((منلی)) هم د ملت له خوا (( نامنلی)) شو !!
بېګا شپه د ((شمشاد)) تلويزيون پر پرده د ايران ، تاجکستان او افغانستان له لورې د ګډ فارسي ژبي تلويزيون د جوړېدو په اړه يو ډېر په زړه پورې پروګرام خپور شو . په دغه پروګرام کې د ټولو ريښتينو افغانانو له لورې د داسې يوه بې هويته تلويزيون جوړېدل ، د افغانستان لپاره يوه ستره توطيه وګڼل شوه . په دغه خپرونه کې په دې کار کې د ټولو دخيلو خواوو کړنې تر کلک انتقاد لاندې راغلې اوپه کلکه د افغانستان له ملي ګټو او په تېره بيا له پښتو او پښتنو سره يوه ستره جفا وګڼل شوه . دغه راز د پښتو په څنګ کې د نورو وړو ژبو لپاره هم له خطره ډک يو ګام او اقدام وګڼل شو.
د ((شمشاد))تلويزيون په ياده شوې خپرونه کې د ملي نظر افغانانو او په تېره بيا د افغانستان د ولسي جرګې يو شمېر په هېواد ، ملي ګټو او ملي هويت مينو غړو د دغې افغان ضد دسيسې په اړه په زغرده خبېر وکړې او دا پروژه يې افغاني ضد، ملي ضد او د پښتنو او نورو ورونو قومونو پر ضد وګڼله چې د افغانستان د خلکو تر منځ به د دښمنيو اورونه بلوي او سترې ملي بدمرغۍ به له ځانه سره لري .
په دې لړ هغه يوازينی افغان چې د بهرنيو چارو د وزارت له وياند سربېره يې له دغې افغاني ضد پروژې څخه کلک ملاتړ وکړ ، هغه ښاغلی منلی و چې له بده مرغه د ملت د استازو په نيوکو کې او د ولس په عامه ذهنيت کې ((نامنلی ))شو .
د ښاغلي منلي دغه نظر ډېرو هغو کسانو ته له تعجبه ډک و چې نوموړی يې يوازې د يو ليکوال په توګه پېژنده ، نه ديو داسې دولتي چارواکي په توګه چې ان د رباني او سپنتا ملي ضد تر سره کړيو تړونونو ته پرتوګ جوړ کړي .
منلي دا خبره کوله چې يوازې د افغانستان له اړخه به دا تلويزيون صرف په دري ژبه نه وي ، نورې ژبې به هم ونډه په کې ولري ، خو دا يې ونه ويل چې پاليسي به يې څوک ټاکي ؟ ونډې به څوک ويشي ؟ او ملي او سيمه ييز ضرورت يې څه دی ؟
که د فارسي ژبو هېوادونو خبره کلتوري او ژبنۍ نه وي ، نو د داسې يو سيمه ييز يووالي ضرورت يوازې له همدغو دريو هېوادونو سره څه دی ؟ که داسې شوه، دا وطن به ټول سره يوه يوه ټوټه کړي او د ازبيکستان ، ترکيې او افغانستان ګډ تلويزيون د جوړېدو لاره هم هوارېږي ، د ترکمنستان ، ترکيې او افغانستان د ګډ تلويزيون او د افغانستان ، پاکستان او هندوستان د ګډ تلويزيون هم او د نورو ډېرو هم !!!! نو به له دې هېواده ، د وياړلي افغان له دې ګډ وطنه څه چکني جوړه شي ؟
ښاغلی منلی او نور نامنلي دې په دې پوه شي چې د چارواکۍ دوران به يې ډېر لنډ وي ، خو د بدنامۍ د تورو داغونو دورانونه به پای ونه لري !!
ټول افغانان د فارسي ژبو هېوادونو د ګډ تلويزيون جوړېدل ، د افغانستان د ورونو قومونو تر منځ د نفاق او دښمنۍ د لړۍ يوه نوې پيلامه ګڼي او په کلکه يې غندنه کوي . که يې رباني او سپنتا او ان کرزی هم تر شا ولاړ وي .
دا پروژه يوه ناکامه ملي ضد پروژه ده او ټول ريښتيني افغانان يې بايد په وړاندې ودرېږي .
هر هېواد ځانته خپلې خپلې ګټې او ملي ارزښتونه لري او ضرور نه ده چې حتی له ګاونډيانو سره دې دغه ملي ارزښتونه او ګټې شريکې وي .