کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / په هیواد کې د ښووني او روزني روانې ستونزی

په هیواد کې د ښووني او روزني روانې ستونزی

۶ ثور ۱۳۸۸

 د تیرو کلونو په څیر په کابل او ورته سړو سیمو کی یو ځل بیا نوی تعلیمی کال د ۱۳۸۸ کال د حمل په میاشت کی پیل شو او په دی توګه د زیاتو دولتې او شخصې ښوونځېو دروازی د زدکونو پرمخ پرانستل شوی. مخکی تر دی چی د هیواد په تعلیمی نصاب، دولتی او شخصې ښونځیو د درسې میتودونو په اړه خپل نظرستاسو سره  شریک کړم، غواړم چی په هیواد کی د روان تاو تریخوالې او امنیتې ستونزو له امله تړل شویو ښونځیوپه اړه لږ معلومات د ګرانو لوستونکو سره هم شریک کړم. د ملګرو ملتونو د بعضې ادارو د سروي او څیړونو له مخې، تیر کال د افغانستان په نا امنه سیمو کی ۷۰۰ ښوونځې تړل شوی وو، د هغې جملی نه ۲۹۲ ښونځې  د مستقیمو نظامی حملوښکار شوی وو او  په نتیجه کی یی د ښوونکو، زدکونکو او د معارف نورو کارکونکو په شمول ۹۲ تنه مړه او ۱۶۹ نور یي ټپیان شوی وو په داسی حال کی چی سږکال هم د پیښو او امنیتې ستونزو کچه د تیر کال په  څیر یو شان ثابته شوی، او اټکل شوی ده چی له همدی ستونزی له کبله به په ټول هیواد کې ۲۰۰۰۰۰  کوچنیان د لمړنیو زدکړو څخه بی برخې پاتی شئ.
د بلی خوا سږ کال هم د نورو کلونو په څیر د دولتې ښوونځیو تر څنګ شخصې ښوونځېو هم په کار پیل وکړ. د شخصې ښونځیو جوړول یو نیک او پر ځای ګام دی ځکه چی په دی کار سره ښوونې او روزنې ته د ټولنې د وګړو لاس رسې زياتیږی او په ځانګړی توګه د هغو وګړو لپاره چی  په دولتې ښونځیو کې ورته د زکړی شرايط دوخت له کمې او یا نورو ستونزو له امله نه وي برابر نوبیا شخصې ښونځې ورته د زدکړی لپاره ډیر ګټور تمامیږی. همدا رنګه د دولتې ښونځیو په پرتله د شخصې ښونځیو نظم او دسپلين ښه دی او شاید چی د ښوونکو سویه یي هم لوړه وی. ولی د شخصې ښونځیو په پرتله دولتې ښونځې بیا دا ښه والې لری چی دهیواد  د ټولو غریبو او شتمنو  وګړو پر مخ خلاص وي او کولای شئ چی خپلو زدکړو ته په دې ښونځیوکی په اسانۍ  سره دوام ورکړی.
دلته د اندیښنې وړ خبره دا ده چی په دواړه ډول ښونځیو کې یو شان او يا معيارې تعلیمې نصاب نشته.  په شخصې ښونځیو کې حتی لمړنۍ زدکړی او ښوونې هم  په انګلیسې ژبه کې تر سره کیږی او په همدی حال کې هر ښونځې بیلابیل تعلیمې نصاب کاروی، په داسی حال کی چی په دولتې ښونځیو کی د پښتو او دری ځای کرار کرار فارسې (ایرانې) ژبه نيسئ او د زوړ نصاب او  پخوانې درسې میتودونو څخه اوس هم کار اخستل کیږی. دغه راز په دولتې ښونځیو کي له یو خوا نظم او دسپلین نشته او د بلې خوا یو شمیر ښونکي  له دی کبله چی هم یې معاش ټیټ دی او هم ورته  معاش په خپل وخت نه ورکول کیږی، د زدکونکو په وړاندی د پوره مسئولیت احساس نه کوی او له همدی امله کله کله د هغوی زړونه زور نه غواړی چی زدکونکو ته په ټولګې کې درس ورکړی او په دی توګه زمونږ د بی وزلو بچیانو وخت ضایع او د زدکړی د غوره نعمت څخه کرارکرار بی برخی پاتی کیږی. ښکاری چی له همدی نیمګړتیا نه په ویرې سره زمونږ ډیر هیوادوال په دولتې ښونځیو کې د خپلو بچیانو د شاملولو څخه ډډه کوی. ښونکې هم ګرم نه دی ځکه چی هغوی ته هم اولادونه او کورنۍ چاری ور په غاړه دی او د ورځنې ژوند د لګښت او د اولادونو د نفقې د پیدا کولو په موخه دی ته اړ دی چی د ښوونو تر څنګ یو بل کار او غریبۍ ته هم لاس وغزوی او په دی  توګه دوی نشئ کولائ چی ټولګې ته د ورتګ نه وړاندی د درس ورکولو تیاری ونیسې.
دا چی په شخصی ښونځیو کې څه نا څه نظم او دسپلین شته او دبلی خوا هلته زدکړی او ښوونی په انګلیسې ژبه ترسره کیږی، نو د زدکونکو زیات بهیر په دغه لور روان دی. دا ځکه چی انګلیسې د یوی خوا نړیواله ژبه ده او د بلي خوا زمونږ په ټولنه کی ورته دا مهال د پیسو ګټلو وسیلې په توګه هم کتل کیږی. په دی مانا که د چا یوازی څو کلمې انګلیسې زده وی نو شاید په بګرام کی د بهرنیو وسلوالو سرتیرو سره د ۵۰۰ ډالرو په مقابل کی ژباړونکې (ترجمان)  وګمارل شئ، او په دی توګه زمونږ هیوادوال ددغۍ ژبی د اقتصادی یرغل لاندی راغلي دی.
زه له دی څخه په کلکه اندیښنه لرم چی یوه ورځ به زمونږ نوی نسل ټول په انګلیسی ژبه د خپلو مورنیو او ملي  ژبو په پرتله ښه پوهیږی او پخپلو ملي ژبو کې به د پوهاوی ډیری ستونزی لری. او له همدغه ځایه به زمونږ د ژبو، تاریخ او کلتور زاوال په عملی توګه شروع شئ ځکه وایې که چیری یو ملت دمنځه وړئ نو د هغه ژبه او کلتور د منځه یوسئ. دلته د یادولو وړ ده چی افغانستان د هغو هیوادونو سره چی خپلو وګړو ته په انګلیسې ژبه  د ساینس زدکړې ورکوی توپیر لری دا ځکه چی انګلیسې د هغوی رسمې یا ملي ژبه ده، پداسی حال کی چی د افغانستان رسمې ژبې پښتو او دری دی.
 د پورته ستونزو د هواري په موخه، زه د یوه افغان په توګه دا لاندی د حل لاری چاری خپل حکومت او ولس ته وړاندی کووم:
۱. په هیواد کی دی د اسلامې اساساتو پر بنسټ یو پر مختللی واحد تعلیمی نصاب جوړ شئ، د هیواد په ټولو ښونځیو کی دی رایج شئ او  په  منظمه توګه دی وڅارل شئ.
۲. په شخصې ښونځیو کې دی لږ تر لږه لمړنې زدکړی د هیواد په  رسمې ژبو کې تر سره شئ او انګلیسې دی ور سره د یوه مضمون په توګه ولوستل شئ.
.۳. د تعلیمې تفتیش او پلټنې نوي سیستمونه دی رامنځ ته شئ
۴. ټولو ښوونکو ته دی د ښوونې او روزنې مدرن میتودونه وروښودل شئ او ددی کار د لاسته راوړلو په موخه دی ورته د هیواد په دننه او بهر کې لنډ مهاله کورسونه او سیمینارونه په دوامداره توګه جوړ شئ.
۵. د ښونکو معاشونه دی  لوړشئ او دوي دی د خپلو لاسته راوړونو لپاره وستایل شئ.
۶. په هغه سیمو کی چی ښوونځې د  امنیتې ستونزو له امله تړل شوی دی، دولت باید امنیتی ستونزی حل کړی او یا د اړونده ولایاتو په مرکزونو کی لیلیه لرونکې ښوونځې جوړ کړی تر څو وګړی وکولای شئ چی خپلو زدکړو ته ادامه ورکړی. دغه راز دا به هم بده نه وي چی دناامنو ولایاتو زدکونکې د امن لرونکو سیمو په ښونځیو کی شامل شئ او ورته د اوسیدلو شرایط هم ددولت لخوا برابر شئ.
۷. ښوونکې باید د خپل ملي احساس، اخلاقي، انساني او اسلامي مسولیت له مخې زدکونکو سره زیار وباسې او په پوره اخلاص دی هغوی ته  درس ورکړی، خیر دی که د دوي معاش لږ دی.


***
د یوه سوکاله، ارامه او پرمختللې افغانستان په لور.