کور / کتاب / هغه چاپ شوه

هغه چاپ شوه

 


د سالنګ كتاب خپرونكي لخوا د شمال ميشتي ځوان شاعر ذبيح الله احساس لومړۍ شعري ټولګه (هغه) په سپين كاغذ او رنګه مجلدو پښتيو تازه له چاپه راووته

.

د ((هغه)) پيل د ((داشېبې دې پاتې وي يادګار د ژوند)) تر سرليك لاندې د هميم جلالزي په لنډكۍ ليكنه شوى.
هميم د خپلې ليكنې په يوه برخه كې د احساس په اړه داسې ليكلي: ((ذبيح الله احساس د ډېرو غوندې يواځې لفظونه، نه دي راټول كړي بلكې شاعري يې له ځانه سره پيغام هم لري. پيغام د يو شاعر دشعر اروا ده او دغه اروا مې د احساس په شعرونو كې ځاى په ځاى احساس كړې ده. د ده شاعري كې به ارو مرو پيغام پروت وي، ځكه چې دى د يو ارمان لپاره كار كوي، منډې وهي او قرباني وركوي.))


په ((هغه)) كې غزلې، نظمونه او ټوټې لوستلى شئ.

سالنګ كتاب خپرونكي له تېرو دوه كلونو را په دې خوا د پښتو ادب د لا ځلونې په موخه د بېلا بېلو ليكوالو ګټور كتابونه خپاره كړي دي.
تاسو ((هغه)) او د سالنګ كتاب خپرونكي لخوا نور چاپ شوي كتابونه د هېواد له بېلا بېلو كتابپلورنځيو څخه په وړ بيه تر لاسه كولى شئ.