کور / کتاب / سالنګ كتاب خپرونكي حمزه پېژندنه چاپ كړه

سالنګ كتاب خپرونكي حمزه پېژندنه چاپ كړه


 


ښكليه كه دا غواړې چې حمزه څه دى- حمزه پېژندنه د سالنګ كتاب خپرونكي لخوا تازه له چاپه راووته

.

حمزه پېژندنه كې د غزل بابا په ژبه د ده د ژوند په بېلا بېلو اړخونو هر اړخيز مالومات وركړل شوي دي.
ځوان ليكوال صالح محمد صالح پر كتاب د خپلې ليكنې په يوه برخه كې ليكلي: ((په دې كتاب كې چې د حمزه بابا د يوې مفصلې مركې ژباړه ده، تاسې په خپله د ده له خولې د نوموړي د ژوند پر نورو اړخونو خبرېږئ، په ډېره ساده ژبه يې د خپل ژوند ځينې ترخې او خوږې تجربې، دغه راز نورې پېښې يادې كړي چې په ځينو برخو كې يې په څرګندونو كې يو خوږ طنز هم شته، په ځانګړې توګه كله چې د خپل ماشومتوب د وخت ځينې كيسې كوي.))


حمزه پېژندنه د غزل بابا حمزه شينواري سره په اردو ژبه د خاطر غزنوي مركه وه، چې د ((داستان امير حمزه)) په نوم د كتاب په بڼه له نن نه دولس كاله پخوا چاپ شوې وه.

دغه مركه ځوان ليكوال ذبيح الله احساس پښتو كړه او(( ښكليه كه دا غواړې چې حمزه څه دى- حمزه پېژندنه)) په نوم د كتاب په بڼه په سپين كاغذ او رنګه پښتيو د سالنګ كتاب خپرونكي لخوا خپره شوه.

حمزه پېژندنه دوه برخې لري، په لومړۍ هغه كې يې له بابا سره شوې مركه او په دويمه برخه كې يې د ژباړن لخوا د بابا ۱۲۰ غوره كړاى شوي بيتونه راغلي، چې د كتاب ارزښت يې يو په دوه كړى دى.

د كتاب لومړۍ برخه د بابا په پيغام پاى ته رسېږي:
((په عامه توګه ټول انسانيت او په ځانګړې توګه پښتون ملت ته وړانديز كوم چې خپلې حيواني غوښتنې دې له پامه وغورځوي او د انسانيت ساتنه دې وكړي. كله چې انسانيت ازاد او خپلواك وي او د حيوانيت له كړۍ ووځي نو په نړۍ كې امن راځي.
امن د انسان د حقيقي پرمختګ ضامن دى او بس.))
حمزه پېژندنه-۱۶۶مخ


سالنګ كتاب خپرونكي له تېرو دوه كلونو را په دې خوا هڅه كوي چې ګټور پښتو كتابونه چاپ كړي. تاسو حمزه پېژندنه او د خپرونكي نور چاپ شوي كتابونه د هېواد له بېلا بېلو كتابپلورنځيو څخه تر لاسه كولى شئ.