کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / لونګې لرونکي پاکستاني فوځيان !

لونګې لرونکي پاکستاني فوځيان !

پاکستان له تيرو څومياشتو راپديخوا ددې لپاره چې خپل سياسي او استراتيژيکي پلانونه په ښه توګه عملي کړي له هغو تش په نامه طالبانو سره چې ددوی لخوا جوړ شوي ډراماتيک مذاکرات او معاهدات پيل کړي دي ترڅو نړيوالو ته دا ثابته کړي چې ګويا هغه طالبان چې څه موده مخکې يې هيڅ نظامي اولو ژستيکي امکانات نه درلودل اويوازې يې په جوماتونوکې وظيفې راټولولې او س په يو رښتيني قدرت او ځواک بدل شوي دي ترڅو له يوې خوا خپل ناوړي پلانونه او اهداف پلي کړي او له بلې خوا له نړيوالو څخه دطالبانو او ترهګرو سره دجګړې په نوم په ملياردو نو ډالر ترلاسه کړي مګر پايله ئې داشوه چې دپاکستان شپږ لکه کسيز ه فوځ په سوات کې دډيرو لږو طالبانو په وړاندې په ګونډو او دتسليم سرونه ئې ټيټ کړل او دطالبانو ټولې غوښتنې يې ومنلې .

په دې وروستيو کې ئې له مولا نا فضل الله سره له بونير څخه دطالبانو دوتلو په هکله بله معاهده وکړه ځکه چې پنجابي واکداران په دې وپوهيدل چې اوس نو دپاکستان حکومت او ددوی شپږ لکه فوځ حيثيت ترپوښتنې لاندې ده نو طالبانو ته يې دبونير پرځای شانګله پار علاقه پريښوده ترڅو دخلکو دې پوښتنې ته ځواب پيدا کړي چې طالبان داسلام اباد 100 کيلو متري ته ولې ورسيدل ؟ مګر دخلکو له بينا سترګو څخه هيڅ څيز پټ پاتې نشو ځکه دپاکستان ټول خلک په دې پوهيږی چې شانګله پار له بونير څخه اسلام اباد ته ډيره نږدې ده نو دپاکستان حکومت غواړي چې دنړيوالو په سترګو کې خاورې واچوي حقيقت خو دادی چې طالبان د پاکستان داستخباراتي کړۍ هغه حلقه په غوږ غلامان دي چې هر وخت وغواړي استعمال يې کړي استعمالوي يې او دا خو هسې يوه ډرامه وه چې په ملاکنډ او مومند ايجنسي کی طالبان شته دی او دو ی دشريعت دنفاذ لپاره جګړه کوي ، اصلي خبره خو داده چې دوی طالبان نه بلکې د ( I S I ) پټکۍ لرونکي بې وردۍ فوځيان دي چې غواړي ددوی په ذريعه خپل ټول هغه سياسي او نظامي پلانونه چې د پښتونخوا او دافغانستان په هکله يې لري عملي کړي او  مولا نا فضل الله ، صوفي محمداو مسلم خان د دوی هغه په پيسو اخستل شوي جعلي ملايان دي چې ټول عمر يې د ( ای،اس،ای) غلامي کړې ده اوددوی له امله په زرګونه پښتانه په ډول ډول نومونو په شهادت رسيدلي دي ،نن سبا پښتونخوا کې چې دطالبانو په نوم کومه لوبه روانه  ده او  کومې معاهدې چې ترسره کيږي دا ټول دپاکستان دحکومت استخباراتي کړيو هغه دوه مخې سياست ده چې دپښتون قام او نړيوالې ټولنې دغولولو په خاطر ترسره کوي ، هره ورځ ډيرشمير بې ګناه مسلمانان وژ ل کيږي مګر ګټه يې دومره ده چې پنجابي واکداران يو څو روپۍ ترلاسه کوي .

نړيواله ټولنه بايد دپاکستان دحکومت ناوړه فعاليتونه او دنړيوالو قوانينو څخه سرغړونې په دقيقه توګه وڅاري ددوی پر دوه مخه سياست غور وکړي کنه نو له ترهګرو سره جګړه به دنړيوالې ټولنې په ځانګړي ډول امريکا لپاره ډير ګران پريوځي .

په درنښت