کور / طنز / علي بابا او ۹۹ غله ـ نکل

علي بابا او ۹۹ غله ـ نکل

په پخوانيو وختونو کي په يو سلطنت کي يو بې وزله سړي ژوند کاوه. د دغه سړي نوم علي بابا ؤ. هغه به تقريبا هره ورځ ځنګل ته تلی او هلته به يې د ونو څانګې ماتولې او يا به يې راولېدلې څانګي ټولولې او بيا به يې په بازار کي په پيسو خرڅولې. په دغو لږو پيسو به علي بابا د خپل ځان او د خپلې ماينې له پاره ډوډۍ اخيستله او په دې توګه يې د بې وزلۍ ژوند پر مخ بېولی. هغه به زيات وختونه د خپل هغه بې کسه ګاونډي سره هم مرسته کوله چي په ښار کي يې د قصابۍ يو دکان درلود. دغه سپين ږری به زياتره وخت ناروغ ؤ او دکان به يې بند ؤ.
يوه ورځ علي بابا په ځنګل کي يوې ونې (درختې) ته ختلی ؤ او هلته يې څانګي شکولې چي د آسانو د پښو ږغ سو. علي بابا وليدل چي زيات شمېر سپاره چي مخونه يې پټ کړي ول، د هغه پر لور راروان ول. علي بابا وبېرېدی او ځان يې د ونې په څانګو او پاڼو کي پټ کړ. کله چي دغه سپاره د علي بابا تر ونې لاندي ورسېدل نو يې يوه لويه دايره جوړه کړه. علي بابا چي کله دغه سپرلي حساب کړل نو د هغوی شمېر ۹۹ ؤ.
له دغو ۹۹ کسانو څخه يو سپور د خپل آس سره رامخ ته سو او خپله وينا يې داسي پېل کړه: «محترمو ملګرو، ډېر خوشال يم چي موږ بيا په دې وتوانېدو چي په بشپړ شمېر په ننۍ مخفي غونډه کي برخه واخلو او په پټ غار کي خپل راوړي د غلا مالونه پټ کړو.»
همدا ؤ چي دغو ۹۹ کسانو يو په بل پسې پر هغه ونه چي علي بابا ورباندي ناست ؤ خپل ښه (راسته) لاس تېر کړ. کله چي وروستي کس پر دغه ونه لاس کښېښود نو د ونو تر منځ پر مځکه يوه دروازه خلاصه سوه او تر مځکي لاندي ځينې معلومي سوې. داسي معلومېدل لکه دغه ځينې چي تر مځکي لاندي کومي پټي زيرخانې ته ورغلي وي. له ۹۹ کسانو څخه يو يو کس د ځان سره راوړې بوجۍ دغه غار ته ننه ايستله او د هغې د هلته پرېښودلو وروسته خالي لاس بېرته دباندي راووت. کله چي ۹۹ کسانو يو په بل پسي خپلي ۹۹ بوجۍ غار ته يووړلې نو بيا يې پر هغه ونه چي علي بابا پر ناست ؤ يو په بل پسې خپل کيڼ (چپه) لاسونه تېر کړل. همدا ؤ چي د ونو تر منځ پر مځکه دروازه بېرته داسي بنده سوه چي د ځنګل د عامې مځکي په شان معلومېدله. له دغو ۹۹ کسانو څخه يو وويل: «د نن څخه يوه مياشت وروسته چي کله د اختر شپه وي نو موږ به بيا سره راغونډ سو. تر هغه وخت پوري موږ ټول بايد خپلې بوجۍ بېرته په مالونو ډکي کړو.» د ۹۹ کسانو د راتګ څخه تر يو ساعت لا کم وخت تېر سوی ؤ چي هغوی بېرته له دغه ځای څخه ولاړل او علي بابا هم له وني څخه راکښته سو.
علي بابا کوښښ وکړ چي ۹۹ واري پر دغه ونه لاس تېر کړي چي د خزانې دروازه خلاصه سي. خو دروازه نه خلاصېدله. نو همدا ؤ چي علي بابا پوه سو چي دغه دروازه يوازي د ۹۹ غلو په لاسونو خلاصيږي او نه د بل چا په لاسونو. هغه دغه ونه داسي نښاني کړه چي بيا يې په آسانه پيدا کړلای سي.
کله چي علي بابا خپل کور ته راستون سو نو يې خپلي ماينې ته ټول نکل وکړ چي په ځنګل کي يې څه شی ليدلی ؤ. د علي بابا ښځه د دغه پيښې په اورېدو ډېره حيرانه سوه. هغې علي بابا ته وويل: «کوم ۹۹ کسان چي تا ليدلي دي، هغوی ټول غله دي. کوم مالونه چي هغوی هره مياشت په هغه غار کي پټوي، هغه يې غلا کړي دي. ته بايد د دغو غلو څخه د خلکو مالونه بېرته واخلې او پر محتاجو خلکو يې ووېشې.»
علي بابا وويل: «زه بې وزله او کمزور سړی به څنګه وکولای سم چي د دغو ۹۹ باقدرتو کسانو څخه د خلکو مال بېرته واخلم؟»
ښځي يې ورته وويل: «ته يو پاک او عادل انسان يې. تا هيڅکله د بل انسان حق نه دی خوړلی. نو له دې کبله هيڅکله ځان ته کمزور مه وايه. ستا پاکوالی ستا تر ټولو لوی قوت دی. که ته فکر او تلاښ وکړې نو انشالله خامخا به يوه لاره پيدا کړې.»
د څو ورځو فکر کولو وروسته يوه ورځ علي بابا خپلي ماينې ته وويل: «زما پلار دي خدای وبخښي، هغه هم زما په شان بوټبه ؤ. کله چي زه کوچنی وم نو هغه به کله کله زه د ځان سره بېولم او ماته به يې د بوټو او ونو په هکله ښوونه کوله. يو وخت هغه ماته داسي يو بوټی وښود چي که د ځانګړي حشرې وينه ورسره ګډه سي نو ورڅخه يو ځانګړی رنګ جوړېدلای سي. دا داسي يو رنګ دی چي که يو واري د انسان د جلد (پوستکي) سره ومښلي نو بيا تر څو ورځو پوري نه ورڅخه پاکيږي. خو دا داسي رنګ دی چي څوک يې د ورځي په رڼا کي نه سي ليدلای. دغه رنګ صرف هغه وخت ليدل کيدلای سي چي په توره تياره کي ورباندي بنفشي رڼا برابره سي. د دغه رنګ يوه بله ځانګړتيا دا ده، که د انسان کيڼ او ښه لاس صرف د يو ساعت په جريان کي يو په بل پسي په ولړل سي، نو د صرف يو ساعت وروسته داسي سوخت او درد شروع کوي لکه چي ورباندي اور بل وي. هيڅ انسان د داسي يو شديد درد او سوخت زغم نه لري او په دې راضي کيږي چي لاس يې غوڅ سي.»
ښځي ورته وويل: «ښه، نو په دغه رنګ به څه وکړو؟»
علي بابا خپلي ماينې ته خپل بشپړ پلان بيان کړ او هغې هم ورته دعا وکړه چي د دغه پلان په عملي کولو کي بريالی سي.
علي بابا په دا سبا د خپل ګاونډي قصاب کره ولاړ څوک چي د څو مياشتو راهيسي ناروغ او پر بستر پروت ؤ. علي بابا د هغه څخه هيله وکړه چي ورته اجازه ورکړي چي د راتلونکي اختر په شپه يې له دکان څخه کار واخلي. هغه هم په خوښۍ و علي بابا ته اجازه ورکړه. علي بابا د قصاب دغه دکان ښه پاک کړ او ورباندي داسي لوحه يې وځړوله چي پر ليکلي ول: «د لاسونو طبيب». پر دغه لوحه دا هم ليکلي ول چي مريضان به صرف د شپې له خوا معاينه کيږي.
کله چي اختر ته دوې شپې پاتي وې، نو علي بابا دستکښې وکړې او ځنګل ته ولاړ. هغه په ځانګړي رنګ هغه ونه رنګ کړه، چي ورباندي ۹۹ کسانو خپل لاسونه تېرول. دغه رنګ په سترګو نه معلوميدی او دغه ونه د عامو ورځو په شان معلومېدله. د اختر په شپه په ځنګل کي بيا د ۹۹ کسانو غونډه وه. هغوی د هميشه په شان د ځان سره له شتمنيو ډکي بوجۍ راوړې او دغه بوجۍ يې په غار کي پټي کړې. خو دا چي هغوی يو واري ښه لاسونه او بيا کيڼ لاسونه پر ونه تېر کړل، نو يې لاسونه د علي بابا له خوا په لګول سوي ځانګړي رنګ ولړل سول بېله دې چي دوی يې وويني يا په پوه سي.
علي بابا چي خپله بڼه او خپلي جامې يې داسي بدلي کړي وې چي يو طبيب معلومېدی، د اختر څخه يوه شپه د مخکي ورځي په مازديګر لا د قصاب دکان ته ولاړ او هلته کښېنست. علي بابا داسي لاسکښې اغوستې وې، چي ټول لاسونه يې پکښي پټ ول. کله چي شپه سوه نو د قصاب د دکان مخي ته د داسو مريضانو يو اوږد قطار ولګېد چي ټولو مخونه پټ کړي ول. علي بابا يو يو مريض هغه کتنځي ته وربللی چي پکښي په بنفشي رنګ لړلي څراغونه لګول سوي ول. علي بابا په بنفشي رڼا کي وليدل چي د راغلو ټولو مريضانو لاسونه د ونې په رنګ لړلي دي. د دغو ټولو مريضانو د تکليف دا حال ؤ چي هر يوه زارۍ کولې چي علاج يې وسي. علي بابا هر يوه ته دا مشوره ورکوله چي لاسونه يې بايد دواړه غوڅ سي که نه نو ټول بدن به يې تر سهار پوري په دا شان تکليف اخته سي او دا چي هغوی به د ورځي په جريان کي له زيات تکليف او درد څخه مړه سي. هر مريض بېله ځنډه د علي بابا د مشورې په جواب کي له هغه څخه هيله کوله چي لاسونه يې ژر ورغوڅ کړي. علي بابا ټول هغه لاسونه چي په ځانګړي رنګ لړلي ول د قصاب په چاړه غوڅول او د دکان شا ته يې غورځول. د سهار کېدو څخه تر مخه د مريضانو د راتګ لړۍ ودرېدله.
په دا سهار د اختر لومړۍ ورځ وه او خلکو د اختر لمونځ ته د تللو تياري کوله. د علي بابا ماينه سهار وختي و کتنځي ته راغله. هغې هم لاسونه په دستکښو چي غوڅ سوي لاسونه د خره په ګاډۍ کي کور ته يوسي تر څو وروسته د خپل مېړه سره په ګډه د دغو لاسونو په مرسته د ځنګل د خزانې دروازه خلاصه کړي. علي بابا چي د اختر لمونځ ته په عجله کي ؤ، له خپلي مېرمني سره يې مخه ښه وکړه.
د اختر د لمونځ وروسته علي بابا په خورا وارخطايي او عجله خپلې ښځي ته کور ته راغلی. هغه وويل: «نن د اختر په لمونځ کي يو ډېر عجب اعلان وسو. داسي يو اعلان چي ټول انسانان يې حيران کړل. په دغه اعلان کي وويل سول چي د دښمن هيواد لښکرو د شپې له خوا په پټو عملياتو کي زموږ پر هيواد بريد کړی او د سُلطان، وزيرانو، قاضي القضات، لوی مفتي او سپه سالار تر څنګ يې د بيت المال او نورو دولتي چارو د يو شمېر مسؤلينو دواړه لاسونه غوڅ کړي دي.»
د علي بابا ښځي ورته وويل: «زه به تر دې هم عجبه خبره درته وکړم. ما هغه لاسونه وشمېرل چي تا تېره شپه غوڅ کړي ول. د ۹۹ کسانو دواړه لاسونه خو که وشمېرل سي بايد ۱۹۸ سي. خو کله چي ما ټول لاسونه وشمېرل نو يې شمېر ۹۹۹۸ ؤ.»
احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۷ کال د دسامبر ۱۱مه نېټه، بون
_________________________________

د احمدولي اڅکزي له وېبلاګ www.ahmadwali.achakzai.com څخه په مننه