" /> " /> " /> " /> آيا کرزي ته د افغان حيثيت ارزښت لري؟  – لراوبر ویب پاڼه
کور / ترخې خبري / آيا کرزي ته د افغان حيثيت ارزښت لري؟  video

آيا کرزي ته د افغان حيثيت ارزښت لري؟  video

په ګوانتنامو او بګرام کې دافغانانو ربړونه ، د افغانستان پر کليو
او بانډو دامريکايانو بمباري ، پر سپيو باندې د ماشومانو داړل ، په خوب ويده
ماشومانو او ښځو وژل ، د اسټراليا په اوبو کې د افغانانو سوځېدل او دادی د اماراتو
د يوه وحشي شهزاده له لاسه د يوه افغان سوداګر بې عزته کېدل او د مرګ تر بريده
ځورول، دا هرڅه په داسې پېر کې پېښيږي ، چې جناب حامدکرزی د افغانستان پاچا دی. يو
هغه پاچا و، چې نوم يې سردار محمد داود و ، په ناروې کې د تېلو زېرمې موندل شوي وې
او دوی يې د استخراج لپاره کارګران په کاروو او له افغانستان څخه يې وغوښتل چې
کارګران وروليږي، خو سردار داود خان خپلې کابينې ته وويل، چې هلته به زموږ خلکو ته
بيا د حقارت په سترګه کتل کيږي ، زه نه غواړم د افغانستان غرور تر پښو لاندې شي ،
نو ځکه يې د ناروې غوښتنه رد کړه، دا چې د ده پرېکړه څومره پر ځای وه په دې اړه څه
نه وايم ،خو ما غوښتل د ده د ملي غرور په اړه تاسو ته يوه بېلګه وړاندې کړم . او يو
هم دکرزي ملي غرور دی، چې وايي : « زه خبر يم چې زموژ په کابينه کې د بهرنيو
هېوادونو جاسوسان شته دي ، زه يې نوم نه اخلم ، خو که ځانونه اصلاح نه کړي بيا يې
رسوا کوم» د خدای په پار ! په نوروهېوادونو کې د ملي خاين سزا اعدام وي ، خو جناب
کرزی يې ځکه نوم نه اخلي چې بيا به خپه شي، اوښايي باداران به يې غوسه شي.

آيا د هغو افغان زندانيانو په هکله، چې په ګوانتنامو کې حيواني
سلوک ورسره کيږي ، او له ټولې نړۍ څخه بشر پاله سازمانونو يې پر ضد غږ پورته کړ،
کله ښاغلي کرزي هم اعتراض کړی؟ امريکايان ، چې زموږ ښځې ، ماشومان او په ټوليزه
توګه بې وسلې افغانان وژني( بې وسلې مې ځکه وويل ، چې هغه  وسله وال هم د دوی
له لاسه وسله پورته کولو ته اړ شوي) آيا په اړه يې کرزي له تشو اعتراضونو پرته تر
اوسه کومه بله کارروايي کړې ، اعتراض يې هم ځکه وکړ چې پوهېده نور ولس سږمو ته
رسېدلی او نور د ده لپاره بنګړي لټوي . خو غږ پورته کول هغې ته وايي ، لکه نوري
المالکي چې په عراق کې وکړل، کله چې د (بليک واټر) په نامه يوې امريکايي امنيتي
مؤسسې 16 تنه عراقيان ووژل، د هغوی پر ضد يې حقوقي دعوا پورته کړه ، له هېواد څخه
يې وايستل او په قانوني توګه يې جريمه کړل.  خو آيا کرزي تر اوسه محکمې ته د
کوم چا د راکښلو هڅه کړې. لويه توره يې چې تر اوسه کړې ، د هغو کميسونو نو جوړول دي
، چې هېڅکله يې چا نتيجه ونه ليده. همدا د خوست پېښه درواخلیء ، ښه په ښکاره جنايت
و، امريکايان پر يوه کور ورننوتل ، په خوب ويده دوې ښځې ، دوه ماشومان او يو نارينه
يې ووژل . د کميسون جوړولواوپلټنو ته څه  اړتيا وه، د ده خپلو مامورينو
او  خپلو بادارانو دواړو پېښه تصديق کړه، اوس يې که لږ غيرت هم درلودای غږ به
يې کړی و، چې زه د پېښې عاملين غواړم او خلاص! خو اوس  هغه د څو ورځې مخکې
اعتراضونه هم نه کوي. خبره داسې ده ، چې امريکايانو بيا څه اشاره ورته رسولې او
خوله يې د دوهم ځلي پاچايۍ لپاره ورخوږه کړې، اوس ويريږي چې هسې رانه پښېمان نه شي
. دا بله پېښه يې په اماراتو کې وګوریء، د اماراتو شهزاده په خپلو لاسو يو افغان
سوداګر رانيسي ، ډزې ورباندې کوي، پر لڅو کوناټيو يې وهي او بيا مالګه ورباندې
دوړوي، موټر ورباندې خيژوي. دا هغه عرب دی، چې له خپلو سل ميليون وګړو سره ديوه
اسراييل ځواب نه شي ويلی، خو په خپل کور کې د هغه افغان له وحشيانه ربړولواو بې
عزته کولو څخه  خوند اخلي چې د اسلام شمله يې اوچته کړې.دوی خو په خپله د يو
نيم ميليون يهودو ځواب نه شي ويلی، خو کله چې افغان توره وکړي او زبر ځواکونه په
ګونډو کړي ، نو بيا دوی شخ شخ روان  وي او برېتونه تاووي. دافغانستان پاچا دا
هرڅه ويني خو غږ ځکه نه کوي ، چې بيا به خيرات له چا څخه اخلي، بيا به په مجلس کې
نه شي ويلی چې: بالا تللی وم شې  ډېرې پيسې مې درته راټولې کړې! ( خو دا چې دا
پيسې بيا د چا جېبو ته لاړې، پر دې يې اوس خبرې نه کوم ځکه دا يې لا بله سپکه
ده).خو دومره وايم، آيا په کار نه ده چې د اماراتو سفير د احتجاج له مخې ترهغو پورې
وشړل شي ، څو پورې چې د اماراتو حکومت رسماً بښنه نه وي غوښتې او زيانمن ته يې د
حتک حرمت او ربړونې له امله تاوان نه وي ورکړی .د اماراتو له مرورتيا څخه مه
وېرېږیء ، ځکه زموږ روزي دعربو په لاس کې نه بلکې د الله(ج) په لاس کې ده .له خپل
ذلت څخه ووېرېږیء او چاره يې وکړیء. زه د بهرنيو چارو له هغه نا افغان وزيرسپنتا
څخه ګېله ځکه نه کوم، چې هغه خو په لومړي سر کې د هراتيانو، بيا د پنجشېريانو او
بيا د ايرانيانو وزير دی، د نر غوندې هره ورځ د کشورهای فارسي زبان په غونډو کې
ګډون کوي، کله د نوروز لپاره قرارداد کوي ، کله د فارسي تلويزيون لپاره او کله هم د
رودکي لپاره.

خوزه دلته له پښتون ولس څخه پوښتنه کوم، هغه پاچا چې په اوو کلو
کې ستاسو عزت ونه ساتلو ، ستاسو حق يې ونه غوښت ، ستاسو په ير يوه ټپ يې پټۍ ونه
تړله ، آيا بيا خپلې تورسرې د همده لپاره د رايو صندوقونو ته په کتار کې درویء ؟
تاسې له ده نه په راتلونکو پنځو کلو کې د کوم غيرت او کوم همت تمه لریء؟داسې فکر هم
ونه کړیء ، چې که اشرف غني ، احدي او يا جلالي ته رايه ورکړیء نو دوی به څه توره
وکړي، دوی هم ټول د امريکې سترګو او وروځو ته ګوري او بيا خوله خلاصوي . آيا تاسو
له دوی نه هم کومه د  غيرت او همت خبره اورېدلې،آياد کوم افغان پر سر يې غيرت
کړی؟ آيا د امريکايانو کومه وژنه يې غندلې او يا يې د افغانانود حق لپاره لکه محقق
روژه نيولې او يا يې د خليلي په څېر اعتصاب کړی؟ زه دا هم نه وايم ، چې پاڅېږیء
وسله واخلیء او د طالبانو تر څنګ ودرېږیء، د هغوی کارنامې خو هم تاسو ټولو په خپلو
سترګو ليدلي، که کامياب شول هماغه دپښتنو د وينو تږي پنجابيان او هماغه کبرجن عربان
، چې له حلالولو او ربړولو پرته يې بل څه نه دي زده، همدا به موواکمنان وي. که نور
مو هېر وي نو د 27 تنو بې وزلو مزدورکاره افغانانو حلالول او د سړک پر سرد يوې اوه
کلس کلنې پېغلې په دورو وهل خو يې د هغې بلې ورځې کارنامې دي.

اې وروڼو! مه پر دغو راتلونکو ټولټاکنو وخت ضايع کویء ، مه پر دغو
کانديدانو زړه تړیء او مه د هغو جاهلانو ارمان کویء ، پاڅېږیء خپله دهمت ملاوتړیء ،
ځواک شیء ، حرکت وکړیء د افغان ملي غرورو بيا راژوندۍ کړیء، مه د چا د رحم او زړه
سوي په تمه کښېنیء او مه د چا خيرات ته سترګې غړویء ، پخوامو چې دا پنځه دېرش
ميليارد ډالره خيرات نه و اخيستی، آيا په خپلو مټو مو  تر دې ښه او آبرومند
ژوندنه کاوه؟ هغه وخت مو 60 زره سوالګر نه درلودل بلکې په ټول افغانستان کې هسې
دګوتو په شمېر يوڅوسوالګر وو، چې هر چا به پېژندل. زما درنو هېوادولو!که سړی يو ځل
په سوالګرۍ ، خيرات خورۍ او ټيټو سترګو عادت شو بيا د خپلومټو او خپل زيار ډوډۍ
خوند هم نه ورکوي .بيا به پنځه پېړۍ   دهندوستانيانو په څېر کله د يوه او
کله د بل ژغ پر غاړه وړیء او  همدا امريکايان ، پنجابيان او عربان به مو
باداران وي او همداکرزی او کرزيان به مو نايب الحکومه ګان وي . بيا به ميرويس ،
احمدشاه او امان الله په خوب هم ونه وينیء.اوس مو نو خپله خوښه!

وما علينا الا البلاغ

نوې وېډيو :


 

د ورتي پېښي په اړه مخکي هم د لراوبر څخه راپور د لوستونکو د
نظرونوسره خپور سوئ وو چي 
دلته يې کتلائ سئ
– مخکنۍ وېډيو :


تبصره نسته

  1. ګران صالح صیب ښاد اوسې
    کله چې هم د لر او بر ویب پاڼه ګورم چآ پښتون به د اما کما تورونه د محترم حامدکرزۍ په نوم تپلی وی. خو زه نه پوهېږم چې دا نور په کروړونو پښتانه څه کوی.
    ورور جانه د داود خان دور بیل وو او د کرزۍ دور بیل وو. د داود په وخت کې د افغانستان داسی نه وو لکه چې نن دې. تېرو دیرشو کلونو کې چې زما او ستا په وطن کومې لوبې آﺉ. ایس. آﺉ او نور دښمنانو کړی دی. هغې زمونږه د ځپلی وطن خلک په ډیرو بدرنګو اخته شوی دی. خو اوس یوځل بیا ځینې وطن خرڅه خلک د هر ګناه اړیکی په حامد کرزۍ پورې تړی.
    ځما د ټولو وروڼو نه یوه پښتنه ده.
    چې د کرزۍ نه بغیر داسې څوک دی چې په موجوده وخت کې ورباندې افغانان راغونډیدلې شی. او دا نو په لکونو پښتانه د وطن د پاره څه کوی؟؟؟؟؟؟؟

  2. It is time to stop blaming others for our own miseries. The whole problem is Afghan mentality. We do not want to change. Even if Karzai is gone, no one can fix the Afghan problem becuase we do not want change and fix the problem. In regards to the torture video, it is sad to see what is happenning to this gentleman, but do we know that there are similar cases to this video about Afghans in many other countries, and for very long period of time. If we do not like Karzai, then lets not to vote for him. I know that we have no other alternative, and it helps Mr. Karzai to stay even more indifferent. Overall it Pashtuns are to be blamed because they are supposed to lead the nation and others. Unfortunately, many Pashtuns are led by others, and the result is that the Afghan society remains stagnant.

  3. د نادرخان په څېر ځينې خلك فكر كوي چې افغانستان كې بېخي قحط الرجال دى او له كرزي او كرزيانو پرته نور څوك نه شته چې زعامت او د دولت مشري وكړي. زه په دې باور يم چې كه تر كرزي هر څومره بې كفايته سړى د دولت په مشرۍ كې واى دومره ظلم به له افغانانو سره نه كېده لكه اوس چې كېږي او كرزي غوږونه كاڼه اچولي دي.

  4. صالح سیب دگوانتامونوم چِی رایادشی دیونفرکیسه رایادشی اوبدن مې خولې وکړی روسیانوهم دومره ظلمونه نه دی کړی لکه امریکایانوچی کړي دکرزی دغه ویناخوداسی څوک کوی چی شرم نه پېژنی غلبیل کوزې ته ویل چی ته سوری یی ته دیوملاسیب پوښتنه وکړه چی په اوسني وخت رایه ورکول روادی ؟؟؟ اوکه ولسمشررشتیاپه رایه ټاکل کیږي نوکه ولسمشر هره ګناه وکړه په هغه ګناه رایه ورکوونکی ورسره شریک دی چی دده په رایه کامیابه شوی دی نوپه رایه ګیری برخه اخستل په جنایت برخه اخستل دی دطالبانوپه وخت کی کم از کم غلازنااونشه خونه وه چی دټولنی دفساد اصلي ټکی جوړیږی له هری ممکنه وسیلی څخه دهیواد دازادی اودګوډاګیانودناکامی لپاره کاراخستل دهرافغان وطنی دینی وجدانی وظیفه ده

  5. اسلام عليكم ورحمت الله و بركاته !
    حديث شريف دي چي په اخيره زمانه كي به مكه مكرمه د پاكو او سپيڅلو عربيانو د خوا څخه خراپيږي .او زموږ نبي كريم (ص) هم ددغو بربنډو عربو څخه ډير تنګ وو .
    جنګ،قاچاق،جهاد،هرڅه چه په افغانستان كي اوس روان دي ددغو سپيڅلو مسلمانو د خواڅخه تشويق كيږي .
    مړه دي وي د افغانستان دښمنان كه طالب دي،كه عرب دي ،كه امريكايي دي ،او كه د اي ايس اي شبكه ده

  6. تازه خبر
    داهم ولولی

    http://shahamat.org/paigham-28-4-2009.html

    دنصرت په نامه دنويوعملياتودپيليدوپه هکله داسلامي امارت اعلاميه

    ۱-داچې امريکااوناټوافغانستان ته دنوروپوځونودراليږلوتکل لري نوافغانان هم په مقابل
    کې دخپل ځان ددفاع اودوطن دازادۍ دمبارزې په لړکې دلاچټکواوقوي عملياتودپيلولوضرورت
    احساسوي

    چې په دې سلسله کې به داسلامي امارت مجاهدين له 30 ۴ /۲۰۰۹نيټي څخه چې/۱۳۸۸کال دثور
    (غويي ) دمياشتې له ۱۰ سره سمون خوري په ټول افغانستان کې دنصرت په نامه نوي عمليات
    پيل کړي، په دغو عملياتوکې به کمينونه، هجومي ،تفجيري اواستشهادي بريدونه اوناڅاپي
    حملي شاملي اوهدف به يې داشغالګرو پوځي قطعات ، ديپلوماتيک مراکز،سیارکاروانونه ،
    دګوډاګۍ اداري لوړرتبه چارواکي ،پارلماني غړي ، ددفاع ،داخله اوپه اصطلاح ملي امنيت
    وزارتونومنسوبين وي.

    مجاهدين به دلوي اوناصرخدي جل جلاله په مرسته دازيارباسي چې دولياتوپه
    مرکزونواواطرافوکې پردښمن باندې دمحاصرې کړۍ نوره هم تنګه او دانتقالاتولارې يې
    ترجدي څاراوحملولاندې ونيسي،اوهم به په ټول هيوادکې ددښمن د تحرکاتودکشف، تعقيب
    اودجاسوسانودرسواکولواوخنثي کولولپاره استخباراتي ادارې نورې هم خوځنده اوقوي کړي.

    ۲-دافغانستان اسلامي امارت يوځل بيادکابل دګوډاګۍ ادارې په ټولوپوځي،امنیتي،اواداري
    کارکوونکوغږ کوي چې نوردي په دغې غلامه اداره کې له کارکولوڅخه ډډه وکړي ،
    دمجاهدينومرسته دي وکړي اوکه دانشي کولي نوکم ترکمه دي ديوه واقعي اسلامي حکومت
    ترراتلوپوري انتظاروکړي اونوردي په خپل خدمت سره داشغالګروکفاروملاتړاودګران
    افغانستان داشغال داوږديدوسبب نه ګرځي.

    ۳-دخصوصي ساختماني شرکتونو ،اوټولومواصلاتي کمپنيوکارکوونکو ټيکداراڼو،
    دموټرومالکانو ،او موټروانانوته کوم چې داشغالګروکفارواودهغوئ دداخلي غلامانولپاره
    پوځي مرکزونه جوړوي،پوځي وسائل ،تيل اونورلوجيستيکي موادورته انتقالوي اسلامي امارت
    يوځل بيادوي ته خبرداري ورکوي چې له يرغلګروامريکيانو اودهغوئ له ګوډاګۍ ادارې سره
    دي د داشاني تعاملاتو سلسله په بشپړه توګه قطع اومتوقفه کړي ،ځکه چې
    دکفارواودګوډاګۍ ادارې داډول خدمت داسلام اووطن په تاوان اوددښمنانودتقويي
    اودافغانستان داشغال داوږديدوسبب ګرځي ، لهذابيد جداًډډه ورڅخه وشي اوکه له
    بيابياخبرداري سره سره نورهم دساختماني شرکتونواوانتقالاتي کمپنيومالکان
    اونورکارکوونکي دغه ملي اواسلام ضدعمل ته دوام ورکوي مجاهدين به دهغوئ د دې
    نارواعمل په مقابل کې خپل اجراآت کوي اودوئ ته چې ددغو اجراآتوپه نتيجه کې څه
    پيښيږي مسؤليت به يې خپله ددوئ پرغاړه اودشکايت حق به نلري.

    والسلام
    http://shahamat.org/paigham-28-4-2009.html

  7. De Afghan aw pa khusisi dawal de Pakhtun zhewand pa ham de halat ke dai che yea winay. Pa 35 kalo ke de Pakhtun zhewand de noro pa gata aw de zan pa ziyan terigi. Delta yaw kas bayad malamat ne shee. Ke dagha kas laka Karzai pa Afghanistan ke na wee, no taso fiker kaway che de Afghanistan halat bu kha shee. Dasi fiker wekray kela che Karzai na woo, aya mong de rikhtya kha zhewend der lod. Zema pa nazer Pakhtana bayad pa de poh shee che wali doy de haracha la khwa zapel kegi, aw waly har sok kawalay shee doy wazapi. Pakhtana der ster qawam day, aw de narai pa loyo qawmu ke razi. Aya da werta sharam na dai che der wara qawmuna yea zapee, aw loy qudratuna werta lemtsa wee. Ke mong kha zhwend ghawru, no bayad pa de poh sho che de kha zhewand de para bayad tsa karuna wekru. Khabera dasi khkari che mong har tsa ghawaru, khu pa lasta rawerl yeah tsa asan kar na dai. De ajat na dai che mong nor malamat keru. Mong bayad hata per der na mensjam halat ke ham bayad khpela zhwend idara kru.

  8. Salih Sahib,
    Tasso wayea che patsun wekrai, kha khu bu da wee che idara las ta rawrai, and topek sekha las wakhlai. Afghanan har kela leka noro gharibanu ghundi pa khayrat amukhta dei, aw doy zarurat ham werta lari. Fiker na kawem che bedun de kumaku na, mong kum bell ayed walaru, aw zmong khaliq mara kandi

  9. ګرانه زمری صيب! تر کومه چې ما د صالح صيب ليکنه ولوسته ، هغوی په خپله وايي ، چي :«زه دا هم نه وايم ، چې پاڅېږیء وسله واخلیء او د طالبانو تر څنګ ودرېږیء، د هغوی کارنامې خو هم تاسو ټولو په خپلو سترګو ليدلي» بلکې وايي، چې پاڅېږیء او د همت ملا وتړیء . نوزه فکر کوم چي په دې خبرو کې خو هېڅ بدي نشته ، که تاسو سم لوستی نه وي ، کېدای سي بيا يې ولولیء.
    ځينې خلک وايي،چي ولې کرزی ملامتویء، نو رښتيا خبره خو دا ده چي داساسي قانون له مخې د افغانانو د حيثيت او د حق د ساتنې دنده خو د ولسمشر پرغاړه ده ، که له ده نه پوشتنه ونه کړو، نو تاسي وواياست ، چې بيا له چا نه بايد پوشتنه وسي؟

  10. Grana, zawab bayad tol warkri aw kar ham bayad che tol wukri. Da che Karzai ne wee, bya bu tsok malamat wee. Pa yawa Karzee na tsa jorigi aw na ham tsa kharabi delai shee. Ke tsa ham hagha rais de dawlat dai, khu Afghanan pa umuman de takhrib lara ghawra kerai. Tasso fiker wekrai che Pakhtana tsok wazhnee? Halat der kharab dai da zeka che Pashtun na pohigi che tsa ghawri. Nan yeah pa nimroz ke maktab wesizelo, no da de cha guna da. za pa de bawar yem che Pashtun malamat dai pa kuli shakel, na infradi

  11. Grana, zawab bayad tol warkri aw kar ham bayad che tol wukri. Da che Karzai ne wee, bya bu tsok malamat wee. Pa yawa Karzee na tsa jorigi aw na ham tsa kharabi delai shee. Ke tsa ham hagha rais de dawlat dai, khu Afghanan pa umuman de takhrib lara ghawra kerai. Tasso fiker wekrai che Pakhtana tsok wazhnee? Halat der kharab dai da zeka che Pashtun na pohigi che tsa ghawri. Nan yeah pa nimroz ke maktab wesizelo, no da de cha guna da. za pa de bawar yem che Pashtun malamat dai pa kuli shakel, na infradi

  12. grano mohtaramo panama pashtano da shedo aw ghorme tegh pamakha akheste wrono za staso skha da swal kwam che da khain zalim gholam rahzan qatel rabane masod dostam khaleli malek aw dase der noro da qaomyano sakha taso dar nan poree dase bad alpaz awredale de laka taso mohtaram pashtana che pa khpalo mohtaramo masharano pose wayast laz sharm kho pakar di aw taso pa tarekh rawasayast che pashtano da khpalo masharano mla wor tenga kral tal zmoz aw taso masharan zmoz dalasa kharab we da moz aw taso bekepayatan yo che komak khowarsra na kawo balki anoze pse ham warmatawo da yawaze da karzi pabab nadartawaim zmoz aw staso da be aentepaki samara ba tal nor weni nor me dalasa nakeze kana taso ghondi pastana bama sa lmanzalewai

  13. slamoona
    grano dustano wli da na wayou che fa afghanistan bandi da amrica aw rousea pa commanda pa lakono bomona wa toghawal shwa …da khalgo pa srono mikhona takwahal shwa…..da pashtano shazi da arabo aw pakistan da ghulamano la khwa da towli naree pa hazor da srakano par makh pa chlakho wahal kidali chaye heas ghwar aw poshtna wa na ka kho kla che da mrica dwa tamirona pa teyaro walozawal shwa no towla naree ta khodai da jang da traning midan war fida ke aw dade tar nan warazi pore da afghanano shazee da amrika aw torlingi talib la khwa zwrezhee kho monz aw taso ye pa pata khola tmasha kawo kho kala che war da ghato ghato khabroo rase no beya har yow da zana sikandar azam jore ko ka reshteya mo pa afghanano zra khozizhee rase la nan sakha dase kalami mobariza shero ke che yow sra dar sa porta na ke
    wslam staso wror ali

  14. slamoona
    grano dustano wli da na wayou che fa afghanistan bandi da amrica aw rousea pa commanda pa lakono bomona wa toghawal shwa …da khalgo pa srono mikhona takwahal shwa…..da pashtano shazi da arabo aw pakistan da ghulamano la khwa da towli naree pa hazor da srakano par makh pa chlakho wahal kidali chaye heas ghwar aw poshtna wa na ka kho kla che da mrica dwa tamirona pa teyaro walozawal shwa no towla naree ta khodai da jang da traning midan war fida ke aw dade tar nan warazi pore da afghanano shazee da amrika aw torlingi talib la khwa zwrezhee kho monz aw taso ye pa pata khola tmasha kawo kho kala che war da ghato ghato khabroo rase no beya har yow da zana sikandar azam jore ko ka reshteya mo pa afghanano zra khozizhee rase la nan sakha dase kalami mobariza shero ke che yow sar dar sa porta na ke
    wslam staso wror ali

  15. پښتونخوا ملی عوامی ګوند برتانیه څانګې د ګوند د برتانیه سکتر شیراعظم خان د ګوند د سکترد دندې نه او د ګوند د اساسي غړیتوب نه لیری کړو. او د لر او بر افغان ټولو سیاسي ، غیر سیاسی او فرهنګي ټولنو او هغه افراد او اشخاص چې شیراعظم خان د ګوند د سکتر په توګه پیژني هغوي ته خبرتیا ورکوي چې شیراعظم خان نور د ګوند هیڅ ډول مسولیت نه لري. پښتونخوا ملي عوامي ګوند د افغانستان د راروان اولسمشرﺉ په ټولټاکنو کې د اوسني اولسمشر محترم حامدکرزي کلک ملاتړ او ملګرتیا کوي.

    پښتونخوا ملي عوامي ګوند باور لري چې اولسمشر حامد کرزۍ په داسې کړکیچنو حالاتو کې واک ترلاسه کړ چې افغانستان خپل ملي حاکمیت او د خاوری تمامیت د لاسه ورکړی وو. ملي بیرغ یی په یوه سپنه تیکه بدل شوی وو. د افغانستان ټولو ادارو موجودیت نه لرلو. ملي اردو، پولیس او نورې ادارې بیخی له منځه تللې وی.ګران وطن د طالب بنیاد پرستواو د پنجاب او عرب داړه مارانو بنیادي مرکز ګرزیدلې وو. په ګران او تاریخي افغانستان کې خپل منځي جګړو د خلکو تر منځ کرکې او خوابدۍ رامنځ ته کړی وی. په داسی حال کې محترم حامد کرزی هغه ټول خلک او حزبونه سره راغونډ کړل او سره یو یی کړل.افغانستان کې یې تاریخي لويه جرګه وکړه او افغانستان ته یې په ډیرو بدو حالاتو کې اساسي قانون ورکړلو، د افغانستان ملي بیرغ یې بیا هسک کړ، په افغانستان کې یې د ادارو د نوی سره بنیادونه واچول.

    ملي اردواو پولیس یې تنظیم کړل.له دی لامله پښتونخوا ملي عوامي ګوند غواړي چې دغه ټول پرمختګونه دوام ولري ددی لپاره د محترم حامد کرزی د راتلونکو پنځو کالو لپاره د افغانستان اولسمشر پاتی کیدل ډیر مهم بولي. ددی لپاره . پښتونخوا ملي عوامي ګوند د لر او بر افغان ټولو سیاسي او فرهنګي ټولنو او پوهانواو اولس ته خواست کوي چې په راتلونکو ټولټاکنو کې محترم حامد کرزی په کلکه ملاتړ او ملګرتیا وکړي.

    پخواني سکتر شیراعظم خان د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ددغه تګلارې پر ضد عملیات کوي او د اولسمشرۍ د یو بل کاندید لپاره په کمپاین بوخت دی. اوس په برتانیه کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشرﺉ مسولیت ملګرې فلک نیاز خان یوسفزی لری.

    خپرندویه: . پښتونخوا ملي عوامي ګوند برتانیه څانګه
    تماس:
    فلک نیازخان یوسفزی سکتر ۰۰۴۴۷۹۰۳۸۷۲۵۹۷
    اشرف هوتي سنیرمعاون سکتر ۰۰۴۴۷۹۴۰۷۵۵۱۸۰
    ولی افغان معاون سکتر ۰۰۴۴۷۸۱۸۴۹۴۲۷۷
    فایق خان یوسفزی معاون سکتر ۰۰۴۴۷۹۴۹۵۴۵۴۵۲

  16. احترام وادب به انسان وانسانيت! دير شدکه از وحشت عرب اطلاع يافتيم ،.اين هم از برکت علم و تخنيک،که بشريت بايدممنون احسان آن عده اشخاص باشدکه براي ما اين موقع رامساعد ساخت تاتوانيستيم،بفهميم، که عربهاچه قدر ظالم و وحشي هستند،ما قبلأ تصور آن رانميکرديم. اين اولين جنايت فجيع و وحشيانه عربها درمقابل مردم اين سر زمين بلا کشيده ما نيست،به صدهاهزارمردوم بي دفاع اين کشور راوحشيانه شکنجه کرده اند،دوستان لطفأ سايت(www.afghan-german.deياwww.afghan-german.com
    مقاله بسيارګرامي وعاليقدر(اکادميسن» عظم سيستاني تحت عنوان
    ــــــ دوصد سال مقاومت کابل دربرابرحملات اعراب
    ــــــ بر گهای ناخوانده از تاریخ کشور:
اسلام چگونه تا کابل رسید؟
    مطالعه فرمايند.

  17. Salamona Wrono…Saleh saeb qorban de shama dere khkolay khabare de kare de…monga bayad yaw laas sho aw khpal pakhtoon milllat wo sato…da noro mashrano na hes ham na joregi da tol da dollaro spyan de..

  18. های های!!!!زمونږ ساده باده درانه اولسه! متل دی چې» ځمکه يې ټوله سوړې سوړې کړه ته يې لا مږه بولې»لرې نه ځوهغه څه ندي چې په تيروشپږواووکالوکې موونه ليدل،ونه اوريدل اويا تاسوپخپله ورسره مخ نه شوی؟دبهرنايانوله خوا په کاراچولي پوچو تبليغاتواوس هم ښکاريی. اوس خو اوبه له ورخه تيرې دي ،خويوپوخ بنديې په وړاندې خنډ دی کيني اوس به دې کرزيانوماماګانوپه اولس څه نکول…..؟ داسمه ده چې دکرزي بديل به بياپه ګرانه پيداشي،البته ديوه ښه ممثل په صفت ،نه ديوه سياست پوه په صفت ،خوپه يوه مې ډیر خواښيږي چې کله،کله خوپه خپله بې واکی داعتراف تمثيل په يوه ډيره ښه بڼه وړاندي کړي چې خپل باداران هم هېښ پېښ کړي پاتې شو مونږاوتاسو….ډير هوښيارجمهورريس خدای ج راکړی دی چې …………بس دافغانستان پوزه يې کيښوه. قربان!! ګرم نه يو دا زمونږڅخه يو پل ورمخکې غوړماليان له خپله ځانه مونږ دمخکې خخه پوه بللې ول،نومونږ هم اوويو چې له دې ماما ګانوخخه خو مونږ هم نه يو پوه.خونه داسې نه ده په چا ډيره خوش باوري هم تيروتنه ده. دډيرفريبکاردوښمن سره مخ ياستو بايدهوښياراوبيداراووسو. په ټوله افغاني مينه پاڅون » غورځنګ»