کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / کای آیډې: افغانستان دجنګسالارانو په ځای سیاست بازانوته اړتیا لري

کای آیډې: افغانستان دجنګسالارانو په ځای سیاست بازانوته اړتیا لري

کای آیډې څه وایي :

دافغانستان لپاره دملل متحد خاص نماینده کای ایډې ابله ورځ دناټوپه پسرلنۍ ناسته کې نابللئ .

مېلمه وه نوموړي به خدایزده چې نورڅه ویلي وي خوپه مطبوعاتوکې یې په سره خط راغلې ویناداوه چې : افغانستان دجنګسالارانوپه ځای سیاست بازانوته اړتیا لري .

سره له دې چې نن سبا نړۍ اونړیوال دخوګ دانفلونزا له وېرې ګبڼۍ نېولي اویوه جهاني وبا ورته بریښي خوزماپه اندتردې لوی ناورین همدادسترګواوعقلونودړوندوالي ناروغي ده چې نږدې ټول نړیوال په تېره سیاستوال ترې رنځیږي .

په نننۍ نړۍ کې دموجودولویو اوبیخي لویوپدیدوتعریفونه لاهم ظاهرا ورک دي .انسان دعقل په رڼا اودحساسووسائلواودوربینونوپه مټ په مریخ کې داحتمالي ژوندامکان وموندخوپه ځمکه دموجودوغرونوغرونوحقائقوپه اړه یې لاهم دعقل بصیرت اودسترګوبصارت کارنه کوي .

ترهګري لاهم یوه لاینحله معما پاته ده چې په پخوانۍ اصطلاح ادم نشته بوی یې شته ددهشتګراوازادي بخش تعریف ترمقتضی الحال اومقتضی المقام پورې تړل شوی دکای ایډي په ژبه دسیاست باز اوجنګ سالار تمیزاوتفکیک دوریښموله تول نه لا هم ډېردقت اواوباریک بیني غواړي دیرغل اویرغلګرتوري دحقیقت مهجوره غوندې له استعماله غورځېدلي اوځای یې سوله ساتنې اوبیارغاونې ډک کړی .

لنډه داچې دمروجولغتوقاموسونه اولغت پوهان له یوې مخې داسې زیړي وهلي چې اوس دصفرایانوغوندې دیوه شي په خونداومعنی هم نه پوهیږي نومجبورا له اټکله غږیږي اوکله ناکله خوداسې نادودې ترې وویل شي چې سړی ورته حیران پاته شي .

دبېلګې په توګه یوفلسطیني مقاومت یې تجزیه کړی نیم ته دازادۍ جګړه وایي نیم ته ترهګري دغه رازددارفور اوختیځ تیمور عیسویان ازادي بښونکي جنګیالي دي خودافغانستان اوعراق مسلمانان تروریستان اوترهګردي ….

نوخبره مې دکای ایډي دتازه ویناکوله کله چې حقائق اودپدیدوتعریفونه تردې حده په تیاره کې وي نواوس به کوم نر دنوموړي په مطلب پوه شي چې دده له انده جنګسالاران څوک دي اوسیاست بازان څوک دي یادنوموړي په ګومان افغانستان چاته اړتیالري اوچاته یې نه لري؟؟

که له جنګسالارنه دجنګ دلارښوداوجنګ پیلوونکي معنی مرادشي نوبیاخوپه خپله کای ایډي هم دافغانستان په اړه دیوې جنګسالارې ادارې استازیتوب کوي ولې ؟په افغانستان کې دروان اته کلن ناتارمنبع همداملل متحدنه ده چې دقهروړي بش دخوشالولولپاره یې دخپل منشور اوومه ماده له سره وتوږله اوداسې یې تفسیرکړه چې په افغانستان دامریکایي ظالمانه یرغل په اړه دپینټګان لپاره یوقانوني سندشي همدااجازه ددې باعث شوه چې اوس که B52په خټینوکوډلواوناخبره کلیوالوافغانانوباندې اورهم

وروي نونړیوال یې دسولې کوترې بولي دسولې کوترواوکوتربازانوتېره میاشت په بالابلوک کې کابو۲۰۰بېګناه انسانان په اوراووینوکې ولړل خودکای ایډي دادارې دریځ بیاهم دبایداوشایدپه تشریفاتي الفاظوکې نغښتی وه .

دډېروله انده دامریکایانوددې بې سابقې مظالموپه اړه دملل متحد منافقانه سکوت داقرارمعنی لري چې په پایله کې نه یوازې په امریکایانوبلکې په خپله په ملل متحد هم دجنایت کار اوجنګسالار تعریف صادقیږي چې په دې وخت کې به بیا دکای ایډي تازه څرګندونې داسې معنی ولري لکه چې غل هم وایي غل رانیسئ اولوټ شوی هم وایي غل رانیسئ …