کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د پاکستاني نظاميانو او ISI خاينانه لوبه

د پاکستاني نظاميانو او ISI خاينانه لوبه

د پاکستان نظاميانو اود(ای اس ای) جهنمي استخباراتي سازمان په افغانستان کې له ډير پخوا څخه دوه مخه سياست او خاينانه لوبه پيل کړې ده د جنرال اختر عبدالرحمن دې خبرې چې کابل بايد ورو ورو د اور په لمبو کې وسوځيږي يوازې په کابل نه بلکې په ټول افغانستان کې عملي بڼه خپله کړه او په کنډوالو واړول شوه ، دوينې ويالې يې په کې وبهولې ،له زړو اوسپنو څخه رانيولې د پستې د اونو تر ريښو پورې يې پنجاب ته وليږدولې او دخپلو شومو پلانونو د پلي کولو په خاطر يې کوڅه ډوبي هيواد پلورونکي د خپلې ډرامې د اصلي لوبغاړي (ملاعمر ) شاو خواته په راټولو سره د طالبانو تحريک رامنځته کړ او بيايې د اسامه بن لادن ، الظواهري ، يولداشوف او نورو پرديو په ګډون دې لوبې ته نړيواله بڼه ورکړه او په افغانستان کې يې د بې ګناه خلکو د قتل عام څخه وروسته د ترهګرۍ د پديدې ګواښ يې د نړيوالې سوداګرۍ مرکز ته وغزوه ، د طالبانيزم له سقوط څخه وروسته (ای اس ای) د تروريزم د روزلو اوبيا سمبالولو په خاطرپه وزيرستان ، بلوچستان او کويټې په پشتون اباد کې روزنيز سنټرونه پرانستل او له روزنې او سمبالښت څخه يې وروسته دځانمرګو بريدونو، بمي چاودنو ، تروريستي کړنو او عام ګټو ځايونو ورانولو په خاطر افغانستان او هند ته استول او له بلې خوايې ځان د تروريزم په وړاندې په جګړه کې د نړيوالې ټولنې سره مرستندويه هيواد باله خو کومې مرستې چې به يې په دې نامه ترلاسه کولې هغه به يې د تروريزم د ريښو مضبوطولو له پاره لګولې او خبره يې تر دې ځايه ورسيده چې د سوات په ورکوټي وادي کې له طالبانو سره د سولې په کولو سره دغه ډوله د يو قوي ځواک په توګه را څرګند کړ اودا په داسې حال کې چې پاکستان (6) لکه او (19) زره فعال او (5) لکه (28) زره تنه احتياطي ځمکني ، (22) زره تنه بحري فوځيان ، پرمختللی هوايي ځواک او ذروي وسلو په درلودلو سره په سوات کې د ډيرو لږو طالبانو په وړاندې د سجدې سرونه ټيټ کړل ، د هغوی ټولو شرطونو ته غاړه کيښوده او خپله شرمونکي ماتې يې ومنله او طالبانو وکولای شو چې په ډيرې اسانۍ سره د اسلام اباد په (100) کيلومترۍ کې د بونير او شانګله پار ښارونه تر خپلې ولکې لاندې راولي .


کله چې ځينو پيژندل شوو څيرو له مدارکو او شواهدو سره د مطبوعاتو له لارې د پاکستان له توروکارنامو څخه پرده پورته کړه نو نړيوالو هم داخبره ومنله چې پاکستان له تروريزم سره په جګړه کې خپلو ژمنو ته وفادار نه دی ، د امريکا د اردو لوی درستيزوال امير البحر مايکل مولن داخبره په ډاګه کړه چې مونږ د افغانستان او هند په پولو کې له طالبانو سره د (ای اس ای) د نظامي مرستو په اړه اسناد او شواهد تر لاسه کړي همدارنګه د امريکايي قواو عمومي قوماندان ديويد پتريوس داخبره وکړه چې دوی ته د يوې قضې په ترڅ کې د القاعدې او ای اس ای ترمنځ اړيکي جوته شوي له بلې خوا د نيويارک تايمز په حواله د ای اس ای جنرالان پرله پسې د طالبانوله قوماندانانوسره ليدنې کتنې کوي نو کله چې د پاکستان پوځي چارواکي په دې وپوهيدل چې ددوی د پردې تر شا پټې معاملې نړيوالوته برسيره شوي او هغه اور چې دوی په افغانستان کې بل کړی ؤ داسلام اباد لمن ته ورسيده او ترټولو مهمه داچې ددوی لونګۍ لرونکي پوځيانو (طالبان) ددوی د اوامرو له اطاعت څخه سرغړونه وکړه نو اصف زرداري د دريو ملکونو (افغانستان ، پاکستان او امريکا) داولسمشرانو ګډې غونډې ته د ګډون په موخه امريکا ته لاړ ترڅو خپل د سوال کچکول يو ځل بيا د نړيوالو او امريکا په خيراتونو ډک کړي او د پاکستان ددوه مخه سياست په هکله دنړيوالو اوسني دريځ ته بدلون ورکړي نو پر سوات يې پوځي عمليات پيل کړل او د طالبانو د بشپړ لمنځه وړلو فرمان يې صادر کړ.


پوښتنه داده چې دوی داکارامريکا ته له تګ څخه مخکې ولې نه کاوه؟


نو که چيرې پرسوات دپوځي عملياتو او امريکا ته د اصف زرداري پر تګ ځيرنه وشي نو دادواړه پيښې يو له بل سره ژور تړاو لري او هر سالم دماغ ته داخبره راتلی شي چې دای اس ای استخباراتي سازمان غواړې له اوسني وضعې څخه په ګټه اخيستلو له امريکا څخه د ترهګرانو د ځپلو په پلمه بې پيلوټه الوتکې ، يوولس ميليارده ډالر ( اته ميليارده دتوکيو له کنفرانس او درې ميليارده له امريکاڅخه) ، پرمختللي رادار او وسلې ترلاسه کړي او له بلې خوا دخپل پلان دويمه برخه چې يوځل بيا جګړه افغانستان ته وړل دي ، په اسانۍ سره پلي کړي او د سوات او وزيرستان طالبان د افغانستان سرحدي ولايتونو ته واستوي او يوځل بيا د بې ګناه افغانانو د وژلو لړۍ په بله بڼه پيل کړي.


په درنښت