کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د ښوونځيو بېرته پرانستل په نېك ښادګوڼ ګڼو

د ښوونځيو بېرته پرانستل په نېك ښادګوڼ ګڼو

په هېواد كښی د وروستيو ناامنيو له امله د نجونو او هلكانو په مخ ډېرى ښوونځي وتړل شول، چې په پايله كې يې په لويه كچه نجونې او هلكان د زده كړې له نعمت څخه بې برخې شول، د اسلام وروستي پيغمبر حضرت محمد (ص) د علم د زده كړې په اړه ويلي: ((د علم زده كړه په نر او ښځې فرض ده) او همدارنګه په بل ځاى كې فرمايي: ((له زانګو څخه تر ګوره د علم زده كړه وكړئ)) د علم په اړه ډېر قرآني ايتونه او د محمد (ص) ويناوې راغلې دي نو په كار دي چې د زده كوونكو د ښې روزنې او ماشومانو ته د زده كړو د آسانتياوو په برخه كې د پام وړ هڅې وشي. او دا چې د ښوونځي د بېرته پرانيستو لپاره كار روان دى، د ډېرې خوښۍ خبره ده.
د ښوونځيو د پرانيستلو له لړ كې د هرات ولايت د شينډنډ ولسوالۍ څلور هغه ښوونځي چې د دولت د مخالفينو له خوا الوزول شوي و، بېرته جوړ او د زده كوونكو په مخ پرانستل شول. د هرات د پوهني رييس په دې اړه ويلي، چې له ماشومانو څخه د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق يونيسف په ۴۵ زره امريكايي ډالره مرسته يې نوموړي ښوونځي بېرته رغولي. د شينډنډ په نوموړو ښوونځيو كې د ۶۰۰۰ نجونو او هلكانو په شاوخوا كې زده كوونكي زده كړه كوي.
په هېواد د دولت پر مخالفينو سربېره د بهرنيو ځواكونو لخوا د ملكي كسانو وژنو، بمباريو او د القاعدې او طالب په نومونو د بېلابېلو كسانو د نيولو او بېولو له امله هم د پوهنې بهير ته ډېر زيان اوښتى. د تېر كال د كب د مياشتې په ۳۰ مه د ننګرهار د بټي كوټ په ولسوالۍ كې د بهرنيو سرتېرو د عملياتو په ترڅ كې د دوو كسانو د وژلو او څلورو كسانو د بېولو له امله په نوموړې ولسوالۍ كې قومي مشرانو پرېكړه كړې وه چې نور به له دولت سره خپلې اړيكې پرې كوي او نور به خپل ماشومان ښوونځيو ته نه پرېږدي. چې د دې پرېكړې له امله د نوموړې ولسوالۍ ۲۴ ښوونځي د زده كوونكو پر مخ وتړل شول. خو د روان كال د وري په لسمه له لس ورځې ځنډ وروسته نوموړي ښوونځي د نوموړې ولسوالۍ قومي شورا د علماو په منځګړيتوب د يوې قومي پرېكړې په ترڅ كې پرانيستل شول او زده كوونكو ته اجازه وركړل شوه چې ښوونځيو ته لاړ شي. د دې ستونزې د اواري لپاره له كابل څخه يو ډله ننګرهارته تللې وه، چې د خلكو رضايت يې ترلاسه كړى و. د بټي كوټ ولسوالۍ له مشرانو سره يې ژمنه كړې، چې بنديان به يې خوشې كېږي او مجرمانو ته به سزا وركول كېږي.
په همدې ډول د غزني ولايت په ناامنه اندړو ولسوالۍ کې يو شمېر تړل شوي ښونځي بيرته پرانيستل شوي دي. په دغو ښوونځيو کې د سردار قلعه ښونځى، د ميرې د ميرشعاب الدين غوري لېسه او د نظرخان قلعه ښوونځي شامل دي. د سيمې اوسيدونکي په دې خوښ دي، چې دغه ښوونځي بېرته د زده کونکو پر مخ خلاص کړاى شوي دي، خو نوموړي ښوونځي د اړتيا وړ کتابونه او ښوونكي نه لري. نوموړي ښوونځي له تېرو دوو کلونو را پدې خوا تړل شوي وو. د غزني ولايت د پوهنې چارواکي وايي، چې دوى به د قومي مشرانو او سپين ږيرو په مټ د نورو ښوونځيو د خلاصولو لپاره هم کار وکړي. په سيمه کې د طالبانو سيمه ييزو قوماندانانو هم د ښوونځيو د بېرته پرانيستلو امر کړى او له خپلو پلويانو يې غوښتنه کړې چې له ښوونځو او ښوونکو سره کار ونه لري. په نوموړې ولسوالۍ كې د نجونو لپاره هم يو ښوونځۍ جوړ شوى خو هلته يوه نجلۍ هم ښوونځي ته نه ځي.
د هلمند په ولايت كې د ۲۸۱ ښوونځيو له ډلې څخه ۲۱۰ ښوونځي تړل شوي او يوازې ۶۹ ښوونځي يې د زده كوونكو پرمخ پرانيستي دي.
د هلمندد پوهنې د رياست چارواكي وايي چې دا مهال د هلمند په بېلابېلوسيمو كې ۶۱۰۰۰ زده كوونكي په زده كړه بوخت دي چې۱۴۵۰۰تنه يې نجونې دي.
ياد شوي ښوونځي په تېرو دوو كلونو كې د ناامنيو له امله د زده كوونكو پرمخ تړل شوي دي چې د ځايي چارواكو په ويناد سيمې د مخورو او قومي مشرانو په مرسته دا مهال د ناوې په ولسوالى كې د لسو په شاوخوا كې ښوونځي پرانيستل شوي او دا لړى به د دې ولايت نورو سيمو ته هم وغزوي. د دې لسو ښوونځيو د پرانيستلو له امله د ۴۰۰۰ زرو په شاوخوا كې افغان زده كوونكو پرمخ يو ځل بيا د پوهنې د نعمت دروازې پرانيستل شوې. د هلمند چارواكي د قومي مشرانو، سپين ږيرو او علماوو په مرسته هڅه كوي چې د دې ولايت نور تړل شوي ښوونځي هم پرانيزي. د ناوې ولسوالۍ د سيمې اوسېدونكو د ښوونځيو په بېرته پرانيستلو خوښي ښودلې او زياته كړې يې ده چې، دا ځل به هېچاته اجازه ورنكړي چې د دوى د اولادونو پرمخ ښوونځي وتړي.
دوى وايي چې نور نه غواړي چې اولادونه يې د زده كړې له نعمت څخه بې برخې پاتې شي، هغه د هلمندپه نورو اوسېدونكو هم غږ كړى چې پخپلو سيمو كې د ښوونځيو په كلكه ساتنه وكړي او خپلو اولادونو ته د زده كړې زمينه برابره كړي.
په ناامنه ولايت كې كندهار كې هم د وروستيو جګړو، ګواښونو او ناامنيو له امله د ماشومانو په مخ ډېرى ښوونځي تړل شوي چې د تړلو ښوونځيو له ډلې څخه په دې وروستيو كې د شاولي كوټ او معروف ولسوالۍ اړوند شپږ ښوونځي چې څه له پاسه ۲۰۰۰ زده كوونكي په كې زده كړې كوي د ماشومانو په مخ پرانيستل شول. په هېواد كې د ښوونځيو د بېرته پرانيستل كېدو ته خلك د يوه نېك ښادګوڼ په توګه ګوري، او له دې وروسته هيله من دي چې نور يې د ماشومانو په مخ د ښوونځي دروازې ونه تړل شي، ځكه كله چې د يوه ښوونځي دروازه پرانستل كېږي، ورسره يو ځاى د يوه زندان دروازه تړل كېږي. نو كه په هېواد كې امنيت وي، سوله وي هېڅ پلار به ونه غواړي چې اولاد يې بې تعليمه پاتې شي.