د ملي او شمشاد ټلویزون، وزارت او ټولو افغانی رسنیو نه ځواب غواړم

د لراوبر اداره | اپریل 12th, 2009


ولی دپښتنو سره دمور اومیری سلوک کیږی ، دافغانستان دکرکټ ملی ټیم چه ټول پښتانه دی د دوی سره په څرګند ډول دمور او میری سلوک کیږی چه ددی یو څرګند مثال دافغانستا دکرکټ دملی ټیم لوبی دی کومی چه همداوس دنړوال جام غوراوی پړاونه تی کوی چه دا ډیری موهیمی او په زړه پوری لوبی دی او دافغانستان نوم روښانه کوی افغانستان نړیوالو ورپیژنی چه مونږ یواځی داسی نه یو  لکه تاسو چه فکرکوی  مونږ هم دنوری نړی دخلکو په شان ښه استعداد لرو دژوند په هرډکر کی کی چه  زمینه راته مساعده شی دچا نه کم نه یو، راځم دخپلی پوښتنی په لور چه دافغانستان ملی ټلویزون ولی هیڅ یوټلویزونی ټیم دنوموړو لوبو په ژوندی بڼه دخپرولو لپاره دافغانستان دکرکټ دملی لوبډلی سره وا نه ستاوه ، شمشاد ټلویزون چه ځان دپښتنو ټلویزون ښیی ولی یی خپل ټلویزونی ټیم دلوبو دخپرولو لپاره دافغانستان دملی ټیم سره وانه ستاوه ، دافغانستان داطلاعاتو اوکلتور وزارت ولی هیڅ یو ټلویزونی یا رادیویی ټیم دلوبو دخپرولو لپاره دافغانستان دکرکټ دملی لوبډلی سره و نه لیږی؟

ایا دا دمور او میری سلوک نه دی تیرکال دالمپیک په لوبو کی افغانستان یو د ژیړو مډال ترلاسه کړ خو دهغو لوبو په ژوندی بڼه دخپرولو لپاره  سبا ټلویزون خپل ټیم لیږلی وو ، خو کله چه بیا لوبډلی کی ټول پښتانه وی نو بیا هیڅوک هم خپل ټیمونه دلوبو دخپرولو لپاره نه لیږی ، زه خو د بی بی سی نه مننه کوم چه هغه یوه بهرنی رسنی ده خو بیا یی هم تر خپله وسه زمونږ هغه هیوادوال چه انټرنټ ته لاس رسی لری دلوبو دحاله په ژوندی بڼه خبرول خو زمونږ دهیواد ټولی رسنی بیا قراری ناستی اومعلومات دبهرنیو رسنیو نه ترلاسه کوی او وروسته ترهغه چه لوبی پای ته ورسیږی خپروی.

دافغانستان دولت، دافغانستان دسپورټ وزارت، دافغانستان دښهرسازی وزارت اونور اړوند وزارتونه چه په ملیاردونو ډالره مصرفوی ولی زمونږ دکرکټ ملی ټیم ته سم پرنړیوالو معیارونه برابر لوبغالی نه جوړوی ترڅو زمونږ ملی ټیم په خپل هیواد کی دننه خپل تمرینات ترسره کړی او دنورو هیوادونو ټیمونه ته بلنه ورکړی ترڅو راشی او زمونږ دټیمونو سره لوبی وکړی چه هم به زمونږ دهیواد نو م په ښه شی اوهم به زمونږ دولت عاید ترلاسه کړی، خو زمونږ بیچاره لوبغاړی څی په پاکستان ، هندوستان او یا نورو هیوادونو کی لوبغالی کرایه کوی چه دا زمونږ دولت ته دشرم ځای دی، زمونږ هغه ملی سوداګر چه په ملیاردونو سرمایه لری ولی زمونږ دهیواد دملی لوبډلی سره مرسته نه کوی تر څو زمونږ ملی لوبغاړی نور هم تشویق شی او کومه مالی ستونزه ونه لری او په ډاډه زړه خپلو لوبو ته ادامه ورکړی.

Copyright Larawbar 2007-2024