کور / کتاب / دمومند خپرندويه ټولنې له لورې تازه خپاره شوي کتابونه!

دمومند خپرندويه ټولنې له لورې تازه خپاره شوي کتابونه!

 


په جلال اباد کې دمومند خپرندويه ټولنې دفوکلور په نوم يوورځني علمي سيمينار او دښاغلو هريو استاد حبيب الله رفيع،پروفيسور سيال کاکړ،ډاکتر اسرار او رحمت شا سايل ددوه ورځنيو نمانځغونډو په وياړ لاندې کتابونه چاپ او خپاره کړيدي،


١- بازارموندنه:دننګرهار پوهنتون داقتصاد پوهنځي داستاد پوهنيار سيدقياس سعيدي ليکل شوى اثر دى چې په(١٣٢)مخونو کې چاپ او ښاغلو هريو دماليې وزير ډاکتر عمر زاخيلوال،داقتصاد وزير داکتر جليل شمس او داقتصاد وزارت مرستيال پوهاند نظير احمد شهيدي پرې ليکل کړي دکتاب لوستنه داقتصاد پوهنځي محصلينو ته له ګټې خالي نه ده.


٢- اسلام ترهګري که نړيواله وروولي: داسلام دنابغه ليکوال ډاکتر ذاکر نايک ليکل شوى اثر دى چې شفيع الله تاند له اردو نه پښتو ته رااړولى او په دريم وار چاپ شو.


٣-قران پيژندنه:دا هم دډاکتر نايک ليکل شوى اثر دى چې دطالبانو پخواني وياند ارواښاد ډاکتر محمدحنيف په روانه او ساده پښتو ژباړلى.او دا يې دچاپ دويم وار دى.


٤- اسلام او ترهګري(دغرب نيوکو ته ځواب)دډاکتر نايک بل ليکل شوى اثر دى چې دا هم شفيع الله تاند پښتو کړى او په لومړي وار چاپ شوى دى.


٥- پرليکه شوې پوښتنې او دهغې ځوابونه:هم ذاکر نايک ليکلى او تاند پر پښتو اړولى.دا هم په لومړي وار چاپ شوى.


دډاکتر ذاکر نايک له لورې ليکل شوي اثارو په دې وروستيو کې په ځوان کول کې خورا مينه وال موندلي او همدا لامل دى چې هر پښتو شوى کتاب يې په دويم او دريم وار چاپ هم پلورل کيږي.


٦- دماشومانو ښوونه او روزنه:داردو ژبې ليکوال پروفيسور ګلزار احمد ليکنه ده چې فريد احمد هلال پښتو ته رااړولې.په کتاب کې دماشومانو دښوونې او روزنې په باب خورا په زړه پورې مطالب ليکل شويدي،


٧-دسپوږمۍ شپه: دځوان او غزل بول شاعر حيات الله ګهيځ شعري ټولګه ده چې په دوه زرو ټوکو کې يې دشعر مينه والو ته په دويم وار چاپ شوې.


٨-  ويرونه انځورونه:دخوست ددنګو غرونو ديو ځلمي شاعر احمد جاويد منګل دريمه شعري ټولګه ده چې په يوسلو شلو مخونو کې به له چاپه راووځي.


٩- پراسلام شوې نيوکې او دهغې ځوابونه:دډاکتر ذاکر نايک اثراو دشفيع الله تاند ژباړه چې د څلورم وار لپاره د چاپ په ګاڼه وپسولل شو.


١٠- اسلام ترهګري که نړيواله وروولي:دډاکتر ذاکر نايک بل نخير چې دتاند له لورې ژباړل شوې او په نوې بڼه ددريم ځل لپاره تر چاپ لاندې دى.


١١- زه دې نور نوم په ژبه نه اخلمه: دځوان او هدفمند شاعر سميع الله تړون شعري جونګ دى چې په څلورم وار يې دشعر مينه والو ته وړاندې کوي.


١٢- تاته دې درپاتې وي:دا هم دتړون دزړه وينې دي چې شعر ترې جوړ شوى او دادې په څلورم وار يې دمينه والو دتندې خړوبولو لپاره چاپ شوه.


مومند خپرندويه ټولنه دهغه ګوتو په شمير ټولنو له ډلې ده چې دپښتو دبډاينې او چوپړ لپاره يې مټې رانغاړلي چې موږ يې دلوې خداې له درباره د لابرياليتوبونو په هيله يو.


څه جنګونه څه به نور دښمني وخوري==پښتانه به اخرهم تربګني وخوري


شپې په ټولو سبا کيږي خو ګهيځه == کله،کله مې دژوند دوه مخي وخوري