کور / ترخې خبري / د اسلام ستر مبارز اسامه بن لادن ته پرانیستی لیک

د اسلام ستر مبارز اسامه بن لادن ته پرانیستی لیک

اسلام علیکم و رحمت الله و برکاته

موږ افغان مظلوم ملت تاسې نه پېژنو، حال دا چې تاسې له دېرشو کلونو څخه زموږ په خاوره کې ژوند کوئ . خو موږ پوهېږو چې ان له 1998 کال څخه را په دېخوا د بشریت غلیمانو (امریکا او اروپا) ستاسې سربیه 25 میلیونه ډالره ټاکلې ده . د کره لاسوندونو پر بنسټ د سېپتمبر له پېښو څخه څه موده وړاندې (د جولای په میاشت کې) تاسې د دوبۍ په یوه روغتون کې د پوښتورګیو د ناروغۍ له امله پروت واست . همدلته مو د سي آی اې له یوه کارمن سره لیده کاته وکړل . دغه اجېنټ د جولای پر 15 بېرته واشنګټن ته ستون شو . خو دا چې تاسې یې ولې ونه نیوئ، او ولې مو تر اوسه نه شي پیدا کولای، الله تعالیٰ پوهېږي . موږ خپل غوږونه کاڼه اچوو، خو یوازې ستاسې حضور ته یو لنډ عرض لرو .

هغه اسامه بن لادن چې موږ یې په اړه اورېدلي دي، هغه د مظلوم، محکوم او دردېدلي مسلمان ملت د خلاصون ډغرې وهي . خو له بده مرغه تر اوسه پورې تاسې موږ افغان مظلوم ملت ته خپله ریښتینولي او صداقت نه دی زباد کړئ، بلکې لا  نور مو هم د ظلم کندې ته ور ګوزار کړو .

ستاسې شتون موږ ته ان له تېرې پېړۍ یوه لوی ناورین او ناسور زخم ګرځېدلی دی . د دې پر ځای چې د خپلو عربي جاهلانو، فرعونانو او یهودي خونیانو پر وړاندې جهاد وکړئ، تاسې راغلی د امریکا، جاهل سعدي عرب پاچاهۍ او مرتد او د یهودو او صلیبانو غلام پنجابستان د سیاسي ناروا ګټو لپاره مو د افغان ملت وینې وبهولې .

افغانستان لا د روس له ظلم، وحشت او تېرې څخه نه وو په امن شوی، ستاسې ریښتین ملګری پنجابستان د خپلو ناروا ګټو او د خپلو یهودي او صلیبي بادرانو لپاره د یو څو پلورل شویو افغان جهادي ټیکه دارانو په مټ په افغانستان کې سور اور بل کړ . الحمدلله چې هغه ناورین ته د طالبانو پای ټکی کېښووه، که نه الله تعالیٰ پوهېږي چې څه به پېښ شوي وائ .

الحمدلله موږ افغان مظلوم ملت پر دې ټینګ باور لرو چې خیر او شر دواړه د الله سبحانه تبارک و تعالیٰ له لوري دي، خو هر څه یو سبب لري . د سپتمبر له پېښو وروسته چې امریکا پر افغانستان یرغل کاوه، لامل یې ستاسې شتون وو . له بده مرغه چې پښتنو د خپلې سیاسي بې عقلۍ او مېلمه پالنې پر بنسټ تاسې امریکا ته ونه سپارلئ . زموږ د وخت امیرالمومنین وویل چې تر څو پورې صلیبي ځواکونه له عرب  وچې څخه نه وي وتلي، نو افغانان به د اسلام ستر مبارز شېخ اسامه بن لادن چا ته ونه سپاري . امیرالمومنین همداسې وکړل . تاسې یې صلیبي ځناورو ته ونه سپارلئ . له همدې امله امارت دړې وړې شو . او افغان مظلوم ملت د نشت او وحشت یوې نوې کندې ته ور ټېل وهل شو .

همدغه عربي نړۍ چې امیرالمومنین یې د صلیبي ځواکونو څخه د خلاصون په موخه افغان ملت د اور خولې ته ورکړ، له موږ افغان ملت سره څنګه چلند وکړ او څنګه یې کوي ؟

آیا تاسې پوهېږئ چې عربي نړۍ، په تېره همدا دوبۍ چې ستاسې د نړیوال جهاد مالي لګښت ډېره برخه پر غاړه لري، زموږ د افغان خویندو میندو د خرڅلاو بازار ګرم ساتلی وو او دی؟

آیا تاسې پوهېږئ چې د همدې عربي نړۍ د خلاصون په موخه زموږ وطن سور اور ګرځېدلی دی او هره ورځ مو ماشومان وژل کېږي؟

ستاسې به په ښه پر زړه وي چې د عربي نړۍ د اسلام ټیکه داران به د اسلامي امارت په وخت کې زموږ وطن ته داسې راتلل لکه خپل کور یې چې وي . دوی به ستاسې مېلمانه ول او د خپلې وختېرۍ لپاره به یې زموږ په  غرونو کې ښکار کاوه، د مېلې نغری به یې ګرم او د غوښو کټوې به یې بار وې . حال دا چې زموږ د ملت یتیم ماشومانو او کونډو به رڼا ورځې په لوږه بیګا کولې او تیاره شپې به یې په لوږه رڼا کولې . اوس هم زموږ ماشومان له لوږې مري، خو ستاسې زامن له مړښته . زموږ ځوانان سنګر په لوږې ګیډه ساتي، خو عربي ځوانان د عیش او عشرت په پیدا کولو پسې ستړي دي . ښه بېلګه یې ستاسې زوی عمر بن لادن دی .

آیا تاسې د دوبۍ د شاهي کورنۍ د ځناور شهزاده شیخ عیسی ابن زاید آل نهیان هغه وینیزه پټه لیدلې ده چې له یوه مظلوم، مسافر او بې کسه مسلمان افغان سره څنګه چلند کوي؟  زه به یې لنډه سپړنه تاسې ته وکړم :

ځناور شهزاده لمړی د ماشینګڼې په مټ پر افغان مظلوم  کارتوس اوروي او شا او خوا یې ولې . بیا یې په خوله کې رېګ او شګې اچوي . وروسته یې پرتوږ ترې باسې او په داسې یوه تخته یې پر څټ وهي چې په سر کې یې مېخ دی . له دې وروسته یې پر زخمونو مالګه شیندي . او بیا پرې څو ځلې خپل موټر تېروي .

آیا د همدې شاهي کورنۍ اسلامي تربیه او انساني اخلاق همدا دي؟
آیا د دې شاهي کورنۍ د اسلام پر بنسټ انساني کرامت همدا دی؟
آیا دغه عربي نمک حرامه شهزاده (نمک حرامه ځکه ورته وایم چې ښه کېدون لري چې زموږ وطن ته به راغلی وي او زموږ مالګه به یې تر خوله شوې وي، که نه زموږ هوا خو یې هرو مرو تنفس کړې ده) موږ دا ډول اسلام ته راغواړي؟

راځئ چې فرض کړو چې دغه مظلوم افغان په ریښتیا سره هم یوه بوجۍ غلا کړې ده چې بیه یې پینځه زره ډالره ده . خو تاسې د یوه اسلامي عالم په توګه د غلا لپاره همدا جزا ټاکئ؟

آیا د هر څه لپاره الله سبحانه تبارک و تعالیٰ حدود ټاکلي دي که نه؟
الله تبارک و تعالیٰ د البقره سوره په 229 آیت کې فرمایي :

 بسم الله الرحمن الرحیم  
 (( الطَّلاَقُ مَرَّتَانِ فَإِمْسَاكٌ بِمَعْرُوفٍ أَوْ تَسْرِيحٌ بِإِحْسَانٍ وَلاَ يَحِلُّ لَكُمْ أَن تَأْخُذُواْ مِمَّا آتَيْتُمُوهُنَّ شَيْئًا إِلاَّ أَن يَخَافَا أَلاَّ يُقِيمَا حُدُودَ اللّهِ فَإِنْ خِفْتُمْ أَلاَّ يُقِيمَا حُدُودَ اللّهِ فَلاَ جُنَاحَ عَلَيْهِمَا فِيمَا افْتَدَتْ بِهِ تِلْكَ حُدُودُ اللّهِ فَلاَ تَعْتَدُوهَا وَمَن يَتَعَدَّ حُدُودَ اللّهِ فَأُوْلَـئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ ))
ترجمه : ترجمه ده : دغه د خدای (ج) حدود دي او تېری مه ترې کوئ، او څوک چې د الله تعالیٰ له حدودو څخه تېری وکړي، پس دی له ظالمانو څخه دئ ۰


آیا د داسې یوه ځناور، او خنځیر په اړه چې د الله تعالی حدود یې مات کړي وي، تاسې څه حکم کوئ؟


موږ افغان مظلوم ملت د خپلو ټولو دردونو اجر د الله (ج) څخه غواړو . بېشکه چې الله تعالی رحیم او رحمن دی او زموږ ملت ته به په ځانګړي توګه دغه مظلوم ته انشاالله اجر ورکړي . خو له تاسې څخه غواړو چې :

دغه شاهي شیطان او خنځیر په کلکه سره وغندئ .
که تاسې د دغه خنځیر غیر اسلامي او غیر اخلاقي کړن و نه غندئ، نو دا به په دې مانا وي چې تاسې د ده له دغه ځناوریز عمل سره همغږي یاست .

موږ له تاسې څخه غواړو چې پر خپله جهاد یو ځل بیا فکر وکړئ . که مو وس ورسېد، خپل جهاد لمړی له خپله کوره راپیل کړئ . په ټوله عربي نړۍ کې کې یا همدغه د بشریت غلیمان شتون لري او یا هم د دوی جاهل فرعونان . زه ډاډه یم چې د فحشا پر وړاندې د جهاد ډګر افغانستان نه دی، بلکې دوبۍ او لبنان .

په افغانستان کې موږ د جهاد لپاره تکړه لارښود لرو چې نه یوازې پر جهاد ټینګار کوي، بلکې همداسې په علم، صداقت او عدالت . نه مو ښوونځي راسېزي او نه مو زده کووني راوژني . او انشاالله تعالیٰ چې بریالی به هم شي . نو ځکه موږ د القاعدې لارښوونې ته اړ نه یو .

تاسې ته خو الحمد لله چې الله (ج) ډېرې روپۍ در پر برخه کړې دي . هغه روپۍ چې تاسې یې یوازې په افغانستان کې پر باروتو او کارتوسو لګوئ، د هغوی یوه کوشنۍ برخه زموږ له هغو ماشومانو سره مرسته وکړئ چې په سړه هوا کې بې کمسیه او په خټو کې پښو لوڅي ګرځي .



په لاندي کرښه کي ( لېږل ) ووهئ او دا موضوع خپلو دوستانو ته وليږئ