کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د استاد اولمير ۲۷ تلين نمانځلو په اړه وړانديز او يادښت

د استاد اولمير ۲۷ تلين نمانځلو په اړه وړانديز او يادښت

نوګیله مې ځکه وکړه وه زمایاره شېرینه
 یمه ستا دغاړې هار


په در کې دې کړېږم یمه ستا په انتظار
نوګیله مې ځکه وکړه


یو څه ګیله من یم اوګیله هم له دوستانو څخه کیږي له بده مرغه چې زه له څه مودې څخه را پدې خوایوڅه ناروغ یم خوبیا هم دزړه په زوردانترنیت له لارې ځیني ورځني تاوده مالومات ترلاسه کوم خویوڅه ته چې زه په دادوو اونیوکې ډېر سترګې په لار وم چې باید شوي وای خوتر نن ورځې په دادومره افغــانانوکې نه کومې کولتــوري ټولنې او نه کوم ځوان خپل ځان ته لږ زحمت ورکړ .


استاد اولمير



دادی نن دغويي دمیاشتې ۱۲نېټه شوه بیاهم چاځان نه دی ښورولی نه دانترنیت په پاڼوکې چا څه تیاری نیولی او نه خوکوم چا لږ څه زړه پرې سوځولی چې کم له کمه خو یې هسې په دوو کرښو کې یاد کړی وای په هر صورت ډېر به مو په انتظارکې نه پرېږدم را به شم اصل مطلب ته هغه دغويي دمیاشتې یوه دردونکې پېښه وه چې په کال ۱۳۶۱تم کې کله چې زه دافغان پولیسویوزلمی افسر وم وشوه دهغې پېښې سبانه بل سبا ۲۷ کاله پوره کیږي په دا تېرو ۲۶ کلونو کې دهغې دردونکې پېښې په اړوند ماد هېواد په دننه او له هېواد څخه بهر خپل وس کړی دی په تېره بیا زه په دې وتوانېدم چې په دا تېرو دریو کلونو کې دا ورځ دنړۍ په کچه له استرالیا څخه رانیولې بیا تر امریکا ، اروپا، اسیا، او آن افریقا پورې دملګرو په مرسته ولمانځم ترڅوخپل وجداني مسؤلیت دیو داسې چا په وړاندې رفع کړم کوم چاچې دیوې خوږې او بډاې خو مظلومې او ترستم لاندې ژبې ډېرخدمت کړی و.
سږ کال ما دافکر کاوه چې راځه ته لږ دادخپلې روغتیا غم وخوره ګوندې زموږ دانور زلمیان به دهغه ملنګ یاد وکړي خو بیا هم له بده مرغه چې تر نن ورځې مې په دا دومرو بې شمېروافغانانو کې یوهم ونه لید چې لږ ځان ته زحمت ورکړي خو بیاهم لګیا دي ارام نه کښېني نن دیو ګوډاګي لپاره تبلیغ کوي او سبا دبل خو په دې لا نه دي خبر چې دا نانځکې دافغان ټبر او تاریخ دتباهي لپاره دهغې اوږدې او تورې ستراتیژي اومه مواد دي کومه چې هسې په اصطلاح د(تروریزم او القاعده) په ضد روانه ده .






بیاهم وبخښئ چې خبره راځخه اوږده اوسیاسي شوه رابه شو خپلې خبرې ته هغه دپښتوژبې لوی خدمتګار، د لر اوبر پیوند او دپښتو موسیقي ځلانده ستوری خــدای بخښلی استاد اولمیر تاسو ته در یادوم چې سبا نه بل سبا دغويي دمیاشتې په ۱۴ نېټه یې ۲۷تم تلین را روان دی، نو ګیله مې ځکه وکړه وه زما . . . چې تنها دایو ما د استاد سندرې اورولې او خوښولې؟
بل چا ته یې هیڅ خوند نه ورکاوه؟
یا که په لږ ه ترخه ژبه ووایم چې بل چا غوږونه نه لرل؟

فکر کوم چې داځل مې ښه په قهر کړلﺉ البته زه بخښنه غواړم خو ګیله چې له تاسو ونه کړم له چا یې وکړم؟
له یوې خوا دتورو شپو استازو داسې اسمان راټیټ کړی دی چې نه سندرغاړی پرېږدي ، نه ممثیلین پرېږدي او نه دنوروفنونو لرونکي اوله بلې خوازموږ دامنور په تېره بیاپه بهر کې نازولي چې کافي وخت او وس هم لري خو بیا هم نه دخپلومړوپالنه کوي اونه دژوندیوخوځانونه له هرچاڅخه لوړ اوباتور ګڼي ، په ودونواونورو محفلونو کې چې دکوم بل توکم یو عادي سندرغاړی ددوی د راګرمولو لپاره داستاد اولمیر کومه ترانه په ګوډ او ناسم ګرامر هم ووايي نو زموږ ښاغلي ورته زانګي پیسې پرې اچوي او دالا هم وايي چې زما دزوی یا ورور واده ته به خامخا همدا سندرغاړی راغواړم .
همداسې هم وکړي په خپل زحمت اوخولو ګټلې پیسې داسې چاته ورکړي چې نه تنها دپښتو ژبې خدمت نه شي کولای بلکې لا یې ورانوي نو ګیله مې ځکه وکړه وزما . . . چې ولې موږ ددې وس نه لرو چې هم خپل سندرغاړي وروزو، ویې نازوو او دا خپلې په سختي ګټلې پیسې هغه چا ته ورکړو چې که داستاد اولمیر ځای ته نه شي رسېدی کم له کمه هغه لار خو به یې تعقیب کړي .
عزیزانــــــــــو!
که رښتیاووایم همدانن دیو څوګانټو لپاره له روغتون څخه راغلم تر څو وګورم چې شاه زلمیانو څه کړي دي خو له بده مرغه چې دانترنیت په پاڼوکې مې هیڅ هم تر سترګو رانه غلل نو مې فورأ په همدې لیکنه پیل وکړ چې بیا هم چرت راته پیدا شو چې راځه یوه تیلیفوني اړیکه په کابل کې له استاد ګلزمان سره ونیسم چې هغوی څه کړي دي او که نه؟
استاد تیلیفون پورته کړ وروسته له روغبړ څخه مې ورڅخه وپوښتل چې تاسو داستاد اولمیر په اړوند تیاری نیولی ؟
وېل په جوزا کې به یې خامخا غم خورو ما ورته ووېل چې سبا نه بل سبا یې له ۲۷ تم تلین سره برابره ده نوفکر یې وکړ وېل هو ولله داخو ښه کار ونه شوموږ خو هیڅ تیاری نه دی نیولی همدا اوس اوس موږ په یومحفل کې یو د کولتور وزیر هم راځي زه به خامخا ورته ووایم چې موږ ته لاس راکړي چې داستاد ۲۷ تم تلین ولمانځو ما وېل سمه ده بری درته غواړم بیا به نور رادیويي پروګرامونه تر خپله وسه پرې رنګین کړو وېل ښه .
له هغه څخه وروسته مې دلویې پکتیا له ښکلو فرهنګیانو سره تیلیفوني اړیکه ونیوه هغوی ډېرخوښ کړم وېل موږ تیار یو د دوشنبې په ورځ به په یوښکلي پروګرام سره داستاد ۲۷ تم تلین ولمانځو.
له هغه څخه وروسته مې ماسټر علي حیدر، رېزوان اوشازوان منور ته تیلیفون وکړ خو یو د شـــازوان تیلیفون کار وکړ هغه هم زما په تیلیفون ډېر خوښ او وعده یې راکړه چې داستاد یاد به خامخا وکړي .
ورپسې مې دازادی او بي بي سي له رادیوګانو سره تیلیفوني اړیکه ونیوه چې دتل په شان یې زما وړاندیز ومانه کور یې آباد هغوی به تر خپله وسه د استاد اولمیر۲۷ تم تلین ولمانځي .
داریانا تلویزیون دڅېرو او خاطرو پروګرام چلوونکي ښاغلي زرغون شاه شینواري لا دمخه راسره وعده کړې وه چې داستاد ۲۷ تم تلین به ولمانځي .
اوس به دخپل ځان او بایرن مېشتو افغــــانانو دکولتوري ټولنې په استازیتوب دومره تاســـو قدرمنو خوینـدو او وروڼو ته ووایم چې موږ دمونشن دښارپه څنډه کې دیوه هنري ماښامي په ترځ کې د خپل ګـــران اوډېر قدرمن استاداولمیر ۲۷تم تلین له خیره سره لمانځوبایدزیاته کړم چې په نوموړي پروګرام کې ځوان سندرغاړی ښاغلی فریدون سرشق هم مېلمه و خو له بده مرغه چې تېره ورځ یې ماما خدای بخښلي ځلاند له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې نو له همدې سببه هغه نه شي راتلای .
یادونــــــــــــــــــــــــه : که لږ څه تند تللی یم یو ځل بیا له خپلو مشرانو، کشرانو، خویندو اووروڼوڅخه بخښنه غواړم همداراز له هغو خوږو لیکوالو ملګرو څخه دزړه په مینه مننه کوم کومو چې دخپل ولـس درد هره ورځ په رنګینو کلماتوکې تمثیل کړی دی البته لیکنه مې لږ په بیړه وکړه ځکه چې بایدروغتون ته ځان ورسوم که کومه سهوه وي پکې بیا هم ما وبخښﺉ .
 بس نوګیله مې ځکه وکړه وه زمایاره شېرینه . . . 
                                                               

دپښتوموسيقي دپياوړي استاد خداى بخښلي استاد اولمير ژوندليك 


زوكړه :
استاداولميرپه۱۳۱۲لمريزكال دپېښورپه يوه متوسطه كورنۍ كې وزېږېد پلاريې سيداخان نومېده.
زده كړه :
لمړنۍ زده كړې یې ترڅلورم ټولګي نورې زده كړې یې ترلسم ټولګي پورې دپېښورپه(فريتر)نومى ښوونځي كې كړې دي .
هنري ژوند يې :
هغه ماشوم و چه موريې مړه شوه بیا دميرې لاس ته كښېناست د ګردون له ناخوالوسره لا له هغه وخته لاس اوګرېوان و بيا به يې دژوند ترخي شېبې دهندي سـندرو په زمزمه كولوتېرولې .
په لس كلنۍ كي يې دموسيقي مينه دبدن په رګ رګ كي وځغلېده ځكه خو استادي ته پكې ورسـېد.
په موسيقي كې يې لمړنى ښوونكى استاد جعفرنومېده .
كله چه دموسيقي نازنين ټال ته ورپورته شو په دي وخت كې يې پلار ومړدژوند څپې يې طوفاني شـوې بيا له خپل تره سره اوسېده څه وخت وروسته ئي تره خپله لور هم ورته كوزده كړه .
تره يې دموسيقي مخالف نه و ځكه خو يې بيا له سبزعلي سره شاګرد كړخودا يې ورته وېلي وچې په راديو كې به سندرې نه بولې .
سبزعلي ډيرښه وروزه دسندرو مينه وال يې ډېر زيات شول په لاهور كې يې يو ډيـر ښه كنسرت وركړاودومره غښتلى شو چې استاديې ورڅخه وغوښتل چې ورسره جــوړه سـندره وبولي هغه ورسره غبرګه سندره وكړه اونېغ په نېغه دپيښــورله راديوڅخه خلګوداسندره واورېده دهغې سـندرې مطلع وه (زړګى مې شو ټوتې ټوتې) تره يې خبرشوبيا یې له كوره څخه وشاړه له خپل استادڅخه هم خفه شوخو بيا يې هم له موسيقي څخه لاس وانه اخيست ولاړله ګلستان سره شاګرداو لانور هم پسي پياوړى شو.
په۱۳۲۹كال كې د۱۷كلو په عمردكوزې پښتونخواله ملـكانو سره زموږداستقلال دجــشن دلمانځلولپاره كابل ته راغى كنسرت يې وركړاوبيا د قبائيلو رياست ته وروپېژندل شو.
په كابل كې يې له ملنګ جان سره پېژندګلوي وشوه په هغه وخت كې ملنــګ جان په افغــانســتان راډيو كي كار كاوه دى يې هم افغانستان راډيو ته وروپېژاند هلته يې په سندرو پيل وكړاو دعمر تر پايه په كابل كې پاته شو.
له ملنګ جان سره يې ملګرتيا لاپخه شوه بيا دوى دواړو ته پښــــتو دوښمنو عناصرو په راډيــــو كي يولړ ستونځې پيدا كړې اوله راډيو څخه يې وشړل .
خوبیايوڅه وخت وروسته داستاد نبـي ګل په مرسته یوازې استاداولمير راډيوته ور پرېښودل شوهلته یې له ۲۵۰ څخه زياتې سندرې ثبت شوې دي .
استاد اولمیر لا استادي ته نه و رسېدلى چې خلګو به په ډيره مينه ورته استادوېلې بیا په۱۳۵۰لمريز كال كې د راډيو افغانستان د رياسـت په غوښتنه، داطلاعات اوكلتوروزارت دمسلكي مجلس په تصويب دپښتوموسيقي داستاد لقب وركړشو .
هغه ډېرخاكساره سړى او په غږ كې يې ځانګړى اثر پروت و.
له بده مرغه زموږګران استاداولمير په ۱۳۵۹كال كې ديوې ترافيكي پېښې له وجې ټپي شو چې د۱۳۶۱كال دغويي د مياشتې په ۱۴ نېټه له موږ څخه وكوچېد اود شاه شهيد په حـديره كي خــاورو ته وسپارل شو.