کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د دولت د بې کفايتۍ له امله خپل وجدان ته خجالت يم

د دولت د بې کفايتۍ له امله خپل وجدان ته خجالت يم

زمونږ د رياست پورې اړوند ټولې دندې خصوصي سکتور ته سپارل شوي او مونږ هسې يوه پښه په بله اړولې، ناست يو.
فضل هادي فضليار – نړۍ اونيزه / ننګرهار


د ننګرهار د ارزاقو رياست کارکوونکي هغه پيسې د ځان لپاره حرامې ګڼي چې دولت يې د مياشتينۍ تنخواه يا معاش په نامه ورکوي.


د نوموړي رياست ريئس سيد عبدالرزاق پاچا له ننګرهاره خپرېدونکې نړۍ اونيزې سره په يوې ځانګړې مرکه کې وويل : (( دا  اوه کاله کيږي چې زمونږ مامورين ځي راځي خو کوم کار يې معلوم نه دى.))


هغه زياته کړه : (( دا داسې مانا لري لکه يو څوک چې د تعمير جوړولو لپاره خټګران راولي خو خټګر تر مازيګره چټي ناست وي، چې ماښام شي خپلې پيسې واخلي او کور ته لاړ شي.))


د رزاق پاچا په وينا هغه نور ددې حالت له امله خپل وجدان ته خجالته دى خو نه پوهېږي چې لوړ پوړي چارواکي يې ولې د سالم منجمنټ او ادارې د نشتوالي له امله په کيسه کې نه دي.


د هغه په وينا د تجارت وزارت ، د ولسي جرګې غړو ، ننګرهار ولايتي ادارې او بېلابېلو اړوندو اشخاصو او ادارو ته يې شکايتونه کړي خو هيچا پرې غوږ نه دى ګرولى.


هغه وايي : (( مونږ ١٢٥ تنه کارکوونکي درلودل چې اوس يواځې ٣٥ تنه راپاتې دي نور ټول څوک منفک او څوک تنقيص شول. اوس له دولت څخه غواړو چې له دغو ٣٥ تنو چټي تلونکو راتلونکو مامورينو څخه دې کار واخلي.))


د سيدعبدالرزاق پاچا په وينا دده د رياست پورې اړوند ټولې دندې خصوصي سکتور ته سپارل شوي او دوى هسې يوه پښه په بله اړولې، ناست دي.


هغه دغه راز وويل : (( مونږ د خصوصي سکتور مخالف نه يو، مونږ خپل حقوق غواړو او دا وايو چې څومره توجه خصوصي سکتور ته کيږي، د هغې نيمايي دې دولتي سکتور ته وشي.))


سيد رزاق پاچا له نړۍ سره په مرکه کې له خپلو چارواکو وغوښتل : (( مونږ د تجارت وزير نه هيله لرو چې خپلې ادارې فعالې کړي، که فعالول يې نه غواړي يا امکانات نه لري يا يې نظام ورسره نه مني نو په نورو اداراتو کې دې مدغم کړي او که دا کار هم نه کوي نو زمونږ د مامورينو د تنقيصولو پر ځاى ښه خبره داده چې ټولو ته تقاعد ورکړي.))


هغه د نړۍ دې پوښتنې ته چې که ولايت او وزارت يې د غوښتنو په وړاندې همداسې بې تفاوته پاتې شي، نو څه به کوي ؟  په ځواب کې وويل : (( يره که ونه شوه زه نور په دې اداره کې کار نه کوم، غواړم درې مياشتې وروسته استعفا وکړم.))


د هغه په وينا په خپل تېر وخت سخت پښېمانه او وجدان ته خجالته دى. هغه له ساړه اسوېلي سره يو ځاى وويل : (( د يو مسلمان افغان په صفت ځان خپل ولس ته پړ بولم او مجبور يم چې نور کوم شخصي کاروبار پيل کړم.))


د يادونې وړ ده چې د ننګرهار د ارزاقو ريئس سيد عبدالرزاق پاچا بشپړه مرکه د نړۍ په راتلونکې ګڼه کې لوستى شئ.