کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د پرديو موخو پرځای؛طالبان باید د پښتنو د موخو لپاره وجنګیږي

د پرديو موخو پرځای؛طالبان باید د پښتنو د موخو لپاره وجنګیږي

زموږ د پښتنو پر سیمه ، اوس جګړه راتپل شوې ده . ددې جګړې لاراچوونکي یوخوا د امریکا په مشرۍ لوېدیځ او بلخوا القاعده او ترهګر دي . ددې دواړو اړخو او لوریو ترمنځ پنجاب یا اسلام اباد ، د سیاسي بدلمنې « فاحشې » رول لوبوي ، یانې لوېدیځ او امریکې سره د القاعدې او ترهګرو پر وړاندې د جګړې سرښوروي او القاعدې او ترهګرو ته يي خپله خاوره د روزنې او پالنې لپاره په خوندي او جنتي ځای اړولې ده .
د سیمي او نړۍ نور هېوادونه هم ، له ښکېلو غاړو سره په یوه یا بله بڼه خواخوږي لري . خو ددې ټولې لوبې په منځ کې پښتانه لکه د فوټبال توپ له هرې خوا شوټ خوري او په دې خونړۍ او پردۍ جګړه کې د سون د لرګو پتوګه کارول کیږي او سوځيږي .
امریکا او لوېدیځ دا خبره کوي چې دوی پښتني سیمې ته د ترهګرو او القاعدې د ځپلو او منځه وړلو لپاره راغلي دي نو ځکه هر وخت چې زړه يي وغواړي ، په تېره بیا امریکا خپل نوي او ازمایلې سرتیري سیمې ته رااستوي . په بره پښتونخوا کې پيلوټ والا او په کوزه پښتونخوا کې بې پيلوټه الوتکې ورځ تر منځ د پښتنو په لسګونو حجرې ، دېرې او د عادي وګړو استوګنځي له خاورو سره خاورې کوي او په کنډوالو يي بدلوي .
د لوېدیځ په اند ، نن ــ سبا په نړۍ کې یوازې د پښتنو سیمه د القاعدې او ترهګرو پټنځئ او اډه ده . دوی لرو بره پښتونخوا د ترهګرو اډه او د القاعدې سره د جګړې ډګر بولي .
خو القاعده او ترهګر هم لوېدیځ ته ورته نظر لري . د دوی په اند د امریکا په مشرۍ يي لوېدیځ په ښه ځای کې ګېر کړئ دئ . همدلته د پښتنو په سیمه کې القاعده غواړي چې د عربو د استازیتوب
تر چتر لاندې لوېدیځ څخه خپل غچ واخلي او د عربو او اسرایلو حساب ورسره د پښتنو په سیمه کې تصفیه کړي .
بلخوا د پنجاب لپاره د پښتنو سیمه له هرې خوا لنګه غوا ده . پنجاب له لوېدیځ څخه د القاعدې او ترهګرو د له منځ وړلو په پلمه ، په میلیاردو ډالر ترلاسه کوي . خو په همدغو ډالرو ، په پاکستان کې په تېره بیا د پښتنو په سیمه کې پنجابي ، ازبکي ، تاجیکي ، عربي او نور ترهګر روزي او نور نړیوال ترهګر هم پاکستان ته راغواړي او دهمدې پښتنو په سیمه کې يي ځای پر ځای کوي چې بیا يي په بره پښتونخوا کې د ستراتیژیک ژورغالې ( عمق ) د لاس ته راوړلو په موخه چې پاکستان ورته د هند په مقابل کې لکه هوا اړتیا لري ، وکاروي او هم پرې د افغان د ملي مرکزي حکومت د جوړېدا مخه ونیسي .
همدارنګه پنجاب په کوزه پښتونخوا کې د القاعدې او ترهګرو په مټ ، د پښتونستان د خپلواکۍ لپاره د پښتنو ملي غورځنګ ځپی . دوی په کوزه پښتونخوا کې پر دغه مذهبي بنسټپالو نشنل عوامي پارټۍ او نور ملي ګوندونه بدناموي او کمزوري کوي او د سیکولرانو په نوم ورباندې د کفر او الحاد ټاپي لګوي . ملي او په خپلواکۍ مین سپینږیري او مشران پرې وژني او لنډه داچې د پښتنو سټه او بنیاد پرې راباسي .
بلخوا له هند سره د کشمیر پر سر د پنجاب شخړه د همدغو ترهګرو او بنسټپالو په مټ توده ساتل کیږي .
په دې توګه وینو چې پنجاب ، په دغو دریواړه ډګرونو کې ، یانې د پښتونستان د جوړېدو د مخنېوي ، په افغانستان کې د ستراتیژیک ژورغالې د لاس ته راوړلو او له هند سره د کشمیر په شخړه کې، له دغه ترهګرو اوبنسټپالو څخه د پنجابۍ اردو د یوې برخې پتوګه کار اخلي .
پنجاب په دې دریواړه ډګرونو کې د جګړې د پرمخ بیولو لپاره د لوېدیځ ډالرو ، مرستې ، ملاتړ او د ترهګرو پرله پسې روزنې پالنې او شتون ته اړتیا لري . ترهګر او بنسټپال د پنجاب د بې تاریخه دولت د ساتنې او شتون لپاره داسې مثال لري لکه سیروم یا وینه چې د یو ناروغ لپاره اړینه وي .
خو د پښتنو په سیمه په روان ناورین کې نور هېوادونه هم ښکېل دي . روسیه او انډيوالان يي ، ایران ، چین او نور هم غواړي چې د پښتنو د وینو په بیه ، امریکا او لوېدیځ دلته داسې ماتې وخوري چې دا هېوادونه د دوی د راتلونکو پلانونو له شرڅخه د تل لپاره وژغورل شي .
خو پوښتنه دا ده چې دې جګړه کې پښتني طالبان ولې ورګډ دي او دوی د کومې موخې لپاره جنګیږي؟
پښتني طالبان په حقیقت کې په روانه جګړه کې د لوېدیځ ، القاعدې او ترهګرو او د پنجاب له خوا برمته شوي دي. یاد شوي دریواړه لوري ، پښتنانه طالبان د خپلو خپلو موخو لپاره د یوې وسیلې پتوګه کاروي .
پښتانه په روانه جګړه کې هره ورځ په سلګونو شهیدان ورکوي او په زرګونو ټپيان ! هره ورځ د خپلو وتلو مشرانو ، سپینږیرو او پوهانو ، ښوونکو او استادانو ، ډاکټرانو او انجینرانو جنازي په هدیرو سپاري . پښتنو په دې جګړه کې خپلې ټولې مادي او معنوي شتمنۍ یو په بل پسې له لاسه ورکړې .
که څه هم ډېر ناوخته شوئ خو چې نور ناوخته نه شي ، پښتانه طالبان چې ځانونه په دې جګړه کې د پښتنو ټيکداران بولي ، باید دې جګړه کې د پښتنو ګټې او موخې په صفا او روښانه ټکو کې بیان کړي او دهغو د ترلاسه کولو لپاره خپله تګلار او کړنلار څرګنده کړي .
که طالبان ، پښتنو ته د نوي شریعت او اسلام لپاره جنګیږي خو پښتنو ته موجوده اسلام چې له پیړیو راهیسې له خپلو پلرونو او نیکونو ورته پاتې دي ، بسیا کوي . په دې اسلام کې څه نیمګړتیا او کمزوري نشته .
د القاعدې او ترهګرو تش په نوم اسلام پښتنو ازمایلئ او هغه ته د پښتنو اړتیا نشته . طالبان باید د القاعدې او ترهګرو پر وړاندې خپل دریځ په روښانه او څرګنده توګه بیان کړي او له القاعدې ځان راجلا کړي . که افغان دولت او کوزې پښتونخوا مشرانو سره ستونځي لري هغه باید د پښتني دودونو په اډانه کې حل کړي . په دې برخه کې د القاعدې او نورو ترهګرو ملاتړ ته اړتیا نه لیدل کیږي .
د برې پښتونخوا طالبان د خپلو نورو افغاني وروڼو سره په ګډه پرکابل د افغانانو حکومت پياوړي کولئ شي او کوز طالبان د کوزې پښتونخوا د نورو ملي کړیو سره په ګډه د پښتونستان د خپلواکۍ لپاره جنګېدلئ شي . که پنجاب نر وي د پښتنو له ملاتړ پرته دې له هند څخه کشمیر وګټي . که القاعده او نور ترهګر د لوېدیځ او امریکې سره څه دښمني لري ، د فلسطین ځمکه خورا وړ ځای دئ هلته دې ولاړ شي د لوېدیځ او د اسرایلو سره دې هلته جهاد وکړي . پښتانه خپلې ملي ګټې خپله ګټلئ شي او د القاعدې ملاتړ ته اړتیا نه لري .
که د کوزې پښتونخوا طالبان د پاکستان له حکومت سره د اسلام پر سر جنګیږي ، موجوده اسلام د پاکستان د لومړي وزیر ګیلاني په خوله د هغه هېواد لپاره کفایت کوي او د پنجابیانو د بیا مسلمانولو لپاره دې پښتانه نه وژني . او یا که کشمیر د پاکستان لپاره ګټي بیا هم بېځایه دې خپل قوم نه وژني . که طالبان تکړه وي له پاکستان څخه د ې د پښتونستان د خپلواکۍ لپاره خپله پښتو او توره وکاروي او په لر او بر ه پښتونخوا کې دې د پښتنو د یوه غښتلي او پیاوړي دولت د جوړېدو لپاره په مبارزه کې له نورو پښتنو سره ځان شریک کړي .
پښتانه طالبان ولې د پنجاب د موخو ، د القاعدې د ګټو او د نورو لپاره خپل ځانونه او سرونه ښندي ، دوی باید یوازې د پښتنو د ګټو او موخو لپاره وجنګیږي . زموږ د ټولو موخه ، باید پياوړئ افغانستان او لویه پښتنونخوا وي .
موږ باید پخپلو ملي ګټو راغونډ شو او د همدغو ګټو لپاره که اړتیا وي سرونه ورکړو ، نه د پردیو لپاره !
 نن ټول ملتونه او قومونه ، د خپلو ملي ګټو او د ځان لپاره جنګیږي ، پښتانه او د هغو جنګیالي لکه پښتني طالبان ولې له دې څخه مستثنا وي . نور باید د پردیو لپاره سرښندل بس کړو او یوازې او بیا هم یوازې د خپل ځان یانې پښتون قام د ګټو لپاره وجنګیږو !