کور / نثر / “د اسيا په زړه کي توپان” فني شننه

“د اسيا په زړه کي توپان” فني شننه

يادونه: دا مقاله هيواد د نوميالي اديب مورخ او فولکوريسټ کانديد اکاډيميسن محمد ابراهيم عطايي د زوکړي د ٨٥ يمي کليزي په وياړ د جوړ سوي سيمنار له پاره ليکل سوې ده.

ليکنه: نثار احمد آريا

“د اسيا په زړه کي توپان” فني شننه

​”د اسيا په زړه کي توپان” د ارواښاد محمد ابراهيم عطايي تاريخي ناول دئ. دغه اثر په لومړي پلا د کابل د علومو اکاډيمۍ له خوا په ١٣٥٩کال خپور سوى دئ. د اثر محتوا د افغان- انگليس د دوهم جنگ جريان او پېښي دي. د دغه اثر پر فني، هنري او ځينو نورو اړخونو باندي ځيني څېړونکي او کره کتونکي ږغېدلي دي. د دې کسانو له جملې څخه يو هم ځوان څېړونکى ځوانيمرگ عبدالقديم پتيال دئ. نوموړي پر ياد سوي ناول باندي د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رياست د دوې مياشتنۍ مجلې د ١٣٨٥ل کال د تلې او لړم مياشتو په گڼه کي د “ارواښاد عطايي او د آسيا په زړه کي طوفان” تر سرليک لاندي يوه لنډه ليکنه خپره کړې ده. په دې ليکنه کي ځوانيمرگ پتيال د ارواښاد عطايي د ياد سوي اثر پر ځينو نورو اړخونو سربېره د دغه ناول فني اړخ ته هم لنډه کتنه کړې ده. زه (آريا) هڅه کوم، چي په دې ليکنه کي د ځوانيمرگ پتيال پر دې ليکنه سربېره د د دغه ناول پر ځينو نورو فني او هنري اړخونو وږغېږم.
ارواښاد پتيال د خپلي ليکني په يوه برخه کي د دغه ناول د فني اړخ په اړه داسي کښلي دي:”زما له پورتنيو يادونو څخه به څه ناڅه فهمول سوي وي، چي دغه اثر د لنډي کيسې يا لنډ داستان او يا ناول پر اصولو او معيار برابر نه دئ ليکل سوى او يا په بله توگه د دغه اثر داستانونو ته موږ بشپړ لنډ داستان يا ناول نه سو ويلاى، ځکه کومي غوښتني چي زموږ څخه ئې اوسنۍ لنډه کيسه يا ناول غواړي، هغو ته دلته بشپړ جواب نه دئ ويل سوى. په داستان کي د عمومي تلوسې خيال نه دئ ساتل سوى…” د ارواښاد پتيال د ليکني له پورتني اقتباس څخه څرگنديږي، چي نوموړى دغه اثر نه د لنډي کيسې او نه هم د ناول په ژانري کټگورۍ کي راولي. دى د خپلي دې خبري د اثبات له پاره د ناول پر ځينو فني اړخونو ږغېږي او په دې برخه کي لومړۍ يادونه د تلوسې (Suspense) کوي، چي ياد سوى اثر تلوسه نه لري. بې له شکه چي تلوسه د داستاني ادبي ژانرونو په ځانگړي ډول لنډي کيسې، ناول، رومان او ډرامې نه بېلېدونکى او مهم جُز دئ، البته داچي په يوه داستاني اثر کي بايد څونده تلوسه وي، تر څو هغه اثر د داستاني ادبياتو د پورتنيو ژانرونو په ډله کي ونيول سي او يا و ايستل سي، دا معيار نا څرگند دئ. د دې معيار د ناڅرگندتيا له امله ښايي گرانه وي، چي کره کتونکى په يو داستاني اثر کي د تلوسې د لږوالي له امله هغه اثر د لنډي کيسې، ناول، رومان او ډرامې له ژانري چوکاټه وباسي.
په داستاني آثارو کي تلوسه له غوټي او ټکر څخه زېږي.” د اسيا په زړه کي توپان” اثر که څوک له فني اړخه مطالعه کړي، نو ورته څرگنده به سي، چي د ناول په درېيم مخ کي د روسي جنرال دا مکالمه “يقيناً چي د دې وليعهد مرگ به زموږ او بريتانيا تر منځ د لويو لانجو باعث سي” د غوټي بنسټ ږدي او تلوسه زېږوي. وروسته د انگرېز استعمارگر ځواک په وړاندي د افغانانو ملي مبارزه دغه غوټه لا پسي ټينگوي او د يو لوى ټکر سبب کېږي. لنډه داچي په ناول کي د غوټي او ټکر سيستماټيک پرمختگ د تلوسې لامل گرځي او دغه ناول له يوې مناسبي تلوسې څخه برخمن کوي.
د ليکني په پورتنۍ برخه کي په لنډ ډول پر دې وږغېدو، چي” د اسيا په زړه کي توپان” د مناسبي تلوسې څخه برخمن اثر دئ او په ناول کي په دغه اندازه د تلوسې موجوديت د ناول په نيمگړتياوو کي نه سو گڼلاى، ځکه موږ په نړيواله کچه داسي ناولونه لرو، چي د تلوسې په لحاظ تر دې اثر ډېر کمزوري دي. د نجيب محفوظ ناول (د نيل د رود پر غاړه)، د اناطول فرانس ناول (تائيس) او ډېر نور نړيوال آثار داسي سته، چي د تلوسې له پلوه ډېر کمزوري دي، خو بيا هم په نړۍ والو ادبياتو کي مهم ځاى لري.
همدارنگه ځوانيمرگ پتيال د خپلي ليکني په يوه بله برخه کي د مرحوم عطايي د ناول په اړه داسي ليکي:”…د داستان کرکټر (Cherector) په سمه توگه نه دئ انځور سوى او يوازي ليکوال په مسلسلوپېښو پسي هڅه کړې ده. د يوه داستان پاى او د بل پيل، د موضوع له اړخه سره تړلي او ارتباط لري او له همدې وجي د داستانونو پيل او پاى حيرانونکى او يا له تلوسې ډک نه برېښي، ځکه نو دلته دغه اثر ته ځيني کسان ناول (Novel) هم وايي، خو زما په گومان که د لنډي کيسې يا ناول پر ځاى د دغه کتاب متن او ليکني ته داستاني نثر وويل سي، پر ځاى خبره به وي.”
​د ځوانيمرگ پتيال د ليکني په پورتني پراگراف کي څو ټکو ته اشاره سوې ده. لومړۍ يادونه د داستان د کرکټر په اړه ده، چي د دې داستان کرکټر په سمه توگه انځور سوى نه دئ. زما په فکر دلته له دې خبري څخه د ليکوال هدف دا دئ، چي دغه ناول يو مرکزي کرکټر يا اتل نه لري. د ځوانيمرگ پتيال دا خبره سمه ده، خو موږ د جوړښت له مخي دوه ډوله ناولونه لرو، يو ئې کرداري ناول دئ او بل واقعاتي ناول. د کرداري ناول پلاټ تر ډېره بريده د مرکزي کرکټر پر کړونو ولاړ وي. د دا ډول ناولونو پلاټ نسبتاً واقعاتي ناول ته غښتلى وي. په واقعاتي ناول کي بيا مرکزي کرکټر يا اتل ډېر برجسته او څرگند نه وي، همدا لامل دئ، چي د دا ډول ناولونو پلاټ د پېښو پر تړاو ولاړ وي، يعني د دغه ډول ناولونو د پلاټ غښتلتيا او کمزوري د ناول د پېښو په ارتباط او تړاو پوري اړه لري. که په واقعاتي ناول کي د پېښو تړاو او اوبدلو ته ډېره پاملرنه ونه سي، نو د ناول پلاټ به سست او کمزورى وي. (د اسيا په زړه کي توپان) د جوړښت له مخي واقعاتي ناول دئ. د دغه ناول د پېښو تړاو او ارتباط که څوک په نظر کي ونيسي، نو د پلاټ له مخي په مناسبو ناولونو کي شمېرل کېداى سي.
​ځوانيمرگ پتيال د خپلي ليکني په يوه بله برخه کي پورتنۍ خبره په يو څه توپير سره په دې ډول کوي،”…په دغه اثر کي يوه پېښه تر پايه نه ده غځېدلې او په همدې دليل ناول نه ورته ويل کېږي، مثلاً د کتاب مرکزي کرکټرونه نه دي معلوم، د کابل د جگړو احوال بيان سوى دئ، د پيواړ حماسه ليکل کېږي، د کندهار د جنگ خبري کېږي او د افغاني مېړنيو يادونه کېږي. همدغه راز د کابل د سردارانو او درباريانو حالات په ډېر ښکلي داستاني انداز بيانيږي، خو تر پايه يو يا دوه يا څو کرکټرونه نه پالل کېږي، چي کيسه له سره تر پايه څوک ورسره واخلي…” زه فکر نه کوم، چي په ناول کي دي د يوې پېښي غځول شرط وي، البته د موضوع د يوالي شرط لا ښايي ولري، چي په دغه ناول کي په بشپړه ډول پالل سوى دئ، ځکه د ناول موضوع ټوله د افغان- انگليس د دوهم جنگ پر پېښو راڅرخي.
​د ناول د فن بل مهم اړخ ژبه او د بيان اسلوب دئ. د مرحوم عطايي ناول ” د اسيا په زړه کي توپان” د ژبي او اسلوب له پلوه خورا غني اثر دئ. د دغه ناول ژبه نه يوازي دا چي روانه او ساده ده، بلکي د منظر کشۍ په برخه کي ډېر داسي تصويرونه لري، چي د پښتو ژبي په نورو تاريخي ناولونو کي ئې بېلگي نسته او يا ډېري لږ دي. د نوموړي ناول د تصويري ژبي يوه نمونه په دې ډول ده، “…د کابل د بالاحصار په خاص حرمسراى کي پر ټاکلو ځايونو د پيره دارانو څراغان ځړېدل او کله، کله چي به ئې مخ ته پيره دار تېر سو، نو اوږد سيورى به ئې د حرمسراى پر غولي ولوېد او تر اصلي پيره دارانو دغه اوږدو متحرکو سيورو د سړي پاملرنه ډېره جلبوله…” په دې کوچنۍ منظر کشي کي د ژبي د هنر لوى قوت پروت دئ. کله چي لوستونکى دا جملې لولي، نو په ذهن کي ئې د توري شپې تصوير جوړيږي. د پيره دارانو متحرک سيوري دغه تصوير ته ساه ورکوي او ژوندى کوي ئې. کله چي لوستونکى دغه جملې لولي، نو ذهناً ځان په بشپړه ډول د ناول په صحنه کي احساسوي او همدا د داستان ليکوال د هنر کمال دئ. داچي زموږ په پخوانيو او حتْى اوسنيو ناولونو کي دونده ژوره جُزيات نگاري ډېره کمه ليدل کېږي، نو له دې امله دغه ناول د ژبي او اسلوب له پلوه د پښتو ژبي په ډېرو ښو ناولونو کي گڼلاى سو.
​د ارواښاد عطايي ناول مناسبه برخه مکالمه هم لري. مکالمه د ناول د موضوع په پرمختگ، د پېښو په روښانولو او د کرکټرونو په اجتماعي او نفسياتي پېژندنه کي مهم رول لري. ارواښاد عطايي د خپل ناول له مکالمې څخه د پورتنيو موخو له پاره په ځينو ځايونو کي مناسبه استفاده کړې ده، خو په ځينو ځايونو کي بيا ډېر بريالى نه دئ. د بېلگي په ډول که څوک د ناول د مکالمې لومړۍ دوې موخي يعني د موضوع پرمختگ او د پېښو روښانول په پام کي ونيسي، نو ده په خپل ناول کي نه يوازي داچي له مکالمې څخه د موضوع د پرمختگ او د پېښو د روښانتيا له پاره کار اخيستى دئ، بلکي د ناول پېښو ته ئې د مکالمې په واسطه ډراماتيکه بڼه ورکړې ده او په دې ډول ئې رښتيني تاريخي پېښي له تلوسې او داستاني هنريت څخه برخمني کړي دي. دغه ټکي ته په پام سره څوک ويلاى سي، چي ارواښاد عطايي په خپل ناول کي له مکالمې څخه د ناول د مکالمې د لومړيو دوو موخو له پاره ډېره ښه استفاده کړې ده، خو د پاته دوو نورو موخو په برخه کي دغه استفاده ډېره څرگنده نه ده، ځکه د ناول په بېلابېلو برخو کي د عادي پښتني کرکټرونو او باسوادو کرکټرونو تر منځ د مکالمې د ژبي توپير نه کېږي. د بېلگي په ډول د ناول په يوه برخه کي د يو عادي پښتون عسکر له خولې داسي ويل کېږي:”- ياره حضرت شاه زه فکر کوم، چي هغه به غافل نه شي او د فرنگي په دغه چل به تېر نه وځي او استراحت به ونه کړي”. زما په فکر د يو عادي پښتون له خولې په دغه ژبه او دغه الفاظو او عبارتونو د مکالمې را ايستل ډېره مناسبه نه ده، ځکه په دې لنډه مکالمه کي (زه فکر کوم)، (هغه به غافل نه سي) او (استراحت به ونه کړي) داسي او عبارتونه دي، چي ښايي د يو عادي پښتون له خولې ئې د راوتلو تمه ونه کړو. په دغه مکالمه کي که د (زه فکر کوم)، (هغه به غافل نه سي) او (استراحت به ونه کړي) پر ځاى په ترتيب سره (زما په خيال)، (هغه به خطا نه وزي) او (بيده به نه سي) عبارتونه راوړل سي او مکالمه په دې ډول ليکل سوې واى، نو ښه به واى، چي –ياره حضرت شاه زما په خيال چي هغه به خطا نه وزي او د پرنگي په دغه چل به تېر نه وځي او بيده به نه سي. د ناول دغه لنډه مکالمه او دې ته ورته نوري ډېري مکالمې داسي دي، چي له لوستونکي سره د کرکټرونو په اجتماعي پېژندنه کي ډېره مرسته نه کوي، يعني کله چي لوستونکى دغه مکالمې لولي نه په دې نه پوهيږي، چي د دغه ډايلوگ څښتن د اجتماعي پلوه د کومي طبقې سړى دئ.
​د داستاني آثارو د مکالمې بله موخه د کرکټرونو نفسياتي معرفي ده، يعني کله چي لوستونکى د يو داستاني اثر مکالمه لولي، نو دغه مکالمه بايد لوستونکي ته د کرکټر نفسياتي حالت څرگند کړي. ارواښاد عطايي د خپل ناول له مکالمې څخه د دې موخي له پاره هم څه ناڅه کار اخيستى دئ، ځکه په دغه ناول کي ځيني داسي مکالمې سته، چي لوستونکو ته د کرکټرونو د نفسياتي حالت په څرگندولو کي مرسته کوي. د دغه ډول مکالمې يوه بېلگه د ناول په دې برخه کي لولو:”جنرال رابرټس په قهر د دوسيې څخه يو کاغذ راواخيست او حاضرينو ته يې ونيو او وېې ويل:
​-دا کاغذ وينئ؟
​-دا کاغذ نه دئ. دا د لويي بريتانيا عليه حضرتي ملکې ستري ويکټوريا ته زموږ د تعهد پاڼه ده.
​- دا په اسيا کي زموږ د عزت او شرف د ازمويني پاڼه ده…”
​په پورتنۍ مکالمه کي چي کله د ناول کرکټر (دا کاغذ وينئ؟) او يا دا چي (دا کاغذ نه دئ…) جملې وايي، نو لوستونکى پوهيږي، چي د مکالمې ويونکى په عامه لهجه، نه بلکي په جدي لهجه خبري کوي. کله چي يوه مکالمه لوستونکي ته د کرکټر د خوښۍ، غم، درد، قهر او يا کوم بل حالت احساس ورکړي، نو ليکوال په دې کي بريالى سوى، چي د خپل اثر له مکالمې څخه د مکالمې د يوې خاصي موخي له پاره استفاده وکړي. که کره کتونکي د ارواښاد عطايي د ناول مکالمه په غور وگوري، نو ورته څرگنده به سي، چي نوموړي د خپل اثر له مکالمې څخه د پورتنۍ موخي له پاره څه نا څه مناسبه گټه پورته کړې ده.
​د داستاني آثارو د مکالمې يوه بله ښېگڼه دا گڼل کېږي، چي لوستونکي ته د اثر د کرکټرونو په جغرافيايي پېژندنه کي مرسته وکړي، يعني کله چي يو لوستونکى د اثر د يو کرکټر مکالمه لولي، نو دغه مکالمه بايد له لوستونکي سره څه نا څه په دې کي مرسته وکړي، چي د مکالمې ويونکى د کومي جغرافيې اوسېدونکى دئ. (د اسيا په زړه کي توپان) ناول کرکټرونه د بېلابېلو پښتني سيمو څخه دئ، خو د دغه ناول د ډېرو کرکټرونو ژبه او لهجه يوه ده. که چيري ارواښاد عطايي د خپل ناول د کرکټرونو ژبي او لهجې ته تغير ورکړى واى او د بېلابېلو پښتني سيمو کرکټرونه لکه افريدي، وردگ، کابليان، کندهاريان او نور ئې په خپلو لهجو ږغولي واى، نو د ناول او د ناول د ژبي هنريت به ئې لا ډېر سوى واى. البته دلته دا يادونه هم اړينه ده، چي په دغه ناول کي د دربار د غړو تر منځ د هغه وخت د دربار رسمي او تشريفاتي ژبه په ډېر هنر او کمال سره کارول سوې او دغه کار د ناول هنريت لا ځواکمن کړى دئ.
​د ارواښاد عطايي د ناول پر کرکټرونو، ژبه، جوړښت او نورو فني اړخونو باندي ډېري نوري خبري هم کېدلاى سي، خو داچي په سيمنارونو کي د گډونوالو له خوا د اوږدو مقالو د اورېدلو حوصله ډېره نه وي، نو زه خپله دغه مقاله پر همدې ځاى پاى ته رسوم.
پاى
٤- ٥- ١٣٩٤