کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / راشه كه تودېږي !

راشه كه تودېږي !


 ائ ويري! ته څومره ويرونكي يي اه … كاشكي چي ستا له ويري دخپل ځان بر…
هو! رښتيا هم څوك له دي ويري چي كه لږنوروږئ پاتي شي وبه مري اوځني نور يي بيا له دي ويري كه نوره وخوري وبه مري خو دوئ دواړه بيچا رګان د ويري له امله مري ته نه گوري چي ! د يوه مزي (يوي كرښي) دواړو غاړو كي همدا د وه ډوله ويري خوري دي دلري غاړي خلك له دي ويري چي كه براباد شي نو زمونږسيندونه , رودونه , اوچيني چي نژدي ټول له بري غاړي څخه سرچينه اخلي , بربه يي مهار كاندي ځمكي به مو شاړي اود تياروميلمانه به شو بيا به مونږ له ليري ليري دخپلو تيارو څخه دهغوي درڼاگانو ننداري كووخو بر بيا له دي ويري چي وږۍ پا ته نه شي اوسريي په امن كي وي ويره يي لا پسي زياتيږي 

لر  له دي ويري كه بر مټور او غښتلي شي نوتراټك اوجهلم پوري دخپل پلار نيكه زوړجايداد به وريادشي اود خپلولو هڅي به يي وكړي د همدي ويري له امله اوپه همدي گناه دبرنيو خواركيوپروړاندي هرډول دسيسي اوپلانونه كاروي ترڅوبر له پښو وغورزوي اوددي جوگه نه شي چي د خپل حق پوښتنه وكړي خو بــر بيا هم له دي ويري چي گوندي بيا د چا لپاره اويا د چا لخوا د قربانئ گډوري نه شي ايله ايله د خپل هنډ هنډ تن دراټولولو په لټه كي دئ او…خولر له يوي بلي ويري چي كه خداي مكړه بـر پرخپلو پښو ودريږي نو پر سينه به يي دنړۍ دوريښمو لار تيره شي چي بيا به د گټې وټې ځاي اودسروزرو مرغئ شي اوزما له سمندر نه به دهغوي وچه غوره وي او يا هم له دي ويري چي بــره غاړه چي د لــرو د ټولو محصولاتو او صادراتو يو ښه مصرفونكئ دي كيدئ شي په يوه ښه توليد ونكي او صادرونكي بدل شي نو دغسي يي د بـر د پښو د وهلو چاره ښه په هنر روانه كړيده خو سره له دي ټولو چلوټو اودام ايښود نو اوس لر لگيا دي ورو ورو او په قلاره قلاره په هماغو خپلو ايښودل شويو دامونوكي پخپله گيريږي .

رحمان بابا څه ښه ويلي دي : كوهي مه كنه دبل سړي په لار كي – چيري ستا به دكوهي په غاړه لار سي

څنگه چي لـر له رنگه تور وو دغسي يي چلونه , فريبونه او نيرنگونه تور وو كه لــرو لږهم د بـرو حقوقوته پام او درناوي كړي و او دايي گڼلي وه چي رواني اوبه نه مهاريږي او د ښه گاونډيتوب اواسلامي ورورولي له مخي يي قضيه ديوه رغنده تفاهم له لاري حل كړي وه نو دا خو لكه لمر جوته ده چٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍي برسراو مال دواړه په دوستي كي وركولي شي خو نه په زور , جبراو چل, گمان كوم چي بر به لر ته دكاروان صيب دشعر غوندي ويلي و چي :  دغه مي چاړه او دا مي پړئ دي – تا ته مي توي وړي واك دركړي دي دغسي كه لر داسي گڼلي وه چي د اټك او جلم پوري جايداد خو له يوه ځايه بل ځاي ته نه وړل كيږي بلكه له هماغو خلكو سره پا تيږي د مكر چل اوفريب په ځاي ديوي سالمي تصميم نيوني څخه كاراخيستي وواو د خپل وجدان په محكمه كي يي سر ټيټ كړي و او دوريښمودلاري په اړه يي ځني پوښتلي وي نووجدان به خامخا ورته دا مشوره وركړي وه چي دوريښمو دلاري دبيا رغيدو په ترځ كي تر هر چا لومړئ دوي گټمند دي دغي پرلپسي ويري چي ډيري تاوجني اوورانونكي پايلي يي لرلي هيڅ وخت يي سمه اوپر ځاي درملنه ونشوه ويره اوس هم  پرمخ روانه ده او داسي ايسي چي دويري دي خړسيلاب اوس ددواړو غاړو د په مخه كولو اخري هلي ځلي كوي زما په اند اوس هم لا وخت نه دي تير خو كه ددي ويري په كلكه مخنيوي ونه  شي نوبيا راشه كه توديږي .
١٣٨٨⁄٢⁄٩