تر مشرۍ لاندې شبکه ورکه شي، د هغې ځای د بل طالبي مشر شبکه نیولای شي. د نوي مشر له مړینې وروسته د هغه ځای بل نیسي او دا لړۍ هیڅ پای نه لري.

که ملا عمر له یوه کال څخه ډېره موده مړ وي، نو موږ په ډاګیزه توګه ویلای شو، چې د هغه د چاروالي تر ټولو ستره لاسته راوړنه او ویاړنه دا د شبکه ییز غورځنګ پنځول دي، چې د ده له مړینې وروسته هم ژوندی دی.

سیاسي شبکه ییز جوړښت یوازې د شلمې پېړۍ په ۹۰-مه لسیزه کې د سیاسي پوهنو د یوې ځانګړې برخې په توګه بېل شو. سیاسي شبکه ییز جوړښت ته ډېره پاملرنه په انګلیسي او الماني سیاسي ښوونځیو کې کېدله. په دې برخه کې ټولمنلي پوهان دغه دي: ر. کېللي، ر. رودز، د. مارش، ت. بورتڅېل، ج. هاکنسون، ج. جوهانسون او نور.

که څه هم چې د سیاسي شبکه ییز جوړښت په هکله ګڼ کتابنونه او لیکنې شوي دي، خو زما په اند، د طالبانو شبکه ییز جوړښت ځېنې ځانګړتیاوې لري، چې باید په ډېره ځېرکتیا وسپړل شي. یوه ځانګړتیا یې دا ده، چې د طالبانو مشران او تر ټولو مخکې ملا عمر له ځانښودنې ډډه کوي او خپل پلویان او لارویان دې ته رابولي، چې د دوی لپاره نه، بلکې د ايډیالوژۍ لپاره سرښندنه وکړي.
په پای کې دا ډېروم، چې زه ډاډمن یم، که طالبان په خپل سیاسي شبکه ییز جوړښت کې بدلون را نه ولي او لکه اوس د یوه ځانګړي مشر پر ځای ایډیالوژۍ ته لومړیتوب ورکړي، نو دوی به هیڅکله د شمالي ټلوالې په څېر په سیاسي او پوځي ډګرونو کې ماتې و نه خوري.

پامیر زیارمل
د مسکو د نړیوالو اړېکو د پوهنتون استاد