کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ((داسې خو مې تل وهه))

((داسې خو مې تل وهه))

وايي يوه ورځ خان د خلكو په مخ كې په خپل يو وفاداره نوكر ډېر په غوسه شو او پر هغه يې د تورې وار وكړ، خو توره له نوكره بچ او د خان په هغه سركشه اس ولګېده او مړ شو چې نوكر به ترې تل په تنګ و.

دغه كار خان ته نوره غوسه هم وروسته او نوكر يې د لښتو لاندې واچوه او ډېر بد بد يې وواهه.

لږه شېبه وروسته خان ته د خپل وفاداره نوكر پر وهلو پښېماني ورغله او د خلكو په وړاندې د خپل حيثيت د اعادې په موخه يې هغه دلاسا كولو هڅې پيل كړې.

يو څه پيسې يې وركړې او يوه اونۍ يې ېه رخصتۍ كور ته واستوه.

له يوې اونۍ وروسته چې نوكر بېرته وګرځېد، نو خان ترې د غمرازۍ په موخه پوښتنه وكړه چې زما په وهلو خو به خفه شوى نه يې؟ نو نوكر چې له دې وهلو دوه ګټې يانې د اس له غمه خلاصېدل او پيسې ترلاسه كړې وې په چټكۍ سره يې ځواب وركړ(( نه صيب، داسې خو مې تل وهه)).

په خواشينۍ سره خبر شو چې ښاغلى محمديار په كندهار كې د ملي امنيت كسانو له خوا په خورا ناځوانۍ وهل شوى او ګواښل شوى دى.

د پېښې پر مهال وهونكو ورته ويلي چې دغه كار د كندهار والي او د ملي امنيت رييس په امر كوي.

د دغې پېښې خبر داسې راغلى: دغه مشاعره چې د اطلاعاتو او كلتور رياست په نوښت جوړه شوې وه د كندهار پوهنتون دريو محصلينو او ځينو فرهنګيانو د غونډې په جريان كې د ډاكټر اشرف غني احمدزي ژوندليك وېشه چې د كندهار ښاروال غلام حيدر حميدي او د اطلاعاتو او كلتور رئيس عبدالمجيد بابي په قهر سره دغه پاڼې وڅېرلې او ښاروال پر عزت الله اميد او ښاغلي غلام محمد حميدي ګوزارونه وكړل او دوى ته يې سپكې سپورې وويلې.

وروسته د ملي امنيت رياست ځينې كاركوونكي چې په شخصي كاليو كې وو، غونډې ته دننه شول، ځوان شاعر عزت الله اميد او فرهنګپال حميدي ته يې په لاسونو كې زولنې واچولې او نيم ساعت يې لمر ته كښېنولي وو.

دوى ته يې وويل چې حق نه لري مشاعرې ته لاړ شي.

وروسته عبدالاحمد محمديار د منځګړي په توګه دننه شو، دغو وسلوالو محمديار ته هم د وتلو امر وكړ، وروسته د ملي امنيت رياست مرستيال او د دې رياست دوو نورو كاركوونكو محمديار يوې بندې كوټې ته دننه كړ او له هغه څخه يې پوښتنې ګروېږنې پيل كړې چې ولې يې په غونډه كې د ډاكټر اشرف غني احمدزي ژوندليك وېشلى دى. كله چې دغه شاعران له مشاعرې څخه په زوره وايستل شول، د كندهار هوټل مخې ته د ملي امنيت رياست درې وسلوال راغلل له هغه سره، ورسره ملګري يې په وسلو وګواښل او محمديار يې د هغه په لكړو سخت وواهه چې لاسونه او مخ يې ټپي شوي دي.

محمديار په دې اړه وويل: د ملي امنيت رياست دغو وسلوالو چې په شخصي كاليو كې وو، ورته ويل چې والي ډاكټر توريالي ويسا ورته امر كړى چې محمديار له دې غونډې وباسئ، ويې ډبوئ او مشاعرې ته يې مه ورپرېږدئ.

عبدالاحمد محمديار وايي، د غونډي په منځ كي د كندهار ښاروال غلام حيدر حميدي د سوال او جواب د پاره ځانته ور وغوښتئ، چي ولې په غونډه كې د ډاكټر اشرف غني احمدزي كمپاين كوې.

خو محمديار د لر او بر ويبپاڼي ته وويل چي له دې كاره يې موخه كمپاين نه، بلكې د نورو مجلو او اخبارونو ترڅنګ د ډاكټر اشرف غني احمدزي چې د هيواد يو عالم شخصيت دى په ژوند د خلګو خبرول وو.

محمديار وايي، د كندهار ښاروال غلام حيدر حميدي د احمدزي د ژوندليك پر سر چي څو مياشتي د مخه لا په انټرنيټ پاڼو كي خپور سوى و، د پوهنتون يو محصل تر ده د مخه ډبولى او له غونډې څخه ايستلى وو.

د محمديار په وينا، امنيتي كسانو ده ته هم د وهلو ګواښ وكړ، او ورته ويې ويل چي د كندهار والي ډاكټر توريالي ويسا امر ورته كړى چي په وهلو او ډبولو يې په زوره له غونډي وباسئ.

محمديار د خپل عمل څخه د دفاع په خاطر لر او بر ته وويل: ((كه د يوه كانديد ژوندليك پر خلګو وېشل هغه ته كمپاين(جرم) ګڼل كېږي، نو بيا خو د كندهار ولايتي شورا او ولايتي چارواكو د حامدكرزي په ملاتړ د دولتي امكاناتو څخه په استفادې سره په تېرو دوو اونيو كي دوې لويې غونډې جوړې كړي، چې بايد چارواكي يې سپيناوى وكړي او د دغو غونډو پر جرياناتو د افغانستان په ملي راډيو ټلوېزون، د كندهار په سيمه ايزو راډيوګانو او پښتو انټرنيټ پاڼو كې خبرونه تېر سوي دي )).

د پېښې لامل په خبر كې پوره پوره په ډاګه شوى او هغه دا چې ولې په غونډه كې د اشرف غني احمدزي ژوندليك وېشل كيږي يا په بله وينا مخكې له دې چې د ټاكنو خپلواك كمېسيون چې خپلواكي يې لا د مخه ټول ولس ته تر پوښتنې لاندې ده، ولسمشرۍ د كانديدانو كمپاين په رسمي توګه اعلان كړي ولې ورته كمپاين كيږي.

په خبر كې دا هم په ډاګه شوي چې د كرزي چوپړيانو هم لا د مخه كمپاينونو ته ملا تړلې ده، خو څوك ورته څه نه وايي، چې په دوى كې د كندهار واكمن هم شامل دي.

په هر صورت! وايي د سرزورو اوبه مخ پر لوړه ځي، خو هغه څه چې له دې پېښې بهر ته انعكاس مومي هغه د پېښې مسوول ته خورا زيان رسونكي دي.

كه چېرې د دغې پېښې مسووليت كرزي ته ور په غاړه كيږي چې لاتر مخه ورته ګوته نيول شوې، نو دا به په ټاكنو كې كرزى د ملت ګرايانو او ولس له غبرګون سره مخ كړي.

همداراز كرزى به د ډيموكراسۍ په تر پښو لاندې كولو تورن كړي او دا به نوموړى د كورنيو او نړيوالو ډيموكراتيكو بنسټونو له غبرګون سره مخامخ كړي او هغه ادعاوې به چې ده د ډموكراسۍ او بيان د ازادۍ په ملاتړ كولې هغه به ټولې باطلې په اثبات ورسوي.

كمپاين په حقيقت كې يو كال مخكې پيل شوى او ټولو كانديدانو له يوه كال راهيسي خپلو ځانونو ته كمپاينونه كړي او كوم څه چې په دې اړه رسمي بڼه لري هغه دا دي چې د ټولټاكنو د كميسيون له اعلانه مخكې كانديد حق نه لري چې د تربيون ترشا ودرېږي او خپل ملاتړ له پاره خلك راوبولي خپل ځان سپين او نور تور وښيي.

دا چې كميسيون ولې د كمپاين موده شا ته اچوي او د كمپاين له پاره شرايط تنګوي، دا هغه څه دي چې كميسيون د كرزي پر وړاندې نورو كانديدانو له پاره د كمپاين شرايط سختوي.

دا په داسې حال كې ده چې كرزي 6 مياشتې وړاندې خپل كمپاين پيل كړى او له دولتي امكاناتو او خپلو دولتي مافيايي مامورينو پر مټ ځان له پاره كمپاين مخته وړي.

تر دې وړاندې د كرزي په شمول د ولسمشرۍ د كانديدانو له خوا غونډې رابلل شوي او ولايتونو ته استازي او پيسې لېږل شوي دي.

په دې خبرو د كندهار چارواكي تر بل هر چا ښه خبر دي ځكه چې دوى له څو كلونو را په دې خوا په كندهار كې د واك په برمتې بوخت دي او په دې پوهېږي چې كوچنى ولسمشر(په كندهار كې د حامد كرزي كشر ورور ولي كرزي ته ويل كيږي) هلته څه كوي او قومي برمتې څنګه پر نورو تپل كيږي، دا چې بيا هم له كرزي پرته د نورو كانديدانو پر مخ د كمپاين دروازې تړل كيږي، نو د واك له برمتې له هڅو پرته به بله مانا ونه لري.

له تاريخه هم دا پټه نه ده چې د كرزي د حكومت پر بڼه يې د مافيايي ډوله حكومت ټاپه وهلې او د مافيا تعريف خو هم څرګند دى: يانې پر حكومت د زور او فشار له لارې د يوې كوچنۍ ډلې له خوا د غير قانوني واك، غوښتنو او ګټو تپل.

پوښتنه دا ده چې له يو معيوب، بېچاره، بېوزلي ليكوال، ژورنالست او هيوادپال شاعر څخه د وېرې لامل څه كېداى شي چې د كندهار نوموړي چارواكي يې د ده پر وړاندې سخت غبرګون ښودلو ته اړ ايستلي دي.

تر كومه ځايه چې ټولو ته څرګنده ده محمديار نه كومه ډله لري او نه كومه ټپله، نه د چا اړيكه دى او نه هم څوك د ده اړيكه دي او نه هم له فزيكې پلوه دومره پياوړى دى چې كومه ورځ د كوم چا لار دې ونيولى شي.

كوم څه چې د محمديار په ځان كې پياوړي دي او ځينو چارواكو ته د اندېښنې وړ ګرځېداى شي، هغه د ده پاك احساس او د ده په ګوګل كې د هيواد او پښتنو سرشاره مينه ده چې د دې هيواد دښمنان او بد لوروونكي لكه د خوشال تورې په شان ترې په لړزه كې پرېوځي.

كېداى شي له ده نه د كندهار د دغو واكمنو د وېرې لامل همدا وي.

وايي د لوښي كيفيت د هغه له غږه معلومېږي، نو د كندهار او د مافيايي ادارې چلن او كيفيت هم د محمديار په وهلو او له غونډې څخه د ده په شړلو ډېر ښه په ډاګه شو: يانې ((د جرم مخنيوى په جرم سره)).

كه تر رسمي پيل وړاندې كمپاين جرم بلل كيږي، نو د يو چا وهل او ټكول هم د هيواد د اساسي او عدلي قانون له مخې جرم دى چې د محمديار پر وړاندې د چارواكو له خوا ترسره شو؟

دا د مافيايي او مزدورو ادارو ځانګړنه ده چې د واك د انحصار له پاره تل هڅه كوي چې ولس په تياره كې وساتي، قانون او حقيقت تحريف كړي.

دا په تحميلي شرايطو او دكتاتوري رژيمونو كې ثابته شوې چې ولس محكوم وي او هيڅكله محكومان له حاكمانو انتقام نه شي اخيستى، خو دغه غچ بيا له دوى څخه يې تاريخ اخلي.

هوكى تاريخ! لكه څنګه چې له شاه شجاع، ببرك كارمل او نورو يې خپل خپل غچ اخيستى دى.

ايا د واك مينان خبر نه دي چې له دين او مسلمان ولس سره د جفا كوونكو برخليك څه دى؟

د بقرې په يوې سورې كې د دوى برخليك په اړه راغلي چې ژباړه يې ده: هر هغه څوك چې له اسلام او مسلمانانو(ولس) سره جفا كوي، په دې دنيا ورته رسوا كونكى او ذليل كونكى عذاب دى او په اخرت كې به سخت عذاب ته استول كيږي.

يوه ورځ د واك له پاره استاد رباني هم امريكايانو ته ورور وويل او پر ولس او هيواد يې د بمبار زياتولو غوښتنه وكړه، خو يوه ورځ بيا داسې راغله چې د دغه پر واك د ناروا مين له غېږې چې معشوقه يې د كرزي غېږې ته ورتله نو نږدې ټول ولس د تلويزيون له لارې ليدل چې د ده ښاغلي پر ګرېوان د ده له سترګو مړې مړې اوښكې راځي او د خپلې معشوقې بېوفايي پرې بدرقه كوي، خو دى له دې غافله و چې الله ج دى افغان ولس ته د خپلې وعدې د پوره كولو د اثبات د يوې بېلګې په توګه وړاندې كاوه.

 كه واليان او ښاروالان د واك د بې وفا معشوقې دمينې لوبې ته وردانګي، نو له هغوى خو هيڅ ګېله نشته، ځكه چې په لسګونه كلونه دوى بېچاره ګانو د نورو قابونه او سپي مينځلي او د نورو د مزار ورتګ ته يې سلګونه جوړې بوټونه شكولي، نو د فرهنګيانو ګېله له هغه بې چاره بابي څخه ده چې دغه فرهنګي څنګه د مافيا بې فرهنګۍ ته غاړه كېښوده، او اوس ولې په دې هڅه كې دى چې په سيمه ييزو او تړليو راډيوګانو او تلويزونو كې د مركو له لارې د ځان د سپيناوي تر څنګه د بيان د ازادۍ او دموكراسۍ د دښمنانو او د ملي خاينانو سپيناوى هم وكړي، خو پوښتنه دا ده چې سبا به د خپل فرهنګي وجدان پر وړاندې څنګه سپيناوى وكړاى شي.

دا خو ټولو ته څرګنده ده چې په افغانستان كې د ملكانو قحط نه دى چې نن هوټليان او اشپزان پرې ملكان كيږي، بلكې قحط د فرهنګ او پخواني دود دى چې ځاى يې د بهرني قهر، فشار او استكبار په لړ كې نوي مافيايي فرهنګ نيولى او كه څه هم په دې فرهنګ كې د رايو تكليف ته څه اړتيا نه ليدل كيږي، نو بيا هم د كندهار دغه چارواكي د څه له پاره له يوه عكس له وېشلو دومره په وېره او اندېښنه كې دي.

دا څه له يو چا څخه د يوه تكليف د دندې اخيستلو او بيا هماغه بادار ته د خپل تكليف د ورښودلو له تمرد پرته بل څه نه شي تعبيرېداى.

خو دا كسان په دې خبر نه دي چې كوم تكليف دوى ته سپارل شوى هغه دومره مهم او حتمي نه دى، لكه څومره چې دوى يې فكر كوي.

ځكه په دې ټول پوهېږي چې راتلونكى ولسمشر څو اونۍ وړاندې په كوم ځاى كې وټاكل شو او د اوباما خبره ورسره څه ډول پخه شوه چې نور نه د ولس رايې څوك ولسمشر كولى شي او نه څوك له ولسمشرۍ لرې كولى شي.

د رايو وركولو تكليف د ولسمشر د ټاكلو له پاره نه بلكې د ولسمشر د تاييدولو له پاره دى او هغه هم د ولس له تكليف او رايو پرته، په دې ترتيب چې د هغو صندقونو رايې به وشمېرل شي چې هغه ولس نه بلكې مافيايي چارواكو له رايو ډك كړي وي، نو په دې توګه نه د اشرف غني د عكسونو او بيوګرافۍ په وېشلو وهل ټكول خوړل ارزېدل او نه د چا وهل او ټكول.

په پېښه كې د كندهار د لاس لرونكو چارواكو وارخطايي فكر نه كوم چې د ولس له خوا د دوى د عمل د غندلو له امله وي، بلكې كېداى شي دغه وارخطايي د نادانو دوستانو په توګه له ولسمشر سره د دوستۍ له امله وي چې د خپلې نادانۍ له امله يې اوس په ارګ كې ناستو دوستانو ته د رسوايي او بدنامۍ سرخوږى جوړ كړى دى.

ځكه د دوى دغه ناوړه عمل اوس ولسمشر د ولس او نړيوالو پر وړاندې د ازمايښت په دوه لاري كې درولى، هغه داسې كه ولسمشر د دغو چارواكو له دندې څخه په شړلو سره په پېښه كې د خپلې بېطرفۍ او ډموكراسۍ تمثيل ونه كړي نو د ولس او نړيوالو ډيموكراتيكو بنسټونو له بې اعتمادۍ او غالباًً له قهر سره به مخ شي او كه چېرې كرزى د بېطرفۍ دغه تمثيل په لړ كې په كندهار كې دغه ملاتړي او روزل شوي چارواكي له لاسه وركوي، نو څرګنده ده چې د نورو تر مقررولو او يا هم روزلو به پر كندهار خپل يو څه اغېز له لاسه وركړي.

بلخوا كرزى په دې ښه پوهېږي كه د كندهار واكمنو پر وړاندې غبرګون ونه ښيي، نو دا وېره شته چې د ولسمشرۍ كانديدان او ولس به ټاكنې سبوتاژكړي او يا په غبرګونيزه ډول خپلې رايې به د ده پر ضد وكاروي، چې په دې صورت كې د ټولټاكنو تمثيل به ورته يو څه ګران تمام شي.

دا په دې مانا چې يا به كرزى د كندهار نوموړي چارواكي له دندو لرې كوي او په دې سره به د ملت ګرايانو او نړيوالو ډموكراتيكو بنسټونو ملاتړ خپلوي او يا به د محمديار پر وړاندې د چارواكو ملاتړ ته دانګي، چې همدغه امكان يې زيات هم برېښي او په دې سره به د ملت ګرايانو غبرګون ته غېږ وركوي.

بلخوا د افغان حكومت د نړيوالې ننګې او ملاتړ شرايط او پايلې هم د حالاتو په لوړو ژورو كې پېچلې شوي او د اوباما له لومړنيو اجراتو داسې ښكاري چې د افغانستان حالات نور هم د پېچلتيا په لور ځي.

اوس افغانستان په داسې يو حالت كې دى چې د كرزي واكمنۍ له دغو حالاتو سره په يو معكوس تناسب كې ځاى نيولى او په تېره د كرزي واكمنۍ دغه معكوس تناسب معادله له پښتنو سره په ډېر خراب تناسب كې ده.

دا په دې مانا چې د كرزي د واك دوام نور په هيواد كې د حالاتو د خرابۍ او اور ته د تېلو د شيندلو په مفهوم دى او په واك كې د ده موجوديت له لاسه د فرصتوتو د وتو مانا لري.

بلخوا، اته كاله پخوا چې كرزي د يو پښتون توكمه په توګه د پښتون مشر له كريدت څخه استفاده كولاى شوه، اوس يې دغه فرصت ټولټال له لاسه وركړى او نور پښتنو ته د باور وړ نه دى.

له كرزي څخه د اوباما ملاتړ به په افغانستان كې د امريكې د ماتې پر لور د اوباما د لومړي ګام پورته كولو په مانا وي او پايلې به يې له كرزي څخه د بوش ملاتړ ته ورته وي.

امريكه نن په دې ښه پوهېږي چې د افغانستان د جګړې ابتكار يې له لاسه وتلى او نور دغه جګړه د دوى په واك او كنترول كې نه ده، نو په دې بنسټ د جګړې پايلې پيش بيني كېداى نه شي.

كه پرون له افغان جګړې څخه د ستراتيژيكو موخو له پاره كار اخيستل كېداى شو او دغه جګړه په همدې عمق كې هدايت كېده، خو اوس دغه جګړه له كنتروله وتې او د بيا مهارولو له پاره يې هڅې روانې دي، نه ترې د ګټې پورته كولو له پاره.

نو د دغې موخې د ترلاسه كولو له پاره امريكې ته به په كار وي چې لومړى د افغانستان او بيا د سيمې هيوادونو د ګټو پر وړاندې شاتګ له ځانه وښيي او د دغې شاتګ لومړنى ګام به دا وي چې په افغانستان كې د كرزي او جنګسالارانو له ملاتړ څخه لاس واخلي، جګړه ودروي او د دولت له مخالفانو سره چې كومه امريكايي ضد اجنډا نه لري سياسي جوړجاړي ته كېني، چې په دې ډول د دغه ريفورم لومړني قربانيان به بيا كرزى او پر ده راټول فسادسالاران او جنګسالاران وي.

لا اوس هم امريكې په خپل سياست كې د چنج او بيا كتنې فرصت له لاسه نه دى وركړى او ورته په كار ده چې په افغانستان كې روانو واقعيتونو ته غاړه كېږدي او اوباما هم لكه د بوش په شان سرتمبګۍ ته غېږه ورنه كړي او دا واقعيت ومني چې د بوش مافيايي سياستونو او پر افغانستان د مافيايي حكومتونو تپلو نور ماتې خوړلې او نه شي كولى په افغانستان او منځنۍ اسيا كې خپلې ستراتيژيكې موخې له مافيايي لارو تعقيبې كړي.

سوله او په افغانستان كې يو پياوړى او باثباته حكومت چې د افغان ولس د غوښتنو او ارمانونو هنداره وي يوازې كولى شي په سيمه كې متقابلې ګټې ډاډمنې كړي.

يا په بله وينا امريكا ته په كار ده چې په جنګ كې يو ځل ازمايل شوي افغانان بيا ونه ازمايي او همداراز د منزوي شويو افغان سياستوالو د پيوندولو له هڅو لاس په سر شي، كه نه نو امريكا به له دې څخه ترخو واقعيتونو منلو ته په غاړه ايښودو اړوځي چې اوس يې د يو واقعيت په توګه منلو ته زړه نه ښه كوي.

په لنډه توګه ويلى شو، دا چې د محمديار وهل كه په حقه وو او يا ناحقه، خو نه يوازې دا چې محمديار او اشرف غني احمدزي شخصيت ته يې كوم زيان ونه رسولى شو، بلكې د دوى په ګټه د يومثبت بدلون لامل شول چې ورسره د كندهار د چارواكو او د دوى د حامي او ملاتړ كونكي د بخت كاسه هم نسكوره ښكاري، چې پايلې به يې لږه موده وروسته څرګندې شي.