د کابل ارګ د وريجو او غوښو خيرات د کندهار ارګ ته… (ځوابيه ليک)

د لراوبر اداره | مې 19th, 2009


يادونه :لراوبر ته نن ۲۴ می ۲۰۰۹ دپياوړي شاعر او څېړونکي ښاغلي عبدالقديم پتيال لخوا رالېږله سوې جوابي ليکنه په همدې مخ کي خپره سوه چي د پتيال جوابي ليکني ته راغلئ جوابي ليک هم ورسره مل دئ . 


د کابل ارګ د وريجو او غوښو خيرات د کندهار ارګ ته راورسېد!
۱۹ می ۲۰۰۹  ( احمدظاهر دردمن )


بېخې ورک غوندې يم، حيران يم له کومه يې راپيل کړم… د يوې ليکنې پيل خو هم په سړي-هغه د چا خبره- د آسمان ستوري شمېري. دا کار په تېره اوسمهال نور هم ستونزمن شوى، ځکه نور شل کلنه غمېزه، راروان بحران، اوږدې ناخوالې، شل کلن بل اور او… اصطلاحات خنداوړ ګرځېدلي او د داسې ليکوال خاصه باله شي چې په کليشه پالنه کې تر غوږونو غرق وي. مګر زه سره له دې چې د ليکوال په سترګه هم ځانته نه ګورم، يو وضاحت ضروري ګڼم هغه دا چې پورتنۍ يادونه مې ضمني اړخ لري او زما حيراني له دې امله نه ده چې ګنې خپله ليکنه د بڼې او فورم په معنا نه شم شروع کولاى، بلکې کومه موضوع چې رانغاړل غواړم، دومره غمجنوونکې او خواشينوونکې ده چې لار او ګودر يې راڅخه ورک کړي، هومره يې سينه له درده راډکه کړې چې زړه مې غواړي په چيغو-چيغو وژاړم او لکه څنګه چې تاسې ښاغلي / آغلې لوستونکي هم پوهېږئ په دغسې يوه حالت کې نظرڅرګندونه ډېره سخته وي او انسان په مټي خپل د زړه اور کابو کړاى شي.


زه له هر څومره اروايي فشار او ذهني ګډوډۍ سره-سره پر خپلو اوږو هغه پراته ايماني او وجداني پېټې مجبور کړم چې په تېره نن سبا يې بايد هر قلموال احساس کړي او تر عهدې يې سم ووزي، تر څو يو شمېر جاهلو او د زمانې په تشو نشو مستو ځوانانو ته په يوه ډېر حساس او خطرناک وضعيت کې د سالمې موضعګېرۍ چل ور وښيي او ويې پوهوي چې د دوى ناوړه کړنې او اقدامات-که شعوري وي- د چا له سترګو په هېڅ وجه پټېداى نه شي!!!
دا خو يو روښان حقيقت دى چې اوسنى حاکم دولت او زعامت يې-له خپل ټول کاري سټاف سره يوځاى- د افغانستان په تاريخ کې په بېسارې توګه نااهله او تر غوږونو په فساد او ککړتيا کې ډوب دى، چې دا هر څه نيم له ناآګاهانه او نيم له آګاهانه دريځه سرچينه اخلي. زما دا دعوه د نوموړي واکمنې ادارې تر يوې ځغلندې ارزونې وروسته په خپله په زبات رسېږي:
د دغه حکومت د ارزيابۍ د کار په شروع کې به تر ټولو لومړى د سړي پام د هغه راس ته واوړي چې له بده مرغه داسې يو څوک به په کې وويني چې د انګليسي ژبې يو معمولي ښوونکى دى او په خپل ټول ژوند کې يې د ولسمشرۍ په شان د ستر او عظيم مسووليت احساس آن په خوب کې لا هم نه دى کړى، تر هغه راوروسته به د ده د چارچاپېرو راڅرخېدلو کسانو-چې سلاکار وزيران! يې بولي- نوبت راورسېږي چې اکثره برخه يې تر څټه شنه او ځينې خو يې حتى له ابتدايي سواده هم بې برخې دي، که مې د ليکنې تر پيل وړاندې د مشخص نامه د نه يادونې ژمنه له ځان سره نه واى کړې، خامخا مې د روزګان د پخواني والي نوم اخيست!، تر دې نام نهاده او حيرانوونکي ترکيب -چې ماته خو سمدستې د ولسمشر ښوروا ښکاري- وروسته سړى له يوې داسې کابينې سره مخامخ کېږي چې نژدې هره مياشت يې اعضا له يوه وزارته بل ته بدلېږي او د چونګښو د من تشبيه ځکه سر نه ورسره خوري چې غړي يې تر ياد شوي بې آزاره حيوان په لکونو واره خطرناک دي، په دې کابينه(!؟) کې داسې کسان-له يوې نيمې استثنا پرته- پر کارونو او دندو ګومارل شوي چې تر مړې ګېډې له خارجي تعليماتو او وظيفوي تجاربو ډک دي، مګر کار يې له نانځکبازۍ پرته بل څه نه دى، تر دې چې هم سړى راتېر شي نو د واليانو، ولسوالانو، رييسانو او… له فهرست سره مخامخېږي او په هغه کې درج شخصيتونه(!؟) دې هم خداى چا ته په مخه نه ورولي، له ډېرې وړې شمېرې پرته نور ټول يوازې په دې پوهېږې چې څنګه د شخصي کاروبار زمينه پراخه کړي، څنګه خپل لاس لاندې ولس ته ځان په خونخور زمري تېر کړي، څنګه له ځايي ډاکوګانو سره لار جوړه او په عايد کې يې ونډه پيدا کړي، څنګه د سوداګرو زامن، ورېرونه او ماشومان وتښتوي او په بدل کې يې په لکونو ډالر ترې وغواړي، څنګه غله او داړه ماران وروزي، څنګه د شاوخوا ګاونډيانو په استخباراتو کې غړيتوب ترلاسه کړي، څنګه قومي تربګنۍ ته لمن ووهي، څنګه قاچاق وکړي، څنګه د پوسټونو او څوکيو لپاره خريدار پيدا کړي او نور په لسګونو څنګه-څنګه…. د دوى په منځ کې بيا کله ناکله دانه مانه په پورتنيو جرمونو کې دومره وړاندې او بې جوړې شي چې د مکافاتو او جوايزو لايق وګرځي او په ولايتي حکمرانۍ کې تر بې کچې شتمنۍ حاصلولو وروسته فوراً د وزارت مقام ته ارتقا وکړي چې ښايسته بېلګه يې عاليقدر اسدالله خان خالد دى.


تر دې بې خونده او بې رنګه سير وروسته به بېرته خپل هدف ته وګرځم هغه دا چې آګاهانه او ناآګاهانه دريځونه څه معنا؟ د انګليسي ژبو په اصطلاح وېري سمپل! د افغان حکومت هغه غړي چې ناآهله دي او په لومړي ځل د لويو چارو او مسووليتونو واګې ورسپارل شوي په ناآګانه توګه او پرته له دې چې خپل آر مسووليت ته متوجه شي او يا هم د ملت د تېرايستنې پلان ولري د واک نشه يې اخلي او له دې او هغه سره جوړجاړي ته غاړه ږدي، خو هغه کسان چې تعليم او کاري تجربه دواړه لري د ناپوهانو په منځ کې د ځان تر ليدو وروسته پر ملت د جاهلانو ګومان کوي او په آګاهانه ډول له الف څخه تر يا پورې هر څه په بډه وهي او د پوښتنې-ګروېږنې پر مهال ماشومانه ځوابونه ورکوي.


خو د آګاهانه او ناآګاهانه دريځونو اصطلاح يوازې د اوسني حکومت د پيل تر څو لومړنيو کلونو پورې په خپله ټوله معنا سمه خېژي او راوروسته کلونه يې د عکس العمل بڼه لري. ځکه په اوايلو کې هر څه ظاهراً سم وو او ځينو ناپوهو کسانو ته حاکمه آرامي ډېره دوامداره ښکارېده او دا انګېرنه هغه وخت لا پسې وېروونکې شوه چې د حکومت پر حساسو پوسټونو د ناستو کسانو مغزونو ته يې هم لار وکړه. پايله دا شوه چې د ناآګاهانه دريځ لرونکي کسان يوازې د اوسني دولت په لومړيو کلونو کې څه ناڅه د برائت وړ دي، مګر تر هغه راوروسته چې هم يې تجربه ترلاسه کړه، هم يې ډېرې سترې-سترې غلطۍ په خپلو سترګو وليدې او هم يې  د واکدارۍ خوند وڅکه، بايد د نه بخښل کېدونکو مجرمينو په سترګه وروکتل شي. په تېره اوس چې حامد کرزي له دې هر څه سره-سره بيا هم ځان کانديد کړى.


د يوې مشهورې اروايې قاعدې پر بنسټ يو کار(ښه يا بد) تر پر له پسې تکرار وروسته په يوه داسې عادت بدلېږي چې پرېښودل يې يو ډول ناشونې بڼه خپلوي. حامد کرزي او د هغه کاري ډلې ته به د وخت ناوخت او يوازې د يوه جاهل او احمق ترجمان يا کوم بل مخبر د راپور پر بنسټ کېدونکي بمبارۍ، د کورونو خپلسري تلاښۍ، چاپې، بې عزتۍ، بې حرمتۍ، تښتونې، غلاګانې، شوکمارۍ او په پايله کې يې د سلګونو-سلګونو عامو خلکو وژنې د زيات تکرار له امله بېخې عادي پېښې ايسې او د دغسې حوادثو پر مهال د دوى غبرګونونو ته په کتلو خو سړى داسې انګېرلاى شي چې آن دوى به وژل کېدونکي خلک مباح الدم ګڼي او ښايي ځانونه د خداى پر وړاندې هم ګناهکار نه ورته ښکاري، ځکه محترم ولسمشر مو يوازې هغه مهال د بهرنيانو پر ضد يو ظاهري غوڅ دريځ خپل کړ چې د بوش د واکمنۍ پاى و او د اوباما په راتګ سره يې خپله چاړه په اوبو کې ليده، مګر امريکا او اروپا ته تر څو سفرونو او هلته له ځينو ليدنو کتنو وروسته دا هر څه بېخې پاى ته ورسېدل او د فراه د لويې تراژيکي ټولوژنې پر وړاندې يې په ټيټ ږغ-چې امريکا او اروپا يې وانه وري- وويل: افغانان نور بمبارۍ نه شي زغملاى! يعنې دى(ښاغلى کرزى) يې زغملاى شي!


په دغو يادونو مې په دې وجه سرونه دروخوږول، چې خپلو ګرېوانونو ته سرونه کښته او دا قضاوت وکړو چې آيا دغه له خداىه نه وېرېدونکي واکمنان بيا هم د دې حق لري چې د ژونديو پاتې ژوبلو، خوږمنو، ځورېدلو، ډارېدلو، ترهېدلو، نااميدو او بېوزلو افغانانو پر سر حاکم وګرځول شي؟ آيا بيا هم د همداسې يوه بې سر او سربنده ادارې او مديريت تر ړندې لارښوونې لاندې خپل ژوند وغځوو او په پاى کې آيا لا هم د اوسني ولسمشر د اهليت او تقوا ګراف نه دى رامعلوم شوى او بيا هم بايد رايه ورکړو او د بې شمېرو عامه وژنو په خون کې ځانونه ورسره شريک کړو؟ دغو پوښتنو ته ستاسې د ځواب له څرنګوالي سره زما اړه نه شته، مګر دومره دې هر مسلمان افغان ته څرګنده وي چې د خداى له پوښتنې او خپل وجداني مسووليته تش په دې نه خلاصېږو چې له ځان سره ووايو ځه بابا د مشرتابه ټاکنې واک خو ټول له خارجيانو سره دى، د افغانانو رايه هېڅ اهميت نه لري او خپل د ضمېر آواز او د سم ناسم تر منځ د توپيرپېژندنې خداى راکړي صلاحيت ته په نه پاملرنه په پټو سترګو ظالمانو ته د حکومت دويم چانس په لاس ورکړو، بلکې په دې هر څوک ښه پوهېږي چې د سترګو تر حقيقي پټېدو(مرګ) پورې مو د ژوندانه د ډګر د هر حرکت تر شا يو جدي مسووليت سترګک وهي او د هرې کړنې نمرې مو په هغه اطلاعنامه کې ځاى پر ځاى ليکل کېدونکي دي چې د اخيرت په ورځ راسپارل کېږي او اصلاً عملنامه نومېږي. موږ ولې سره له دې چې ځان ته د يوه شعوري مسلمان افغان په سترګه ګورو بيا هم نه يوازې دا چې يو بل ناخبره له بې لارۍ او ګمراهۍ راوګرځوو خپله په يوه او بله دروغجنه او دومره کمزورې بهانه بې لاريتوب ته مخه کوو چې آن خپل ځان هم په قانع کولاى نه شو.


د پورتني پاراګراف وروستۍ جملې مې په کندهار کې د ځوانو فرهنګيانو(؟!) هغې  نوي جوړېدونکې ټولنې ته اشاره ده چې څو ورځې وړاندې د ولسمشر ښاغلي کرزي د سوداګر ورور محمودخان کرزي په نوښت طرحه شوې، خو اصلاً د کابلي ارګ د خيرات وريجې او غوښې په کې وېشل کېږي او د باضميرو او بې ضميرو کسانو تر منځ د توپير محک ورته بلل کېداى شي.


له کومې ورځې چې د کابلي ارګ له څودېوالۍ څخه د يوه دبړه مار د ټليفون په وسيله تر کندهاره د نوموړې خوشخبرۍ زېرى رارسېدلى، د دې ځاى پر ځينو ښايستو، پاکو او ساده زړو فرهنګيالي ځوانانو خوب حرام شوى او په فردي او ډله ييز ډول په يوه او بله وسيله د ښار په ختيځ کې د پرتې سيمې(عينو مېنې) پر لور ورخوشي دي. لکه څنګه چې هر ډګر خپل-خپل اتلان او وتلې څېرې لري دلته هم تر نورو په چاپلوسۍ او غوړه مالۍ کې ماهر ځوانان له وړاندې لا له پېښې خبر شوي او ځانونه يې ښاغلي محمود خان کرزي ته د ټول کندهاري ادب او فرهنګ استازي معرفي کړي او له خپلې خوښي سره سم يې مشرتابه، معاونيت او غړي انتخاب کړي وو، کله چې تر يو شمېر نورو ناخبرو فرهنګيانو دا خبر ورسېد ځانونه ورته ساړه کيشپان ښکاره شول او په يوه معقوله غوسه لړلي انداز يې مخکنى تشکيل ناموجه او نام نهاده وباله او د يوه نوي هغه د جوړېدو اپيل يې وکړ، محمود خان کرزي هم له خدايه همدا غوښتل او سملاسې يې ورسره ومنله او د دوى په خوښه د يوه بل جامع(؟!) تشکيل په فکر کې شو.


زما د هغو ملګرو له خولې، چې په کندهار کې اوسي، محمود خان کرزي-چې په سوداګريزو او بيزنيسي معاملاتو کې خورا مهارت لري- ظاهراً نوموړو ځوانانو ته پر يوه فرهنګي نغري د راټولېدو بلنه ورکړې او په ضمن کې يې د نن ورځې په دوديزه اصطلاح، يوه داسې پرپوزل غوښتنه هم ترې کړې چې بجټ يې شاوخوا پنځه شپږ لکه امريکايي ډالره په کې سنجول شوى وي او هم يې نه پوهېږم په کومه او چيرې خپرېدونکې خپرونه کې د يوې ليکنې پر سر له ٦٠-٥٠ امريکايي ډالرو حق الزحمې ورکولو ژمنه ورسره کړې ده. د دغه ولايت د سيمه پالنې په باطلاق کې ځينې غرق فرهنګيان هم ورسره خوښ شوي او غوښتنې ته يې د هو ځواب ويلى او پر کار ورسره لګيا دي.


زه چې څومره د کندهار له فرهنګي محيط څخه خبرتيا لرم او له نژدې يا لرې مې ارزولى دى، هلته څو ډوله فرهنګيان اوسي:
تر ټولو لومړى يو شمېر کسان دي چې ځانونه د استادانو استادان بولي او يوازې د خپل تاند عمر تر څليرويشتم يا پنځه ويشتم پسرلي پورې يې په ديني زده کړو کې له مفتي توبه نيولې تر ژورناليزم، ادبياتو، حقوقو، ډاکټرۍ، قابله ګۍ، انجنيرۍ او … پورې تخصص اخيستى، له کومې ټولنې سره شريک کار د خپل شان سپکاوى ګڼي او د دوو افغانيو لپاره له هېڅ ډول ټيټ کاره مخ نه اړوي، دوى تل فردي کار خوښوي. دوى هم په خپل منځ کې پر دوه ډوله دي يوه خو يې پورتني کسان دي چې ځانونه د بېلابېلو لوړو زده کړو خاوندان ګڼي، دويمه يې بيا له دې سره چې ځانونه په لوړو تعليماتو سمبال نه بولي او په بېلابېلو سيمه ييزو راډيوګانو کې په بېخې ابتدايي خبريالۍ، راپورترۍ او ژورناليستۍ بوخت دي، بيا هم پر هېچا او هر څومره لوى عالم ځان نه ورکوي او خپل هر اوچت کړى ګام ډېر پوخ ارزوي.


 دويمه هغه ډله ده چې هدف يې سپېڅلى او يوازې غواړي خپلې ژبې، بېوزله ملت او تر ټولو زيات خپل اسلامي مسووليت ته په پام سره کار وکړي، په دوى نه د قومپالنې اورته د ببوزي وهونکو وس رسي او نه يې هم د څو پيسو په بدل کې په يوه او بله بهانه پر خپل سترخوان کښېنولاى شي دا ډله هم په يوه کمزورۍ کږل کېږي چې تر ډېره بريده رښتيا ده هغه دا چې دوى د خپل همېشني عادت له مخې نه په غونډو کې برخه اخلي، نه يې هم ځايي فرهنګيان په کوم ټولنيز او ټوليز کار کې د ځان ملاتړ بولي او تل هڅه کوي له خلکو پټ وي.


درېيمه ډله هغه فرهنګيان دي چې تازه راټوکېدلي او فعاليت يې له څو بيتيز شعره شروع او بېرته پر هغه پاى ته رسېږي، په هره مشاعره او فرهنګي پروګرام کې تر ټاکلي وخت څو دقيقې وړاندې لا پر يوه څوکۍ نېغ ناست او خپل د شعر ويلو نوبت ته شېبې شماري.


 څلورمه ډله بيا په لومړي سر کې د سيمه ييزو خپرونو له لارې د دانه مانه شعر له خپرېدو وروسته د ژبو پر سر شوي، چې اوس هغه هم نه شي ليکلاى او د هېڅ ښې نه دي، بس يوازې يې د محلي راډيوګانو مايکونه په واک کې دي او د خپل پخواني ګټلي نامه(؟!) په کريډيټ چې څه پر مبارکو خولو ورځي وايي يې، هم پر سياسي ادلون بدلون ږغېږي، هم د ښاروالۍ په اړه نظر ورکوي، هم يې فرهنګي چارې د پلار او نيکه ميراثي پوهه ده او هم په جينايي او جرمي پېښو کې د خوندورو نظرونو څښتنان دي.


 پنځمه ډله بيا يو څه خطرناکه ده او خداى ليدلې چې شمېر يې تر درېيو څلورو تنو نه اوړي، دا ښاغلي هم د شعر په پاسپورټ فرهنګي ډګر ته راغلي او دلته د اقامې له ترلاسه کولو سره سم په تخريبکاريو سر شوي دي او په هر هغه فرهنګي فرد او ټولنه پسې په خلاصه خوله بدرد وايي چې د ده له طبعې سره نه جوړېږي.


شپږمه او وروستۍ کټګوري هم يو څه غوښنه او هم په ادبي صلاحيت کې تر څلورمې او پنځمې هغې يو څه لوړه ده. د دغو کسانو تر ټولو بد خصلت ځان غوښتنه او خپل هر ګام او کار ته په درنه سترګه کتل دي. دوى کندهاريتوب خو لا پرېږده په زړه کې پر خپل قوم او نصب هم وياړي. په عوامو کې له خپل ګټلي نامه څخه بده استفاده(لومړى په ناشعوري او اوس په شعوري توګه) د دوى يوازينۍ بوختيا ده. له دې پرته چې د يوې غونډې مثبت او منفي اړخونه ورازوي برخه په کې اخلي، هغه د چا خبره د مخ سيټ يې اشغالوي او آن وينا هم په کې کوي. خو تر ټولو خطرناک جهت يې بيا دا دى چې نوموړي کسان د ښه او بد د ژورې ارزيابۍ مطلوب صلاحيت هم نه لري او د خپل کړي ناوړه کار پر مثبتوالي دومره ډاډه وي چې که کوم څوک ګوته ورته ونيسي يا خو ورته له غوسې سور و شين واوړي او يا يې هم پر وړاندې له ډېر درده چوپ پاتې شي.


 د دوى کارونو ته تر لږ دقت وروسته سړى دې نتيجې ته رسېداى شي چې نوموړي کسان خپلې ټولې ادبي هڅې(شعر، مقاله يا ترجمه) په پوره بې مسووليتۍ او يوازې د کاذب شهرت لپاره کوي، ځکه که داسې نه واى، نو ولې به بېله مقدمې او خپل موقعيت ته له پام پرته د محمود خان کرزي هغه سترخوان ته ورڅکېدل او په منډو ورتلل چې تر اوو کلونو وروسته يې د کندهار له اديبانو سره د خواخوږۍ په پلمه غوړولى او اصلاً د خپل ولسمشر ورور په پټه لارښوونه يو لنډمهالى کمپاين دى؟ که دوى واقعاً د شاعر، اديب، ليکوال او ژباړن په آره معنا پوهېداى نو د آني شهرت او عوامو د چکچو او آفرينونو تر څنګ به يې خپل هغه راتلونکى هم په پام کې نيولاى چې نن زموږ يو شمېر مشهور او نوموتي اديبان او ليکوال ورسره لاس او ګرېوان دي. هغوى هم پرون يوه مايک، يوې غونډې، يوه پوسټ او يوه سترخوان ته د دوى په شان او ښايي تر دوى هم په لا معقولو دلايلو ناست وو، خو نن له هر څومره لياقت! سره-سره تر ډېرو وړو ليکوالو هم واړه بلل کېږي.


 که دوى د محمود خان کرزي سترخوان ته د يوه واقعي ادبي نوښت په سترګه ګوري نو ولې دا پوښتنه نه ورسره پيدا کېږي چې دا دومره وخت ولې دغسې يو احساس نه ورته پيدا کېده، په داسې حال کې چې د تجارت او شتمنۍ ګټلو لمنه يې په ټولو ولايتونو کې پلنه ده او آيا په کندهار کې يوازې همدا يوه ستونزه داسې ستونزه شته چې بايد له منځه يووړل شي؟ نوموړى ولې په خپل مسلک او بوختيا(تجارت) پورې تړلي مشکلات نه هواروي ده؟ او ده ته ولې دومره ناوخته کندهار او کندهاري ځوانان ورياد شول؟
په پاى کې يو ځل بيا په ټينګار سره وايم چې په تېره د کندهار يو شمېر بې لارې او په بې ځايه غرور او نشو کې ډوب ځوان فرهنګيان بايد نور خپل واقعي مسووليت ته متوجه شي، خپلو هغو همکارانو ته په لاځيرتيا او له تعصب پرته وګوري چې د دوى غوندې ځاى بېځايه او مچانو غوندې پر هره چټلۍ نه کښېني، هر څوک کولاى شي د هر څومره نامعقول کار لپاره معقول او موجه دلايل ولټوي، مګر د تور او سپين تر منځ توپير هر چا ته څرګند دى دوى په هېڅ ډول د خلکو له سترګو ځانونه نه شي پټولاى د دوى باىد سر خلاص وي چې د تاريخ پاڼې يوازې د پاچاهانو کيسو او داستانونو ته انتظار نه باسي، بلکې ډېرو نورو اړخونو ته يې هم پام دى او ثبتوي يې چې دوى په هېڅ صورت ځنې ګوښي نه دي. دا چې د ليکوالو، شاعرانو او سترګورو کسانو په توګه د دوى بار تر عادي انسانانو دروند دى همداسې يې مثبتې او منفي کړنې هم ژر او دقيقي ثبتېږي. تر هر څه ورتېر بايد د متعهدو مسلمانانو په توګه هغه ورځ له ياده ونه باسي چې زوى د پلار، مور د لور، ورور د ورورو او مېړه د مېرمنې په کار غرض نه شي لرلاى او نه هم د چا واسطه منل کېږي، بلکې يوازې بايد د خپل وړ او ناوړه فعل دفاع وشي!


 خداى تعالى دې مو هماغه مهال لوړسترګې او ډاډمن ولري، آمين يا رب العالمين!







د خيرات غوښي برېتونه، نه غوړوي – ۲۴ می ۲۰۰۹ ( عبدالقديم پتيال)


څه کم څلور مياشتي به کېږي، چي په خپل کوچني دفترګي کي د انټرنيټ د خرابۍ له وجي د پښتو سايټونو او ضمناً په دغو پاڼو کي د ځينو پاروونکو او مغشوشوونکو ليکنو له لوستلو محروم پاته يم. ما ته اصلاً دغه ډول منحرفوونکي ليکني پر يوه سر خوند راکوي، چي وام مې کوه، په پښتنو او پښتو کي خو د انتقاد فرهنګ او زغم نسته، ښه دئ، چي په ځان کي د اعتراض کولو او اعتراض اروېدولو روحيه تقويه کړو، خو پر بل سر بيا له دې څخه بېرېږم، چي دغه ډول ليکني (؟) هغه کسان په ډېري اسانۍ سره ګمراه کولاى سي، چي يا خو په هغه مورد کي ښه بېخکي معلومات نه لري او يا هم ډېر ژر د ځينو اپلاتوني او فلسفي (؟) استدلالونو (!) او منطقونو تر تاثير لاندي راځي.
تېره روځ د يو انډيوال له خوا خبر راکړه سو، چي په لر او بر کي په يوه مستعار نامه سره د کندهار د ځينو فرهنګيانو په باب يوه ليکنه سوې ده او ما د هغه ملګري په واسطه سره د هغې ليکني کاپي تر لاسه کړه، چي د خپل شخصي صلاحيت په حکم مي د ښاغلي مجهول ورور دغه اعتراض هم د هغو ليکنو په کتار کي ودراوه، چي زه يې منحرفوونکي او مغشوونکي ګڼم. د دغي ليکني تر لوستلو او ملاحظه کولو وروسته دا راته څرګنده سوه، چي ښاغلى مجهول ورور لکه څنګه، چي يې خپل مستعار نوم (دردمن) کښلى دئ، هغسي نه دئ، بلکي درده من (قهرجن) دئ، په ليکنه کي يې تر منطقونو، استدلالونو، اعتراضونو او انتقادونو د شخصي کينو، ځاني اندېښنو او فطري غوسو تله ډېره درنه ده. که څه هم ما له تېرو څو کلونو راهيسي له نيوکو او انتقادي ډوله ليکنو څخه د نصوح توبه کښلې ده، خو دا دئ، نن پر خپل څو کلن پرهېز پښه ايږدم او دا هم ځکه، چي په دغه ليکنه کي ښاغلي درده من (دردمن) د خپلي خاصي نړيوالي تيورۍ (؟) په روڼا کي کندهاري فرهنګيان پر څو کټګوريو وېشلي دي او له دغي حيرانوونکي تصنيف بندۍ څخه د ده هغه شخصي کرکي او سليقوي غوښتني له ورايه معلومېږي، چي يا خو يې دغه کرکي د عملي کېدو تر تطبيقاتو لاندي نيول سوي نه دي او يا يې هم دغو غوښتنو ته د ترسره کېدو موقع ميسره سوې نه ده او ځکه يې نو اوس له ناکامه د خپلو کينو د څرګندولو او غوسو د ښکاره کولو لپاره د کندهار پر ځينو فرهنګيانو د ړانده د لکړي واري کړي دي.
زه د ښاغلي دردمن د ليکني د هغو ټکو او څرګندونو په باب هيڅ نه وايم، چي په مجموع کي زموږ د وطن په سياسي او اجتماعي حالاتو پوري اړه لري، ځکه ما ته داسي معلومېږي، چي دغه ښاغلى د کوم غوښن کانديد په پلوۍ غواړي، د کرزي د ادارې ټول ښه او بد له يوه مخه د تکفير په پخه او ډبرينه ټاپه مُهر کاندي او په دغه مورد کي پر هغو زړو بابولالو سر سوى دئ، چي له دې اتو کالو راهيسي د ځينو سياسي کارپوهانو (؟) تر خولې د يوې بې نظمي او بې سُري نغمې په توګه توليدېږي، مګر هغه څه چي مستقيماً په ما پوري اړه لري، غواړم چي دلته يې ذکر وکړم:
د رواني مياشتي (مې) پر شپاړسمه نېټه، سهار پر لسو بجو زما يو ملګري ټيلفوني خبر راکړ، چي په کندهار کي د (برېښنا فکري انجمن) يوه څانګه تاسيسيږي، چي زما د هغه ملګري له قوله د کندهار ټولو فرهنګيانو او ليکوالو ته خبر ورکړه سوى دئ، چي په دغه غونډه کي برخه واخلي.که څه هم زه تر دې دمخه د برېښنا فکري انجمن په تحقيقاتي پروګرامونو او پلټنو خبر وم، خو دغه ښاغلي ملګرى په لنډ ډول د دغه کار پر ضرورت او اهميت هم راته وږغېدى، چي په رښتيا سره هم په کندهار کي د دغسي يوه تحقيقاتي او معلوماتي مرکز تاسيس له اشدو اړتياوو څخه ګڼل کېدى او کېږي. د دغه انجمن مرکز په کابل کي دئ، چي د خپل نشراتي ارګان په چوکاټ کي يوه اوونيزه هم خپروي، چي په هغه کي سياسي، ادبي، علمي، اقتصادي او نور تحقيقات او مضامين خپرېږي او د هر مضمون پر سر ليکوال ته يوه اندازه حق الزحمه هم ورکول کېږي. دا چي دا پروګرام د محمود جان لخوا يا د کوم بل چا لخوا پر مخ وړه کېږي، زما کار ورسره نسته، ځکه هسي خو هم افغانستان د پروژو په مارکېټ بدل سوى دئ او هر هغه څوک چي لږ و ډېر په (اې. بي. سي) پوهېږي (لکه زموږ دغه ښاغلى دردمن ورور، چي هم زما په ګومان ماته ګوډه انګرېزي ويلاى سي او ځاى – ځاى يې په خپله ليکنه کي بېله کوم ضرورته د ځانښووني لپاره ځيني انګرېزي کلمات او اصطلاحات کارولي دي)، بېکاره پاتېدلاى نه سي او د نړيوالو ډونرانو پر تاليو خورا په خوند سره خپلي څلور متره ژبي تېروي، نو دا که دغه انجمن د هر چا پروژه وي، زه اړه ورسره نه لرم او نه يې هم څو روپيو ته کښېنم او نه اړتيا ورته لرم، بلکي زه د يوه خاص وطني او فرهنګي احساس له مخي دغه غونډي ته ځکه ورغلم، چي دا د کندهار خبره وه، د پښتو خبره وه، د ادب او فرهنګ خبره وه او زموږ د هغو مصيبتونو او بخولو مسئله وه، چي نن روځ يې د اورونو په بټيو کي ټول ولس ورسره سوځي. ما دغو ارمانونو ته د تحقق موندلو لپاره دا يوه وسيله وګڼله او هغې غونډي ته په دې نيامت ورغلم، چي ما ويل، د کندهار فرهنګيان به د خپل خاص مسئوليت او رسالت له مخي ورته راغلي وي، خو کله چي ورغلم، پرته له يو دوو، درو فرهنګيانو څخه، نور ټوله ټکسي چلوونکي، خياطان او د نورو کسبو ماهرين او د مکتبو شاګردان ول او پر هغه ځاى مي پر هغو فرهنګيانو د ملامتۍ ټاپه ووهله، چي د وطن، ژبي او فرهنګ نارې وهي، مګر کله، چي بيا د دغو ارزښتونو د صيقل او غوړېدني لپاره کومه عملي پروسه را پيلېږي، دوى په غارو ننوزي او ځانو ته دليلونه تراشي، چي ګواکي دا کومه پروژه ده، يا د خلکو د غولوني او تېر ايستني کوم پروګرام دئ.
زه په کندهار کي هر وخت د اکثرو فرهنګيانو له خولې دا اروم، چي د کندهار حقوق تر پښو لاندي کېږي، د کندهاري فرهنګيانو حق تلفي کېږي، د کندهار فرهنګيانو ته په سپکه کتل کېږي او په هغو مسايلو کي ونډه نه ورکول کېږي، چي مستقيماً په دوى پوري اړه لري، د همدغو شکاکانو له ډلي څخه يو زه هم يم، مګر کله چي بيا د کومي ټولني د تاسيس خبره را منځته کېږي، بيا زموږ دغه باخبره او پر دين او وطن مين فرهنګيان (؟) په يوه او بله بهانه کناره ګيري کوي او ځيني محدود کسان چي په دغسي مسايلو کي برخه اخلي، دوى ورته د تالۍ څټو او يا سړو کيشپانو خطاب کوي.
موږ بايد هيڅکله د سياسي نظريو او آيډيالوژيو پر بنسټ ځيني فرهنګي او اجتماعي ارزښتونه په لغته و نه وهو، بلکي که په رښتيا سره د کلتور او ژبي د ټېکه دارۍ ټاپې له ځانو سره ګرځوو، نو راسئ، چي سياسي مفکورې او سليقوي تقاضې يوې خوا ته کړو، او په واحد ټولنيز حرکت سره د خپلي ژبي او ملي مصالحو په انکشاف او ارتقا کي اوږه پر اوږه برخه واخلو. د خپلي سيمي لپاره کار کول د (تعصب) په مفهوم تعبير نه کړو (ښاغلي دردمن کښلي دي، چي: د دغه ولايت د سيمه پالنې په باطلاق کې ځينې غرق فرهنګيان هم ورسره خوښ شوي…). زه ښاغلي دردمن ته وايم، چي د زړګي سره!
ته ما ته له ځانه ملي قهرمان مه جوړوه او مه هغه ترخه حقايق له پامه غورځوه، چي د هغو د اصلاح او سمون لپاره د دې هېواد منور قشر پېړۍ – پېړې مبارزې کړي دي. زما او ستا ټولنه لا تر اوسه د قبيلويت په ناجوړيو کي تر غوږو غرقه ده او د دغو مرداريو د پاکولو لپاره لازمي ده، چي اول يې له ځانه را پيل کړو، نه دا چي له خپل وجود څخه مو د وروستو بويانو ډوډزي ولاړېږي او زه او ته د بل په پاکولو لګيا يو. د ننني کندهار د سياسي، اجتماعي او پرګنيزو کمزوريو د را سپڼلو او څېړلو لپاره (هاند او هڅه) کول بايد د (تعصب) په کلمه اليشه نه سي او دا ځکه، چي نن روځ زما او ستا امکانات يوازي او يوازي تر کندهاره محدود دي او بل بيا زما او ستا صلاحيت او درايت تر اوسه دې ځاى ته رسېدلى نه دئ، چي په غټه سويه خبري سره وکړو او غر په کاڼو وولو او که د ښاغلي دردمن هدف له (سيمه پالني) څخه په اصطلاح د ژبي د معياري ليکدود پر سر د (شين او سين) ساده مسئله وي (چي د دوى د ليکني طرز پر دغه معيار ؟ د اصرار په معنا دئ)، نو زه دغه محترم ته وايم، چي وروره! زما او ستا پر مېنه له لاندي او باندي څخه د وحشتونو، نفرتونو، عداوتونو، تضادونو او حسادتونو زهرجن او مرګوني باروت شيندل کېږي، چي په دغو لمبو کي زما او ستا د وطن لوى او کوچنى، واړه او زاړه او نر او ښځي لولپه او سوي لوي کېږي او د دغو مصيبتونو او کړاوونو د کمولو او ورکولو لپاره ما او تا ته د يوې شېبې لټۍ او بېځايه وخت تېرېدني مجال نسته او بويه، چي د دغه راز مسايلو په سپڼنه او څېړنه کي وخت ولګوو، نه دا چي دغه هدف ته د رسېدو لپاره زه تا په (شين) او ته ما په (سين) د سيمه پالني په تور متهم کاندې.
ښاغلي دردمن د خپلي جهاني تصنيف بندۍ د بحث په ترڅ کي يوه هغه ډله فرهنګيان هم را پېژني، چي د ده په اصطلاح اسلامي، اخلاقي او اجتماعي ضوابطو ته پابند دي او د يوې معقولي پروسې له لاري خپلي فرهنګي او ادبي هلي ځلي کوي، خو دا ضمني يادونه هم ورسره کوي، چي دوى په محفلونو او مجالسو کي برخه نه اخلي او د ده په اصطلاح چي نور فرهنګيان يې په دغه جرم (؟) کږي هم. ښايي ښاغلى دردمن ځان په دغه کټګوري کي حسابي، خو زه ورته وايم، چي فرهنګي هڅي او تلاښونه په سيده توګه په اجتماعي چوکاټونو کي داخل دي او د اجتماعي نهضتونو د پياوړتيا او چټکتيا لپاره تر ټولو مهم اصل اشتراکي عمل دئ، چي بايد په ټولو هغو مشترکو مجالسو کي برخه واخيستله سي، چي د کوم خاص هدف لپاره تر سره کېږي او د بدو او کږو اهدافو د پر لار کولو لپاره د همدغو کسانو مسئوليت تر ټولو مهم او مفيد دئ. مګر هر کله، چي دغه ډول ډله په غار ننوتلې وي او يوازي يې په دې زړه خوشاله کړى وي، چي زه تر دې نورو ډېر کار کوم او په انفرادي توګه خپلي ليکني، ژباړي او شعرونه ليکم، دا به زما په ګومان هغه ملنګانو ته ورته وي، چي په تياره خلوتونو کي يې ځانونه سربداله کړي وي او ځانونه د خداى په عشق کي تر بل هر چا غرق او ترک بولي.
د ښاغلي دردمن له ليکني ښکاري، چي دى (جامع الکمالات) دئ او ټول هغه فرهنګيان، چي يا يې له شعره خپل فرهنګي يون شرو کړى وي او يا يې په محلي راډيوګانو کي پر روانو سياسي او اجتماعي حالاتو کوم نظرونه ورکړي وي، د ده په شاګردانو کي لا نه حسابل کېږي، خو زه د حضرت علامه حبيبي (رح) د پخې مقولې په پيروي ورته وايم، چي زړګيه!
انسان تر مرګه متعلم دئ او هيڅکله بايد څوک د پوهنتون او کومي علمي موسسې پر ټاپه سوي سند اکتفا و نه کړي، بلکي په هر وخت کي انسان زده کړي ته اړتيا لري او بايد د نوو تجربو او مشاهدو په طبيعي جريان کي برخه واخلي. زه دا منم، چي په کندهار کي ځيني داسي فرهنګيان سته، چي په يوه او دوو شعرونو يې ځانو ته غټي لوټي ايښي دي، مګر هيڅکله بايد موږ پر دوى د (نفي) چلپا را کش نه کړو، بلکي پرېږدو، چي دغه ځوانان تر کومه ځايه ځانونه رسوي، پر کومو لارو ور سمېږي، که پر کږو لارو سوق سول، نو د پوهي او علم خاوندانو ته به يې پرېږدو، چي څه ډول لارښوونه ورته کوي (البته داسي کسان هم سته، چي ځانو ته فرهنګيان او د علم ټېکه داران وايي، خو د دوى شخصي او فطري غرايز او سليقې بايد د ټولنيزو حرکتونو د ايجاد په صورت کي و نه څېړل سي)، مګر د يوې فرهنګي ټولني د تاسيس په غونډه کي بايد د دوى اشتراک ته په سپکه سترګه و نه کتل سي. دې ټولني ته که محمودجان فنډ راوړى دئ، نو هغو ټولنو ته به څوک برائت ورکوي، چي يوې بلي خارجي موسسې پر پښو درولي دي؟. ښايي همدا ته سړى په يوه داسي ټولنه کي وې يا يې، چي د کومي انجو د خيرات په غوړو به يې برېتونه غوړ سوي وه يا وي. ښايي ته به په يوه داسي اداره کي کار کوې، چي (جېب خرڅ) به دي له کومي بهرنۍ سرچينې څخه درته راځي (والله اعلم باالصواب).
ما چي کله وليدل، چي په دغه فرهنګي ټولنه کي ځيني داسي کسان په راس کي واقع کېږي، چي په هيڅ ګون دغه کار ته جوړ نه دي او نه د فرهنګي کارونو د ترسره کولو صلاحيت لري او په دې پنځو مهمو کسانو کي يې يو ټکسي چلوونکى او دوه د مکاتبو معلمين ول، چي نه يې په فرهنګي چارو کي کوم بلديت لاره او نه کومه فرهنګي سابقه، ځکه مي نو له ناکامه د ځينو فرهنګي دوستانو په خاصه غوښتنه او فشار دغه کړۍ ته ځان ور داخل کړ او هغه هم د يوه خاص سپېڅلي هدف لپاره. زه او زما ځيني فرهنګي دوستان که دا نن په دغه حرکت کي کوم منفي ټکى او کوږ نظر ووينو، نو د دغي پاڼي ټول ليدونکي او لوستونکي دي شاهدان وي، چي په داغه ګړي به خپله هر ډول مرسته او همکاري ورسره ودروو. که څه هم موږ د يو رسمي تشکيل له مخي په دغه حرکت کي برخه نه لرو، بلکي يوازي او يوازي د کندهار د مختلفو ستونزو او مصيبتونو د سپڼني او څېړني لپاره له دغه بهېر سره همکاري لرو.
په دغه ټولنه کي نه د معاشاتو او امتيازاتو خبره مطرح سوې ده او نه يې په هيڅ ګون تمه کوو او نه هم د کوم موقف خوبونه ورته وينو، بلکي يوازي او يوازي پر هغه اصل ورسره يو ځاى سوي يو، چي دا څو کاله مو يې نارې وهلي دي، چي د کندهار په فرهنګي ساحه کي چي کوم کارونه سرته رسېږي، په هغو د کندهار فرهنګيان نه خبرېږي او نه هم پکښي ونډه ورکول کېږي. دا چي د کندهار فرهنګيانو ته دا ځل د يوې فرهنګي ټولني د جوړېدو واک ورکول سو (چي له بده مرغه د ځينو سياسي محدوديتونو پر اساس اکثرو برخه پکښي وا نه خيستله)، ځکه نو ما او زما ځينو فرهنګي ملګرو دا وغوښتل، چي د کندهار او پښتني فرهنګ د احترام او درناوي په منظور په دغه جريان کي ور داخل سو، خو دا که سبا د دغه پروګرام تر شا نوري بابولالي واروېدل سوې، نو اول به موږ يو، چي پر دغه حرکت به د اعتراض او انتقاد قلم را پورته کوو.
دا د خيرات وريجي او غوښي نه دي، چي موږ برېتونه په غوړ کړو او نه هم د دغي چربي ډوډۍ (که وي) لپاره اشتها لرو.



خداى دي مي نه کړي ګنهګاره
پټي نه وينم د جانان تر کوڅې ځمه

 


د ښاغلي پتيال د ځوابيه ليکني د ځينو ټکو وضاحت


خَتَمَ اللّهُ عَلَى قُلُوبِهمْ وَعَلَى سَمْعِهِمْ وَعَلَى أَبْصَارِهِمْ غِشَاوَةٌ وَلَهُمْ عَذَابٌ عظِيمٌ
(البقرة: 7)


ژباړه: الله د هغوى پر زړونو او د هغوى پر غوږونو مهر وهلى دى او د هغوى پر سترګو يې پرده غوړولې ده او هغوى ته لوى عذاب ټاکل شوى دى.

دردمن – ۳۰ – می – ۲۰۰۹

درنو لوستونکو!
کله چې مې څو ورځې وړاندې څاښت مهال د خپل کمپيوټر پر سکرين د لر او بر پاڼه پرانيستله نو مې زما د خپرې شوي مقالې سرليک تر مخکې يو څه بارز په نظر راغى، دې تلوسې چې کېداى شي څه بدلون په کې راوستل شوى وي، مجبور کړم چې کليک پر وکړم. تر خلاصولو وروسته يې مې وليدل د ښاغلي عبدالقديم پتيال له خوا تر يوه داسې سرليک لاندې ځوابيه ليکنه پر شوې ده چې خداى و رښتيا که مې تر اوسه هم يا سم سر په خلاصېږي او يا هم له منطقي زاويې روغ راته ښکاري.
تر لوستو وړاندې يې لا په ليدو خوښ ځکه شوم چې ويل مې نور که نه وي په يوه تن کې خو دې لا دومره ويښتيا پارولې چې د ځواب ويلو زحمت يې ځان ته ورکړى دى.
دا چې پتيال صيب پر ما ګران او قدر يې لرم نو مې يې د ځوابيې لوستنه په ډېر غور او خورا لوى اميد شروع کړه. مګر متاسفانه چې آن په لومړي پاراګراف کې يې لا د اورپراندو احساساتو او له قهره سرو اوښتو سترګو تصوير راته ښکاره شو. په هر صورت ليکنه مې په يو ډول نه يو ډول پاى ته ورسوله. پر روانۍ او سکښت مې يې زړه اوبه وڅښلې، خو محتوا، ځينو حق ناحقه کارېدلو اصطلاحاتو او په پټو سترګو او بېله دې چې زما په اړونده موخه يې سم سر خلاص شوى وي، قضاوتونو يو څه حيران غوندې کړم.
په ډېره اوږده سريزه به مو سر نه در دردوم او نور به سيده خپل هدف ته وګرځم. ما ته د ښاغلي پتيال په ځوابيه ليکنه کې ډېر ځايونه داسې وايسېدل چې بايد وضاحت ورکړل شي، خو له معمول سره سم به يې په لاندنيو کرښو کې يوازې پر ځينو غټو هغو څه ناڅه رڼا واچوم.

· له محترم پتيال څخه آن په لومړي پاراګراف کې لا د زياتې غوسې او احساساتو له لاسه ورخ اوبو وړى دى او داسې څه يې ويلي چې يو مخ سره متضاد او ضد و نقيض دي. د دغسې خبرو په لوستو د سړي زړه ته نه لوېږي چې د آرامو اعصابو څښتن او له تحت الشعوري حسده خلاص انسان له خولې دې راوتلي وي.
نوموړى د خپل مضمون د اول پاراګراف په يوه برخه کې انټرنيټ ځکه يو لوى نعمت بولي او ځان له څلورو مياشتو راهيسې ترې بې برخې احساسوي چې په ويب پاڼو کې يې په پاروونکو، مغشوونکو او منحرفوونکو ليکنو سترګې خوږې شوي نه دي او په ډېر حسرت يې د خوند څکلو په آرمان دى. د ده دغه خبرې هر چا ته له دغسې ليکنو سره د ده يوه ژوره مينه له ورايه څرګندوي. پر دې لا هم اکتفا نه کوي، څو ګامه وړاندې اخلي او د خپل حاکيمانه(؟!) نظر په رڼا کې يې د پښتنو د زغم او تنقيدمننې د کلتور لپاره هم ګټورې ارزيابي کوي. دلته له هر هوښيار لوستونکي سره څو پوښتنې پيدا کېږي:
– آيا محترم پتيال صاحب واقعاً په دې پوهېږي چې پاروونکي، مغشوونکي او منحرفوونکي ليکنې د چا او څنګه انسانانو پر زړه جوړې وي او ورسره مينه يې وي؟ آيا د هغو چې له روحي پلوه روغ، له کينې خلاص او قصدکارۍ څخه ليري وي او که بالعکس؟
– آيا قدرمن پتيال اصلاً د سمون راوستونکو انتقادي ليکنو او د ده له لوري په منفي صفتونو نازول شوو هغو تر منځ د توپير کرښه په رسميت پېژني؟
– تر هر څه ورتېر آيا دروند پتيال له آره په همدې عقيده دى چې د انتقادي او اصلاحي ليکنو پر ځاى مغشوشوونکي، پاروونکي او منحرفوونکي هغه د پښتنو د تنقيدمننې زغم او فرهنګ ته وده ورکولاى شي او که هسې يې په ناپامۍ سره تر خولې يو څه وتلي دي؟
– او په پاى کې که يې رښتيا هم د هغو کسانو په ګمراهۍ خوا بدېږي چې دى يې له بېخکي موضوع ناخبره او له اپلاتوني فلسفې، استدلالونو او منطقونو څخه ژر اغېزمنېدونکي نوموي، نو بيا ولې خپله د هغوى په ډله کې راغلى او له دې پرته چې له وړاندې لا د بيزنيس مېنانو له خوا د منفي او کمپايني طرحو پر اساس د تشکيل شوو ټولنو اصليت ځان ته څرګند او (بېخکي) معلومات په کې حاصل کړي او بيا وروسته برخه په کې واخلي. آيا دا هغه مشهوره مقوله سړي ته نه وريادوي چې (واده يم، خو ولاکه چې پر چا يم)؟
· ښاغلي پتيال په خپله ټوله ليکنه کې د غوسې او قهر پټولو ظاهري هڅه کړې، خو دا چې هغه يوه طبيعي پديده ده او د پارېدلو پر وخت يې مخ پرته کېدلاى نه شي، نو دى يې هم له عهدې ناکامه وتلى او په خپل دغه حالت کې دومره سرګردانه شوى چې اخير دردمن(زه) خوارکى درده من(غوسه ناک) ورته ښکاره شوى او پر دغه وخت که مې ليدلى واى، حتماً مې د اردو فلمونو د يوه ترهېدلي ايکټر په شان د (درمندر) خيال پر کاوه او له ډاره مې لار ور خوشي کوله چې هسې نه خمير مې کړي. دا يادونه مې تر دې وکړه چې نوموړي زما له خوا شوې ليکنه د (د شخصي کينو، ځاني اندېښنو او فطري غوسو…) څخه رازېږېدلې بللې ده. نه پوهېږم ولې دغسې ورته ښکاره شوې ده، ځکه ما خو د خوږمن ولس د درد منعکسولو او ځينو ساده لوحه کندهاري ځوانانو د سد خلاصولو په نيت قلم پورته کړى دى. په دې هڅه کې شوى يم چې د چا د مشخص نوم له يادولو پرته په عمومي توګه د فرهنګ په سپېڅلو جامو کې نغښتي هغه کسان وروپېژنم چې د يوه نامشروع او خونخور در ځنځير هم ټکوي او په يوه او بله پلمه د جلالتمآب حامد کرزي په شان له واکه د تېرېدو او لاس پر سرکېدو ګواښونه هم، او غواړي په دې توګه د خپلو اقداماتو رواوالى په ومني، خو که پر داسې هدف هم محترم پتيال د شخصي کينو خيال کوي نو خداى دې د ټولو افغانانو کينه همدومره ور ارته کړي.
· نوموړي دروند او محترم مدافع، بېله دې چې د لفظونو اصلي او پر ځاى کارېدنې ته متوجه شي او په اورلوبه کې يې د کاغذي پټاکيو په شان ونه کاروي، خپلې خبرې داسې پسې غځولي دي:
(که څه هم ما له تېرو څو کلونو راهيسي له نيوکو او انتقادي ډوله ليکنو څخه د نصوح توبه کښلې ده ، خو دا دئ، نن پر خپل څو کلن پرهېز پښه ايږدم او دا هم ځکه، چي په دغه ليکنه کي ښاغلي درده من (دردمن) د خپلي خاصي نړيوالي تيورۍ (؟) په روڼا کي کندهاري فرهنګيان پر څو کټګوريو وېشلي دي او له دغي حيرانوونکي تصنيف بندۍ څخه د ده هغه شخصي کرکي او سليقوي غوښتني له ورايه معلومېږي، چي يا خو يې دغه کرکي د عملي کېدو تر تطبيقاتو لاندي نيول سوي نه دي او يا يې هم دغو غوښتنو ته د ترسره کېدو موقع ميسره سوې نه ده او ځکه يې نو اوس له ناکامه د خپلو کينو د څرګندولو او غوسو د ښکاره کولو لپاره د کندهار پر ځينو فرهنګيانو د ړانده د لکړي واري کړي دي.)
دلته بيا هم د ځينو ټکو روښانول غواړم:
لومړى دا چې زه نه پوهېږم د نصوح له توبې څخه د پتيال صاحب موخه څه ده، آيا دا کار يې هم د ځينو درنو مشرانو ليکوالو، چې پر عربي خاصه برلاسي لري، په پېښه کړى او که څنګه؟ هر څه چې وي، وي به، خو ما ته د ياد شوي ترکيب(نصوح توبه) په اصلي معنا د نوموړي سمه نه پوهېدنه ښکاره شوه، خو که يې ځان ته زحمت ورکړى او د هغه تحقيق پر اصولو برابر اقدام يې کړى واى چې دى يې تل دعوه کوي، نو په معمولي او هر ځاى پيدا کېدونکي عميد فرهنګ کې به يې لا ډېر ژر په مطلب پوهېدلى واى چې هلته له هغه کاره توبه او لاس پر سرکېدنه بلل شوې چې بيا نو سړى په هېڅ وجه ورته راونه ګرځي، او کومه توبه چې ماته شي هېڅکله د (نصوح) صفت ورسره ملګرى کېدلاى نه شي. په هر صورت دا به هم د نوموړي د هغو لفاظيو په کتار کې ودروو چې وخت ناوخت ځنې صادرېږي.
دويم دا چې که ښاغلي پتيال ته د کندهار د فرهنګيانو هغه صنف بندي يوه نړيواله او (ښايي) د البرټ انشټاين د نسبيت تيوري ښکاره شوې چې زما بېچاره له خوا په ډېر ساده، واضح او روښانه ډول انجام شوې ده، نو دى هم د خپل همدې حکم د صادرولو په ترڅ کې د کړو خبرو پر مهال تر ما علاوه شوى خو کم شوى نه دى او د يوه متخصص روانشناس په دود يې هر هغه څوک د ناپرانيستو عقدو(روحي غوټو) څښتن بللى چې د ده د نظر خلاف صنف بندي کوي.
بل دا چې که ښاغلي نوموړي يو څه په سړه سينه او پرانيستو سترګو-د ده په وينا- ذکر شوي تصنيف بندۍ ته کتلي واى ښايي پوه شوى واى چې هغه د شخصي کرکې او عقدو زېږنده نه، بلکې د شخصي(ځانته) نظر هغه ده. ځکه نه مې د کوم مشخص چا نوم ياد کړى او نه مې هم څوک ما ته د احتمالي راکول کېدونکو امتيازاتو(!) پر لار خنډ بللى دى.
· محترم او پر ما واقعاً ګران پتيال له دې سره چې ځاى-ځاى يې ځان له سياسي لومو او نظريو خلاص او يوازې يو داسې ملي مفکر(؟) بللى چې هغه د چا خبره شل زارۍ ورته کوي او داسې يې ښودلې چې ګنې د هېڅ کوم غوښن کانديد(زه خپله په لومړي ځل په دغسې ځاى کې له داسې عجيبې و غريبې صفت کارونې سره مخامخېږم او د ښاغلي معترض ځاني اختراع يې ګڼم) پلوى نه دى، خو کله چې بيا د جلالتمآب حامد کرزي پر ځلانده دوره کوم چا نيوکه کړې، نو ده هم د هراړخيزي بې طرفۍ هر ډول دعوه هېره کړې او له ډېرې غوسې يې تور و سپين يو بللي او ټول سياسي نقادان يې د ده په خپله وينا پر څټ د تکفير په ډبرينه ټاپه نازولي دي. په دې اړه د ده خپله ليکنۍ فرموده داسې ده:
(…دغه ښاغلى د کوم غوښن کانديد په پلوۍ غواړي، د کرزي د ادارې ټول ښه او بد له يوه مخه د تکفير په پخه او ډبرينه ټاپه مُهر کاندي او په دغه مورد کي پر هغو زړو بابولالو سر سوى دئ، چي له دې اتو کالو راهيسي د ځينو سياسي کارپوهانو (؟) تر خولې د يوې بې نظمي او بې سُري نغمې په توګه توليدېږي….)
د نوموړي پورتنى قضاوت هم زما د ليکنې جوړښتي او محتوايي بڼې ته د سمې نه پاملرنې او هم د ده د هغه شخصي سياسي تمايل پر بنسټ د شوي فيصلې زېږنده دى چې دى يې له کرزي سره خداى خبر ولې لري. درانه لوستونکي دې زما د نوشتې هغه برخې تر ښاغلي پتيال يو څه په غور ولولي، چې دى يې د وطن په سياسي او اجتماعي حالاتو پورې تړلي ګڼي او بيا دې پرېکړه وکړي چې د محترم پتيال صاحب له خوا پر ما د کوم مشخص غوښن کانديد(؟!) لپاره د کمپاين تور څومره رښتينى دى. ځکه ما خو د کوم ټاکلي کانديد نوم نه دى ذکر کړى او نه مې هم په مشخصه توګه خپله د دروند معترض په رقم ويلي چې پلانى پر کرزي صاحب غوره دى.
زه خپله دا هوايي ډزه له دوو لاملونو خالي نه بولم:
يو دا چې يا به قدرمن پتيال د هغه خارق العاده روحاني ځواک څښتن شوى وي(العياذوبالله) چې په مټ يې د خلکو د زړونو له حاله خبرېداى شي.
دويم دا چې يا به دروند پتيال پر افغانستان د کرزي د ناکام مشرتابه د پاى ته رسېدو طرفدار نه وي او په دې اړه به زما هغو نيوکو ځورولى وي چې نن سبا يې نژدې ټول اصيل افغانان پر خولو ايسته و دوري کوي او ما يوازې د څووم ځل لپاره په الفاظو اړولي دي.
اول احتمال مې زړه ته ځکه نه لوېږي چې د خداى په مخلوقاتو کې آن پيغمبران هم د چا د زړه له حاله پر خبرېدو توانېدلي نه دي. پاتې شو دويم هغه چې په دې صورت کې نو يوازې زه نه، بلکې ټول افغانان او په ځانګړې توګه هغه کسان د ده په وينا د يوه غوښن کانديد(چې سمه او مروجه اصطلاح يې غوړ يا شتمن کانديد دى) پلويان ګڼل کېداى شي چې د خپلسرو بلوسو او هوايي چپاوونو په پايله کې يې پنځلس يا شل کسيزه کورنۍ د څو شېبو له مخه پوفنا شوې او په پايله کې يې د جلالتمآب کرزي څو چشمکه، سړي سر يو-يو لک افغانۍ يا تر دې هم ټيټه بدله ورکړل شوې ده! دا چې د محترم معترض موخه يوازې دردمن بېچارګى دى نو هغه خوار نه له کوم چا څخه د څه امتياز تمه لرلې، نه يې هم لري او نه به هم ان شاالله هېڅکله د هغه چا هېڅ ډول تحفه(که لاپټاپ وي، که پيسې، که موټر وي که خرګاډى) قبوله نه کړي چې د خپل ارګ د ستنو د استحکام د بقا راز د بې ګناه افغانانو د ککريو په لغړولو کې لټوي.
زه نه پوهېږم چې دروند معترض سره له دې چې په سينه کې يې يو شاعر او حساس زړه ټوپونه وهي په کومه وجه د جاري واکمنۍ دومره کلک پلوى دى چې پر شوې هره نيوکه بېځايه ورته ښکاري او هغه يادونې اته کلنه بې سُر و تاله نغمه بولي چې د افغان مېندو او خويندو د ژړاګانو، اوښکو، څيرو-پيرو ګرالبو، له نااميديو او نهيليو ډکو سترګو، له دردونو مالامال آهونو، له لوږې د ورپورې نښتو ګېډو، له تندو د وچو کلکو ژبو او… د ناپايه بشري ناورين داستانونه بلل کېداى شي؟ آيا دا په دې چې يوازې د غم او ماتم يو بې رنګه تصوير بيانوي؟ آيا دا په دې چې د جانان، مى، ساقي، جام جم، مستۍ، ښه ژوند، کورولا، ټوډي او لنډکروزر ذکر په کې نه شته؟ او که په دې چې دا اصلاً هغه خيالي تراژيدي نه ده چې شاعران او هنرمندان يې په جادوګرو تورو انځوروي، بلکې د رښتينو فاتحو هغه کمبله ده چې يوه برخه يې د اوسني ناآهله او هغه حکمران په لاس هواره شوې چې کېداى شي قدرمن پتيال يې هم د ګل آغا شېرزي په شان پر دنګه ونه، ښايسته سپين و سور مخ، هره ورځ بدلوونکو سُتره جامو، برېښنده بوټونو، ګران بيه او پر جوړې چپنې او قره قلۍ، روانې انګليسۍ او پارسۍ مين وي؟
· ښاغلى عبدالقديم جان پتيال د خپلې ليکنۍ فرمودې په يوه برخه کې ليکي:
(…که څه هم زه تر دې دمخه د برېښنا فکري انجمن په تحقيقاتي پروګرامونو او پلټنو خبر وم، خو دغه ښاغلي ملګرى په لنډ ډول د دغه کار پر ضرورت او اهميت هم راته وږغېدى … دا د کندهار خبره وه، د پښتو خبره وه، د ادب او فرهنګ خبره وه او زموږ د هغو مصيبتونو او بخولو مسئله وه، چي نن روځ يې د اورونو په بټيو کي ټول ولس ورسره سوځي … خو کله چي ورغلم، پرته له يو دوو، درو فرهنګيانو څخه، نور ټوله ټکسي چلوونکي، خياطان او د نورو کسبو ماهرين او د مکتبو شاګردان ول او پر هغه ځاى مي پر هغو فرهنګيانو د ملامتۍ ټاپه ووهله، چي د وطن، ژبي او فرهنګ نارې وهي، مګر کله، چي بيا د دغو ارزښتونو د صيقل او غوړېدني لپاره کومه عملي پروسه را پيلېږي، دوى په غارو ننوزي او ځانو ته دليلونه تراشي، چي ګواکي دا کومه پروژه ده، يا د خلکو د غولوني او تېر ايستني کوم پروګرام دئ.)
ماته د ګران پتيال لوړې کرښې د ده تر ټولې ليکنې عجيبې ښکاره شوې. دلته اصلاً نوموړي د هغه څه هڅه کړې چې پر ما يې تور لګولى او لوړ پر وږغېدم. يعنې غوښتي يې دي د ده پر چم له موضوع او حاله بېخکي ناخبره کسان وغولوي او په خپله هغه افسانه يې قانع کړي چې د ځان سپيناوي په نيت يې کښلې ده، ځان يې ډېر سپېڅلى او ځينې نور-په تېره دردمن- يې ناولي او د نورو تالي څټې په کې معرفي کړي دي او دليل يې هم دا بللى چې ځينې نور-زه هم ورسره- بېله دې چې د کندهار، ولس، بخولو، پلانکي و بستانکي غمونه په نظر کې ونيسي د بل پر تالۍ خپلې څلور متره ژبې تېروي، خو زه-محترم پتيال- بيا داسې هېڅکله نه کوم، بلکې لومړى يوازې د يکي يوه ملګري-چې که مې بيا هم د نوم نه اخيستنې هوډ نه واى کړى له خپلو ټولو صفاتو سره به مې ذکر کړى واى-لنډ معلومات اورم، پورتني تراژيک اړخونه او ارزښتونه په پام کې نيسم او بيا يې نو پر تالۍ ورڅکېږم، مګر بيا هم خداى دومره مړه اروا راکړې چې ژبه-که څه هم تر نورو يو څه اوږده او شپږ متره ده- ورنژدې کوم لا هم نه.
زه دې ته حيران يم او دا سوال راسره مطرح دى چې آيا د قدرمن پتيال حافظه په دومره ځوانۍ کې له کاره غورځېدلې او بېخې نژدې تېر شوي حالات او د ځينو مسايلو پر وړاندې موضعګيرۍ يې هېرې شوي که يې قصداً تله پر تېره کړې ده؟ په هر صورت، همدومره هم کفايت کوي چې زما په ياد وي. يو مهال په سورغر اوونيزه کې د ( ) په نوم د ده يو اوونيز کالم خپرېدى چې دم ګړى يې پر کيفيت ځکه نه سره ږغېږو چې بېځايه به وي. يوه ورځ مې د ياد شوي کالم په يوه برخه کې د يوې داسې موضوع په اړه بحث ولوست چې له امله يې ليکوال پر ډېر لوى افسوس او حسرت اوښتى و. نوموړي پر هغو کسانو ځاى-ځاى لفظي بريد کړى او د کوم چا له خوا لمسېدلي يې بللي وو چې د کندهار ادبي جريان عنوان يې له (علامه رشاد بابا فرهنګي بهير) څخه (روهي ادبي بهير) ته اړولى و. په ذکر شوي ادبي جريان کې د ښاغلي پتيال د منظمې برخې نه اخيستنې او آن مقاطعې لامل هم له همدې نظري اختلاف او د هغه د چلوونکو د نيتونو پر سموالي د ده له شکه سرچينه اخيستله . نن هم هغه ځمکه، هغه آسمان، هغه کندهار او حتى هغه فرهنګي تلاښونه دي خو متاسفانه د پتيال دريځ ١٨٠ درجې تغير موندلى. پرون له شلو دېرشو فرهنګيانو سره دومره توان نه و چې پتيال صاحب دې د کندهار، ولس، بخولو او… په خاطر داسې يوه بهير ته ننباسي چې تش نوم يې اوښتى و، خو نن يوازې يو کس-چې د هغه منطق، استدلال او د ژبې فصاحت د نورو په شان خپله ده ته هم ډېر ښه څرګند دى- لا کولاى شي د ټليفون له لارې يې د محمود جان پر هوجره څپلۍ کښلو ته اړباسي؟! تر دې بيان وروسته دې درانه لوستونکي خپله قضاوت وکړي، خو هر څه تور چې پر لګوي د دوى خپل کار دى، مګر يوازې يو د پيسو او مقام طلبۍ ټاپه دې نه پر وهي، ځکه پتيال صاحب د دې کارو نه دى(؟!) بلکې دغسې ټيټې تمې يوازې زما په شان کسانو فطرت دى چې نه د کندهار په کيسه کې وي او نه يې هم د ولس!
د پتيال صاحب په پورتنۍ فرموده کې دويم ټکى، چې د ګيلې رنګ لري، دا دى چې ګنې د يو تحقيقاتي مرکز او کندهار ادبي نغري د اور د ژبغړاندولو په پروسه کې ځينې فرهنګيان-چې غالباً زه يې هم هدف يم- برخه نه اخلي. د ده په اند کله چې د يوه حرکت تشې خبرې روانې وي دوى تيارى ښيي، خو د مناسب وخت او امکاناتو د زمينې په ميسرېدو سره ځانونه پټوي او دليلونه تراشي او دا مهال نو د هغوى د غفلت مسووليت هم پر خپلو اوږو احساسوي او ځان پر دې مجبور بولي چې د هغوى ځاى لا بايد په خورا مېړانه ډک کړي!؟
زه د ځان په استازيتوب ويلاى شم چې هغه ټول حرکتونه، نهضتونه او منډې-ترړې چې د قومي تعصب، سيمه ييز توپير او سوداګريزو استعمارګرانو له خوا تمويلېږي او تر شا يې په ښکاره منفي کمپايني موخې سترګک وهي له هر څومره امتياز سره-سره نه خوښوم او نه هم ان شاالله که مې همدا هوډ او ايمان و، برخه په کې اخلم. ځکه په ما کې دومره توان نه شته چې حتى يوازې خپل ضمير لا د هغه پر مشروعيت قانع کړم، نور خلک خو لا څه کوې چې ليکنې او ځان سپيناوي به ورته کوم؟ زه سبا د يوه افغان د يوې داسې زيږې پوښتنې د ځواب ويلو توان په ځان کې نه وينم چې آن د انوارالحق احدي په شان علمي سټي لا پر اوتو-بوتو سر کوي 1 او نه هم د خداى په فضل دومره بې وسه يم چې پر ښو د بدو او بدو د ښو ګومان وکړم. د دغسې هڅو او پروګرامونو پيسې هغسې نه دي چې د عامو بيارغاونيزو پروژو په شان يوازې د افغانستان د بودجې يوه برخه ضايع کوي، بلکې د تاريخي بدنامۍ تر څنګ د ضمير غوندې يوه بېساري ارزښت ليلام هم ورسره تړلى دى.
· د ښاغلي پتيال د اعتراضيه ليکنې-چې د سختې غوسې په موډ کې يې قلم پر چلولى دى- په پاتې برخو او پاراګرافونو کې بيان شوي استدلالونه او د ځان او خپلو همنظرو ملګرو د سپيناوي او نورو د ملامتولو او تورنولو ښه پوره هڅه شوې ده، په بعضي ځايونو کې خو يې بېخې په نوموړي حرکت کې برخه نه اخيستونکي کسان په ډېرو ماشومانو دليلونو او بېله دې چې خپلو خبرو ته يې پام شي، په سياسي موخو تورن کړي دي.
که فرض کړو چې د پتيال صاحب ګومان سم او هغه فرهنګيان ټول له يوې مخې د جلالتمآب حامد کرزي د سياسي حريفانو پلويان دي او له همدې لامله د کندهار جوړونې(؟!) د دغه نهضت له خوا د غوړېدلي سترخوان پر سر د پرتو نعمتونو خماريان شوي نه دي. نو د هغوى له نظره به دغه هڅه ځکه نامشروع او د کرزي په لارښوونه د ده د کمپاينرانو د پلانونو يوه کړۍ وي چې هم يوازې د ټاکنو پر وخت يې ږغ پورته شوى او هم يې پلان ګذار د ده هغه ورور دى چې د جلالتمآب د واک پر مهال يې ښه … وکړې. په دغسې حالت کې د ده محترم د عجيبو تورونو لړۍ خپله پر ده وراوړي او خپله دى هم له دې پوښتنې سره مخامخ کېږي چې په دې وخت کې نو بيا پر تا څنګه د بې طرفه سړي خيال وکړل شي چې له يوې خوا دې په خپلو سترګو وليدل او ليکنى اقرار دې هم وکړ چې د محمود خان مېلمستون ټول خياطاتو، ډرېورانو او زده کوونکو پر سر اخيستى و او له بل پلوه دې ولاکه د چا او کومو دوستانو په ټينګار ګډون په کې وکړ او ځان دې يې له خپل يوه همنظره سره يو ځاى د هغې د څو کسيزې لارښودې شورا لپاره کانديد کړ او په پاى کې دې يې د غړيتوب وياړ په برخه هم شو؟ که ستا په خبره نورو فرهنګيانو ځانونه پټ کړي وو نو آيا ته ګرانقدر پتيال (جامع الکمالات) او د وخت نابغه يې چې د ارواښاد علامه حبيبي، علامه رشاد او الفت(رحمة الله عليهم) په شان دومره توان دې په ماغزو، قلم او نظر کې وي چې وخت په ځان پسې دروکاږې او د سلو تنو کار وکړاى شې، چې د کندهار د لوېدلي فرهنګ د راپورته کولو په نيت دې په يوازې ځان ملا وتړله؟
(پتيال صاحب مې د دومره لوى پېټي د پورته کولو په چاره کې ځکه يوازې وباله چې ورسره همنظره ملګرى يې له ادبي اړخه دومره ناتوانه دى چې حتى د ډېرو عامو الفاظو سم تلفظونه لا هم نه ورځي او اوس-اوس يې زده کوي او تمرينوي.)
ښايي نوموړى به زما د پورتني بيان ديوې برخې په ځواب کې ووايي چې ما(ګران پتيال) د ياد شوي خوځښت په هر څه کې تغيرات راوستل، له مشرتابه څخه نيولې تر کشرتابه پورې مې وړ کسان په کې سره ځاى پر ځاى کړل او بيا مې برخه په کې واخيسته، خو دا ځکه نه ورسره منم چې اوس هم د دغې کندهار جوړوونکي اجتماع(؟!) د مشرتابه پر ګدۍ داسې يو څوک ناست دى چې د ده په خپله خبره هېڅ ډول فرهنګي او ادبي سابقه نه لري او يوازې يې د کرزي صيب د هغه ورور د چارو د مهتمم دنده پر غاړه لرلې چې د يوه سيمه ييز ټلوېزون (هيواد) ډونر دى.
په دې اړه له نور وضاحته ځکه تېرېږم چې مخکې مې لا سر په درخوږولى دى او تاسې محترم لوستونکي خپله ښه پوهېږئ چې تر کاسې لاندې نيم کاسه شته.
· ښاغلي پتيال د خپلې اعتراضيه ليکنې په يوه ځاى کې ليکلي دي چې ګنې زما د مقالې د (د سيمه پالنې په باطلاق کې ځينې غرق فرهنګيان…) جملې اشاره هغو کندهاري وروڼو ته ده چې په خپله ليکنه کې د (شين) پر ځاى (سين) کاروي. په دې اړه د ښاغلي معترض خپلې خبرې په دې ډول دي:
(…که د ښاغلي دردمن هدف له (سيمه پالني) څخه په اصطلاح د ژبي د معياري ليکدود پر سر د (شين او سين) ساده مسئله وي (چي د دوى د ليکني طرز پر دغه معيار ؟ د اصرار په معنا دئ)…)
خو زما دې هغه په اصطلاح خوله ماته شي چې همدا به مې موخه وي. د پورتنۍ افادې په اړه د ښاغلي پتيال تفسير په دې وجه خپلسرى او سراسر غلط نه بولم چې زما او ده د سويې فرهنګيان به يې موخه وګرځي، ځکه زموږ ثبات خو دومره کيسه هم نه لري چې حتى سپېڅلو او ملي آرمانونو ته دې لا هم ژمن پاتې شو، بلکې له دې امله يې ناسم ګڼم چې زه په هېڅ وجه نه غواړم د علامه حبيبي، علامه رشاد، فاضل استاد بېنوا او اوسمهالي درانه لارښود محترم معصوم هوتک د ليکنۍ تګلارې د سپکاوي او توهين ګناه وکړم.
که لږ ځير شو او هوښ وکاروو، ډېر ژر به مو د ښاغلي پتيال د پورتني تور وروستۍ جمله (چي د دوى د ليکني طرز پر دغه معيار ؟ د اصرار په معنا دئ) ډېر آسانه په دې راز وپوهوي چې متاسفانه خپله معترض له (شين) کاروونکو ليکوالو څخه نفرت کوي او هر هغه څوک د (سين) استعمالوونکو پر ضد ورته ښکاري چې ليکنى سټايل يې د هغه معيار مطابق وي چې نوموړي يې مشروعيت تر پوښتنې لاندې نيولى او په وړاندې يې استفهاميه علامه(؟) ايښې ده.
له دې څخه داسې څرګندېږي چې پتيال صاحب له بده مرغه تر اوسه لا يوې ډېرې ابتدايي منښتې ته هم قايل شوى نه دى. هغه دا چې هر وخت د دوو بېلابېلو تګلارو تعقيب او اختلاف د ضديت په معنا نه وي، بلکې د ليدلوريو زاويې او موقعيتونه پرته له دې چې لومړى مخالف د دويم هغه پر عقيده د بطلان کرښه کش کړي د هغوى د زېږېدو باعث ګرځي.
· د درانه پتيال د ليکنې د وروستيو پارګرافونو په کت کې له يوه ارتباطي-اجتماعي فلسفيانه(!؟) نظر سره هم مخامخېږو. نوموړى فرمايي چې ځکه بايد په غونډو، ناستو، ټولنيزو جريانونو او عامه مجالسو کې برخه واخيستله شي چې همدا پر يوه مهم اشتراکي اصل عمل بلل کېږي. زه د ده له همدې نظر سره يوازې تر هغه ځاىه موافق يم چې نوموړي جريانونه او غونډې د يوې مثبتې موخې پر محور وچورلي، نه دا چې په همدې پلمه په هغو مجالسو او ناستو کې هم په يوه او بله بهانه ګډون وکړل شي چې په ښکاره توګه ترې د قومي او سيمه ييز تعصب بوى پورته کېږي، د ولس د وينه څښونکو څېرو تلين لمانځنې وي او هم يو ډول و بل ډول منفي اړخ لرونکي غونډې-منډې. که بيا هم زما پر ګران دوست محترم پتيال صاحب بده نه لګي او په خپله سويه، اقداماتو او دريځونو کې د (خو) ځاى نه ويني، نو زه به په ډېر احتياط سره خپل نظر يو څه نور هم وغځوم او نتيجې ته به يې ورسوم.
هغه دا چې که قدرمن پتيال هر څومره د ځينو ضمني استدلالونو په مټ خپله ټولنه او ولس په قومپالنه کې غرق وګڼي او په وړاندې مو يې تسليمۍ ته وروبولي، بيا هم د دغسې منفي چارو-چې د خوسا لوشو حيثيت لري- پر مهال د ده او زما په شان څه ناڅه آګاه کسانو کښته پورته کېدنه مثبته توجيه کولاى نه شي، ځکه په تېره کندهار کې دغو مواقعو ته تل کرايه شوي او فرمايشي سپين روبي ورځي او همدارنګه هم هغه ځوانان برخه په کې اخلي چې يا د هغوى معاش خواره خدمتکاران وي او يا هم يوې بصري، سمعي او چاپي رسنۍ ته خبريالي کوي. ما ته د دغه ډول مجلسونو او غونډو د ګډون اړتيا د معترض له لوري د پېش کړل شوي اشتراکي اصل د پالنې لپاره يوه اړتيا نه ايسي او بېله دې چې د وخت په تېرېدو سره د انسان هغه وزرې ورلندې او له کاره وغورځوي چې د پراخ اندۍ تر هسکه پرواز په کولاى شي، بل هېڅ ګټه نه لري.
· ښاغلى پتيال د خپلې اعتراض نامې په يوه بله برخه کې په دې نيت چې ځان ته د محمود جان کرزي هغه ټوک حلال وبولي چې دى يې پر دغسې وختونو د خپل همېشني خوى په حکم پر شتوالي هم منکر دى، نو هغه سرچينې يې هم ورسره مشابه کړي چې زه يا کوم بل څوک معاشي تغذيه ځنې کوو او همدارنګه خپله همدى يې هم تقريباً له څو کلونو راهيسې کور ته ځغلوي.
کوم څه چې دلته يې اضافه کول غواړم دا دى چې ښاغلى پتيال دلته هم زما په اړوند هدف سم پوه شوى نه دى او داسې انګېري چې ما د محمود جان په اجيره حلقه کې د ځينو کندهاري فرهنګيانو له داخلېدو ځکه سر ټکولى چې ګنې د کوم بهرني ډونر د جېب خوله پر را ايله ده. نوموړى اصلاً له ډېرې غوسې دې ته متوجه شوى هم نه دى چې زه د هغو کسانو په استعماري منګولو کې د استعدادونو پر ښکېلتيا ژاړم چې په بشپړه توګه افغانان دي، روانه خوږه کندهارۍ پښتو وايي او د خپلو همدغو شناخته ځانګړنو په زور غواړي يوه موقته اقتصادي لوبه وکړي او خپل شوم مقصد ته له رسېدو سره سم بېرته د پېريانو په شان له سترګو ورک شي.
· محترم عبدالقديم پتيال د خپلو غوسه لړلو کرښو په پاى کې په څو توندو ټکو کې وايي:
(…يوازي او يوازي د کندهار د مختلفو ستونزو او مصيبتونو د سپڼني او څېړني لپاره له دغه بهېر سره همکاري لرو.
په دغه ټولنه کي نه د معاشاتو او امتيازاتو خبره مطرح سوې ده او نه يې په هيڅ ګون تمه کوو او نه هم د کوم موقف خوبونه ورته وينو، بلکي يوازي او يوازي پر هغه اصل ورسره يو ځاى سوي يو، چي دا څو کاله مو يې نارې وهلي دي، چي د کندهار په فرهنګي ساحه کي چي کوم کارونه سرته رسېږي، په هغو د کندهار فرهنګيان نه خبرېږي او نه هم پکښي ونډه ورکول کېږي. دا چي د کندهار فرهنګيانو ته دا ځل د يوې فرهنګي ټولني د جوړېدو واک ورکول سو (چي له بده مرغه د ځينو سياسي محدوديتونو پر اساس اکثرو برخه پکښي وا نه خيستله)، ځکه نو ما او زما ځينو فرهنګي ملګرو دا وغوښتل، چي د کندهار او پښتني فرهنګ د احترام او درناوي په منظور په دغه جريان کي ور داخل سو، خو دا که سبا د دغه پروګرام تر شا نوري بابولالي واروېدل سوې، نو اول به موږ يو، چي پر دغه حرکت به د اعتراض او انتقاد قلم را پورته کوو.)
که څوک د متصف په لاس تورې شوي پورتنۍ کرښې په غور ولولي، نو د يو لړ نورو ټکو تر څنګ به يې دې ته هم پام شي چې زيات قهر، غوسې او کينې دومره په خپله غېږه کې اخيستى چې يو ځل بيا يې خبرې دوه رنګه او له مخکنيو هغو سره په تناقض کې واقع شوي دي.
ځکه نوموړي وړاندې په يوه بل پاراګراف کې کښلي و (…ځکه مي نو له ناکامه د ځينو فرهنګي دوستانو په خاصه غوښتنه او فشار دغه کړۍ ته ځان ور داخل کړ….) يعنې ملګرو زورکي کړى او په دغه حلقه کې يې د ده نه موجوديت د يوه علامه نشتوالى بللى او ده هم له ناچارۍ څخه برخه په کې اخيستې ده خو نه په رسمي توګه!؟
مګر د ليکنې په پاى کې يې په پورتني راغلي پاراګراف کې درج ټکي سړى داسې پوهوي چې په خپله خوښه او لېوالتيا او کوم ځانګړي سياسي لوري ته د نه تمايل(؟!) په وجه يې د وخت د حاکم جلالتمآب پر چهارچوب قدم وراړولى دى. زه نه پوهېږم چې آيا په پورتنيو دوو بهانو کې به لا يوه رښتيا وي او که به ګردسره حقيقت يوه درېيمه څېره ولري.
بل ټکى چې د هغه د پورتني پاراګراف څخه رامخې ته کېږي دا دى چې نوموړى نه پوهېږم د کوم منطق له مخې دغه حرکت ته د کندهار د فرهنګ او ادب غوړېدنې د هغه آرماني منزل په سترګه ګوري چې د ده په وينا تل به يې کندهاري فرهنګيانو هيله او ارزو کوله. ځکه نوموړي په وارو-وارو د رنګارنګ کسانو له خوا ورته اخيستل شوي ګامونه تجربه کړي او مشاهده کړي دي. د هغوى هر ګام سره له دې هم ماتې خوړلې او ډېر ژر سره پاشل شوى چې د ښاغلي پتيال له غوښتنې سره سم د کندهار د فرهنګيانو موجوده ټول ليست يې غړيتوب هم اخيستى و. بايد يادونه وکړم چې هغه حرکتونه تر دې يوه ځکه پاک او سپېڅلي بلل کېدل چې لږ تر لږه طراحان خو يې د وخت ناوړه حاکمان او معامله ګر استعماروونکي نه وو. نه پوهېږم کوم ډاډ پتيال صاحب پر دې قانع کړى چې دا حرکت تر ټولو باثباته، مستحکم او له سياه څا څخه د کندهاري فرهنګ راکښونکې رسۍ وبولي.
پتيال صاحب که زر ځله له دې منکر شي چې دى او ملګري يې د معاش او مالي امتيازونو تمه نه لري، بيا به هم حقيقت هغسې وي لکه څنګه چې په اصل کې دى او هغه داسې دى چې:
ياده شوې ټولنه به په کندهار ښار کې مجلل او مجهز دفتر لري، غړي به يې مختلفي فرهنګي دندې او تماسونه ساتي. نه پوهېږم څو کسيزه لارښوده شورا -چې پتيال صيب يې رسمي او په رايو ټاکل شوى غړى دى- به لري، په راس کې به يې يو مشر او يو معاون واقع وي. لارښوده شورا به د نورو بېلابېلو وظيفو تر څنګ دا دنده هم لري چې د ليکوالو له خوا په کابل کې د يوې خپرېدونکي چاپي خپرونې لپاره ليکل کېدونکې ليکنې(؟) تر نظر تېروي، هر ليکوال ته به کافي حق الزحمه ورکول کېږي او همدارنګه به خپله د ذکر شوي نشريې لپاره د شورا ارکان هم مقالې(؟) کاږي او حق الزحمه به ترلاسه کوي. ما چې د هغې خپرونې يوه ګڼه تر خپل نظر تېره کړې ټولو ليکنو ته يې په ظاهره داسې عنوانه ورکړل شوي چې په لومړي نظر بې طرفه ښکاري خو ترې لاندې د ليکل شوي مضمون په لوستو يې هوښياران ډېر ژر دا درکولاى شي چې د يو څو کرښو په بدل کې پنځوس يا شپېته ډالره اوجوره څه معنا لري.
په پاى کې غواړم پتيال صاحب او د ده همنظرانو ته دا يادونه هم وکړم چې هر څه چې کوئ بې خاره او په نره يې وکړئ، نه په داسې توګه چې سبا يې بيا په دفاع کې هم ستړي شئ او ځاى هم ونه نيسي. ځکه هغه دلايل چې په ناوړو فعاليتونو کې د خپل ګډون د مشروع ايسولو لپاره يې تراشئ، خپله د هغو د سرلارانو، مخکښانو او د هغوى د تګلارو د مثبت ښکاره کولو لپاره يې هم پر هغه ميدان استعمالولاى شئ چې د هغوى اوسني ښکاره حاميان پر ولاړ دي.
پتيال صاحب ته ښايي يو ځل بيا زما حقير او خوار بنده پورتنۍ خبرې حکيمانه لارښوونې او اپلاتوني فلسفې وايسي او ممکن دا وار دا هم پر اضافه کړي چې زه تا غوندې کسانو ته د خپل ځان، اقدام او دريځ د روا زباتولو پر چاره هېڅ مجبور نه يم.
زه به يې په ځواب کې په ډېر ادب، احترام او خاکسارۍ سره عرض کړم چې زما موخه (دردمن) خوارکى نه، بلکې هغه ملت دى چې ډېرې خبرې يې د تاريخ د خورا حساسو عنوانونو حيثيت لري، د هېچا دوه مخې کړنې يې له سترګو پټې نه دي او په دې پوهېږي چې د يوه کس له خوا سهار د آغا ماما(احمدولي کرزي) په امر د وهل شوي معيوب محترم محمديار په احتجاجيه غونډه کې ګډون او ماښام د عبدالقيوم خان کرزي په شخصي ټلوېزيون (هيواد) کې د خبرونو پر مهال د ټليفون له لارې د هغه ډبول جايز بلل، څه معنا لري؟


په دې نور پسې سپېڅلو خلکو مه ځئ
يو ځاى شوي دي بلا او څراغونه


— ——————–
1 هغې پوښتنې ته اشاره ده چې څه وخت وړاندې له نوموړي پوهاند څخه د کابل په شېرپور سيمه کې د يوه رانيول شوي کور په اړه وشوه .

Copyright Larawbar 2007-2024