کور / ترخې خبري / معلم حبيب الرحمن په غزني کې د غلاوو او فساد جرړه

معلم حبيب الرحمن په غزني کې د غلاوو او فساد جرړه

له تېرو څو مياشتو راهيسي په اونۍ کې څو ځله له رسنيو څخه د غزني د ولايتي شورا د غړو چې له پخوانيو جګړه مارو ډلو ټپلو څخه جوړه ده د استازو او د غزني د والي ښاغلي ډاکتر محمد عثمان عثماني تر منځ د اختلافاتو او ستونزو خبرونه اورو، چې هره ورځ د غزني د ولايتي شورا د استازو له لوري پر ښاغلي عثماني تورونه لګول کېږي، خو پايله يې ځکه هيڅ ده، چې دا تورونه ټول دروغ وختل او کوم حقيقت نه لري.

ددې لپاره چې د موضوع په اړه ښه پوه شو، راځئ چې د يوڅو ټکو په هکله په دې لنډه ليکنه کې بحث وکړو.

د غزني د ولايتي شورا رئيس معلم حبيب الرحمن نومېږي، يو څو صنفه مکتب يې لوستى دى، او د جهاد په لومړيو کلونو کې يې د حزب اسلامي د ځينو قومندانانو اولادونو ته ديني درسونو تدريس کول، چې له هغه راهيسې په معلم بآندې مشهوره دى.

معلم حبيب الرحمن د حزب اسلامي له قومندانانو سره تر ارتباط وروسته د غزني د اندړو ولسوالي کې لومړى د يوې جبهې د مرزا او بيا يې د ده د چالاکۍ او دوه مخۍ له امله د يوې جبهې مرستيالي ورته وسپارله،زما ښه په ياد چې زموږ په سيمه (اندړو) کې حبيب الرحمن او مامور جبار چې اوس د ولسي جرګې غړى هم دى، څه نخرې وکړې، دوى چې به کله څوک پر کوم تور ونيول نو تر وهلو ټکولو وروسته به يې يا وواژه او يا به يې په زور وربآندې د خپلې جبهې خدمت کاوه او د غلام غوندي به یی کاراوه ، خو ډېرى هغه کسان چې دوى به د کمونيست يا خلقي په نامه وژلي وو، وروسته به مالومه شوه چې هغه د مجاهدينو د کوم بل تنظيم او ډلې خلک وو، د مامور جبار او معلم حبيب الرحمن د ظلمونو له امله زموږ د سيمو ماشومانو د معلم حبيب الرحمن له امله له ټولو معلمانو يا ښوونکو څخه وېره درلوده، او کله چې به چا وويل چې معلم راغى نو ټول به غلي او پټ شول.

د حزب اسلامي د يوه قومندان فيضان او معلم حبيب الرحمن تر منځ يوه خورا خونړۍ جګړه وشوه، چې پکې د دواړو ډلو ډېر کسان ووژل شول، او حبيب الرحمن په پېښور کې د افغان کډوالو د سيمه ايز مسوول په توګه ددغه ګوند لخوا وټاکل شو، هلته يې د کونډو، يتيمانو او افغان بېوزلو کډوالو د حقونو په خوړلو پيل وکړ، او هغه د چا خبره دوبۍ په لاس ورغله، ډېر داسي ماشومان چې پلرونه به يې ژوندي وو او معلم به مرستندويه موسساتو ته د يتيمانو په توګه ورپېژندلي وو او پر سر به يې له مرستندويه موسساتو څخه خورا ډېري پيسې اخيستې او خپل جېب به يې پرې ډکاوه.

معلم حبيب الرحمن به هلته هم له افغان بېوزلو کډوالو سره تربورګلوي کوله، او هغه کسان چې دده به ورسره شخصي ستونزې وې د هغو حقونه به يې هم په خپل جېب کې اچول.

لنډه دا چې په پاۍ کې په پېښور کې د افغان کډوالو له خوا په غله معلم باندې مشهور شو، او څو ځله خو د همدغو کډوالو له لوري ووهل او وټکول شو.

خو معلم لا هم خپلو دغو کرغېړنو فعاليتونو ته دوام ورکړ، او اصلاح نه شو، او غلا او غداري يې په خټه کې اغښل شوېده.

لنډه دا چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د غزني په مستوفيت کې د کومې ادارې د مدير په توګه مقرر شو، خو هلته يې هم له هغه خپل خوى څخه کار واخيست، او خورا ډېري پيسې غلا کړې، او بيرته د پېښور پر لوري ولاړ، د طالبانو له سقوط څخه وروسته معلم په يوه نوې څېره کې غزني ته راغى، او له خلکو سره يې د اړيکو په ټينګولو خلکو ته د چوپړ کولو لاپې پيل کړې، او وروسته يې په همدغه چل د غزني له بېوزلو خلکو څخه ولايتي شورا ته رايه واخيسته، او د غزني پر خلکو يې يو ځل بيا ظلمونه پيل کړل.

په ولايتي شورا کې معلم حبيب الرحمن له عجيبه دوه مخۍ څخه کار واخيست، هغه داسې چې په دولت کې موقف د پيدا کولو لپاره به يې دولت ته د طالبانو د پټنځايونو په هکله مالومات ورکول، خو کله چې به دولت په سيمه کې د عملياتو په ترڅ کې وسله وال طالبان ونيول نو معلم به په طالبانو کې د موقف د پيدا کولو لپاره د بندي شويو طالبآنو د خلاصون هڅې کولې، او هغوى به يې له بنده څخه آزادول.

وروسته معلم يو ساختماني شرکت جوړ کړ، او کله چې به يې د اندړوو قره بآغ، ګيرو، اب بند او نورو پښتني ولسواليو لپاره پروژې واخيستې، نو د امنيت د نه شتون له امله به يې ددغو ولسواليو حق پر نورو (غير پښتني)ولسواليو خرڅاوه، د معلم حبيب الرحمن همدغه غلاوې او شوکې وې، چې معلم په کابل کې د 10 لکو ډالروپه ارزښت د درملو تجارت پيل کړ.

د معلم دغو ټولو غلاوو ته په کتنې سره هغه په غزني کې د امنيت د خرابوالي، غلاوو، او فساد جرړه بللاى شو، همدرانګه هغه د مظلومو هيوادوالو پر وژنه لوټ او تالان تورن دى، او د مظلومو افغانانو حقونه يې خوړلې دي، له خپل منتخب ولسمشر، ولسي جرګې، مشرانو جرګې او سترې محکمې څخه په ډېر درنښت هيله کوم چې د نوموړي په اړه دې ژر تر ژره پرېکړه وکړي، او معلم دې ددغو ټولو ظلمونو له امله د محاکمې مېز ته را کش کړي.

د خپلواک، آزاد، او سرلوړي افغانستان په هيله

تبصره نسته

  1. زه د معلم صاحب حبیب الرحمن مدافع وکیل نه یم خو کله مې چې د معلم صیب حبیب الرحمن په هکله د ښاغلي وحید غزنیوال لیکنه له نظره تیره شوه او هغه څه چې ښاغلي غزنیوال د معلم صیب حبیب الرحمن په هکله لیکلې دي پرې ډیر زیات خواشیني شوم . زه پخپله د ننګرهار یم او د معلم صاحب دکور او کورنۍ سره تړاو نه لرم خو زه په خپله معلم صاحب او کورنۍ یې دنژدې ۳۰ کالو راهیسي ډیر د نژدې نه پیژنم ، د معلم صاحب ورور ډاکټر عبدالاحد شهید د خپل وطن دازادۍ او د اسلامي نظام د قیام له پاره په خپل وطن کې د روسي اشغالګرو ځواکونو په مقابل کې خپل سر ورکړ . د قران ډیره ښه قارې او د طب ډیر ښه ډاکټر و ، خو د وطن مینې دجهاد اود مبارزې سنګر ته کش کاوه ، که نه هم د ډاکټر صیب اوهم د معلم صاحب تر مخه ډیرې دروازې لکه د نورو وطن پریښوونکو اوتښتیدونکو عناصرو په څیر پرانستې وې چې یوې لورې ته ولاړ شي او خپل ژوند د افغانستان ددې بحراني ژوند څخه بیرون و کاږي او نن د یوشمیر بې وطنه او بې کوره زمریانو په څیر دپردي پاسپورټ سره د پردیو په اوږوسپاره بیرته را ستانه شوي وای او ددی بې وزله ولس په سر حاکمان ګرځیدلې وای .

    دمعلم صاحب حبیب الرحمن په هکله او د هغې د امانتونو د ساتلو په هکله زه همدومره ویلاې شم چې نوموړي یو وخت د حزب اسلامي د فرهنګې کميتې د نشراتې څانګې په برخه کې کار کاوه ، ټول مالي او پوستې مصارف د همدې په غاړه و ، په خپلو کارونو کې دومره منظم ، په ورسپارل شوو امانتونو کې دومره امین ، او دومره مخلص و چې که چیرې دهغې په څیر نور دغسې امین عناصر و شتون درلوداې نو زمونږ ډیرې ستونزې به اوس حل شوې وای .

    زه په خپله نه دمعلم صاحب حبیب الرحمن اونه دهغه په څیر د مخلصو ،مؤمنو او په وطن او دین مینو نورو وګړو سره په دې موافق یم چې، په داسې حال کې چې هیواد چې همدا اوس یو ځل بیا د متکبرو او وژونکو بیګانه و په لاسو کې دي او هره ورځ زمونږ دهیوادوالو وینې په ویالو کې بهیوی ، چې د هغوې په چوپړ کې دې دهغوې خدمت ګار شي ، خو کیداې شي یو شمیر ځآنګړیو مجبوریتونو هغوې دې ته کار اړ کړي وی تر څو د محیط سره سازش وکړي .

    ما دمعلم صاحب حبیب الرحمن مرکه د هیواد د یوه تلویزون په څپو کې هم واوریده ، هغه سره ټول هغه اسناد موجود و د کومو له پاره چې اړتیا وه ، بدبختانه نن زمونږ دهیواد والیان ، قوماندانان ، وزیران ، د شورا وکیلان ټول په غلاو کې او په دواړو لاسونو د وطن د لوټولو په لار کې مصروف دي ، نن ټوله نړۍ زمونږ د سترو مقاماتو د اداري فساد په هکله نارې سورې وهي او طبیعي ده چې د اداري فساد دهمدې ډول بې واکه ، بې احساسه او مفسدو والیانو په لاسو کې دې چې هم دپردیو مزدوران دې او هم د خپل ولس غله او داړه ماران .

    که ښاغلي غزنیوال په دې هکله د والی صیب سره کومه معامله لري نو خپله معامله دې وکړی خو د یوه ښه شریف او بادیانته انسان په لمن دي بې ځآیه داغ نه لګوي او نه دي پرې تهمت لګوي ځکه د الله په وړاندې تهمت لګول د کبیره ګناهو څخه ګڼل کیږي او ښاغلي غزنیوال دې د یوه مفسد په خاطر دکبیره ګناه څخه ځآن و ژغوري .
    په درنښت